ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پوځ په بنو کې د درېو ترهګرو وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ ویلي، تېره شپه یې د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات کړي او په نښته کې درې ترهګر وژل شوي دي.

11.04.2023 ډیوه

په پاکستان کې د موبایل جوړولو ۳۰ کمپنۍ بندې او ۲۵۰۰۰ کسان بې کاره شوي

په پاکستان کې د موبایل جوړونکو کمپنیو اتحادیه وايي، د وارداتو یا درامداتو د بندیز او خام مال د نشتوالي له امله د موبایل جوړونې ۳۰ ملکي او غیر ملکي کمپنۍ بندې شوي او شاخوا ۲۵۰۰۰ کارکونکي بې روزګاره شوي. اتحادیه وايي، د پاکستانۍ روپۍ د قدر کمېدو له امله هم په دغه هېواد کې د موبایلونو کموالی راغلی او بیې یې له ۱۵ څخه تر ۴۵ فیصدو پورې زیاتې شوي چې په روزګارونو یې منفي اغیز کړی. د خیبر پښتونخوا د موبایل جوړونکو د کمپنیو د اتحادی مشر ملک ثناوالله وی او ای ډیوه ته وویل د تیر کال دیسمبر راهیسی د خام مال درامدات بند دي چی له وجی يې په مارکیټ کی د موبایلونو کموالی هم رامنځ ته شوی. "د تیر کال دیسمبر راهیسی خام مال او درآمد بند دی. په په بازار کی موبایل کم شوی، قیمتونه یو په دوه شوی د روپی په مقابله کی د ډالر بيعه زیاته شوی او د هغی له وجی هم فشار زیات دی او په مارکیټ کی دوکاندارانو خپل کاروبارونه پریښي دي." د اتحادیې وینا ده تیر حکومت په کال 2020 کی ملکی او غیر ملکی موبایل کمپنو ته په پاکستان کی د موبایلونو اسمبلنګ اجازه ورکړی وه او دوی ته یی په مالیه کی هم رعایتونه ورکړی وو خو اوس د موبایلونو کمپنو د بندیدو په وجه کاروبارونه هم سخت اغیزمن شوي. په دې هکله ځايي دوکاندار شاهد خان وایي، "مارکېټ لږ نه ډیر غورځېدلی، هغه خلک موبایل اخلی چی ډیر يې ورته ضرورت وی هغه وخت نه دی چی وړاندی به یی په خپله خوښه موبایلونه اخېستل کاروبارونه 80% پوری خراب شوي." د محمد ولید په نامه یو ځوان چې د موبایلونو مارکیټ ته تللی ډیوې ته وویل، "د موبایل اخېستلو دپاره مې یو لک روپۍ جمع کړې وې خو اوس موبایل 60000 روپۍ نور ګران شوی نو ځکه اوس ځان ته استعمال شوی موبایل اخلم."  په پاکستان کی د غیر ملکی زرمبادلې د کمي له امله د پاکستان مرکزی بینک تیر کال په می کی د درامداتو دپاره د ضمانت په لیک بندیز لګولو وو خو بیا په سپتمبر کی په دی پالیسی کی د بنیادی ضرورتونو دپاره نرمی راوستل شوې وه. همدارنګه د دیسمبر راهیسی د ضمانت خطونو یا ایل سيز (letter of credit) پرانېستل هم بند دي چی له وجی یې په پاکستان کی مقامی صنعت هم له بحران سره مخ دی .

