د ایران د جودو اتل د امنیتي اندېښنو له کبله خپل هېواد ته نه ستنیږي
د جودو ورزش یو نړیوال ایرانی اتل وایي د حکومت امر یې ندی منلی او د توکیو په نړیوالو لوبو کې یې د یو سرائیلي جودوکار سره سیالي کړې ده. هغه وايي اوس خپل هېواد ته له تگ ډاریږي.
پاکستان "هندي جاسوس" سره د یو دپلومات د ملاقات اجازه ورکړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي هغه هندي سره یې د هند د یو دیپلومات د ملاقات اجازه ورکړې چې د جاسوسۍ په تور په مرګ محکوم شوی دی.
'کندوز کې ځانمرګي برید ۶ امنیتي سرتیري وژلي'
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې یوه انتحاري بریدګر د لویې لارې ټولي ته نږدې ځانته چاودنه ورکړې چې په پایله کې یې شپږ امنیتي سرتیري وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډو ۱۵ ملکیان ټپیان دي
افغان موټر چلوونکو ته برېښنايي لایسنسونه ورکول کېږي
کابل کې د موټر چلونې د برېښنايي جواز ویشنه پیل شوي. د چارواکو په وینا د لایسنس برېښنايي کول نړېوالو معیارونو سره برابر دی او په عملي کېدو یې په ټرافیک کې بېساري بدلونونه راتلی شي.
لغمان کې د هاوان لګېدو د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي
په لغمان ولایت کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوې کورنۍ اوه کسان وژل شوي دي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د پلخمري ښار څنډو کې نن هم خال خال نښته روانه ده ـ چارواکي
د بغلان د ولایتي شورا مسؤلین وايي، نن دوشنبه هم د پلخمري ښار په چشمه شیر او کیله ګي ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.
د اسراییل پر پوځي اډه د حزب الله برید
د اسراییل پوځ وايي، د لبنان حزب الله ډلې د دې هېواد شمال ته سرحدي سیمه کې د ټانک ضد راکټ سره پر یوه پوځي اډه او یوه زغرګاډي برید کړی. د حزب الله چارواکي وايي چې دوی د اسراییلو زغر ګاډی ویجاړ کړی دی، خو دواړه لوري وايي چې تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د فوټبال نړیوال جام او د مصر، اسرائیل او همجنسبازانو نامعلومه برخلیک
قطر چې د ٢٠٢٢ کال د فوټبال د نړیوال جام کوربه دی تر اوسه یې نده تائید کړې چې ایا اسرائیلي نندارچیانو ته به اجازه ورکړي او که نه چې دې هیواد ته د لوبو د نندارې لپاره ورشي.
فراه کې د ماین یوې چاودنې شپږ ملکیان ووژل
د فراه د امنیتې قومنداني وايي د سړک غاړې یو ماین پر یو موټر چاودلی دی او شپږ ملکي کسان یې وژلي دي.
ولایتونو ته د ټاکنو د حساسو موادو د لیږد بهیر پیل شوی
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې ولایتونو ته یې د ټاکنیزو موادو د لیږد بهیر پیل کړی دی.
روسیې امریکا د ادلب د اوربند په خرابولو تورنه کړه
د روسیې د دفاع وزارت وایي امریکا په ادلب کې په وسله والو (جهادیانو) هوایي بریدونه کړي دي.
د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
پاکستان: تورخم به سرله سبا شپه او ورځ په آزمویښتي ډول خلاص وي
پاکستان وايي سر له سبا (دوشنبه د وږي ۱۱) به د افغانستان لپاره د تورخم لاره په ازمايښتي ډول شپه او ورځ خلاصه پرېږدي او خلک به کولي شي پرې تګ راتګ وکړي، خو ویزې ته به بیا هم اړتیا وي. پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د تګ پر مهال چارواکو دا خبره کړې وه.
ایران د "ځانګړې بې پیلوټه الوتکې" د جوړولو ادعا کړې
ایران د هغو بې پیلوټه الوتکو نه پرده پورته کړه چې پوځ یې ادعا کوي د استخباراتي اطلاعاتو د راټولولو او د پوځي عملیاتو د کولو توان او ظرفیت لري.
چارواکي: په کندهار کې ۴ غلچکي بريدګر او ۵ وسله وال طالبان نيول شوي
د کندهار امنيه قومانداني وايي، څلور مشکوک غلچکي بريدګر او پنځه نور وسله وال طالبان نيول شوي دي. د امنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې دغه مشکوک کسان د يوې اوونۍ په لړ کې نيول شوي دي. دی وایي: په نيول شويو کسانو کې ٤ تنه غلچکي بريدګر دي چې د ښار په حوزو کې يې پر پوليسو غلچکي بريدونه کول چې ځيني پوليس د دوى له کبله شهيدان او ځينې ټپيان شوي دي، ٥ تنه يې جنګي طالبان وو چې په ولسواليو کې جنګېدل. ښاغلى بارکزى وايي، نيولو شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى. بل خوا ځانګړو ځواکونو ويلي چې په غزني کې يې د طالبانو د رهبرۍ يو مرکز ويجاړ کړى دى. په کندهار کې دېره د ځانګړو ځواکونو صفر درې قطعې ويلي چې دغه عمليات تېره شپه د غزني په ناوې ولسوالۍ کې شوي دي. صفر درې قطعې په خپله اعلاميه کې ويلي چې په دغه مرکز کې وسله والو طالبانو خپل جنګي فعاليتونه تنظيمول. وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.