ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان د دفاع وزیر وایي د قبایلي ضلعو او پښتونخوا خلک ټي‌ ټي پي سره یو ځای اوسېدو ته تیار نه دي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وایي د قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا ولس ټي ټي پي سره یو ځای اوسېدو ته تیار نه دي ځکه د طالبانو د بیا راپورته کیدو پرضد مظاهرې کوي. هغه وایي دا مهمه خبره ده چې خلک د طالبانو د بیا راپورته کیدو پرضد غیرمسلح احتجاج کوي، دا خلک په ماضي کې د طالبانو لخوا داړل شوي دي. د وي او ای افغان سروس خبریالې نذرانه غفار سره خبرو کې ښاغلي خواجه اصف ویلي: ’’ تاسو د پي ټي ایم قیادت ته وګورئ، د هغوئ خپل خپلوان ټي ټي پي وژلي دي، دا د ډاډ وړ خبره خبره ده چې خلکو پخپله احتجاج وکړو، ماضي کې یې احتجاج نه ؤ کړی خو اوس دوی محسوس کړه چې د سوله ییزو وګړو په توګه یې تېرو لس،اتوؤ کالو کې کوم ژوند وکړو هغې ته په کتلو سره اوس دوئ پوهیدلي دي چې دټي ټي پي سره په ګډه ژوند نه شي کولی،دوي ډیر په موثره توګه خپل غږ راپورته کړی دی‘‘. خو کله چې د دفاع د وزیر نه وپوښتلی شول چې هرکله د پي ټي ایم غږ سم اؤ دامن لپاره دی نو بیا پاکستان کې په میډیا ولې ښودل کیږي؟ هغه وویل چون کې د پاکستان د میډیا ټول پام دهیواد سیاسي وضعیت ته ګرځېدلی نو ځکه دټي ټي پي په ضد احتجاجونو او مظاهرو ته یې زیات کوریج نه دی ورکړی. هغه وویل اسلام اباد د افغان طالب مشرانو سره ښې اړیکې لري خو افغان طالبان په دې بریالي نه شول چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد دخپلې خاورې کارولو نه منعې کړي. هغه وویل دافغان طالبانو اؤ ټي ټي پي ترمینځ یوه انډیوالي(ددفاع د وزير په ژبه کامریډي) شته ځکه چې هغوئ تر شلو کالو دنیټو پرضد یو ځائ جنګیدلي دي خو په ظاهره داسې برېښي چې افغان طالبان دټي ټي پي نه فاصله اختیاروي. هغه وویل پاکستان کې دټي ټي پي دمشرانو بیا ابادول دعمران خان اؤ دهغه دحکومت تګلاره وه چې دهغه وخت داسټیبلشمنټ ملاتړ هم ورته ترلاسه ؤ خو وایي دا هڅه ناکامه شوې ده. ددفاع وزیر وویل پخوانیو قبایلي سیمو اؤ دپښتونخوا نورو ښارونو کې عامو خلکو داحتجاجي مظاهرو په کولو دټي ټي پي سره په ګډه داوسیدو نه په سپینو ټکو کې انکار وکړو" اؤ ښه خبره داده چې دا احتجاج مسلح نه دی" هغه وویل "طالبانو سره زمونږ ډيرې غوره اړېکې دي خو کوم شی چې مونږ پریشانه کوي نو هغه دادی چې تحریک طالبان پاکستان نن هم په پاکستان په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا بریدونو لپاره دافغانستان خاوره کاروي" ددفاع وزیر وویل یوه میاشت وړاندې یې دایي ایس ایي دمشر سره دافغانستان سفر کې په دې معامله طالب مشرانو سره خبرې کړې وې اؤ هغوئ ددې ستونزې دهواري هوډ په دې وینا سره ښودلی ؤ چې د دوحې دتړون له مخې به دهیڅ یو هیواد پرضد خپله خاوره کارول کیدو ته نه ورکوي. خو ښاغلی اصف وایي دطالب مشرانو دخبرو نه داسې هم برېښي چې هغوي پاکستاني طالبان له ځانه نه شي مرورولی ځکه چې تر شلو کلونو یې یو ځائ د نیټو پرضد جګړه کړې ده خو وئ ویل هغوي دپاکستان مرسته هم کول غواړي. افغانستان کې دطالبانو لخوا دنجونو په زده کړو دبندیز په هکله ددفاع وزیر وویل ایران کې هم په ښځو دومره بندیزونه نشته لکه افغانستان کې چې پرې دي. ددفاع د وزیر په خبره " ایران کې لوڼه پوهنتونونو کې زده کړې کوي ،ټولنه کې یې دښځو یو کردار دی ،هغوئ په سیاسي اؤ معاشي توګه نه دي مفلوج کړل شوي ،سعوي عرب یو قدامت خوښی هیواد ؤ خو اوس هلته هم مېرمنې په هره څانګه کې کار کوي ،دطالبانو په بیرغ هم کلیمه لیکل شوې اؤ اسلام لوڼو اؤ زامنو لپاره یو شان په "اقرا" (ولوله) ټینګار کوي" هغه وویل طالبان خپلې لاسته راوړنې په ښځو دبندیزو لګولو له لارې زیانمنوي. طالبان چې دکله نه افغانستان کې بیا اقتدار ته راګرځیدلي دي نو دنجونو په زده کړو د بندیزونو ترڅنګ یې دښځو پارکونو اؤ حمامونو ته په تګ، دفترونو کې په کار کولو اؤ دمحرم نه پرته تر یوې خاصې فاصلې پورې په سفر کولو بندیزونه لګولي دي چې دې دطالبانو په وړاندې دنړۍ غصه راپارولې ده اؤ له هغوئ غوښتنې کوي چې ښځو ته باید دهغوئ ټول بشري حقونه ورکړي. خو طالبان دریځ لري چې ټول ګامونه داسلامي شریعت په اساس اخلي اؤ وایي په دې لړ کې به دنړیوالو دفشار هیڅ خیال ونه ساتي. دافغان طالبانو حکومت تر دې دمه دپاکستان په ګډون دنړۍ یو هیواد هم په رسمیت نه دی منلی.   ( د وي او ای اردو په مننه)

