ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


"سعودي د کم عمره مجرمانو اعدام ختم کړ"

د سعودي د انساني حقونو کمېسون وایي، دغه هېواد به له دې وروسته هغو کسانو ته د اعدام سزا نه ور کوي چې په کم عمر یې جرم کړی وي. دا کمېسون د پاچا سلمان د فرمان په استناد دا خبره کوي او له دې اعلان دوه ورځې مخکې سعودي وویل، دورې وهل منع کوي.

27.04.2020 BBC

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۳ میلیونو ته رسېدلی

له کرونا د مړو شمېر بیا د دوه لکو او شپږو زرو له بریده اوښتی او د هغو چې درملنه شوې شمېر اته لکه او ۷۵ زرو ته رسېږي.

27.04.2020 ازادي راډیو

د افغانستان کار وزارت د بې کارۍ زیاتېدو ته اندېښمن دی

په افغانستان کې د کرونا وېروس له پراخېدو سره د دغه هېواد د کار وزارت وايي، د بې کارۍ د کچې لوړېدو ته اندېښنه لري. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم ویلي، په دغه هېواد کې کوچني او منځني کاروبارونه تر ۸۰ سلنه زیانمن شوي او حکومت ته پکار ده چې په بدیلو لارو غور وکړي.

27.04.2020 BBC

سعودي عرب د کم عُمره مجرمانو دپاره د مرګ سزا لغوه کړه

سعودي عرب پس له هغه چې په دُرو یا کوړو وهلو سزاگانې یې بندې کړلې، د اتوار/یکشنبې په ورځ یې د کم عمره مجرمینو د اعدام یا مرګ سزاګانې هم ختمې اعلانې کړلې. دغه اصلاحات د سعودي عرب د شهزاده ولیعهد محمد بن سلمان د هغو کوششونو یوه بله څرګندونه ده چې هغه غواړي د سخت دریځه وهابي اسلام تر اثر رسوخ لاندې سعودي عرب بدل کړي او ماډرنه څهره ورکړي. د سعودي عرب د بشري حقونو د کمېشن مشر عواد العواد په یو بیان کې د شاهي فرمان په حواله ویلي، د هغو کسانو د اعدام یا تیزندۍ کېدو سزاګانې لغوه شوې کوم چې د جرم ترسره کولو په وخت کې ماشومان حسابېدل. العواد زیاته کړې: "دا کسان به اوس د اعدام په ځای، د اوږده قید سزا وګوري، هغه هم چې له لسو کالو زندان نه زیات نه وي." تمه ده چي د سعودي عرب د دغه شاهي حکم په بنیاد، کم تر کمه د هغو شپږو شیعه نارینه و د مرګ سزا هم لغوه شي کوم چې د مرګ سزا ورته ټاکل شوې وه. په دغو کسانو تور لګېدلی کله چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کښته و، نو د حکومت ضد مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارکنانو تېر کال له سعودي عرب نه په ټینګار وغوښتل چې د دې کسانو د مرګ سزا دې وځنډوي. د سعودي عرب د بشري حقونو د کمېشن مشر عواد العواد وایي: "دا د سعودي عرب دپاره یوه مهمه ورځ ده. دا حکم نامه مونږ سره مرسته کوي چې د سزاګانو یو ماډرن تره کوډ جوړ کړو." سعودي عرب د نړۍ یو له هغو ملکونو ځینې دی چې د مرګ سزاګانې پکې خورا ډېرې عملي کیږي او هغه کسان چې د مرګ سزا ورته ورکول کیږي، یا د ترهګرۍ، قتل، جنسي زورزیاتي، وسله واله غلا، او یا د مخدره موادو د قاچاق په کېسونو کې نیول شوي وي. یوازې په تېر ۲۰۱۹ کال کې، د سرکاري شمېرو تر مخې، سعودي عرب کم از کم ۱۸۷ کسان اعدام کړل. د ۲۰۲۰ کال د جنوري میاشتې راهیسي بیا تر اوسه ۱۲ کسان په سعودي عرب کې اعدام شوي دي. تر دې وړاندې، د سعودي عرب سپریم کورټ اعلان وکړ چې نور به په دې هېواد کې هیڅ یو مجرم ته د کوړو یا دُرو سزا نه ورکول کېږي. د سعودي د بشري حقونو سرکاري کمېشن د شنبې- خالي په ورځ‌ په یوه بیان کې مجرم ته په کوړو د وهلو د سزا ختمول د سعودي د باچا سلمان بن عبدالعزیز او د هغه د زوی ولیعهد محمد بن سلمان د حکومت له خوا یو لوی پرمختګ بللی دی. د بشري حقونو نړیوال تنظیمونه وخت په وخت په سعودي کې مجرم ته د کوړو ورکولو سزا غندنه کوي، خو وایي اوس هم په دې هېواد کې هغو کسانو ته د مرګ سزا ورکول کېدای شي چې د حکومت د تګلارې خلاف نظر ولري، وایي دا د بنیادي بشري حقونو خلاف کار دی. د بشري حقوقو د څار نړیوالې ادارې یا هيومن رایټس واچ د سعودي د حکومت د دې ګام هرکلی کړی دی. د دې ادارې یوه مشر ایډم کوګل ویلي، دا کار باید ډېر مخکې لا شوی وای، وایي اوس نو د سعودي د عدالتي نظام- چې له انصافه لرې دی- د اصلاحاتو په مخکې هیڅ خنډ پاته نه دی.  

