زبیده فلاح؛ هغه مسلمانه امریکايۍ چې بې وزلو سره مرسته کوي
پنځه وېشت کلنې امریکايۍ مسلمانې زبیده فلاح په نړۍ کې د لوږې سره د مبارزې لپاره یوه هڅه پیل کړې ده.
د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
دوستم د افغانستان په شمال کې پوځي عملیات پیلوي
د افغانستان د جمهوري ریاست لمړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي چې د قاطع ملاتړ د ماموریت د ځواکونو په همکارۍ په شمال کې پوځي عملیات پیلوي.
ننګرهار والي: د ناکامورا وژنه له افغانستانه بهر پلان شوې
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، په جلال اباد کې د جاپاني وژل شوي خیریه کارکوونکي تېڅو ناکامورا د وژنې پلان له افغانستانه بهر چمتو شوی و. په خواله رسنیو کې او دغه راز په ځانګړو مراسمو کې یې د وژنې په تړاو د افغانانو غبرګونونه پراخ وو.
په مراکش کې د داعش "یوه شبکه" نیول شوې
په مراکش کې چارواکي وایي له هسپانیا سره یې په همکارۍ د داعش ډلې یوه شبکه ړنګه کړې او څلور مشکوک کسان یې نیولي دي.
د افغانستان ملي امنیت وروستۍ وژنې د طالبانو کار بولي
د افغانستان د ملي امنیت ریاست سرپرست ویلي، چې طالبانو په خپل جګړهییز تاکتیک کې د بدلون په راوستلو سره د سیاسي شخصیتونو وژلو ته مخه کړې ده.
نبیل: ټاکنې بن بست سره مخ دي، د ملي مصالحې حکومت دې جوړ شي
د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید او د ملي امنیت پخوانی ريیس رحمت الله نبیل وايي، سوله او ټاکنې له بن بست سره مخ شوي او له همدې کبله باید په افغانستان کې د مصالحې یا سولې په نامه حکومت جوړ شي.
لکشمي؛ د نارینو د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو لومړنۍ لوبڅاره
د کرکټ نړیواله شورا وایي چې ګانديکوتا سروا لکشمي به لومړنۍ ښځه وي چې د نارینو د کرکټ په یوې ورځینو لوبو کې لوبڅاره/ریفري وي.
د افغانستان روغتیا وزارت د فساد ضد مبارزه کې پرمختګ کړی – میک
د اداري فساد پر ضد مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه (MEC) وايي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له فساد سره د مبارزې په برخه کې، د دغې کمېټې ۸۰ فیصده سپارښتنې عملي کړي دي.
ټاکنیز جنجالونه؛ د ټاکنو کمېسیون د راتلونکې اوونۍ یوه مشورتي ناسته جوړوي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د ټاکنیزو جنجالونو د حل په هدف یې د څارونکو بنسټونو، ټاکنیزو ډلو او سیاسي ګوندونو استازي یوې ناستې ته وربللي دي.
خلیلزاد او عبدالله په سولې او تاوتریخوالي په کمیدو غږیدلي
اجرائیه ریاست وایي، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم غړو او یو شمیر سیاسي مشرانو تیره ورځ د زلمي خلیلزاد سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په بیا پیلیدو خبرې کړي دي.
'عراق کې د ایراني توغندیو پټ انبار'
امریکايي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له خولې په منځني ختیځ کې د واشنګټن د ګتو پرضد د ګواښ ډېرېدو خبر ورکړی او وايي ایران په پټه په عراق کې د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو یو وسلهتون جوړ کړی دی. نیویارک ټایمز د امریکا د پوځي او امنیتي چارواکو له خولې ویلي، د ایران دا کار د هغو هڅو یوه برخه ده، چې غواړي په منځني ختیځ کې وېره خپره کړي.
د سولې د هڅو د ملاتړ غوره لار د افغان ځواکونو روزل او تجهیز دي- ستولتنبرګ
په لندن کې د ناټو په غونډه کې د دغه سازمان مشرانو یو وار بیا له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو پر دوام ټېنګار کړی دی.
بلومبرګ د ټرمپ ماتولو لپاره میلیونونه ډالر لګوي
د دموکرات ګوند یو شتمن کاندید، مایکل بلومبرګ غواړي په ټاکنو کې ټرمپ ته د ماتې ورکولو لپاره په ټاکنیزو اعلانونو باندې په میلیونونو ډالر مصرف کړي.
عبدالله، حکمتیار او نبیل: په ټاکنو کې د درغلۍ پر وړاندې به درېږو
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو درې تنه نوماندان؛ عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په یوه ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې په ټاکنو کې درغلي شوې او دوی به یې پر وړاندې په ګډه ودرېږي. دوی له یوې ناستې وروسته یوه پنځه مادې لرونکې ګډه خبرپاڼه خپره کړه.