11.04.2023 ډیوه

طالبانو دوه فعالان - نرګس سادات او زکریا اصولي - آزاد کړل، مګر مطیع الله وېسا لا هم ندی آزاد شوی

واشنګټن - په افغانستان کې واکمنو طالبانو دوه تنه افغان فعالان چې څه موده وړاندې یې نیولي و، له قیده بېرته خوشې کړي دي. دغه دوه فعالان، یوه یې د ښځو د حقونو کارکنه نرګس سادات او بل یې د پوهنتون استاذ او لیکوال زکریا اصولي دي چې څه باندې دوه میاشتې یې د طالبانو په قید کې تېرې کړلې. طالبانو تر اوسه دا ندي ویلي چې دغه دوه کسان یې ولې نیولي او ولې په قید کې ساتلي و، او ولې یې بېرته خوشې کړل. طالبانو دغه دوه کارکنان په داسې وخت کې له قیده آزاد کړل چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یو شمېر عالمي ادارو خبرداری ورکړی چې په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې غیرقانوني ګرفتاریو واقعات زیات شوي دي. طالبانو د تعلیم د چارو فعال مطیع الله وېسا هم ګرفتاره کړی او تر اوسه یې ندی خوشې کړی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مېشن (یوناما) د ګل/دوشنبې په ورځ په یو ټویټ کې د نرګس سادات او زکریا اصولي د آزادېدو هرکلی وکړ، مګر په دې یې فکرمندي وښوده چې طالبان افغانستان کې فعالان په غیرقانوني توګه نیسي او جېلونو ته یې اچوي. یوناما پخپل ټوېټر پاڼې باندې لیکلي: "مونږ د واقعاتو په اړه د برحاله واکمنانو سره تعامل جاري ساتو، مګر په دې خفه یو چې مونږ ته څه معلومات نه راکول کیږي، که څه هم پرله پسې د معلوماتو خواست کوو. مونږ غواړو چې ټول هغه کسان چې په جبري/غیرقانوني توګه نیولی شوي دي، هغوی دې فوري آزاد کړی شي. په کار نده چې هېڅ افغان دې د آزادي رآی د حق د استعمال په خاطر حراست کې ونیولی شي." تېره میاشت اېمنسټي انټرنېشنل تنظیم خبر ورکړ چې طالبان، ناقدین د "غیرقانوني حراست" ښکار ګرځوي. د بشري حقونو دغه تنظیم وویل چې په زیاترو واقعاتو کې، حراست کې ساتل شوي کسان "قانوني لارو چارو او یا هم خپلو کورنیو ته رسایي نلري." اېمنسټي انټرنېشنل په یو مطبوعاتي بیان کې وویل: "اېمنسټي انټرنېشنل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په کونسل غږ کوي چې په ابتدایي موقع، افغانستان کې د آزاد تحقیق یو میکانزم جوړ کړي، کوم چې توجو یې د شواهدو په راغونډولو وي چې عالمي انصاف ورکولو ته لاره هواره کړي." طالبانو د مارچ په ۲۷مه نېټه د جېنکو د تعلیم یو فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله وېسا په داسې حال کې ونیولو چې هغه د مسجد نه د راوتلو په حال کې و. طالبانو وروستو وویل چې وېسا یې د "مشکوکو" فعالیتونو په تور نیولی دی. د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد، وي او اې سره په مرکه کې وویل چې وېسا "بغیر د دې چې [د طالبانو] حکومت خبر کړي، پټ او ښکاره ملاقاتونه یې کول." ذبیح الله مجاهد دا دعوه هم وکړه چې ګني مطیع الله وېسا بهر سره تعلقات درلودل او د بهر نه یې هدایات اخېستل. مګر طالبانو د خپلې دعوه دپاره کوم د منلو وړ ثبوت ندی وړاندې کړی. د مطیع الله وېسا ورور، عطا الله وېسا چې د طالبانو د یرې اوس ځان پټ ساتي، د رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو دعوې رد کړي دي. هغه وایي چې د دوی فعالیتونه هرڅه ښکاره و، او د بهرنیانو او یا افغانانو سره یې ملاقاتونه هم هرچا ته معلوم و چې صرف د افغانانو سره د تعلیم په چارو کې د مرستې دپاره کېدل. هیومن رایټس واچ تنظیم هم په طالبانو غږ کړی چې مطیع الله وېسا او نور فعالان دې د حراست نه خوشې کړي.   د دې رپوټ معلومات د وي او اې افغان سروس نه اخېستل شوي دي.