27.04.2020 ډیوه

خلیلزاد: افغانان دې اختلافات یوې خوا ته کېږدي او له کرونا سره دې مقابله وکړي

امریکا یوځل بیا له افغان مشرانو او طالب یاغیانو غوښتي چې د کروناوایرس وبا سره د مقابلې دپاره دې خپل منځي اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او جنګ و تشدد دې بند کړي. د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ټویټر له لارې افغانانو ته د روژې د رارسېدو له امله مبارکۍ ورکړې او تر څنګ یې په دې پیغامونو کې له حکومت او طالبانو غوښتي چې د بندیانو د خوشې کولو پروسه دې تېزه کړي. خلیلزاد ویلي چې روژه، ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ته یوه موقع ده چې "د خپلو ګټو پر ځای د هېواد ګټو ته لومړيتوب ورکړي". د خلیلزاد اشاره د ولسمشر غني او پخواني اجراییه رئیس عبدالله سیاسي لانجو ته ده چې د انتخاباتو وروسته راپیدا شوي او تر اوسه هوارې شوي ندي. د امریکا استازي دا هم لیکلي چې روژه د طالبانو دپاره یوه موقع ده چې ډزبندي پکې وکړي.  خلیلزاد دا هم ویلي چې دواړه خواوې باید د دواړې خواوې باید د بندیانو خلاصون چټک کړي. د COVID-19 پر خلاف جګړه دې ته فوریت ورکوي او د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو په ګډون، د سولې له بهیر سره هم مرسته کوي. په افغانستان کې تر اوسه د کروناوایرس 1531 کېسونه مخې ته راغلي او په دې مرض کم از کم پنځوس تنه مړه شوي دي. افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی چې د صحت سیسټم یې دمخه لا زیانمن پاته شوی و. له خلیلزاد نه وړاندې، افغان حکومت، د اسلامي کنفرانس غړو هېوادونو او نېټو هم په طالبانو غږ کړی و چې د کروناوایرس وبا سره د مقابلې دپاره دې تشدد نه لاس واخلي. مګر طالبانو د اتوار/یکشنبې په ورځ د یو بیان په خپرولو سره، د ډزبندۍ دپاره ټولې داخلي او خارجي غوښتنې ردې کړلې او ویې ویل چې دوی به د روژې په میاشت کې ډزبندي نه کوي. د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ ۲۹مې نیټې لوظنامه، د افغانستان د جنګ د ختمولو یوازینۍ لاره ده. د طالبانو ویاند زیاته کړه چې د دې لوظنامې له مخې، په لسو ورځو کې باید زرګونه طالبان له زندانونو راخوشې شوي و او د مارچ په لسمه باید بین الافغاني مذاکرات پیل شوي و، چې دا کار ونشو. که څه هم افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ لوظنامې کې شامل نه و، خو اوس طالبان پر افغان حکومت دا تور لګوي چې د لوظنامې د عملي کولو مخه نیسي او د طالب بندیانو په راخوشې کولو کې ځنډ او خنډ پېښوي. خو بل اړخ ته د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د اتوار/یکشنبې په ورځ ویلي چې افغان دولت ټول لازم اقدامات ترسره کړي او د جنګ ختمولو ته ژمن دی.  صدیقي زیاته کړې چې طالبانو په دې وروستیو کې پر خلکو او حکومتي قواوو باندې خپلې حملې زیاتې کړي او د روژې په میاشت کې یې د ډزبندۍ دپاره د ټولو غوښتنې هم رد کړي نو دا څرګندوي چې طالبان نه غواړي تشدد راکم کړي. یاده دې وي چې افغان حکومت تر اوسه په څو جوپو کې، ۵۵۰ طالبان له زندانونو آزاد کړي دي او وایي چې که طالبان تشدد راکم کړي او مذاکراتو ته حاضر شي، نو د طالب زندانیانو د آزادېدو لړۍ به همداسې روانه وي. طالبانو بیا ۶۰ تنه بندیان، د پوځیانو او پولیسو په نوم خوشې کړي، مګر افغان حکومت وایي چې اکثره دغه کسان غیرپوځیان و چې طالبانو د عسکرو په نوم خوشې کړل. طالبانو په وروستو کې په بیلابیلو ولایتونو کې خپلو حملو ته زور ورکړی او یوازې په همدې تېره هفته کې یې له سلو زیات افغان عسکر وژلي دي.

