ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د موسی شاهین د خوشې کولو کمپاین پيل کړی

د طالبانو په بند کې د پنجشېر د سیمه ییز سندر غاړي موسی شاهین د روغتیايي وضعیت خرابولي په اړه راپورونو خپرېدو سره هم مهاله، د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ښاغلي شاهین د خوشي کولو کمپاین پيل کړی دی.

09.04.2023 امریکا غږ

د عملیاتو پیل کولو اعلان ته د ټي ټي پي غبرګون، وایي جرنیلان بیا ډالرو تر لاسه کولو ته لاره هوارول غواړي

دپاکستان دملي امنیت د کمېټې لخوا د ترهګرۍ پرضد دهراړخیزو عملیاتو پیل کولو اعلان ته دپاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي پخپل غبرګون کې ویلي "د پاکستان داسټیبلشمنټ نه روؤ ګودر خطا شوی اؤ قام دملي سلامتۍ په نوم دیوې بلې تباهۍ لورې ته دیکه کوي". د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دملي امنیت کمیټې اوړمه ورځ پخپله غونډه کې دهیواد دننه دترهګرو پرضد دهر اړخیزو عملیاتو پیل کولو منظوري ورکړې چې په دغه پرېکړه ملت پاله پښتنو سیاسي ګوندونو اؤ مدني ټولنې هم سختې نیوکې کړي اؤ وایي د عملیاتو په نوم به یو وارې بیا دپښتنو په خاوره دتباهۍ اجازه ورنه کړي. تحریک طالبان پاکستان پروسږکال په 28م نومبر پاکستان سره دخپل اوربند ختمولو اعلان کړی ؤ چې له هغې راپدیخوا یې پاکستان کې په امنیتي ځواکونو ترسره کړو چټک بریدونو کې په سوؤنو عسکر وژلي اؤ ژوبل کړي دي. دملي امنیت دکمیټې دغونډې اعلامیه کې هیواد کې دترهګرۍ دبیا سیوا کیدو یو علت تحریک طالبان لپاره دنرمې ګوشې لرل ښودل شوي وؤ. دملي امنیت دکمیټې دغونډې پرېکړو ته غبرګون کې ټي ټي پي پخپله اعلامیه کې ویلي دي چې د هر اړخیزو عملیاتو په شورو کولو اتفاق یوه زړه ډارمه ده. دټي ټي پي په اعلامیه کې ویل شوي چې "دعملیاتو ددې اعلان څخه یو خوا دووي دسیاسي موخو ترلاسه لاسه کولو هڅه کوي اؤ بل لوري ته دباجوه په څېر جرنیلان دجیبونو ډکولو اؤ دمغربي بادارانو نه دترهګرۍ به نوم د ډالرو ترلاسه کولو لپاره هییتونو لیږلو ته لاره هواري" پاکستاني طالبانو خپله اعلامیه کې ویلي چې داسې اعلانونه اؤ دعوې په تېرو وختونو کې هم شوې دي اؤ دعملیاتو په نوم پروسکال هم په شلګونو کارروایو کې نه یوازې د ولس د ژوند اؤ عزت سره لوبې شوي بلکې دقامي خزانې نه د ولس د وینو اؤ خولو پیسې دلوټ دمال په څېر هضم کړل شوې دي. طالبانو که څوک په غور سره دحالاتو جاج واخلي نو ورته به معلومه شي چې د اوربند پرله پسې سرغړونه دپاکستاني پوځ له لوري شوې ده. ټي ټي پي پخپله اعلامیه کې ویلي "دښمن دې یو وارې بیا ددې ناماکمې حربې په ازمایلو سره خپل شوق پوره کړي اؤ دمذاکراتو اؤ جنګ په اړه ددتحریک طالبان پاکستان هم هغه دریځ دی چې مخکې یې ؤ" هغوي ویلي پلویان یې دکراچۍ نه تر ګلګت بلتستان د زرګونو په شمیر کې موجود دي اؤ امنیتي ادارې په ګونډو کولو ته مجبوروي. د پاکستان دملي امنیت دکمیټې دغونډې په اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې د ټي ټي پي به اړه تګلاره د ولسي هیلو اؤ خواهشانو بیخي برعکس ده اؤ ددې تګلارې په نتیجه کې ترهګرو ته نه یوازې پرته له کوم خنډ وخار بېرته د راتګ اجازه ورکړل شوې بلکې دهغوئ خطرناک ترهګر هم د باور جوړونې په نوم له زندانونو خوشې کړل شوي دي په دغه اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې دترهګرو په ضد د هر اړخیزو عملیاتو په پیل کولو اتفاق شوی دی. خو پښتنو قام پرستو ګوندونو اؤ ولسي تحریکونو سپینه کړې ده چې که د ریاست اؤ پوځ لخوا په پښتنو ”د تپل شوې ترهګرۍ” پرضد د پښتنو په خاوره یو ځل بیا عملیات کیږي نو دوي به یې پرضد مزاحمت کوي. دعوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان پخپل یو ټویټ کې ویلي دملي امنیت دکمیټې په غونډه کې دترهګرو پرضد دعملیاتو له پرېکړې وړاندې باید هغه خلک دقانون منګولو ته راوستل شي چاچې ترهګر بېرته راوستي دي. دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین اؤ دملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ هم اعلان کړی دی چې دوي به دپښتنو په خاوره هیچاته دتپل شوې ترهګرۍ پرضد تش په نوم عملیاتو کې دپښتنو دبې کوره کولو اؤ ځپلو اجازه نه ورکوي اؤ پر ضد یې مزاحمت کوي. پاکستان کې یو وار ې بیا دترهګرو پرضد دپوځي عملیاتو پیل کولو دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا کې دترهګرو لخوا په ترسره شوؤ بریدونو کې په سوونو امنیتي عسکرو ته مرګ ژوبله واړولی شوه. څېړونکي اؤ سیاسي ګوندونه تور لګوي چې ترهګر دپاکستان په تېر حکومت کې پوځ دیو تړون په اساس بېرته دلته راوستي اؤ دهغوئ په سوونو خطرناک جنګیالي یې له زندانونو خوشې کړي دي اؤ دملي سلامتیا دکمیټې دغونډې په اعلامیه کې دترهګرو د بېرته راوستل کیدو اؤ د زندانونو نه دخوشې کیدو پخلی شوی دی