11.04.2023 ډیوه

اوکراین او روسیې سلګونه بندیان تبادله کړل

د اوکراین او روسیې مقامات وايي د دوشنبې په ورځ اپریل لسمه (وري۲۱) یې شاوخوا ۲۰۰ جنګي بندیان تبادله کړي دي.

11.04.2023 امریکا غږ

امریکا وايي د حساسو اسنادو افشا کېدل جدي امنیتي خطر لري 

د امریکا  د دفاع وزارت نن دوشنبه اپریل لسمه (وري۲۱) وویل چې د متحدو ایالتونو د حساسو اسنادو بربنډېدو، چې اکثریت یې د اوکراین د جګړې په اړه دي، د امریکا ملي امنیت ته «ډېر جدي» خطر پېښ کړی. 

10.04.2023 امریکا غږ

روس او اوکراین څه باندې دوه سوه جنګي اسیران تبادله کړل

واشنګټن  - چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې روس او اوکراین په یو تازه ګام کې، څه باندې دوه سوه (۲۰۰) اسیر شوي عسکر خپل منځ کې تبادله کړي دي. د روس دفاع وزارت وویل چې د دوی یو سل او شپږ (۱۰۶) عسکر د اوکراین له اړخه آزاد شول. بل اړخ ته د اوکراین د صدر ولودیمیر زېلنسکي د دفتر مشر اندري یرماک ویلي چې روس هم د اوکراین سل (۱۰۰) پوځیان آزاد کړي دي. یوې سرچینې هم دا جزئیات ندي ښکاره کړي چې د عسکرو دغه تبادله څنګه ترسره شوې ده. یرماک په ټېلي ګرام پلېټفارم باندې ویلي چې ځیني راخوشې کړی شوي اوکرایني عسکر سخت زخمونه او ناروغۍ لري. هغه زیاته کړې چې د روس سره د جګړې پر مهال، د نیول شوو عسکرو د تبادلې دا وروستۍ معاملې "څه آسانه کار نه و"، مګر نور تفصیل یې ندی ورکړی. د قیدیانو تبادله، د روس او اوکراین ترمنځ د محدودې همکارۍ یوه برخه ده. اوکراین کې د جنګي اسیرانو سره د رویې د هماهنګۍ مرکز وایي، په دې نوې تبادلې کې روس د اوکراین اتیا (۸۰) نارینه عسکر او شل (۲۰) زنانه عسکر آزاد کړي چې دا کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. یاد مرکز دعوه کوي چې په دې سلو کسانو کې، قریب نیمایي یې "سخت ټپونه او مریضیانې لري او یا هم شکنجه شوي دي"، مګر د دې دعوې دپاره یې څه شواهد ندي وړاندې کړي. د روس دفاع وزارت وایي چې د اوکراین د اړخه آزاد شوي روسي عسکر په یو پوځي جهاز کې ماسکو ته لېږدول شوي چې هلته یې تداوي وشي. بېلاروس ضمانتونه غواړي د بېلاروس صدر الېکسندر لوکاشینکو ویلي چې ملک یې د روس نه د امن ضمانتونو ته ضرورت لري. دا خبر د بېلاروس سرکاري خبري ادارې د ګل/دوشنبې په ورځ د لوکاشینکو له قوله خپور کړ. دا خبر داسې حال کې مخې ته راغلی چې د روس دفاع وزیر سېرګي شویګو د بېلاروس په دوره تللی او هلته د لوکاشینکو مېلمه ؤ. د بېلاروس سرکاري خبري ادارې رپوټ ورکړی چې صدر لوکاشېنکو د روس د صدر ولادیمیر پوټین سره د خپلې تېرې هفتې د خبرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دواړو مشرانو په دې خبرې کړي چې که چېرته په بېلاروس باندې کوم یرغل وشي، نو روس ته په کار ده چې "د خپلې یوې علاقې په شان" د بېلاروس دفاع وکړي. تېره میاشت چې پوټين په بېلاروس کې د ټکټیکي جوهري وسلو د ځای پرځای کولو اعلان وکړ، نو ورباندې تنقیدونه وشول. بېلاروس د اوکراین شمالي ګاونډی ملک دی او کله چې روسانو په اوکراین حمله کوله، نو د هغه لارې په اوکراین ورغلل. هغه وخت کې د حملې نه وړاندې، روس او بېلاروس ویل چې دوی مشترک پوځي مشق ترسره کوي او ګني په اوکراین د حملې پلان نلري. اوس مهال هم د روس او اوکراین ترمنځ جنګ روان پاته دی او د جنګ محاذ د اوکراین ختیځې سیمې دي. روس چارواکو دعوه کړې ده چې د دوی پوځيانو د اوکراین د باخموت ښار پنځه اویا (۷۵) فیصده برخه قبضه کړې ده. روسانو په خارکیف کې هم په نهو سرحدي کلیو باندې ګوله بارۍ کړي دي.