26.04.2020 ډیوه

د مشېگن مسلمان ډاکټران

د مشېگن مسلمان ډاکټران

26.04.2020 امریکا غږ

د صحت پوهان: په خیبر پښتونخوا کې د کرونا وایرس د مړینې لوړې کچې علت د ناروغانو په وخت سره روغتونونو ته نه رسیدل دي

 د روغتیا پوهان وايي څومره چې د کرونا وايرس زيات ټيسټونه وشي هغه هومره په دې رنځ قابو بيا موندلې شي

26.04.2020 ډیوه

د مشیگن مسلمان ډاکټران له کرونا سره په مبارزه بوخت دي

نن سبا تقریبا ټوله امریکا د کرونا له وبا سره په مبارزه اخته ده. له دې غېرمرئي دښمن سره په مقابله کې ډاکټران د سنگر په اول خط کې ولاړ دي.

26.04.2020 امریکا غږ

کورونا وېروس: اسپانیا کې ماشومانو ته د بهر وتلو اجازه؛ او د نورې نړۍ حال

په نړۍ کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر له دوه لکو اوښتی. لومړۍ مثبته پېښه د تېرې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه ثبت شوې وه. په ورپسې ۹۰ ورځو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ یو لک کسان مړه شول. خو د وېروس د چټک خپرېدو له امله یوازې په تېرو ۱۶ ورځو کې په ټوله نړۍ کې سل زره نور کسان له دې ناورغۍ مړه شوي

