د آشنا تلویزیون د چهارشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
طالبان د ۲۰۱۸ کال تر ټولو "خونړۍ ترهګره ډله" وګڼل شوه
د نړیوال تروریزم د تازه درجه بندۍ په اساس وسله وال طالبان په ۲۰۱۸م کې د نړۍ تر ټولو خونړۍ ترهګره ډله وه.
د بندیانو تبادله به د حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي؟
په داسې حال کې، چې د افغان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو او د طالبانو د درې غړو ترمنځ وروستۍ تبادلې د سولې.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: لا هم د سرغړونکو کارکوونکو نوملړ نه دی راسپارل شوی
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون لاهم د خپلو هغو کارکوونکو نوملړ چې په ټاکنیزو درغلیو او سرغړونو کې لاس لري د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته نه ده سپارلی.
پر امام صاحب د طالبانو برید په شا تنبول شوی- دفاع وزیر
د افغانستان دفاع وزارت وايي وسله والو طالبانو د امام صاحب په ولسوالۍ باندې برید کړی چې یو سرګرو او ۱۴ نور غړي یې وژل شوي دي.
لوګر کې چورلکه لوېدلې؛ دوه امریکايي سرتیري وژل شوي
په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ویلي، په لوګر ولایت کې د چورلکې لوېدو له کبله دوه امریکايي سرتېري وژل شوي. طالبانو ادعا کړې، چې لوګر کې یې د امریکايي ځواکونو شینوک الوتکه غورځولې، چې په وینا یې لسګونه امریکايي او د افغان صفر یو قطعې سرتېري پکې وژل شوي. خو امریکایان وايي، چورلکه د وسله والو برید کې نه ده غورځېدلې.
افغانستان کې د هلیکوپټرې لوېدو پېښه کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي
د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، نن چهارشنبه د «نومبر پر ۲۰مه»په افغانستان کې د یو پوځي هلیکوپټرې د لوېدو پېښه کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي دي.
"د بلخ ځینو سیمو کې روغتیايي خدمات په نشت حساب دي"
د بلخ په ولسوالیو کې خلک له روغتیایي مرکزونو او ښځینه ډاکترانو محروم دي.
د ماشومانو د خوندیتوب ټولنه: افغان ماشومان د باندې وتلو نه ویره لري
د دغې نظر پوښتنې نه دا څرگندیږي چې د ماشومانو مورپلار په سختې ویرې کې ژوند ترسره کوي
د سپینې ماڼۍ چارواکی وایي ټرمپ د اوکرین نه "ناسمه" غوښتنه کړې
د سپېنې ماڼۍ یو چارواکي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح په ترڅ کې په خپلې شاهدۍ کې ویلي دي چې د اوکرین د حکومت نه د ټرمپ غوښتنه (ناسمه) وه.
د پرویز مشرف خلاف د غدارۍ د قضیې پریکړه شوې
د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پرویزمشرف خلاف د وطن سره د غدارۍ د قضیې پریکړه به د نومبر په ٢٨ نیټه اعلان شي.
جنرال دوستم: د غني دېکتاتورۍ ته له تسلیمېدو مرګ ښه دی
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د سې شنبې پر ورځ پر ولسمشر غني سختې نیوکې وکړې او ګواښنه یې وکړه چې که ولسمشر خپل چلن کې بدلون را نه ولي، نو پایلې به یې د افغانستان لپاره ښې نه وي.
له هرو دریو افغان ماشومانو دوه یې ځان خوندي نه احساسوي - سروې
د ماشومانو د ساتنې ادارې یا"سیف د چلډرن" په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه په یوه تازه سروې کې دا موندلې چې له هرو دریو ماشومانو څخه دوه یې ځان مصؤن نه احساسوي.
پمپیو: هیله ده د زندانیانو خوشې کیدل د جګړې ختمېدو ته لار پرانیزي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله ښودلې ده چې د بندیانو تبادله به افغان سولې او د جګړې ختمېدو ته لار پرانیزي.
که سکس ونکړئ، په کومو ستونزو اخته کیږی؟
سکس یا جنسي اړیکې د انسانانو د گډ ژوند د عمده اړتیاو څخه ګڼل کیږي چې نشتوالی او کموالی یې د یو لړ روغتیایي او ټولنیزو ستونزو سبب کیدی شي.