11.04.2023 ډیوه

يوناما: طالبان ملګري ملتونه اړ باسي چې د افغانانو ملاتړ د دوام لپاره يو ډارونکی انتخاب وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما خبرداری ورکوي، چې واکمن طالب چارواکي هڅه کوي، ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو، خدماتو وړاندې کولو او د هغو نورمونو او اصولو تر منځ چې دوی یې د ساتنې دنده لري یو ډارونکې انتخاب وکړي. یوناما د سه‌شنبې په ورځ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دا بندیز د نجونو او ښځو پر وړاندې یو قصدي او تبعیضي چلند و چې بشري حقوق او بشر دوستانه اصول نقضوي او افغانانو ته د ژغورونکو خدمتونو ته د رسولو په برخه کې خنډونه رامنځ‌ته کوي. په دې خبرپاڼه دا هم راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۵ پورې په دې هېواد کې د خپلو عملیاتي چارو د بیاکتنې لړۍ هم پیل کړې ده. د یوناما خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې موده کې به په افغانستان کې ملګري ملتونه اړینې مشورې ترسره، اړین عملیاتي تنظيم رامنځ‌ته او د ټولو ممکنه پایلو لپاره به چټک بېړني پلانونه جوړ کړي. خبرپاڼه وړاندې لیکي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې ملګري ملتونه د افغانانو د بې‌ساري کړاو د کمولو لپاره د پاتې کېدو او ورسره د مرستې رسولو هڅه کوي. خو طالبانو د اپریل په څلورمه نېټه په ننګرهار ولایت کې د دې سازمان ادارو کې ښځینه کارکوونکي له کارکولو منع کړې. د طالبانو له دې پرېکړې وروسته، یوناما په افغانستان کې خپلو ۳۳۰۰ کارکوونکو ته خبر ورکړ چې تر بل امر پورې کار ته ولاړ نه‌شي. د یوناما د نوې خبرپاڼې پر بنسټ، دې سازمان بیا هم خپلو ټولو نارینه او ښځینه کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې د ځینو ځانګړو دندو پرته، د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ته د کار کولو لپاره ولاړ نه‌شي. دا په داسې حال کې ده چې د معترضو ښځو د ایتلاف غورځنګ په نجونو او ښځو د بندیزونو په تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ په کمزوري دریځ نیوکه کوي. دې ایتلاف نن په یوه غبرګون چې پرېکړه‌لیک یې یوې غړې ازادي راډیو ته په خپل ویډیويي پیغام کې را لېږلی او نه‌غواړي چې نوم یې په راپور کې یاد شي ویلي: "زموږ د هیلو خلاف یو ځل بیا نړیوالو مرستندویه بنسټونو او ملګرو ملتونو د طالبانو پر وړاندې له نرمۍ کار واخست او له دوی سره تعامل کوي." د معترضو ښځو د ایتلاف غورځنګ داسې مهال د طالبانو له‌خوا په افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو په برخه کې د ملګرو ملتونو په چوپتیا نیوکه کوي، چې یوناما ډېر کله په خپلو اعلامیو او مخامخ خبرو کې ویلي چې دا بندیزونه د منلو نه‌دي او ټینګار یې کړی چې باید افغان ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي. یوناما همدا ډول د طالبانو په بند کې د بندي فعالانو په اړه اندېښنه ښودلې او هر څه ژر یې د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې. خو طالبانو د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوالې ټولنې او تر ټولو مهم د افغانانو له بیا بیا غوښتنو سره سره، نه د نجونو او ښځو زده‌کړو او کار ته اجازه ورکړې او نه یې په هغوی لګېدلي بندیزونه لغوه کړي دي.

11.04.2023 ازادي راډیو

بلوچستان کې په یو وسله برید کې څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي- چارواکي

د بلوچستان د پولیسو مقامات وایي، د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۲) څلور پولیس د وسله والو یاغیانو سره په ډزو کې ووژل شول. دا پیښه څو ساعته وروسته له هغې وشوه چې د بلوچستان په پلازمینه کویټه کې په یوه بمي چاودنه کې څلور کسان ووژل شول.

11.04.2023 امریکا غږ

یوناما: د ښځو په کار د طالبانو بندیز بد انتخاب ته مجبور کړي یو، عواقب به یې په غاړه وي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د دغه سازمان په دفترونو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز غندلی او په یاد هیواد کې د دغه کار د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی. 

