ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ارګ: د دوحې بین الافغاني ناستې پایله مثبته وه

افغان حکومت په دوحه کې د افغان چارواکو، طالب استازو او سیاست والو تر منځ د سولې د خپل منځي دوه ورځنیو خبرو د ګډې اعلامېې هر کلی وکړ. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د دې غونډې پایله مثبته وه او تمه ده چې تر سپتمبر میاشتې د حکومت او طالبانو تر منځ هم رسمي خبرې پیل شي

09.07.2019 BBC

له ګاونډیانو سره د افغانستان د اوبو سیاست ته کتنه

د نړۍ نیمايي سطحه داسې حوزو پوښلې چې اوبه یې د هېوادنو ترمنځ له سیاسي پولو اوړي. دا ډول حالت کې هر هېواد هڅه کوي ډېرې اوبه ترلاسه کړي چې دا کار د دولتونو تر منځ اړیکې متاثره کوي.

09.07.2019 BBC

"افغانستان کې د خواله رسنیو ۵ سلنه حسابونه جعلي دي"

د افغانستان د انټرنېټ ټولنې په نامه بنسټ وایي، په خواله رسنیو کې شاوخوا پنځه سلنه حسابونه جعلي دي. اندېښنې دا دي چې د ټولنیزو رسنیو د ګواښونو په اړه ناپوهاوی، کارکوونکو ته یې، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته زیان رسوي.

08.07.2019 BBC

زلمی خلیلزاد: تر ټاکنو سوله موږ ته ډېره مهمه ده

د افغان سولې په هکله د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي "موږ طالبانو ته هم وایو چې دوی هم هڅې وکړي او حکومت هم کوشش وکړي چې دا پرېکړه وشي. که سوله ونه شي بیا امکان لري چې ټاکنې وشي، خو موږ داسې ټاکنې غواړو چې خلک پرې باور ولري".

08.07.2019 BBC

"طالبان نه غواړي د اوسني نظام برخه شي"

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال او په دوحه کې د روانو بین الافغاني خبرو ګډونوال حاجي دین محمد وایي، په دې خبرو کې د طالبانو له دریځه داسې ښکاري چې دا ډله په افغانستان کې د اوسني نظام برخه جوړېدل نه غواړي.

08.07.2019 BBC

امریکا د ښځو فوټبال نړیوال جام اتله شوه

د امریکا د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې د یکشنبې پر ورځ هالنډ ته دوه پر صفر ماتې ورکولو سره دغه سیالۍ وګټلې او د خپلې اتلولۍ دفاع یې وکړه. د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه، خو امریکا په دوه نیمایي کې دوه ګولونه وکړل او جام یې خپل کړ

07.07.2019 BBC

دوحه کې د سولې په تړاو بین الافغاني غونډه پیل شوه

افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د طالبانو او له کابله دوحې ته د ورغلې پلاوې ترمنځ دوه ورځنۍ بین الافغاني غونډه پېل شوه. کابله دوحې ته په ورغلي پلاوي کې د ښځو په ګډون لسګونه کسان شامل دي خو د طالبانو له اړخه په دې خبرو کې یوه ۱۷ کسیزه ډله ګډون کوي.

07.07.2019 BBC

غزني ښار کې طالبانو موټربم برید ۱۲ کسان وژلي

د افغانستان جنوبي غزني د والي دفتر وايي د غزني ښار شامیر سیمه کې د ملي امنیت یوې حوزې ته څېرمه موټربم برید شوی، چې تر اوسه دوی ته د ۱۲ کسانو د وژل کېدو او ۴۹ د نورو ټپي کېدو خبر ورکړی. سرچینه وايي، ډېری ټپیان د ښوونځي زدکوونکي دي. طالبانو ویلي، د برید هدف یې د ملي امنیت یوه مهم مرکز و.

07.07.2019 BBC

ایا افغان حکومتي مشران او طالبان سولې ته سره رسېدلای شي؟

د ۲۰۱۸ کال جون میاشت کې دغو کسانو چې له ډېرې مودې راهیسې د یوه بل وژلو پسې ګرځېدل، یو بل په غېږ کې ونیول او ګډ سيلفي تصویرونه یې وکښل. له هغه وروسته د سولې خبرو یوه بهیر پیل شو، چې پام وړ پرمختګ یې کړی دی.

06.07.2019 BBC

د دوحې بین الافغاني خبرو کې د سلام رحیمي له حضور سره د طالبانو مخالفت

په قطر کې د طالبانو استازو بي بي سي ته ویلي، قطر کې د بین الافغاني خبرو پلاوي کې د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت د وزیر عبدالسلام رحیمي له حضور سره طالبانو مخالفت ښودلی. دا غونډه د جرمني او قطر په کوربتوب دوحه کې د دوو ورځو لپاره جوړېږي.

06.07.2019 BBC

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: ځینې نوماندان وارمخکې کمپاین کوي

د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له وخت مخکې کمپاینونو او د ملاتړې نوم لیکنې په بهیر کې په بې نظمي اندیښنه ښيي. کمیسیون وايي، دا وخت دوی په دې اړه د ور رسیدلو شکایتونو پر څیړلو او د ولسمشری هغو کاندیدانو ته د سپارښتنو پر لیږلو بوخت دي چې په بېلابېلو پلمو يي ټاکنیزې هڅې چټکې کړې.

06.07.2019 BBC

ترکیې حکومت ته د افغان - ترک ښوونځیو چارو سپارل 'بشپړ شول'

د چارواکو په وینا، د دغو ښوونځیو مدیریتي چارو سپارلو په بهیر کې پولیسو هېڅ ډول تاوتریخوالي نه دی کړی، خو د افغان - ترک ښوونځي چارواکو بي بي سي ته ویلي، افغان امنیتي ځواکونه په زور ښوونځی ته ور ننوتلي او دوی یې هم په زور د ښوونځي له ودانۍ ایستلي دي.

05.07.2019 BBC

شینجیانګ کې 'چارواکي مسلمان ماشومان له کورنیو بېلوي'

بي بي سي خبریالانو داسې ثبوتونه لیدلي چې د چین په لویدیځ شینجیانګ ایالت کې ځايي چارواکي له مسلمانو کورنیو د هغوی ماشومان په لوی لاس بېلوي او زرګونه ایغور مسلمان ماشومان په لیلیه لرونکو لویو ښوونځیو کې له کورنیو، خپلې ژبې او عقیدې جلا ساتل کېږي.

05.07.2019 BBC

فاریاب کې توغنديو لګېدو ۴ کسان وژلي او ۳۶ ټپیان دي

د فاریاب ولایت چارواکي وایي چې ددې ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ مرکز کې څو هاوان توغندي لګېدلي چې له امله یې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته ویلي، توغندي هغه وخت لګیدلي چې خلک د جمعه بازار لپاره ولسوالۍ مرکز ته ورټول شوي و.

05.07.2019 BBC

د افغان خپلمنځي ناستې ګډون کوونکي: لومړی به له طالبانو سره د خبرو اجنډا ټاکو

د جرمني او قطر په نوښت د افغانانو د خپلمنځي ناستې ځینې ګډونوال وايي، له طالبانو سره لومړنۍ لیدنه کې د خبرو اجنډا ټاکي. له افغانستانه تلونکي پلاوي کې د حکومت او سولې شورا ځینې غړي هم شته، خو ویل کېږي چې ټول ګډونوال په فردی ډول بلل شوي دي.

04.07.2019 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more