ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګرو ملتونو کارکوونکې د ښځو په کار د طالبانو د بندیز ختمولو لپاره عملي اقدامات غواړي

په افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو له بندیز وروسته د دغه سازمان یو شمېر کارکوونکو د طالبانو دا پرېکړه غندلې او غوښتي یې دي چې دا پرېکړه بېرته واخيستل شي. شیما، چې د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې ده، د طالبانو په دغې پرېکړې سره هکه حیرانه شوې ده. د امریکا غږ د انګلیسي څانګې په دغه راپور کې شیما د ملګرو ملتونو د دغې کارکوونکې اصلي نوم نه دی. هغې وویل: «موږ فکر کاوه که ښځې په نورو ځایونو کې له کار څخه منع کېږي، په ملګرو ملتونو کې به کار ته ادامه ورکوي، ځکه چې دا سازمان په هېواد کې، چې اکثریت خلک یې په نړیوالو مرستو تکیه دي، د بشري هڅو [مرستو] مشري کوي ...» د ملګرو ملتونو مقاماتو د تېرې سه شنبې په ورځ وویل چې طالبانو ورته خبر ورکړی چې ښځې نشي کولای په افغانستان کې په دغه سازمان کې کار وکړي. شیما وايي ملګري ملتونه باید په طالبانو فشار راوړي چې خپلې ژمنې پوره کړي. هغې وویل چې نړیواله ټولنه باید تر هغه وخت پورې طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت ونه پېژني تر څو پورې چې ښځو ته خپل حقوق ورکړل شوي نه وي. شیما زیاته کړه: «خبرې کافي نه دي. په طالبانو باندې د فشار لپاره عملي اقدامات په کار دي چې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.» د طالبانو ځپونکي اقدامات په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د شاوخوا ۴۰۰۰ کارکوونکو له ډلې یې ۳۳۰۰ افغانان دي. په دغو کارکوونکو کې ۴۰۰ افغانانې دي او ۲۰۰ نورې ښځې بهرنۍ دي. طالبانو د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې په نادولتي محلي او نړیوالو ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه، خو هغه وخت ملګري ملتونه له دغه امر څخه مستثنی وو. طالبانو ویلي وو چې د ښځو په کار یې ځکه بندیز لګولی دی چې دوی «مناسب حجاب» نه مراعت کوي. خو شیما وايي هغه او نورو ښځینه همکارانو به یې حجاب مراعت کاوه. هغه وايي: «ما حجاب اغوسته. زما ټولو [ښځینه ]همکارانو حجاب اغوسته. موږ د طالبانو تر راتګ مخکې هم حجاب اغوسته او د هغوی له راتګ څخه وروسته هم.» هغې وویل چې «حجاب له کار څخه د ښځو د منع کېدو لپاره یوه پلمه» ده. طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ او په ښځو یې یو لړ کلک محدودیتونه او بندیزونه ولګول. طالبانو ښځې له کار څخه منع کړې، نجونې یې له پوهنتون څخه منع کړې، د نجونو متوسطه او عالي ښوونځي یې وتړل، د طالبانو په واکمنۍ کې ښځو ته اجازه نشته چې له «محرم پرته اوږد سفر» وکړي، عمومي پارکونو او د ورزش ځایونو ته ولاړې شي. د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانکړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینت د فبرورۍ په نهمه نېټه په خپل راپور کې د طالبانو دا محدودیتونه «له عامه ځایونو څخه د ښځو د لېرې کېدو» یوه هڅه ګڼلې ده. د مارچ په میاشت کې ریچارډ بینت د امریکا غږ له افغان څانګې سره په مرکې کې وویل: «د طالبانو جنسیتي شکنجه د بشر په ضد جنایت دی.» د جنورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي وو چې په نادولتي محلي او نړیوالو ادارو کې د ښځو په کار بندیز به په افغانستان کې«متعدد اقتصادي او بشري بحرانونه لا بدتر کړي». په راپور کې ویل شوي وو چې دا بندیز به په ۲۰۲۳ کال کې ۱۱.۶ میلیون اړمنو ښځو او نجونو ته، چې بشري مرستو ته اړتیا لري، لاسرسی سخت کړي او د راپور په اساس د افغانستان ۹۷سلنه نفوس د فقر تر کرښې لاندې حالت ته په رسېدو دي. شیما، چې د خپلې اوه کسیزې کورنۍ یوازینۍ ګټیالۍ او نفقه برابرونکې ده، د طالبانو دا پرېکړه «مایوس کوونکې» بولي، ځکه چې په خبره یې له دې وروسته له خپلې کورنۍ سره مالي مرسته نشي کولای. هغې وویل: «موږ په ډېرو مشکلاتو سره په افغانستان کې تعلیم وکړ.» هغه زیاتوي چې په ښځو باندې د طالبانو بندیز به «په ما باندې، په نورو ښځو باندې او د افغانستان په ټولو خلکو باندې منفي اغیز» ولري. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په خپل ټویټر کې لیکلي وو: «که دا پرېکړه لغوه نشي، اړمنو ته به د حیاتي مرستو د رسولو لپاره ارو مرو زموږ ظرفیتونه کمرزوي ‌کوي.» د پرېکړې د بدلولو غوښتنه ملګرو ملتونو ویلي دي چې د طالبانو دا پرېکړه نه مني او د هغې د بېرته اخیستلو غوښتنه یې کړې ده. د دغه سازمان ویاند سټیفن دوچاریک د پنجشنبې په ورځ وویل چې ملګري ملتونه به له طالبانو سره په دې اړه تعامل روان ساتي. هغه وویل چې «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار په هره برخه کې افغان ښځې او نارینه حیاتي دي. اړمنو خلکو [نفوس] ته د اساسي او معیاري مرستو د خوندي او اغیزناک رسولو لپاره د ښځو بامفهوم مشارکت حیاتي دی» او نارینه د افغان ښځو ځای نشي نیولای.