11.04.2023 امریکا غږ

د پښتونخوا حکومت وايي تراوسه پورې د پوځي عملياتو په اړوند څه معلومات نه لري

په خېبرپښتونخوا صوبه کې نګران حکومت ویلي، تراوسه پورې ورته د مرکزي حکومت يا امنيتي ادارو لخوا د ترهګرۍ پرضد د کومو نوو عملیاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

11.04.2023 ډیوه

اوکرایني چارواکي وايي، له هند سره ټینګې اړیکې غواړي

واشنګټن – د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، کیېف غواړي چې هند دې له روس سره د اوکراین د شخړې د حل لپاره مرسته کې زیات ښکېل شي. ایمن جاپاروا همدانګه وغوښتل چې لومړی وزیر نریندرا مودي‌ او نور لوړ پوړي هندي چارواکي دې له اوکراین څخه لیدنه وکړي. هغې له سي ان بي سي، ټي وي سره په یوې مرکه کې وویل، چې کیېف همدارنګه له هند څخه تمه لري چې اوکرایني چارواکو ته د جي شلو هېوادونو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي او له کیېف سره سیاسي ډیالوګ زیات کړي. هند سږ کال د G-20 ډلې دوروي مشري لري او په سپټمبر کې به ددغې سرمشریزې کوربه وي. هند په روس باندې د یرغل له امله دومره نیوکې نه کوي لکه نور هېوادونه یې چې کوي او همدارنګه له روس څخه یې د تېلو اخېستل هم زیات کړي چې د هند اقتصاد ته د ژوند د وینې په څېر ارزښت لري. خو نورو هېوادونو له روس څخه د تېلو اخېستل بند کړي‌ او یا لږ تر لږه کم کړي دي. جاپاروا چې له نوي ډلي څخه په یوه څلور ورځني سفر ده په مرکه کې وویل، "مونږ باور لرو چې هند دې د اوکراین په مسله کې تر ډېره حده ښکېله وي." هغې زیاته کړه، "مونږ باور لرو چې ددغه هدف لپاره په لوړه کچه د خبرو زیاتېدل لومړی ګام دی. زما ولسمشر له وزیر اعظم مودي سره د ټیلیفوني خبرو غوښتنه کړې. مونږ دې ته ګورو چې یوه ورځ یې په کیېف کې هرکلی وکړو." جاپوروا له مرکې مخکې د ورځې په سر کې خبریالانو ته وویل،‌ چې هند باید د خپلو سرچینو په خوندي کولو کې له احتیاطه کار واخلي چې په هغو کې د انرژۍ او دفاعي وسایل هم شامل دي او په روس باندې په تکیه کولو یې خبرداری ورکړ. هند د اوکراین د مسلې ډیپلوماټیک حل غوښتی او مودي د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته په سپټمبر کې ویلي وو چې اوس " د جګړې دور نه دی." خو هند په ورته وخت کې له روس څخه د تېلو اخېستل زیات کړي او د اروپايي‌ هېوادونو لخوا د روس په تېلو باندې له بندیز وروسته د روسي تېلو له ټیټې بیې څخه ګټه اخلي. روس د لسیزو راهیسې لکه د پخواني شوروي اتحاد په څېر د هند د وسلو او دفاعي وسایلو مهمه سرچینه ده او اوس یې د خپلو خامو تېلو لپاره ههم د عراق د تېلو ځای نیولی. جاپاروا ویلي، "مونږ فکر کوو چې دا ډېره مهمه ده چې سرچینې باید ډول ډول وي، نه یواځې د انرژۍ په برخه کې بلکه د پوځي وسایلو لپاره هم. هغه زیاتوي. "کله چې تاسو په روس پورې تړلي اوسئ نو دوی هر کله له دې څخه د بلک مېلېنګ لپاره کار اخلي."

11.04.2023 ډیوه

کچلاغ: د وسله والو ضد عملياتو او نښته کې څلور پوليس وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې عملیاتو کې د ترهګرۍ ضد  پوليسو څلور اهلکار وژل شوي، پوليسو د يو ترهګر د وژلو دعوه هم کړې ده.

