د ګواتیمالا د اورشیندي د مړو شمېر ۶۹ ته رسېدلی
د ګواتیمالا چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ د فیوګو اورشیندي د مستۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۹ ته لوړ شوی دی. د اورشیندي د مستۍ له امله سوځوونکو ځوښو یو شمېر کلي لاندې کړي او نړولي یې دي.
ماشوم ته تر ۵ کلنۍ د مور د شېدو ګټې شته؟
تر پنځه کلنۍ چې ماشومان ښوونځی پیلوي ایا د مور د شېدو ورکولو ګټې شته؟ یوه مور ده. خپلې پنځه کلنې لور، او دوه کلن زوی ته تی ورکوي. یو نېم وخت دواړو ته په ګډه، او باور لري چې کوچنیانو ته یې ګټه لري.
چې له ښوونځي وشړل شو، میلیونر شو
د میلیونر سیمون دیلان لپاره یوه ناڅاپي پېښه د هغه په ژوند کې د انقلاب راوستلو پایله شوه. په یوه سیمه ییزه ورځپاڼه کې د محاسبې د خدماتو په اړه د ۱۰ پونډو مقابل کې د پانګونې اعلان یې ژوند بدل کړ.
نهه زره کیلومتره لامبو سره ریکارډ جوړول
یو فرانسوی لامبوزن له جاپان ارام سمندر ته په غورځېدلو سره غواړي لومړنی کس شي چې ټول ارام سمندر کې به یې مزل په لامبو سره کړی وي.
غني: پر عالمانو برید د پیغمبر پر وارثانو برید دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په کابل کې د دیني عالمانو پر غونډه برید غندلی او په یوه وېډیويي پیغام کې یې یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې د حکومت د سولې وړاندیز ومني.
"دیني عالمانو د طالبانو د وینې بهونې توجیه وننګوله"
کابل چاپې ۸ صبح ورځپاڼې تېره ورځ په کابل کې د عالمانو پر شورا شوي ځانمرګي برید ته اشاره کړې او ويلي دي چې ديني عالمانو د جگړې او وينه بهونې لپاره د طالبانو دليل يا توجيه تر پوښتنې لاندې راوسته.
ایران د یورانیم بډایولو وړتیا زیاتوي
د ایران مذهبي مشر د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د اټومي انرژۍ ادارې ته وویل، ډېر ژر له نړیوالو قدرتونو سره د تهران د اټومي تړون چوکاټ کې ۱۹۰ زره سو ته د رسېدو لپاره چمتو شي. د نوموړي له خبرو څو ګړۍ وروسته د ایران د اټومي انرژۍ مشر وویل، ملګرو ملتونو ته خبر ور کوي چې دوی د یورانیمو بډاینې د وړتيا زیاتولو بهیر پیلوي.
د پاکستان پوځ: ځايي رسنۍ ښه کوي چې غورځنګ ته پوښښ نه ورکوي
د پاکستان پوځ ادعا کړې، د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر منظور پښتین او د هغه د خولۍ د شهرت تر شا د افغانستان لاس دی، چې د دوی په خبره په افغانستان کې يې په ملاتړ یوازې په یوه ورځ پنځه زره د خواله رسنیو پاڼې جوړې شوې دي.
ديني عالمان: د افغانستان جګړه ناروا ده
د افغانستان له بېلابېلو برخو سلګونه دیني عالمان نن د کابل لویې جرګې خیمه کې غونډ شوي وو او د یوې فتوا په صادرولو سره یې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله.
کابل کې د دیني عالمانو غونډې ته نږدې ځانمرګی برید شوی
په کابل کې د افغانستان د عالمانو ناستې ته څېرمه چې تر ۲۰۰۰ ډېرو دیني عالمانو پکې برخه اخیستی وه، ځانمرګی برید شوی دی. وسله والو طالبانو ویلي، دغه برید دوی نه دی کړی. د کورنیو چارو وزارت وايي په دې پېښه کې ' ۱۶' کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عالمانو فتوا: افغانستان کې ځانمرګي بریدونه حرام دي
تر ۲۰۰۰ ډېر افغان دیني عالمان په کابل کې راټول شوي او د یوې په فتوا په ترڅ کې یې په افغانستان کې د روانې جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل اوربند وکړي. د دیني عالمانو په فتوا کې راغلي، افغانستان کې ځانمرګي بریدونه حرام او د جګړې قربانیان بې ګناه وګړي دي.
واڼه کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ له برید وروسته ګرځبندیز
سوېلي وزیرستان کې ځايي چارواکي وايي، د دې سیمې مرکز واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د طالبانو له وسلوال برید وروسته ګرځبندیز پیل شوی دی. له بلې خوا واڼه کې غورځنګ پلوو د ښو طالبانو په نوم د عین الله ډلې دفترونه کلابند کړي او د ځینې معلوماتو له مخې یې دغه دفترونه سوځولي هم دي.
"افغانستان کې د امریکا راتلونکې ګام؛ نړۍ له يو قطبي حالته وځي"
پاکستانۍ ډېلي ټايمز ورځپاڼې "افغانستان کې د امريکا راتلونکى گام" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې. مطلب وايي امريکا افغانستان کې په واقعبينانه ډول درې غوراوي لري:
"ټرمپ ځان بښلی شي، خو دا کار نه کوي"
د امریکا د ولسمشر وکیل روډي جولیاني وايي، ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په تړاو ډونلډ ټرمپ د ځان بښلو واک لرلی شي، خو د داسې څه اراده نه لري. له بلې خوا د امریکا ولسي جرګه کې د ډېری جمهوريپالو مشر کیون مېک کارتي د یکشنبې په ورځ سي اېن اېن تلوېزون ته وویل، چې یو ولسمشر هم باید ځان ونه بښي.
تجارتي جګړه څه ده؟
په نړۍ کې د تجارتي یا سوداګریزې جګړې خبرې وروسته له هغه یو ځل بیا ګرمې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته له اروپا، کاناډا او مکسېکو په ورتلونکې وسپنې او المونېمو تازه مالیه ولګوله.