09.04.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

09.04.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

09.04.2023 امریکا غږ

د ایران یو پلاوی سعودي عربستان ته سفر کوي 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه اپریل نهمه (وري۲۰) وویل چې یو پلاوی یې د را روانې جمعې په ورځ ریاض ته سفر کوي چې خپل دپلوماتیک ماموریت بیا پیل کړي.  د سعودي‌ عربستان یو دپلوماتیک هیئت تېره ورځ تهران ته تللی و چې هلته خپل سفارتي او کونسلي چارې بیا له سره پیل کړي.  د ایران د بهرنیو وزارت مرستیال عليرضا عنایتي په یوې تلویزوني مرکې کې وویل: «تمه ده چې یو پلاوی مو سعودي‌عربستان ته ولاړ شي. دوه جلا پلاوي به ریاض او جدي ته ځي.»  دا پرمختګونه له هغه وروسته وشول چې د چین په منځګړتوب دواړو هېوادونو د دپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو تړون لاسلیک کړ او څو ورځې مخکې یې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وکړه.  د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې اعلامیې کې ژمنه کړې ده چې په منځني ختیځ کې به د سولې او ثبات د راوړلو هلې ځلې کوي.  سعودي‌عربستان په ۲۰۱۶ کال کې یو شیعه عالم، د حکومت په ضد د څرګندونو او ځینو نورو ورانکاریو په تور اعدام کړ، په ایران کې خلکو د دغه اعدام د غندنې لپاره مظاهرې وکړې او د سعودي عربستان په سفارت او کونسلګریو یې بریدونه وکړل. سعودي عربستان هم خپل دپلوماتیک ماموریت په ایران کې وتړه.  په منځني ختیځ کې دا دوه هېوادونه همدغه راز د یمن د جګړې په اړه هم مختلف دریځونه لري. ریاض د یمن د حکومت او تهران د حوثي شیعه یاغیانو د ډلې ننګه کوي. 

09.04.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

09.04.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خبري خپرونه کې دا مطالب وینئ: په بیت المقدس کې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د تاوتریخوالي وروستي جزیات؛ د افغانستان د پخوانیو معلولو پوځیانو اقتصادي ستونزو کې د یو معلول سرتیري ژوند ته کتنه او د ټولنیزو رسنیو له لارې د یوې افغانې سوداګريزې هڅې وینئ چې دودیزې افغاني جامې پلوري.

09.04.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

09.04.2023 امریکا غږ

آی پي‌ال کې د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان د هند د کرکت په مشهور تجارتي لیګ [آی پي‌ال] کې هیټریک وکړ.

09.04.2023 امریکا غږ

افغان دیني عالمان د نجونو پر زده کړو بندیز غندي 

په افغانستان کې دیني عالمانو د شنبې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) په داسې حال کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز وغانده چې د طالبانو یو مهم وزیر دیني عالمانو ته خبرداری ورکړ چې ددې جنجالي موضوع په اړه دې د حکومت پر ضد بغاوت ونه کړي. 