11.04.2023 ډیوه

امریکايي‌ وکیلانو له اروپايي‌ ټولنې وغوښتل چې د ایران انقلابي ګارد یو ترهګر تنظیم اعلان کړي

واشنګټن – د امریکا د کانګرس له ۱۳۰ څخه زیاتو وکیلانو هغه ګډ لیک لاسلیک کړ په کوم کې چې له اروپايي‌‌ ټولنې څخه غوښتل شوي چې د ایران انقلابي ګارډ دې د یوې ترهګرۍ ډلې په توګه ونوموي. په دغه لیک کې چې د اروپا د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل ته لیکل شوی،‌ وکیلانو ویلي، ایران "د ترهګرۍ یو مخکښ ملاتړ کونکی هېواد دی" او د ایران انقلابي ګارد د لسیزو راهیسې په ازاده توګه د اروپايي اتحاد په هیوادونو کې په ملکیانو باندې بریدونه کړي. وکیلانو ویلي، "د ترهګر تنظیم په توګه د ایران د انقلابي ګارد د نومولو په بهیر کې مونږ په حقوقي پېچلتیاو باندې پوهېږو او دې اړتیا ته په بشپړه توګه د قدر په سترګه ګورو چې دغه پرېکړه د کوم قضايي‌ او یا بلې هغې ادارې لخوا وشي چې وړتیا یې ولري." لیک زیاتوي، "خو د اروپايي اتحاد غړو هېوادونو او خلکو ته د ایران لخوا د ګواښونو له زیاتېدو سره، مونږ له تاسو غواړو چې د دې مسلې په اړه چټک ګام پورته کړئ." په لیک کې همدارنګه د ترهګرۍ ضد مرکز لخوا هغه ترسره شوې څېړنه هم راخېستل شوې چې وايي،‌ ایران په تېرو پنځو کلونو کې په اروپا کې لږ تر لږه د خلکو د وژلو، تښتولو او څارلو ۳۳ پېښې ترسره کړي. بورېل ویلي، د ترهګر تنظیم په توګه د ایران د انقلابي ګارد نومولو لپاره باید لومړۍ د اروپايي ټولنې د لږ تر لږه یوه هېواد په محکمه کې هغه وغندل شي. امریکا په ۲۰۱۹ م کال کې د ترهګر تنظیم په توګه د ایران انقلابي ګارد اعلان کړی. د دې راپور ځینې معلومات له رویټرز خبري ادارې څخه راخېستل شوي.    

11.04.2023 ډیوه

د 'معترضو ښځو غورځنګ': د ملګرو ملتونو نرم چلند طالبانو ته د افغانانو د ځپلو جرات ورکړی

د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له دوام سره هم مهاله، د افغانستان د ښځو د اعتراضي غورځنګونو ائتلاف پر ملګرو ملتونو د انتقاد په ترڅ کې ویلي چې یاد سازمان نه دی توانېدلی حتی په دغه هیواد کې د خپلو کار کوونکو له حقوقو څخه دفاع وکړي.

11.04.2023 امریکا غږ

د ټي20 اؤ یو ورځنېو سیالیو دلړۍ لپاره دنیوزي لینډ کرکټ لوبډله پاکستان ته رسېدلې ده