09.04.2023 ډیوه

خیبر کې د پاکستان د پوځ پر موټر بمي چاودنې کې دوه سرتیري ووژل شول

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې چارواکو د شنبې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) وویل چې د پوځ په یو موټر د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې، دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.   د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د خیبر په ولسوالۍ کې د افغانستان پولې ته څېرمه شوی دی.   ددې مرګونې چاودنې مسولیت تحريک طالبان پاکستان، يا ټي ټي پي، منلی دی. دغې ډلې چې فعالیت یې په پاکستان کې منع شوی په دې وروستیو کې د ځانمرګو بریدونو په ګډون خپلو حملو ته زور ورکړی دی.   د جمعې په ورځ، د پاکستان د ملي امنیت کمیټې، چې لوړپوړي ملکي او پوځي مشران پکې شامل دي، د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ غونډه وکړه او ټي ټي پي او نورو سخت دریځو ډلو د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره یې په ټول هیواد کې د اورپکو پر ضد د عملیاتو پلانونه تصویب کړل.   د پاکستانم د صدراعظم شهباز شريف دفتر په يو بيان کې ويلي، "په دې ليدنه کې د ترهګرۍ له خطره د هېواد د پاکولو لپاره د هراړخيزو عملياتو په پيلولو موافقه وشوه."   په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې پوځي عملیات به کله پیل شي. خو ویلي یې دي، یوه کمیټه جوړه شوې چې په دوو اونیو کې خپلې سپارښتنې وړاندې کړي چې تصمیم ونیول شي. پاکستان وروستی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت د ډلې او نورو وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل، چې په دې هېواد میلیاردونه ډالر لګښت راغی او په پایله کې یې تر یو میلیون ډېر خلک بې کوره شول او په سلګونو ووژل شول.   په پاکستان کې بریدونه معمول شوي   د خېبرپښتونخوا په صوبه کې چرته چې د شنبې په وړرځ اپریل اوومه هم بمي چاؤدنه شوی وه، د تحریک طالبان پاکستان بریدونه تقریباً یو معمول کار ګرځیدلی دی.   د روان کال په جنورۍ میاشت کې د پېښور په یو جومات کې یوه زوروره بمي چاودنه وشوه چې له امله یې تر سلو ډېر کسان ووژل شول چې اکثر یې پولیس وو. دا ددې هیواد د پولیسو پر ځواکونو تر ټولو خونړی برید و.   د شخړو د څار سیمه ایزو څارونکو په ۲۰۲۲ کال کې په ټول هیواد کې د شاوخوا ۳۰۰ امنیتي ځواکونو په ګډون له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو پاکستانيانو وژل کیدل ثبت کړي دي.   پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مرکزي قومانده په افغانستان کې میشته ده او د ۲۰۲۱ په اګست کې په جګړه ځپلي ګاونډي هیواد کې د طالبانو د بیرته واکمن کیدو وروسته د "عملیاتو د پراخې ازادۍ" څخه برخمن دي چې دا کار په پاکستان کې د تروریزم د بیا راڅرګندیدو لامل شوی.   د اتلانتیک شورا د جنوبي اسیا مرکز پدې وروستیو کې په یو بیان کې لیکلي، "د ټي ټي پي عملیاتي ظرفیت د افغان طالبانو تر واکمن کیدو وروسته د پام وړ وده کړې، او دا د وسله والو ډلو سره یوځای د پاکستان امنیت او د هغه د ګاونډ ثبات ته یو موجود ګواښ دی."   اسلام اباد پر افغان طالبانو فشار راوړی چې د تحریک طالبان پاکستان یاغیان له خپلې خاورې وباسي او یا هم د پولې هاخوا د ترهګرۍ مخه ونیسي.   په افغانستان کې واکمنو چارواکو [طالبانو] د دې پر ځای ټینګار کړی چې پاکستان دې له وسله والو سره د سولې خبرې وکړي. طالبانو د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو ترمنځ تیر کال اوربند ته زمینه برابره کړه، خو لږه موده وروسته ددې اوربند څخه سرغړونې وشوې او دواړو خوا یې پړه پر یو بل واچوله.