09.04.2023 امریکا غږ

پېښور کې د لږکیو هدفي وژنې: مسیحیان د ایسټر ورځ په سختو امنیتي تدابیرو کې نمانځي

په پېښور کې د مسیحي ټولنې وګړي نن د اتوار/یکشنبې په ورځ خپل اختر یا ایسټر په داسې حال کې په کلکو امنیتي انتظاماتو کې نمانځي چې یوه اوونۍ وړاندې په همدې ښار کې د وسلو والو بریدونو کې دوه اقلیتي وګړي وژل شوي دي. د ترهګرۍ دغو پېښو که هرڅو پښتونخوا صوبه کې میشت اقلیتي وګړي خپل تحفظ ته اندېښمن کړي خو مسیحیان د ویرې په دغه چاپېریال کې هم د پیښور یوې کلیسا کې ورغونډ شوي او د مذهبي دستورې ایسټر په موقع عبادت کې بوخت دي. دوی وایي د کرسمس نه پس دا د دوی دویمه لویه د خوشالۍ دستوره ده. د ایسټر نه وړاندې دوی څلویښت ورځې روژې نیسي او د دې ورځې شروع سهار وختي درې بجې کلیسا کې د عبادت نه کیږي. خرم مسیحي هم د خپلې میرمنې او ماشومانو سره دې کلیسا ته راغلی او هغه وایس اف امریکا ډیوه ته وایي"د ایسټر په موقع سهار درې بجې مونږ دلته عبادت له راشو دلته ناشته وکړو. بیا غرمه عبادت له کلیسا ته راشو. د کورنۍ ټول غړي خوشاله وي. تصویرونه جوړوو او پارکونو ته سیل له ځو" هغه وایي په دې ورځ کورونو کې خوندور خوراکونه پخیږي. دوستان خپل خلپوان یو بل کره ځي. په مختلفو رنګونو رنګ شوې هګۍ یو بل ته ډالۍ کوي. خو ځوانان او پیغلې وایي له دې ورځې زیات خوند ځوانان او ماشومان اخلي. ځوان اریان مسیح خپلو ملګرو سره د ایسټر عبادت له کلیسا ته راغلی او هغه ډیوه ته وایي: "په دې ورځ عیسا مسیح ژوندی شوی و. نو دا خوشالي مونږ د اختر د ورځې په توګه نمانځو. د دې ورځې دویم نوم عید القیامت المسیح دی. په دې ورځ مونږ خپلوانو او دوستانو سره لیدل کتل کوو او ټوله ورځ خوندونه اخلو". پېښور کې د ایسټر د نمانځلو په وخت کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي ځکه چې یوه اوونۍ وړاندې د اپریل په دویمه نیټه د پشتخرې تاڼې حدودو کې مسیحي وګړی کاشف مسیح نامعلومه موټرسایکل سورو ویشتلی او وژلی ؤ. همدغه راز د دې پیښې نه دوه ورځې وړاندې په 31م مارچ د رحمان بابا تاڼې حدودو کې سکهـ وګړی دیال سنګهـ هم په موټر سایکل ناستو وسله والو وژلی ؤ چې وروسته یې د وژنې ذمه واري وسله والې ډلې داعش خراسان په غاړه اخستې وه. د مسیحیانو مذهبي مشر پادري جوزف جان وایي، دلته یو سکهـ د هدفي وژنې ښکار شو. دغه شان د پیښور اکیډمۍ کې مسیحي ورته حادثې سره مخ شو. کراچۍ کې یو هندو ډاکټر وژل شو. دا ټول کارونه د هیواد دښمنان کوي. خو ډيوه سره خبرو کې هغه هیله ښکاره کړه چې امنیتي ځواکونه به د لږکیو د تحفظ یقیني کولو لپاره مناسب ګامونه واخلي. په خېبر پښتونخوا کې د لږکیو د حقونو مبارز هارون سربديال په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه ته ویلي په خېبر پښتونخوا صوبه کې نزدې پينځه لکه د عيسایي مذهب منونکي، اوياؤ زرو پورې هندوان او نزدې پينځلس زره سکهان ژوند کوي، د لږکیو د ټولنې غړي وایي په دې وروستیو کې چې په پېښور او نورو نزدې سیمو کې په لږکیو کوم بریدونه شوي هغې اقلیتونه د ویرې سره مخ کړي دي او دوی اوس په ډاډه زړه دخپل ژوند ورځنۍ چارې پرمخ نه شي وړلی. د بشري حقونو تنظیمونه هم وخت په وخت پاکستان کې د لږکیو په ضد ورځ تر بلې په زیاتېدونکي تاو تریخوالي اندېښنې ښایي خو د پاکستان حکومتي چارواکي اکثره پخپلو بیانونو کې دعوې کوي چې اقلیتونو ته یې د پاکستان دایین لاندې د هغوی ټول حقونه ورکړي دي او د هغوی تحفظ ته چمتو دي ستمبر کال2013م کې د پیښور آل سینټ چرچ کې د شوؤ غبرګو ځانمرګي بریدونو نه وروسته جون 2014م کې د پاکستان سترې محکمې حکومت ته امر کړی و چې هیواد کې دې د ټولو لږکیو د ځان او مال د تحفظ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