دپینځوؤ ټي20 اؤ پینځوؤ یو ورځ یو ورځنېو لوبو دلړۍ پېلولو لپاره د نیوزي لینډ دکرکټ لوبډله پاکستان ته رسېدلې ده. دنیوزي لینډ دلوبډلې مشري ټام لیتهم کوي اؤ میلمه ټیم ته دپاکستان کرکټ بورډ چارواکو به هوایي اډه تود هرکلی ویلی دی. دنیوزي لینډ لوبډله لاهور هوایي ډکر ته له رارسیدو وروسته په سختو امنیتي تدابیرو کې هوټل ته رسول شوې ده . د نیوزي لینډ لوبډله کې شامل تکړه لوبغاړي ډيرل مچل په هوایي ډګر رسنیو ته ویلي چې د دوي لوبغاړي د بشپړې تیارۍ سره پاکستان ته راغلي اؤ دپاکستان لوبډلې سره به د دوي په خاوره د یو سخت سیال په توګه مخ شي خو هغه وایي بیا به هم خلکو ته دیوې ښې مقابلې کتلو فهرست په لاس ورشي. دپاکستان اؤ نیوزي لینډ د لوبډلې ترمنځ به وړومبی ټي20 سیالي په 14م اپریل دلاهور قذافي سټیډیم کې کیږي . دویمه سیالي به په 15 اؤ دریمه به په 17م اپریل وي،ددې ترڅنګ به دوه  ټي20 سیالۍ په20م اؤ 24م اپریل دپېنډۍ په سټیدیم کې کیږي د یو ورځنیو لوبو دلړۍ دوه سیالۍ په 27 اؤ 29م اپریل دپېنډۍ اسټیدیم کې اېښودل شوې دي چې له هغې وروسته به دواړه لوبډلې نورې پاتې درې لوبې دکراچۍ په ملي اسټيډیم کې کوي. دکراچۍ دسیالیو لپاره د مئ دمیاشتې دویمه،دریمه اؤ اوومه نېټه ټاکل شوې ده  تر دې وړاندې پروسکال دنومبر په میاشت کې دټي20 کرکټ دنړیوال کپ دسیالیو په وړومبي سیمي فاینل کې پاکستان نیوزي لینډ ته په ماتې ورکولو فاینل ته رسیدلی ؤ خو په فاینل کې بیا انګلینډ پاکستان ته ماتې ورکړې وه اؤ په دویم ځل یې دغه نړیوال کپ  ګټلی ؤ. نیوزي لینډ ته پاکستان د 1992 ورلډ کپ د سیالیو په سیمي فاینل کې هم ماتې ورکړې وه ،پاکستان هغه وخت هم ډېر په ګرانه سیمي فاینل ته وتلی ؤ او بیا یې ورلډ کپ هم ګټلی ؤ. په 1999 کې هم پاکستان په ورلډ کپ سیمي فاینل لوبه کې نیوزي لینډ ته ماتې ورکړې وه. پاکستان د 1986 کپ سیمي فاینل کې د نیوزي لینډ لوبډله په 46 رنزونو سوزولې وه او دغه هدف یې بې د کوم لوبغاړي سوزیدلو پوره کړی ؤ.