09.04.2023 امریکا غږ

د سوداګرۍ خونه: د افغان سوداګرو لویه ننګونه د بانکونو له لارې د پیسو د لیږد رالیږد ستونزه ده

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تیر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې پاکستان ته د وارداتو پرتله صادرات زیات و. خو افغان سوداګر وايي د پاکستان په ګډون بهرنیو هیوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې ترټولو لویه ستونزه د بانکونو له لارې د پیسو لیږد رالیږد دی.

09.04.2023 امریکا غږ

له تاریخي موافقې وروسته د سعودي یو دپلوماتیک پلاوی ایران ته ورسید

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، د سعودي عربستان یو دپلوماتیک پلاوی د شنبې په ورځ اپریل اتمه ۰وري ۱۹) تهران ته ورسید چې وروسته له اووه کالو بیا د خپل دپلوماټیک ماموریت په پرانستلو خبرې وکړي.

09.04.2023 امریکا غږ

یورپي اتحاد او د اسلامي همکارۍ تنظیم د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغانو ښځو پر کار بندیز غندلی دی

واشنګټن ــــ یورپي اتحاد او د اسلامي همکارۍ تنظیم په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه اندېښنه ښکاره کړې او دا یې د هغوی د بنیادي بشري حقونو سرغړونه بللې ده. د اسلامي هیوادونو د همکارۍ تنظیم په خپله یوه اعلامیه کې د طالبانو دغه تازه اعلان "ځوروونکی" بللی او د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر کار په بندیز باندې یې "ژوره اندېښنه" ښکاره کړې ده. "د اسلامي همکارۍ مرکزي دفتر پر واکمنو چارواکو ږغ کوي چې پر دې نه منلو وړ پرېکړه بیا فکر وکړي او افغانانو ته- که سړي دي که ښځې- اجازه ورکړي چې له لسیزو متشددو جګړو، ټولنیزو او اقتصادي زیانونو وروسته د خپل هیواد په جوړولو کې برخه واخلي." دغه تنظیم وایي د طالبانو نوی فرمان به پر ښځو او نجونو یو په بل پسې بندیزونه لا تېز کړي، چې وایي په هغوی کې دوی له تعلیم، سرکاري نوکرۍ او په غیر سرکاري ادارو کې له کار کولو منع کول شامل دي: "دغه بې ګټې بندیز نه یواځې پر افغان میرمنو بلکې په ټول هیواد کې د ملګرو ملتونو پر بشردوستانه کارونو هم له بدو اغېزو سره ناوړه نتیجې لرلای شي". یورپي اتحاد هم د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې د طالبانو دغه تازه پرېکړه له "ژورې صدمې" ډکې بللې ده او وایي دا د توپیري چلنده پرېکړه به په افغانستان کې د ښځو او نجونو ستونځې نورې هم زیاتې کړي. یورپي اتحاد وایي د طالبانو دا اقدام د بشري حقونو د نړیوال قانون او هغو تړونونو سرغړونه ده چې افغانستان یې هم غړی دی او له دې سره سره دا د نړیوال بشردوستانه قانون او بشردوستانه اصولو خلاف کار دی. وایي دا پرېکړه به پر ښځو مخامخ او د هغوی ژوند ته خطرلرونکې نتیجې ولري، ځکه چې وایي د ښځو پر کار بندیز به مجبوره افغانو ښځو، ماشومانو او نارینوو ته د بنیادي بشري مرستو په رسېدو کې خنډ پېښ کړي: "یورپي اتحاد له ملګرو ملتونو، نورو نړیوالو متحدینو او ډېرو افغانانو سره یو ځای د ملګرو ملتونو د هڅو کلک ملاتړ کوو چې [د طالبانو] دا پریکړه یې غندلې ده، پر طالبانو ږغ کوو چې دا بندیزونه سمدستي ختم کړي او ډاډ ورکړي چې ښځې او نجونې تعلیم او ګردو ټولنیزو، اقتصادي او ولسي چارو ته برابر لاسرسی ولري". طالبانو تر اوسه د اسلامي همکارۍ تنظیم او یورپي اتحاد اندېښنو او غوښتنو ته څه جواب نه دی ویلی، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز د ملاتړ کړی وو او ویلي یې وو. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (يوناما) د اپرېل پر څلورمه ویلي وو، چې په ننګرهار ولایت کې د دوی ښځینه کارکوونکې کار ته له ورتګه منع کړل شوې دي. یوناما د طالبانو تر دې پریکړې وروسته د پنجشبنې- زیارت په ورځ خپلو ټولو نارینه او ښځینه کارکوونکو ته امر وکړ چې تر دوو ورځو پورې دې خپلو کارونو ته نه ځي. د ملګرو ملتونو په سیاسي دفتر یوناما کې د ښځو پر کار د طالبانو تازه بندیز ته په تېرو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو په ګډون امریکې، جرمني، برتانیې، د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو سخت غبرګون ښکاره کړی دی او دا یې د ښځو خلاف د طالبانو یو بل سختدریځه اقدام بللی دی. د 2021م کال په اګست کې له واکمنېدو وروسته طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر کار، سیاسي،‌ اقتصادي او ټولنیز فعالیت کلک بندیزونه لګولي او له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه یې د نجونو تعلیم ځنډولی دی.