09.04.2023 ډیوه

د عراق په شل کلنې جګړې کې اوس هم زرګونه کسان لاپته دي

واشنګټن  - عراقۍ مور، نوال سويدان چې زوی یې قریب لس کاله وړاندې ملېشو له ځانه سره وړی او لادرکه شوی دی، اوس هم د خپل زوی په کېمره کې د هغه جامې په نظم ږدي او بستر یې ورته پاکوي، په دې هیله چې زوی به یې ژوندی وي او بېرته به راشي. د هغه زوی صفا نومېدو چې د ۲۰۱۴ کال په جولائي میاشت کې د رمضان د ختمېدو نه څو ورځې مخکې، د شپې په یوه نیمه بجه لادرکه کړی شو. یوه ډله مسلح کسان د هغوی کور ته ورغلل او د صفا پوښتنه یې وکړه، بیا یې د ځانه سره یووړ. صفا د دېرشو کلونو نه کم عمر لرلو او د قانون تعلیم یې کولو. هغه به د تعلیم ترڅنګ، ډاګ خانه کې هم کار کولو. د صفا مور وایي: "هغو مونږ ته وویل چې صرف غواړي ورنه څو پوښتنې وکړي او بېرته به یې ژر واپس راولي." په عراق باندې د امریکا د پوځي یرغل نه شل کاله پس، خانه جنګۍ او فرقه واریت شخړې اوس تر ډېره اندازې پورې هلته کمې شوي دي. مګر د تشدده ډک هغو کلونو میراث اوس هم پاته دی او په زرګونو – شاید هم لسهاوو زره کسان – د صفا په شان لادرکه پاته دي او د هغو کورنۍ داسې احساس کوي چې د دوی درد هېر کړل شوی دی. هغوی لا هم د خپلو ورکو عزیزانو په اړه د جواب غوښتونکي دي. د عراق حکومت هڅه کوي چې پخواني غمژن وختونه ختم شي او نوی دور پیل کړی شي، مګر تر اوسه یې د لاپته کسانو د تحقیق دپاره کوم کمېشن ندی جوړ کړی. د بشري حقونو کارکنان وایي، ددې یوه وجه دا ده چې پخپله سیاستمداران د هغو ډلو سره تعلقات ساتي کوم چې د اغواګرۍ او قتلونو په قضیو کې ښکېل پاته شوي دي. محمودیه ښار، چې نوال سویدان هلته ژوند کوي، په تېرو شلو کلونو کې څو څو ځله د فرقه واریت تشدد شاهد پاته شوی دی. محمودیه چې د کربلا ښار په لور تللې لویې لارې ترڅنګ آباد دی، هغه کې هم سنیان او هم شیعه ګان اوسیږي. د محمودیه اوسېدونکي وایي چې د ۲۰۰۳ کال نه وړاندې هغوی نسبتآ آرامه باهمي ژوند کولو. د ۲۰۰۳ کال نه پس د عراق دا ښار د سني او شیعه سختدریځه ډلو ترمنځ د سخت فرقه ییز تشدد ښکار وګرځېد او هرې ډلې به بېرحمانه قتلونه کول. هلته کې تشدد درې اړخه درلودل: سختدریځه شیعه ګانو به سنیان قتلول، سختدریځه سنیانو به شیعه ګان قتلول، او القاعده به په امریکایي ځواکونو حملې کولې. د نوال سویدان لور په کال ۲۰۰۴ کې د محمودیه د ښار په منځ کې یوې بمي چاودنې کې مړه شوه. زوی یې، صفا، په کال ۲۰۱۴ کې د فرقه ییز تشدد او انتقامي کاروایانو په اړ و دوړ کې لادرکه کړی شو. هغه مهال د داعش ډلې د محمودیه ښار نه شل کلومټره سیمې قبضه کړې، او په غبرګون کې یې شیعه ملېشو هم تشدد پیل کړ. د نوال سویدان کورنۍ سني مسلمانان دي. که څه هم هغه اوس نه وایي چې زوی یې چا وړی دی، مګر رشته داران یې وایي هغه په دې باور ده چې شیعه ملېشو یې زوی لادرکه کړی دی. سویدان کلونه کلونه د مختلفو ښارونو جېلونو ته ولاړه چې خپل زوی په کې پیدا کړي. د چارواکو او یا هر چا سره چې فکر به یې کولو څه معلومات لري، خبرې به یې کولې. هر کله به چې خبر راغی چې د پلانکي جېل نه قیدیان خوشې شوي، نو نوال به په منډه ورغله چې وګوري زوی يې په هغو کې شته او که نه. نوال چې کوښښ کوي د خپلو اوښکو مخه ونیسي، وایي: "هر ځای ورپسې وګرځېدم، خو هغه مې ونه موند. نو اوس آرامه ناسته یم او فیصله مې کړې چې خدای پوه شه او کار یې." د نوال سویدان ګاونډۍ نېدال علي شیعه ده او هغه هم د نوال غوندې درد لري. د نېدال زوی عمار هم په هماغه کلونو کې لادرکه شوی دی. نېدال علي چې د خپل ورک شوي زوی تصویر یې په خپل ټټر کلک نیولی دی، وایي: "هغو مې زوی یووړ او ویې ویل چې په پنځه مېنېټه کې به بېرته راستون شي. هغو زمونږ د ځایه شپږ کسان یووړل چې ټوله یې ځوانان او غریبان و." نېدال هم د عراق مختلف جېلونه لټولي او دوکه بازانو هم ورنه پیسې اخېستي چې ګني د هغه د زوی په اړه ورته معلومات ورکولی شي، مګر زوی یې ندی پیدا شوی. عمار چې کله اغوا کړی شو، څلوېښت کلن و او د هغه نه مېرمن او پنځه اولادونه پاته دي. د عمار کشری زوی محمد چې هغه وخت وړوکی ماشوم و، اوس یوولس کلن شوی او د خپلې نیا ترڅنګ ناست دی. د رېډ کراس عالمي کمېټه وایي چې د ۲۰۰۳ کال راهیسي یې په عراق کې د لادرکه تنانو څه باندې دري څلوېښت زره (۴۳۲۹۳) قضیې درج کړي دي چې په دې کې قریب اووه ویشت زره (۲۶۷۰۰) کېسونه لا هم ندي حل شوي. دا شمېره د عراق د حکومتي شمېرو نه زیاته ده. د عراق حکومت وایي چې د دوی د اندازې ترمخه په تېرو شلو کلونو کې شپاړلس زره (۱۶۰۰۰) کسان لادرکه شوي دي. په بغداد کې د آی سي آر سي د دفتر ترجمانه سارا الزوقاري وایي چې ممکن د لادرکه تنانو اصلي شمېره تر دې ډېره زیاته وي. د عراق د عدلیې وزارت یو چارواکی چې غوښتل نوم یې پټ وساتلی شي، خبریالانو ته ویلي چې صرف د سیاسي تناوونو او فرقه ییز حساسیتونو له کبله ریاست د لادرکه تنانو په اړه پلټنو کې پاته راغلی دی. عراق کې وخت ناوخت ډله ییز قبرونه موندلی کیږي، خو کلونه به وخت نیسي چې په دې قبرونو کې د موندل شوو جسدونو پېژندګلوي وشي.

