ترکیې د سوریې شمال ته نور ځواکونه واستول
راپورونه وايي چې د ترکیې ټانګونه او ځواکونه د سوریې په شمال کې د الراحي کلي ته استول شوي دي.
پاکستان کې د پت په نوم وژنې
د هغې پاکستان الاصلې بریتانوۍ مېرمنې د وژني په اړه پلټنې لا هم رواني دي چې پاکستان کې وژل شوې وه. پولیس وايي ښایي پلار او مېړه یې د پت په نامه وژلې وي دوی همدارنګه وايي چې پر سامعه شاهد تر وژل کېدو وړاندې جنسي تېری هم شوی و.
امریکا او چین د اقلیم د بدلون په اړه تړون تصویب کړ
امریکا او چین په رسمي توګه د اقلیم د بدلون په اړه هغه تړون تصویب کړ چې ډسمبر میاشت کې هوکړه پرې شوې وه. دغه اعلان د چین په هانګزو کې د جي شل هېوادونو د سرمشرېزې په پېل کې وشو.
سېراليون له اېبولا ناروغۍ وروسته
سېرالیون کې هغو کسانو د اتلانو په توګه کتل کېدل چې د ایبولا له امله د مړو شوو کسانو مړي به یې ښخول. دغه هېواد د تېر کال پای کې له اېبولا پاک اعلان شو.
کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه
امازون داسې اسانتیاوې برابرې کړې چې له لارې یې توکي ژر رانیول کېدلی شي. د چاپان فضایې ادارې یو موټر جوړ کړی چې سپوږمۍ ته یې واستوي او د کمپيوټر جوړولو شرکت لینوو، یوه اله جوړه کړې چې په لاس لیکل مخامخ کمپيوټر ته اړوي.
په هرات کې د کرېکټ نوې اکاډمي پرانيستل شوه
د هرات د کرېکټ نوې اکاډمي نن (۳ اګست) په رسمی توګه د افغانستان د کرېکټ بورډ د چارواکو له خوا پرانيستل شوه. کرېکټ د افغانستان په لوېدیځ کی پخوا پېژندل شوې لوبه نه وه خو په دی ورستیو کلونو کی یې مینه وال په دغه ولایت کی خورا ډېر شوي دي.
هغه هندۍ چې د خپلې کورنۍ د ساړي سوداګرۍ ته يې ډېره وده ورکړه
د هند په جنوبي ښار چېنايي کې لوانيا نالي د ساړي پلورنځی لري چې د پلار نيکه يې په ۱۹۲۸ کال کې پرانيستلی و. نوموړې وايي د دوی ساړي لباسونو ځکه شهرت موندلی چې ډېر ښه ډول ورېښم په کې کارول شوي دي.
بلوچستان کې هندو سوداګر په ډزو وژل شوی
د پاکستان په بلوچستان کې له ډيورنډ کرښې سره نژدې نامعلومو وسله والو کسانو په ډزو يو هندو سوداګر وژلی دی. د هندو سوداګر سنتوش کمار د مړينې پېښه د چمن ښار په تاج سړک پېښه شوې ده.
د کندز- تخار لاره بېرته پرانیستل شوه
د کندوز - تخار لویه لارچې له تیرو دوه اونیو څخه د ترافیکو پر مخ تړلې وه تیر مازیګر د خلکو د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.
د اسلام کريموف ژوند ته کتنه
په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي له ټوټه کېدو وروسته اسلام ابدو ګانیویچ کریموف د خپلواک ازبکستان ولسمشر وټاکل شو.
د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف خاورو ته وسپارل شو
د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف چې تېره ورځ مړ شوی و نن (۳ اګست) يې د جنازې مراسم تر سره او د دغه هېواد په سمرقند کې خاورو ته وسپارل شو.
امریکا او چین د اقلیمي بدلون موافقه رسما تصویب کړه
چین او امریکا د اقلیم د بدلون په اړه په پاریس کې شوې موافقه رسمآ تصویب کړه.
د ترک پوځ او (پي کې کې) په نښته کې۲۰ کسان ووژل شول
په ترکیه کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو او د کردستان کارګرانو ګوند(پي کې کې) د وسله والو ترمنځ په نښه کې اته حکومتي سرتیري او ۱۱ کورد وسله وال وژل شوي دی.
کندهار –لښکرګاه په لاره ۳۱ طالب وسله وال وژل شوي
د هلمند ولایتي چارواکي وایي، د کندهار – لښکرګاه د لارې د خلاصون په عملیاتو کې ۳۱ وسله وال طالبان په یوه هوایي برید کې وژل شوي دي.
د چین ځوړند پول د پرانیستې پر۱۵ ورځ وتړل شو
د نړۍ تر ټولو اوږد ځوړند ښیښه يي پول چې دوه اونۍ مخکې په چین کې پرانیستل شوی و، د لندمهال لپاره د سیلانیانو په مخ وتړل شو. چارواکي وايي، له دې پول د تېرېدلو لپاره یې هره ورځ د ۸ زرو کسانو اټکل کړی و، خو له دې شمېر لس چنده ډېر سیلګران هره ورځ ورځي.