11.04.2023 ډیوه

پاکستان چین ته ویلي د ایم ایل ون پروژې دعملي کولو کار باید چټک کړي

پاکستان چین ته ویلي دي چې هغوي باید د10ؤ اربو ډالرو په لګښت دجوړیدونکې ایم ایل ون اؤ کراچۍ سرکلر ریلوی پروژې د وړومبي پړاو دعملې کولو کار چټک کړي . د ايم ايل ون پروژې په اساس د کراچې نه تر پيښور پورې د انګريز د دور غځيدلې 1872 کلوميټره د رېل اوږده پټلۍ به دوه ګوني کولی شي اؤ هم به ريلوی سټيشنو باندې جديد مخابراتي نظام لګول کیږي چې په نتیجه کې به یې د ريل رفتار په يو ساعت کې 160 کلوميټره ته رسي. په ډان ورځپاڼه کې دخپور شوي رپورټ له مخې دپاک چین اقتصادي راهدارۍ(سي پیک) په اړه د دوه اړخیزه غونډې نه وروسته دپاکستان د پلان جوړونې اؤ پرمختیا وزارت پخپل یو بیان کې ویلي دي چې پاکستان په ایم ایل ون ،کی سي ار اؤ د انرژۍ په نورو مهمو پروژو د دواړو هیوادونو دمشرتابه ترمنځ پروسکال دنومبر میاشت کې دشوي اتفاق له مخې دعملدرامد دچټک کولو غوښتنه کړې ده. ډان ورځپاڼه وایي د ایم ایل ون اؤ کی سي ار ترڅنګ دبجلۍ په دوو پروژو دپیسو دنشتوالي،دانشورنس دچیلنجونو اؤ نورو بیلابیلو علتونو له امله کار ولاړ دی سږکال دجنورۍ په میاشت کې د برتانيي ورځپاڼې فنانشل ټایمز پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې پاکستان دایم ایل ون پروژى لپاره د چين څخه دنور 10 اربه ډالرو د پور اخستو پريکړه کړى ده. په دغه رپورټ کې ویل شوي وؤ چې د وړاندې نه د چين او نړېوالو مالياتي ادارو پاکستان باندې د 100ؤ اربو ډالرو نه زياتې قرضې ورپورې دي او دپاکستان دمرکزي بينک ذخيره د 6 اربو ډالرو نه راکوزه شوې چې له امله یې د پاکستان حکومت د ديواليه کيدو د خطر سره مخ دى. په هغه وخت کې دپاکستان د تجارت پخواني وزير محمد زبير فنانيشل ټایمز ورځپاڼې ته ويلي وؤ د پاکستان حکومت په دې معامله د غلط بيانۍ نه کار اخلي او ريښتيا نه وايي. ډاکټر محمد زبیر د ډيوه خبریال پیر ولایت شاه ته ویلي وؤ کتل به دا وي چې چين د ایم ایل ون پروژى لپاره په کومو شرطونو پاکستان ته قرضه ورکوي او دا دپاکستان له خوا وړاندې نه داخستل شوو قرضو د شرطونو په مقابله کې څنګه بدله ده؟ د ښاغلي زبیر په وینا پاکستان به دې پروژې نه پخپلې کرنسۍ کې آمدن کوي خو د قرضې په بدل کې سود او پاتې رقم به چين ته که ډالر کې ورکول وي نو بيا به هم دا دملکي معیشت لپاره په زيان وي. دفناننشل ټايمز سره خبرو کې د پرمختيا وزير احسن اقبال د ایم ایل ون پروژى دفاع کې دريځ خپل کړى ؤ چې که دا عملي نه شوه نو د پاکستان ريلوی نظام څه وخت هم له کاره پریوتی شي. په نومبر کال 2022 کې دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دبینجنګ دسفر په مهال دچیني مشرانو سره لیدنو کې دایم ایل ون دعملي کولو په چټک کولو اتفاق کړی ؤ. د ډان رپورټ وایي بیا وروسته دپاکستان ایي ایم ایف سره ستونزې راپورته شوې اؤ چین دانرژۍ دخپلواکه کمپنیو ادائیګیانې تر درې نیمو کهربو روپو واوښتې. دمطبوعاتي رپوټونو ترمخه پاکستان د ايم ايل ون پروژى 90 فيصدي برخى لپاره د چين څخه په يو فيصدي سود او ډالر کې قرضه غواړي خو چين د قرضې لپاره دوه اعشاريه اته فيصدي شرط ايښى دى. دپاکستان د پرمختيا مرکزي وزير احسن اقبال هم دجنورۍ میاشت کې د ايم ايل ون پروژې لپاره د چين نه د قرضې اخستو پخلى کړی ؤ. هغه ویلي وؤ دا قرضه به په رعايتي نرخونو  وي او پاکستان به پابند وي چې راتلونکو 20 نه 25 کالو کې دا قرضه  چين ته بيرته ور وګرځوي خو احسن اقبال په قرضې د سود يا دې سره دتړلىو معاملو نورو تفصيلاتو ښودلو نه ډډه کړې وه.