09.04.2023 ډیوه

د پښتونخوا فنکارانو پېښور کې د وژل شوي سیکهـ تاجر دیال سنګهـ د وژنې پرضد احتجاج کړی

په خېبر پښتونخوا کې د موسیقۍ د هنر سره تړلي سازمان موسیقار هنري ټولنې پېښور کې د وسله وال تنظیم داعش لخوا تېره اوونۍ د وژل شوي سیکهـ تاجر دیال سنګهـ د وژنې پرضد احتجاج کړی او دحکومت نه یې غوښتي دي چې پښتونخوا کې میشت اقلیتونو ته دې تحفظ ورکړل شي. د خالي/شنبې په ماسخوتن د پېښور پریس کلب مخې ته د احتجاج لپاره راټولو شوؤ دغو هنرمندانو دامن زمزمې کړي او د بدامنۍ پرضد یې شعارونه ورکړي دي. د پېښور اوسیدونکی سیکهـ تاجر ديال سنګهـ په ٣١م مارچ د پېښور دیر کالونۍ سیمه کې په موټرسايکل سورو نامعلومو کسانو وژلی ؤ چې وروسته یې د وژنې ذمه واري داعش خراسان په غاړه اخستې وه. د موسیقار هنري ټولنې مشر ډاکټر راشدخان یوسفزی د دې احتجاجي مظاهرې راجوړولو مقصد پښتونخوا کې د میشت لږکیو سره پیوستون او یووالی ښودلی او ویلي یې دي چې د دیال سنګهـ د بېګناه وژنې پرضد هیچا د احتجاج غږ پورته نه کړو نو ځکه دوی (هنرمندان) په دې سختو شرایطو کې میدان ته راووتل او د دې وژنې پرضد یې دا مظاهره راجوړه کړه. رسنیو سره خبرو کې ښاغلي راشد خان یوسفزي ویلي چې پېښور یوازې د مسلمانانو نه بلکې د هر مذهب د منونکو او هرې ژبې د ویونکو ښار دی او د دې ښار په امنیت ویجاړیدو فنکاران فکرمند دي. هغه وویل دیال سنګهـ یو غریب تاجر ؤ چې د روژې په میاشت کې یې د بشر دوستۍ په اساس په ارزانو نرخونو په مسلمانانو سودا خرڅوله او دا چې دغه تاجر په بېګناه ډول ووژلی شو نو د اقلیتونو ترڅنګ یې فنکاران هم په وژنه خفه دي او د دې ناحقه وژنې په سختو ټکو غندنه کوي. مظاهره کې شریک د شهکار په نوم یو زلمي پخپلو خبرو کې وویل اوس د پښتنو په خاوره روانه دا جګړه د هرچا لپاره یو شان په زیان ده ځکه چې په دې کې یوازې مسلمانان نه بلکې غیرمسلمه هم وژل کیږي . هغه وویل هیڅوک اوس په دې وژنو غلي نه شي پاتې کیدالی ځکه چې "که نن یې زه مړ کړم، سبا تا وژني نو ښه داده چې نن ټول په یو غږ د دې بد امنۍ پرضد راپورته شي" ښاغلي شهکار وویل له دې جګړې نه مسلم په امن پاتې دی اؤ نه غیر مسلم ،حجره ،جومات،مندر او ګوردواره یو شان په نخښه کیږي ځکه نو احتجاج به هم ټولو ته په شریکه وي. احتجاج ته راټولو شوؤ فنکارانو په دې موقعه د وژل شوي دیال سنګهـ په یاد کې شمعې روښانه کړې اؤ دامن سندرې یې زمزمه کړې. په خېبرپښتونخوا کې داقليتونو په حق کې دفنکارانو له لوري شوى دا دخپل نوعيت لمړى احتجاج ؤ. دديال سنګهـ دوژل کيدو وروسته