10.04.2023 ډیوه

په کوئټه کې په یوه ورځ دوه چاودنې - بل اړخ ته په سوراب ضلع کې هم څلور لېویز مړه شوي دي

د بلوچستان صوبي په مرکز کوئټه کې په یوه ورځ، دوه بمي چاودنې شوي چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده. په قندهاري بازار کې په پولیسو باندې د چاودنې نه پس، په کوئټه کې پر پولیسو یو بله بمي  چاودنه وشوه چي په کې څلور تنان ټپیان شوي دي. د پولیس چارواکو په خبره، دا دویمه چاودنه د کوئټې د سریاب سيمې منیر احمد سړک سره د پولیسو پر ګزمه کوونکي موټر شوې چي په کي څلور اولسي وګړي ژوبل شوي دي. د کوئټې د سېول روغتون ویاند ډاکټر وسیم بېګ ډیوه ته وویل، په پېښه کې څلور تنه ټپیان یې سېول روغتون ته وروړي چې لومړۍ درمنلې یې رواني دي او حالت یې له خطر څخه وتلی دی. د دې رپوټ تر برابرېدو پورې، چا د پېښي ذمه واري نه ده منلې خو تر دې وړ‎اندې د ګل/دوشنبې په مازدیګر د کوئټې په قندهاري بازار کې د پولیسو پر موټر د چاودنې پړه ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ بیلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې - بي اېل اې منلې وه. د پولیسو د چارواکو په وینا د قندهاري بازار په چاودنه کې د یوې ماشومې په ګډون دوه پولیس عسکر او یو بل تن وژل شوی او 18 تنه نور ټپیان شوي دي. دوی وايي د چاودنې هدف د لوړ پوړي پولیس افیسر موټر وو. د پولیسو وینا ده چې په چاودنه له دوه څخه تر درې کلو ګرامه پورې چاودېدونکي مواد په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای کړل شوي وو چې له امله یې نزدې دوکانونو او ګاډو ته هم زیان رسېدلی دی. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو یاده چاودنه غندلې او د پېښي په اړه یې رپورټ طلب کړی دی. لانګو زیاته کړې چې په داسې حملو، ترهګر د هغوی حوصلې نه شي ټيټولی. تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ د بلوچستان سر ښار کوئټې ته څیرمه د کچلاغ په کلي سپین سیمه کې پر موټر سایکل ګزمه کوونکې  ایګل سګواډ پولیس پر عسکرو د ناپېژندل شويو وسلوالو ډزې کړې وې چي په کې دوه پولیس عسکر مړه او دوه نور ټپیان شوي وو.  د رواني میاشتي د اپرېل پر پنځمه ھم د کچلاغ په جلوګیر سیمه کې د ایف سي پر پوسته ډزي شوي وې چي پکې 2 د ایف سي عسکر وژل  شوي وو. د هغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. په سوراب ضلع کې د څلورو لیویزو مرګ په بلوچستان کې د بمي چاودنو ترڅنګ، پولیسو ویلي چې د کلات کمېشنر د ګاډو قافله د یوې ټرافیکي واقعې سره مخ شوې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده. پولیسو ځایي رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د ګل/دوشنبې په ورځ د بلوچستان په سوراب ضلع کې شوې ده. د پولیسو وینا ده چې د کلات د کمېشنر داوود خلجي د قافلې یو ګاډی خوژدار ضلعې ته روان و چې د مخامخ نه ورباندې یو ټرالر ورغی او ټکر واقع شو. پولیس تصدیق کړې چې په دې پېښه کې لږ تر لږه څلور لیویز عسکر مړه شوي او دوه نور زخمیان دي. د سوراب ضلعې پولیس چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې د کلات کمېشنر داوود خلجي ته څه نقصان ندی رسېدلی. دوه تنه زخمي لیویز د سوراب ضلعې سېول هسپتال ته لېږدول شوي دي. تېره میاشت هم د کوئټه او ژوب ترمنځ لویې لارې باندې یو ګاډی او یو ټرک سره جنګېدلي و چې په کې څلور تنان مړه او درې نور زخمیان شول.  