11.04.2023 ډیوه

پاکستان کې د ووټرانو شمېر تر 12 کروړو اووښتی چې تر نیمایي زیات په کې د پنجاب دي

د پاکستان الیکشن کمیشن ویلي په ګرد هیواد کې د ووټرانو یا رایې ورکوونکو شمېر تر 12 کروړو اوښتی دی چې دې کې د پنجاب صوبې د ووټرانو شمېر تر ټولو زیات - 7کروړه، 15 لکه، 65 زره او 168 - ښودل شوی دی. د الیکشن کمیشن شمیرې ښایي چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د رجسټرډ ووټرانو شمېر 2 کروړه، 14 لکه، 15 زره او 490 دی. د الیکشن کمیشن رپورټ چې د پاکستان بیلابیلو رسنیو خپور کړی، وایي دا مهال په ګرد پاکستان کې 12 کروړه، 56 لکه، 26 زره او 390 رایې ورکوونکي درج دي. الیکشن کمیشن په وړومبي ځل خپل دې رپورټ کې د ووټرانو د عمرونو کچه هم په ډاګه کړې ده چې د هغې له مخې تر ټولو زیات رایې ورکوونکي د 26 کالو نه تر 35 کالو عمرونه لري چې کچه یې 26 فیصدي ښودل شوې ده. دا رپورټ ښایي چې پاکستان کې د نارینه ووټرانو کچه 54 او د ښځو ووټرانو کچه 46 فیصدي ده. د رپورټ له مخې د خېبرپښتونخوا 2 کروړو 14 لکو، 15 زرو او 490 رایې ورکوونکو کې 1 کروړ،16 لکه،93 زره او 219 سړي او 97 لکه ،22 زره او 271 ښځې دي. په پنجاب صوبه کې د ووټرانو شمېر بیا تر ټولو زیات دی او په دغو 7 کروړو، 15 لکو، 65 زرو او 168 ووټرانو کې 3 کروړه، 84 زره او 87 سړي او 3 کروړه ،31 لکه، 65 زره او 81 ښځې ښودل شوې دي. په بلوچستان کې بیا د ټولو ووټرانو شمېر 52 لکه،28 زره او 726 ښودل شوې ده . بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو ابادي یې بیا تر ټولو کمه ده. د الیکشن کمیشن د شمیرو له مخې په سیند ایالت کې د رجسټرډ ووټرانو شمېر 2 کروړه، 63 لکه، 96 زره او 53 دی چې دې 1 کروړ ،43 لکه، 24 زره او 780 سړي او 12 لکه،71 زره او 273 ښځې دي. پلازمینه اسلام اباد کې د 10لکو، 20زرو او 953کسانو نومونه د رایې ورکوونکو په توګه درج دي چې دې کې د سړو ووټرانو شمېر 536،200 او د ښځو شمېر 484،753 ښودل شوی دی.