د هغه د کورنۍ غړو بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې دهغه په وژنه دسخت افسوس څرګندونه کړې وه او ويلي يې وو چې هغوي اوس په خېبرپښتونخوا کې ځان غيرمحفوظ احساسوي او دځانونو دتحفظ لپاره پنجاب ته کډې کوي. پخپله د ديال سنګهـ کورنۍ دهغه دوژنې وروسته دڅه قسمه احتجاج نه کولو فيصله کړې وه او ويلي يې وو چې هغوي دسکهانو سره مخې ته راغلو تيرو پېښو پشان په دې پېښه کې هم دپوليس او حکومت نه دڅه رقم انصاف اميد نه لري خو دپېښور فنکارانو دهغه په وژنه احتجاج کړى او سکهـ ورورولۍ ته يې ديو والي پيغام ورکړيدى. دفنکارانو ټولنې په دې موقعه په اقليتونو دظلم، خراب وضعيت او ټولنيزو رويو مبني شاعري په ترنم کې يولې او شمعې يې بلې کړيدي. د خېبرپښتونخوا فنکارانو دحقونو تنظيم هنري ټولنې له مخې دپېښور پريس کلب مخې ته دراټولو شوو فنکارانو شميره شپيتوو څخه زياته وه، مظاهره چيانو دمختلفو پيغامونو بينرې پورته کړې وې. د هنري ټولنې صدر راشد احمد خان ويلي ديال سنګهـ نرخويه او دبهترين اخلاقو مالک و، چې په هره روژه کې به يې په کم نرخ سامان خرڅولو، خو هغه چې ووژل شو نو مونږ وليدل چې دهغه لپاره څوک هم بهر راونه وتل. د دیال سنګهـ کونډې سرجیت کور رسنیو ته ویلي وؤ پروسکال دسربند په بټه تل بازار کې دهغې ورور رنجیت سنګهـ نامعلومو وسله والو وژلی ؤ اؤ لا یې دهغه غم هیر نه ؤ چې اوس یې میره بېګناه بې خطا ووژل شو. په پېښور کې د اقلیتونو د حقونو مبارز صاحب سنګهـ په دې وروستیو کې ډیوه ته ویلي وؤ د هغه د راټولو کړو شمېرو په اساس، په پېښور کې د2009 م کال راهیسي شاوخوا 21 سکهان وژل شوي دي. په خېبر پښتونخوا کې د لږکیو د حقونو مبارز هارون سربديال وايي په صوبه کې نزدې پينځه لکه دعيسایي مذهب لرونکي، اوياؤ زرو پورې هندوان او نزدې پينځلس زره سکهان ژوند کوي، وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي تر ټولو زيات سکهان په پېښور کې اوسيږي، د خېبر،کرمې ، اورکزو او نورو قبائېلي ضلعو نه د ترهګرۍ ضد جګړې په وخت ګڼ شمېر سکهان پېښور ته راغلې وو، خو اوس په دې علاقو کې هم د دوي هدفي وژنې کيږي، چې ورسره ټول لږکي بيا ځان غېر محفوظ ګڼې۔ د سیکهانو ورورولي وایي چې خېبر پښتونخوا کې په سیکهانو دپرله پسې بریدونو له امله یو شمیر سیکهانو د هیواد بیلابیلو برخو ته کډې کړې دي. دوی وایي چې پېښور کې تر دې وړاندې ډیر زیات سیکهان میشت وؤ چې دلته یې خپل کاروبارونه کول خو وایي په دې وروستیو کې ګڼ شمیر سیکهانو تاجرانو خپل کاروبارونه پنجاب ته منتقل کړي دي.