10.04.2023 ډیوه

حقوقي ستونزې ښايي ټرمپ او د هغه سیاسي راتلونکي ته جدي پایلې ولري - کارپوهان

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مدافع وکیلانو له هغه وروسته د خپل موکل د دفاع دپاره هلې ځلې پیل کړې چې نوموړی د ۳۴ تورونو په تړاو محکمې ته حاضر شو.

10.04.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

10.04.2023 امریکا غږ

امریکا کې د افغان ډاکټرانو ټولنه وايي د تازه راغلیو کډوالو وړیا درملنه کوي

په متحده ایالاتو کې د افغان ډاکترانو ټولنه (امپا) وايي، امریکا ته د هغو تازه راغلیو افغانانو دپاره وړیا روغتیايي خدمتونه چمتو کوي چې د روغتیايي بیمې د اخیستلو توان نلري.

10.04.2023 امریکا غږ

د امریکې په کېنټکي ریاست کې څلور کسان په ډزو وژل شوي دي

ای پي وايي د ۲۰۰۹ راهسې دا لومړی ځل دی چې د یو کال په لومړو ۱۰۰ ورځو کې د ماس شوټنګ یا د خلکو په ګڼه د ناتاره ډزو ۱۵ واقعات شوي دي. د ۲۰۰۹ د اپرېل د میاشت پورې د ماس شوټنګ ۱۶ پېښې شوې وې

10.04.2023 ډیوه

پولیس: د کنټاکي په ایالت کې څلور تنه په ډزو کې وژل شوي 

د کنټکي ایالت د لویسویل په سیمه کې پولیس مقامات وايي چې په یو بانک کې دننه په ډزو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او شاوخوا اته تنه نور ژوبل دي.

10.04.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

10.04.2023 امریکا غږ

سوشل ميډیا: بي اېل ای په کوټه کې د بم چاودنې ذمه واري ومنله

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ د بلوچ نېشنلسټ ارمي نومې ډلې د مبینه غړي د نیول کېدو په اړه خپل بیان کې د هغه پېژندګلو د ګلزار امام په نامه وکړه چې د شامبی په نامه هم یادېږي. پوځ د هغه ګرفتاري تنظیم ته سنګین ګزار وبللو

10.04.2023 ډیوه

د ملګرو ملتونو مشر ته د افغان خبریالانو پرانیستی لیک: له طالبانو سره تعامل مکوئ، بندیزونه پرې ولګوئ 

د «افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان» د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ته په یو پرانیستي لیګ کې له هغه غوښتي چې په افغانستان کې د رسنیو اوسنی وضعیت د «یوې بشري فاجعې په توګه په رسمیت» وپېژندل شي. 

10.04.2023 امریکا غږ

هندوستان کې تاریخ پوهانو د نصاب نه د اسلامي دور حوالې لرې کول غندلي

د هندوستان انډین اېکسپرېس اخبار تېره هفته په خپله اداریه کې وویل نصاب نه مواد حذف کول دا الزام راپارولی شي چې حکومت د ناخوښه حقایقو نه فرار غواړي او نه غواړي چط زدکونکي د سماجي او سیاسي حقیقتونو ته په تنقيدي رویه کتنه وکړي

10.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more