ولسمشر غني: 'له دې وروسته نامسؤول وسله وال نه منم'
ولسمشر غني وايي، له دې وروسته ورته نامسؤول وسله وال د منلو نه دي. نوموړي دا څرګندونې د ۲۰۱ سېلاب قل اردو کې پوځ ته په وینا کې وکړې. ده وویل، د پوځ يو سرتېري ترې وغوښتل، چې حکومت د غيرې مسؤوله وسله والو پر وړاندې ودرېږي.
لوی درستیز او د کورنیو چارو مرستیال وزیر فاریاب ته رسېدلي
په فاریاب او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې له تاوتریخجنو مظاهرو وروسته لوی درستیز او د کورنیو چارو ستر امنیتي مرستیال فاریاب ته رسیدلي دي. ځايي مسوولان وايي، مظاهره کوونکو له پیله د تاوتریخوالي نیت درلود او امنيتي ځواکونو شپږ مظاهره چیان د ولایت د ودانۍ انګړ کې د شتمنیو د چور پر مهال نیولي دي.
د فاریاب لاریون: لاریونیانو د ولایت ودانۍ سوځولې
د افغانستان شمال فاریاب ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، پر معترضانو د افغان امنیتي ځواکونو له ډزو وروسته قهرېدلي معترضان د ولایت ودانۍ ته ننوتلي او ودانۍ یې سوځولې ده. په ډزو کې یو کس وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.
سوریه کې د ابو بکر البغدادي د زوی وژل کېدو خبر
د "اسلامي دولت" نومې ډلې سرچینو ویلي، چې ددغې ډلې د بنسټګر ابو بکر البغدادي زوی حذیفه البدري د سوریې حمص ولایت کې د همدې ډلې په یوه برید کې وژل شوی دی.
مړه ګڼل شوې مېرمن د روغتون یخچال کې ژوندۍ شوې
په جنوبي افریقا کې یوه مېرمن چې ډاکټرانو مړه ګڼلې وه، ناڅاپه د روغتون په یخچال کې ژوندۍ شوې ده. د راپورونو پر بنسټ، یاده مېرمن اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. د مېرمنې کورنۍ د دې پېښې له امله له روغتونه معلومات غوښتي او په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.
فاریاب: افغان ځواکونو د جنبش قومندان نظام الدین قیصاري نیولی
د فاریاب ولایتی شورا تایید کړې چې په دغه ولایت کې د جنرال عبدالرشید دوستم یو ځواکمن قومندان نظام الدین قیصاري د افغان ځواکونو له لوري نیول شوی او کابل ته لېږدول شوی دی. هغه د جنبش پلوه سیمه ییزو پاڅون کوونکو تر ټولو لوی قومندان او په فاریاب ولایت کې د جنرال دوستم ځانکړی استازی بلل کېږي.
"په غزني کې حوزوي ټاکنې د قانون خلاف کار دی"
غزني کې د ټاکنو حوزوي کېدو په تړاو د افغانستان د ټاکنو کمیسیون تر اعلان شپږ ورځې وروسته د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمیسیون دغه پرېکړه د ټاکنو قانون خلاف بللې ده. د ټاکنو د قانون په ۳۶ مه ماده کې راغلي چې د ټاکنیزو حوزو حدود باید تر ټاکنو ۱۸۰ ورځې وړاندې مشخص شي
افغانستان کې "یو میلیون" ماشومان له پولیو واکسینه پاتې کېږي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، په ننګرهار، کونړ، هلمند او روزګان ولایتونو کې د حکومت د وسله والو مخالفانو د مخالفت له امله به کابو یو میلیون کوچنیان له پولیو ضد واکسینونو بې برخې شي. پتېیل شوې، نن د جولای دویمه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شي
ټرمپ د ایران په اړه اروپايي شرکتونو ته ګوتڅنډنه کړې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اروپايي شرکتونو ته ګوتڅنډنه کړې چې پر ایران د امریکا له بندیزونو د سرغړونې په صورت کې به مجازات شي. شنونکي باوري دي چې د امریکا له خوا له ایران سره د اروپايي ټولنې د تجارتي اړیکو نه مستثنی کېدنه به د اروپا او امریکا ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا خړې پړې کړي.
پاریس کې مجرم له زندانه چورلکه کې تښتېدلی
فرانسوي چارواکي وایي، د پاریس اړوند سیمه کې یو خطرناک مجرم له زندانه په چورلکه کې تښتېدلی دی. دا کس چې رېدوین فېد نومېږي ده سره ملګري، د درې په ګڼو وسلو سمبالو کسانو په مرسته چې چورلکه یې د زندان په انګړ کې کښېنوله اوچت کړای شو.
د فوټبال نړیوالې اتلولۍ: درېيمه خپرونه
روسیه کې د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام لوبې پیل شوې. ۳۲ لوبډلې به یوه میاشت د اتلولۍ ګټلو لپاره سره سیالي کوي. په همدې پلمه بي بي سي پښتو راتلونکې پنځه اوونۍ هره جمعه د فوټبال نړیوال کپ اتلولیو په تړاو ځانګړې خپرونې لري.
د ولسمشرغني د سفر پر مهال جلال اباد کې "ځانمرګي برید ۱۵ کسان وژلي"
ننګرهار ولایت ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر ورځ، د ولايتي ادارې ودانۍ ته څېرمه په مخابراتو څلورلارې کې چاودنه شوې. ولایتي ویاند وايي برید ځانمرګي و او ۱۲ کسان پکې وژل شوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د مشر لرې کېدو غوښتنې
کابل کې د ځینو ولایتونو د فوټبال فدراسیونونو مشران او ورزشکاران وايي، د فوټبال فدراسیون ریاست لپاره دې ټاکنې وشي؛ ځکه چې په وینا یې د رییس قانوني موده دوه کاله وړاندې پایته رسېدلې او لاهم د ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري.
پاکستان د افغان کډوالو اوسېدو موده درې میاشتې وغځوله
د پاکستان د لنډ مهالي لومړي وزیر ناصر الملک له دفتره یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه پرېکړه د پاکستان فدرالي کابینې په غونډه کې شوې ده.
افغان ولسمشر: د سولې په برخه کې انحصار ماتوم
محمد اشرف غني چې له وسله والو طالبانو سره د اختر په مناسبت د شوي اوربند او د سولې د وروستیو هڅو په تړاو يې خبريالانو ته وينا کوله، د یو اړخيز اوربند رسمي پای هم اعلان کړ او په ټول افغانستان کې يې خپلو ځواکونو ته د پوځي عملياتو اجازه ورکړه.