09.04.2023 ډیوه

افغانستان کې د جېنکو د تعلیم په اړه د دیني عالمانو او طالبانو ترمنځ اختلافات

اېسوشیټډ پرس   - د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو د خالي/شنبې په ورځ په ملک کې د جېنکو د تعلیم په پابندۍ تنقید وکړ، مګر بل اړخ ته د طالبانو یو اهم وزیر خبرداری ورکړی چې دیني عالمان دې په جنجالي مسئلو کې د حکومت په ضد بغاوت نکوي. د طالبانو د واک اختیار لاندې افغانستان کې جېنکۍ د شپږم جماعت نه پورته تعلیم نشي کولی، او دا پابندي په پوهنتونونو هم لګېدلې ده. د دې نه علاوه ښځې نشي کولی چې د پارکونو په شان عوامي ځایونو ته ولاړې شي او هم په اکثرو ادارو کې د کار کولو نه منعه کړی شوي دي. تېره هفته طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د ښځو په کار کولو بندیز ولګولو چې دا خبر ملګرو ملتونو ورکړی مګر طالبانو تر اوسه په ښکاره توګه رسنیو ته څه ندي ویلي. د طالبانو چارواکي ویلي و چې د جینکو د تعلیم محدودیتونه موقتي دي او دایمي بندیز ندی، مګر په مارچ میاشت کې سکولونه او پوهنتونونه صرف د هلکانو دپاره پرانېستل شول. دیني عالمان: اسلام ښځو ته د تعلیم اجازت ورکوي دوه دیني عالمان چې په افغانستان کې دننه مشهوره دي، د خالي/شنبې په ورځ وویل چې چارواکي باید د ښځو او جینکو د تعلیم په اړه پخپلې پرېکړې له سره غوره وکړي. د طالبانو د تګلارو سره په ښکاره مخالفت کول نایابه کار دی، خو بیا هم ځینو طالب مشرانو د جینکو د تعلیم په برخه کې د فیصلې کولو د پروسې سره اختلاف نظر ښودلی دی. یو دیني عالم عبدالرحمن عابد وویل، په کار ده چې ښځې او جېنکۍ دې بېرته تعلیمي ادارو ته پرېښودلی شي، البته هغوی دې د هلکانو نه په جدا کلاسونو کې وي، زنانه استاذانې دې ورته وګومارل شي، د هلکانو سره دې د هغوی شېډول هم فرق ولري او آن د هغو دپاره دې نوې تعلیمي ودانۍ جوړې کړی شي. عبدالرحمن عابد د اېسوشیټډ پرس سره په خبرو کې وویل چې علم په اسلام کې په ښځو او نارینه و فرض دی، او اسلام ښځو ته د تعلیم اجازت ورکوي. ښاغلي عابد زیاته کړه: "زما لور د سکول نه محرومه پاته ده، او زه شرمېږم. زه خپلې لور ته هېڅ جواب نلرم. زما لور پوښتنه کوي چې ولې په اسلامي نظام کې جېنکو ته د تعلیم اجازت نشته؟ زه یې جواب نلرم." هغه زیاته کړه چې اصلاحات ضروري دي او خبرداری یې ورکړ چې په دې برخه کې هرډول ځنډ به د نړۍ د اسلامي ورورولۍ په قیمت تمامه شي او دا به (د طالبانو) حکومت کمزوری کړي. یو بل دیني عالم چې پخپله یې هم د طالبانو د ډلې غړی دی، اېسوشیټډ پرس خبري رسنۍ ته وویل چې د اړوندو وزارتونو سره اوس هم وخت شته چې د جېنکو د تعلیم مسئله حل کړي. دغه دیني عالم چې توریالی همت نومیږي، اړوند وزارتونه هغه یاد کړل کوم چې په کندهار کې مېشت د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده نږدې کسان یې چلوي. د جېنکو په تعلیم باندې د ملا هبت الله په امر بندیز لګېدلی دی. همت وویل، دوه قسمه تنقید روان دی، یو هغه چې د طالبانو نظام خرابوي، او بل هغه چې د نظام د اصلاح کولو دپاره کیږي.   توریالي همت زیاته کړه: "اسلام هم نارینه او هم ښځو ته د تعلیم اجازت ورکړی، مګر په حجاب او نصاب باندې باید غور وشي. مفیده تنقید باید وشي، او اسلامي امارت ته په کار ده چې په دې اړه فکر وکړي. چېرته چې تنقید نه وي موجود، هلته د کرپشن امکان شته. زما ذاتي رایه دا ده چې جېنکو ته دې د یونیورسېټۍ تر کچې د تعلیم اجازت ورکړی شي." د طالبانو د سختدریځه وزیر غبرګون د طالبانو په حکومت کې د لوړو زده کړو یا هائیراېجوکېشن وزیر ندا محمد ندیم د جمعې په ورځ وویل چې دیني عالمان دې د حکومتي تګلارې په ضد خبرې نه کوي. ندا محمد ندیم دا خبرې پس د هغه وکړې چې یو بل دیني عالم، عبدالسمیع الغزنوي په یوه مدرسه کې طالب علمانو ته ویلي و چې د جېنکو د تعلیم په اړه اسلام کې کوم اختلاف نشته. هغه وویل چې اسلامي احکامات واضحه دي چې د جېنکو تعلیم د منلو وړ دی. د عبدالسمیع الغزنوي ویډیو چې خپره شوې ده، هغه کې د جېنکو په تعلیم ټینګار کوي او وایي چې که شرایط برابر ندي، نو دا پخپله د واکمنانو ذمه واري جوړیږي چې جېنکو ته دې د تعلیم ماحول برابر کړي. هغه دا هم ویلي و چې که اسلام د جېنکو د تعلیم اجازت ورکوي او که چېرته د یو حاکم امر د خدای او رسول د امر خلاف وي، نو د حاکم امر نشي منل کېدلی. داسې ښکارېده چې د جمعې په ورځ د طالبانو د سختدریځه وزیر ندا محمد ندیم د خبرو مقصد عبدالسمیع الغزنوي و. ندیم پخپلو خبرو کې چې وېډیو یې خپره شوې ده، د کوم چا نوم ندی اخېستی خو ویلي یې دي: "تا چې اوس دا تشویق خلکو ته ورکړ چې اطاعت نشته، د دې نتیجه څه شی شوله؟ خو نتیجه یې دا شوله چې د دغه حکم په مقابل کې د بغاوت درته اجازه ده. نو د نظام په مقابل کې چې څوک بغاوت ته راپاڅوې، دا نو تا مسلمانانو ته ګټه ورسوله، خیر دې ورسولو؟" خبري رسنۍ په دې اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم نه په تبصره اخېستو کې پاته راغلي دی. مګر د هغه ویاند حافظ ضیا الله هاشمي د ندا محمد ندیم د دې وروستیو څرګندونو تصدیق وکړ خو دا جزییات یې ورنکړل چې دا خبرې یې چا ته وې او دلیل یې څه و؟

