د ۲۰۱۹ کرکټ نړیوال جام سیالۍ ۱.۶ میلیارد خلکو لیدلي
د کرکټ نړیواله شورا وايي د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په ټولې نړۍ کې ۱.۶ میلیارد خلکو لیدلي دي.
کمېسیون: دیني عالمان دې ښځې ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه سراسري راټولیدنه کې پر افغان علماوو او ملاامامانو غږ کړی چې د منبرونو او جوماتونو له لارې خلک په ځانګړي توګه میرمنې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي.
"کوچني ماشومان مو ډېر ټلویزیون ته مه پرېږدئ"
نړېوالې روغتیايي ادارې په خپلې یوې نوې لارښوونه کې ویلي چې له دوو کلونو کم عمره ماشومان ټلویزیون او کمپیوټر ته مه کینوئ.خو ټلویزیون ته له دوو کلونو زیات ان تر څلورو کلونو پورې ماشومان د یوه ساعت لپاره کیناستلی شي.
افغانان د نړۍ تر ټولو ناهیلي خلک دي - نظرپوښتنه
د ګالوپ څیړنیز بنسټ یوه تازه سروې ښيي، ۸۵ فیصده افغانان چې د نړۍ په کچه تر ټولو لوړه شمېره جوړوي، په خپل ژوند کې کړېږي.
ملګرو ملتونو د شفافو او سراسري انتخاباتو پر ترسره کولو ټینګار کړی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ټینګار کړی، چې اړوند انتخاباتي بنسټونه باید د خلکو د رایې ورکولو له قانوني حق څخه د دفاع لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.
ټرمپ: که د سعودي بټیو بریدګر تایید شي پوځي ګام ته تیار یو
د سعودي پر تېلي بټیو د شنبې ورځې له برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغې پېښې ته په لومړي غبرګون کې ویلي، که تایید شي چې دا برید چا کړی، نو واشنګټن پوځي ګام ته تیاری دی.
حافظه څنگه قوي کولای شو؟
یوې نوې څیړنې ښودلي چې که د حافظې کمزورتیا دوامداره او تکراري وي د اندیښنې وړ ده.
افغانستان په ۲۰ اوریزې لوبې کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه
افغانستان په بنګله دېش کې د دریو هېوادونو ترمنځ د کرټ په شل اوریزو لوبو کې بنګله دېش ته هم ماتې ورکړه.
په فراه او سمنګان کې لسګونه طالبان وژل شوي- چارواکي
افغان چارواکي وايي چې په فراه او سمنګان کې یې د دوو طالب مشرانو په ګډون ۴۰ وسله وال طالبان وژلي دي.
د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
عبدالله: غني خپل ټاکنیز کمپاین کې له دولتي امکاناتو کار اخلي
د ملي یووالي حکومت اجرائيه رییس او راتلونکو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله په یوه کمپایني غونډه کې پر ولسمشر او خپل ټاکنیز سیال محمد اشرف غني له دې امله کلکې نیوکې وکړې چې ګواکې د کمپاین لپاره دولتي امکانات کاروي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا ادعا رد کړې.
د سعودي د تیلو پر تاسیساتو برید په خلیج کې امنیتي اندیښنې زیاتې کړي
وروسته له هغې چې امریکا د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې د برید پړه پر ایران واچوله، تهران دغه تورونه رد کړل او خبرداری یې ورکړ چې کولای شي پر امریکایي اډو او الوتکه لیږدونکو بېړیو برید وکړي.
د ټاکنو امنیت لپاره ۱۰۰زره سرتېري چمتو شوي- کورنیو چارو وزارت
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ۲۰۱۹ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره یې ۱۰۰زره امنیتي ځواکونه چمتو کړي دي.
سره صليب نړيوالې کمېټې افغانستان کې خپل فعالیت بیا پیل کړ
وروسته له هغه چې وسله والو طالبانو افغانستان کې سره صلیب نړېوالې کمېټې ته د بیا فعالیت اجازه ورکړه، دې ادارې نن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان کې یې خپل فعالیت بیا پیل کړ،دغې کمیټې څه باندې پنځه میاشتې وړاندې وروسته له هغې خپل فعالیتونه ودرول چې طالبانو ورنه امنیتي ضمانت واخېست.
طالبانو د سره صلیب ادارې پر فعالیت بندیز لیري کړ
د سره صلیب نړیواله اداره وايي، طالبانو بېرته په افغانستان کې د بې پرې بشري فعالیتونو اجازه ورکړې ده.