26.04.2020 BBC

د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

26.04.2020 امریکا غږ

د خېبرپښتونخوا د ماربلو کارخانه دار بې له سوده قرضې غواړي

د خېبرپښتونخوا د ماربلو د کارخانو مالکانو غوښتنه کړې چې حکومت دې دوی ته بې له سوده د دوو کالو د مودې لپاره قرضې ورکړي. په دې اړه د خېبرپښتونخوا د ماربلو د کارخانو د سازمان صدر اصغرخان اتمانخېل وايي، د لاک ډاون له امله دوی ته د بجلۍ د بلونو او پېسو د واپسۍ له امله زيان رسېدلی، چرته چې دوي ماربل استوي له هغه ځایه دوی ته کومې پېسې نه راځي او که دوی ته دغه قرضې ترلاسه شي نو د پېسو زيان قابو کېدلی شي.   دا په داسې حال ده چې په نړۍ کې د تېلو د نرخونو کمېدو او د کرونا وبا له امله اقتصاد ته د زیان وروستو د وزيراعظم له خوا جوړه ځانګړې کميټۍ هڅه کوي چې د سود په شرح - کچه کې نور کمی راولي، او په نړیوال مارکیټ کې د تیلو په بیو کې د کموالی ګټه عام وګړی ته ورسوي. د وزيراعظم د خزانې سلاکار ډاکټر حفيظ شېخ په مشرۍ کې د کمېټۍ په غونډه کې غړي په دې سلا شوي چې د بهر هېوادونو نه راتلونکې پېسې زياتول، زراعتو ته د ودې ورکولو، لويو کاروبارونو ته د قرضې ورکولو په مد کې ګټې رسولو او جنرل سېلز ټېکس يا جي اېس ټي د ۱۷ فيصده نه پينځه فيصده ته راولي. دغه کمېټۍ ويلي، دوي هڅه کوي چې په نړيوال مارکيټ کې د تېلو د بيو کمېدو ګټه اولس ته ورسوي. د ذکر وړ ده چې دا وخت په نړیوال مارکیټ کې د یو بېرل د خام تیلو- برېنټ کروډ ائل بيه ۲۱ ډالرو ته راکمه شوې ده.   د خېبرپښتونخوا په مردان خارکید پټروليم اېسوسي اېشن مشر اخترنواز وايي، د نړيوال مارکټ ترمخه که حکومت د پټرولو يو لټر په ۵۰ روپۍ کړي نو اولس ته به هم ګټه ترلاسه شي.   نوموړی وايي، دا وخت ۳۷ روپۍ حکومت په يو لټر کې اخلي او دا چې په څومره پېسو دوي ته تېل ورکول کېږي، دا ټولې پېسې د ټېکس په شکل کې حکومت ته ځي. روانه مياشت د پاکستان مرکزي بېنک د سود شرح ۹ فيصده ته راکمه کړې وه او ويلي يې وو چې د کرونا وايرس له امله معيشت د بې باورۍ سره مخ دی او په مالي کال ۲۰۲۰م کې د اقتصادي پرمختيا شرح يو اعشاريه پينځه فيصده ته د کمېدو اندېښنې زياتې شوې دي. ماهرين هيله څرګندوي چې د می په مياشت کې به مرکزي بېنک د ۱۰۰ - ۳۰۰ پواينټونو کمی راولي او د سود شرح به شپږ فيصده ته را کښته کړي.    

26.04.2020 ډیوه

د مولانا دعا کې په ښځو د کرونا وبا الزام ښځو پرضد تشدد لا زیات کړي ، پوهان وایي

سياست مداره بشری ګوهر د مولانا د دې بيان پحقله وائي چې دې سره به په کورونو کې تشدد نور هم سېوا شي او د دې زور به په ښځو باندې پرېوځي

26.04.2020 ډیوه

چین له جرمني‌ غوښتي د کرونا په اړه یې اقدامات وستایي

په برلین کې د چین سفارت ځینو دپلوماتانو د جرمني‌ چارواکو څخه غوښتي دي چې د کرونا د وبا سره د چین د مبارزې په اړه مثبتې اعلامیې خپرې کړې.

26.04.2020 امریکا غږ

نیویارک درملتونونو ته اجازه ورکړې چې د کرونا معاینات وکړي

د نیویارک والي وایي ددې ایالت اوسیدونکي به ډیر ژر وکړای شي چې د کووید۱۹ د تشخیص معاینې په درملتونونو کې وکړي.

26.04.2020 امریکا غږ

څومره وخت کې له کورونا وېروس بېرته رغېدلی شئ؟

له کورونا وېروس بېرته رغېدنه په دې پورې اړه لري چې دې وېروس پر تاسې څومره اغېز کړی، یا په بله مانا څومره یې ناروغه کړي یاست. ځینې کسان په چټکۍ سره له دې وېروسه رغېږي، خو د ځینو نورو لپاره دوامداره ستونزې پیدا کولی شي.

26.04.2020 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more