09.04.2023 ډیوه

د نجونو پر زده کړو بندیز؛ 'د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو شمېر تقریباً صفر ته ټيټ شوی'

په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسؤلین وایي چې د هیواد په ټولو پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو د نشتوالي دوام، د لوړو زده کړو دغه مرکزونه له مالي ستونزو سره مخ کړي کېدایشي د بندېدو سره مخ شي.

09.04.2023 امریکا غږ

طالبانو نیمروز کې د داعش ډلې د یو پټنځای له منځه وړلو ادعا کړې

طالب چارواکو په نیمروز ولایت کې د داعش ډلې د غړو پر یو پټنځای د عملیات پر مهال د دغه ډلې د یو شمېر غړو د وژل کېدو ادعا کړې ده. نیمروز کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت نن یکشنبه اپرېل نهمه (وري ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې دغه عملیات نن سهار شاوخوا څلور بجې د نیمروز مرکز زرنج ښار د دریمې ناحیې اړوند په سید اباد سیمه کې تر سره شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د دغو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی. بلخوا یو شمېر عیني شاهدانو هم ویلي چې د دغه عملیاتو پرمهال د طالب سرتیرو او داعش وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوې او یو پر بل یې د سپکو او درندو وسلو ډزې کړي دي. ویل کیږي چې د دواړو لورو ترمنځ نښتې نیم ساعت دوام لاره. په نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حسیب الله الهام رسنیو ته ویلي چې په دغه نښتې کې طالب سرتېرو اوعامو خلکو ته زیان نه دی رسېدلی. داعش ډلې تر دا مهاله پدې اړه څه نه دي ویلي. طالب چارواکو پدې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د داعش ډلې پر مرکزونو د عملیاتو تر سره کېدو راپورونه ورکړي دي. طالب چارواکو په تېرو شاوخوا دری ورځو کې په بلخ، پروان او هرات ولایتونو کې هم د داعش ډلې پر پټنځایونو عملیاتو کې د دغه ډلې د یو شمېر کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و. همداشان طالبانو تېره ورځ د پروان ولايت په مرکز چاريکار کې هم د داعش ډلې د غړو پر پټنځای د عملیاتو خبر ورکړی و. د پروان لپاره د طالبانو د والي وياند محمد کامران زيد ادعا کړې وه چې په دغه عملياتو کې د داعش ډلې یو غړی وژل شوی او درې ښځې او اووه ماشومان یې هم نيولي دي٠ د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د داعش خراسان څانګې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي چې اکثریت دغه بریدونه پر ملکي کسانو، د شیعه اقلیتونو پر عبادت ځایونو، ښوونځیو، سفارتونو او نورو عامه ځایونو شوي دي. طالبانو تل ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د داعش خراسان څانګه له منځه وړې ده او هغوی په افغانستان کې "فزیکي او علني" حضور نلري، خو دې ډلې په تیر یو نیم کال کې په افغانستان کې یو لړ خونړي بریدونه کړي دي.

09.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more