11.04.2023 ډیوه

د ورلډ بنک او آئی اېم اېف پسرلنۍ ناستې په یو پېچلي اقتصادي ماحول کې جوړیږي

واشنګټن   - د ورلډ بنک او د نړېوالې مالیاتي ادارې – آئی اېم اېف – پسرلنۍ ناستې دا هفته پیل کیږي چې ممکن نړۍ کې د زیاتې ګرانۍ، سېوا کېدونکي جیوپولیټک تناوونو او مالیاتي استحکام په اړه فکرمندۍ به یې د بلندنظرانه اصلاحاتو په اېجنډا سیوری واچوي. د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار په دې ناستو کې د حضوري ګډون نه انکار کړی او ویلي یې دي چې په دې ناستو کې به آنلاین برخه اخلي. ښاغلي ډار ویلي دي چې پاکستان اوس په یو ګرداب کې راګیر دی او هغه د وزیراعظم په هدایت، امریکا ته خپله دوره ملتوي کړې او په واشنګټن کې کېدونکو غونډو کې به په آنلاین بڼه ګډون کوي. د آئي اېم اېف یوې مشرې، کرېسټالینا جیورجیوا د ګل/دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل: "باوجود د دې چې په امریکا کې او په یورپ کې د صارفینو خرچې قابل ذکر بېرته سېوا شوي دي، او [د کرونا وبا نه وروستو] د چین د بیاپرانېستې له وجې د ترقۍ باوجود، (کال 2023 کي به) په عالمي کچه اقتصاده وده به د درې فیصدو (٪۳) ټیټه پاته شي." د آئی اېم اېف د توقع ترمخه، د عالمي اقتصاد د ترقۍ شرحه به د آینده پنځو کلونو په لړ کې، درې فیصدو ته نږدې پاته وي، او د ۱۹۹۰ کلونو راهېسي چې آئي اېم اېف د عالمي اقتصاد د ودې پېشګویي کړې ده، دا یې تر ټولو ټیټه شرحه ده. جیورجیوا تېره هفته وویل چې سږکال به د نړۍ د ترقي یافته اقتصادونو قریب نیوي فیصده (٪۹۰) ملکونه د سوکه اقتصادي ودې ښکار وګرځي، مګر بل اړخ ته داسې توقع شته چې د اېشیا پیاوړي کېدونکي مارکېټونه به نور هم قوت پیدا کړي او داسې پېشګويي کیږي چې د ټولۍ اقتصادي ترقۍ نیمه برخه به د هند او چین په نصیب وي. د آئی اېم اېف دې چارواکې زیاته کړه چې د کم آمدن والا ملکونه به یوې خوا ته د قرضونو د بوج لاندې او بل طرف ته په اېکسپورټ کې یې د کمي راتلو د وجې سخت نقصان وویني او دا کېدای شي د غریبۍ او لوږې مشکل لا هم زیات کړي. د نهې/سې شنبې په ورځ به د آئی اېم اېف لخوا د نړۍ د اقتصادي نظرګاه/اوټ لوک په نوم سایټ کې د اقتصادي ودو په هلکه د لا تازه معلوماتو رپوټونه او پېشګویانې خپرې شي. په دې پېشګویانو کې به دا ښکاره شي چې مختلف ملکونه د څه اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي. بل پلو د ورلډ بنک مشر ډیوېد مالپاس د ګل/دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل چې د دوی د بنک د پېشګویۍ له مخې به نړېواله اقتصادي وده سږکال دوه فیصده (٪۲) پاته وي. د ګرانۍ سره مقابله، تر ټولو اهم کار د آئی اېم اېف او ورلډ بنک دغه پسرلني میټینګونه په داسې حال کې پیل کیږي چې نړۍ کې ګراني زیاته شوې او ترڅنګ یې د سیلیکان وېلي بنک د یودمي دېوالیه کېدو وروستو، د بنکي نظام د استحکام په اړه فکرمندۍ هم موجودې دي. د آئی اېم اېف مشرې کرېسټالینا جیورجیوا تېره هفته وویل چې مرکزي بنکونو ته په کار ده چې د ګرانۍ سره د مقابلې دپاره، د سود شرحې نورې هم سېوا کړي. که څه هم دا فکرمندۍ شته دي چې دا ګام ممکن د بنکي نظامونو استحکام ته لا هم زیان ورسوي. هغې د اې اېف پي خبري ادارې سره په یوه مرکه کې وویل: "مرکزي بنکونو ته اوس هم په کار ده چې د ګرانۍ سره مقابله کول خپل لومړیتوب وګرځوي، او بیا په مختلفو طریقو سره دې مالیاتي استحکام مضبوطه کړي." ګڼ شمېر ملکونه چې آمدن یې کم دی، اوس مهال د قضو د سخت درانه بوج لاندې پاته دي، او یوه وجه یې دا ده چې د سود شرحه لوړه شوې ده او دا نور هم د دې سبب کیږي چې د غریبو ملکونو نه سرمایه بهر ووځي، کوم چې دوی ورته سخته اړتیا هم لري. د پسرلنۍ ناستو نه وړاندې، آئی اېم اېف او ورلډ بنک په دولتمنو ملکونو غږ وکړ چې د کم آمدن والا ملکونو ته چې د کرونا عالمي وبا په وخت یې اقتصاد سخت زیانمن شو، د رعایتي قرضو دپاره یو اعشاریه شپږ (۱.۶) بلینه ډالر ځانګړې کړي.

11.04.2023 ډیوه

خواجه اصف: افغان طالبان د ټي ټي پي مسئلې کې پاکستان سره مرسته غواړي، خو وس یې نه رسي

افغان طالبان د اسلام اباد سره د پاکستاني طالبانو [ټي ټي پي] په مسلې کې مرسته کول غواړي خو دا یې په وس کې نه ده.

11.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more