08.04.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.04.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.04.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د پاکستان د ملي امنیت کمیټې ویلي چې دغه هېواد په پام کې لري چې د اسلامپاله افراطي ډلو د جرړلو د ایستلو په موخه په ټول پاکستان کې پوځي عملیات ترسره کړي. آیا له اسلامپاله افراطي ډلو سره د پاکستان د مبارزې پریکړه جدي ده، یا دغه پلان یواځې د اقتصادي مرستو د ترلاسه کولو په موخه طرحه شوې دی؟

08.04.2023 امریکا غږ

د ایران عامه ځایونو کې د اجباري حجاب څخه د سرغړونکو ښځو د پیژندلو او سزا ورکولو لپاره کمرې لګول کیږي   

د ایران د پولیسو مقاماتو د شنبې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) اعلان وکړ چې په عامه ځایونو کې به کمرې نصب کړي ترڅو هغه ښځې وپېژني چې د حجاب د اجباري اصولو څخه سرغړونه کوي او هغ ته به سزا ورکړي.

08.04.2023 امریکا غږ

مثلث؛ په افغانستان او پاکستان کې ولې میلیونونه کسان وږي دي؟

دا اوونۍ مثلث پروګرام د دغو دوو ګاونډو هېوادونو په مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت څرخیږي.

08.04.2023 ازادي راډیو

د لوبو له میدانه؛ په 'آی پي ایل' کې افغان لوبغاړو ښې لوبې پیل کړي

د لوبو له میدانه سپورټي خپرونه کې به واورئ چې د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل په سیالیو کې افغان لوبغاړو ښې لوبې کوي. د روژې په مناسبت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ګڼو سیالیو دوام. د افغانستان بدني ښکلا او فټنس فدراسیون له لوري د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره چمتوالی. پر سریلانکا د نیوزیلنډۍ لوبډلې بشپړه برلاسي. د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري د لوبډلو د تازه درجه بندۍ اعلان. د ښځینه وو د کرکټ په تړاو څو جالبې معلوماتي پېښې. د خپرونې په وروستۍ برخه کې د ازادي راډیو سپورټي خبریال بختیار ساحل د افغانستان ملي نولس کلنې کم عمره لوبډلې له چټک توپ اچونکي یما عرب سره مرکه هم کړې چې د دې لینک په کېګاږلو یې اورېدلی شئ:

08.04.2023 ازادي راډیو

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو د کانګرس د روانو تحقیقاتو تفصیل وړاندی کوو. د اوکراین د جګړې په اړه د امریکا د دفاع وزارت لخوا د افشا شویو اسنادو جزیات هم وړاندی کیږي. دا اسناد ښیي چې روسیې د اوکراین په جګړه کې د خپلو او اوکرایني عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه ناسم تبلیغات کړي. همداشان په بریتانیې کې د هغو افغان کډوالو د سرپناه موندلو ستونزو ته کتنه شوې چې له هوټلونو څخه باید د ښارولۍ کورونو ته کډه شي.

08.04.2023 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

08.04.2023 امریکا غږ

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

08.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more