ترکي او سعودي عرب د یو بل د خبرونو وېب پاڼې بندې کړي دي
په کال ۲۰۱۸ کې په استنبول کې د سعودي عرب په قونصلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژل کېدو وروسته د ترکي او سعودي عرب ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی
افغان سیاسي کړکېچ: ثبات او همپالنې ډله کې "د نظر اختلاف" پیدا شوی
په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ د هواري په موخه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې مهمو مشرانو ترمنځ د تګلارې پر سر خپلو د نظر اختلاف پیدا شوی، او له همدې کبله دوی تر اوسه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي
د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
شمالي افغانستان کې په جګړه کې د ځايي پوځ ۱۷ عسکر وژل شوي دي
په عین حال کې د افغانستان په بلخ ولایت کې مامورینو وویل د خالي، شنبې، په ورځ په شولګره ولسوالۍ کې د طالبانو په حمله کې د ځايي امنیتي ځواکونو نهه کسان وژل شوي او اووه نور یې زخمیان کړي دي
ایران د ښارونو ترمنځ د لویو لارو او سوداګریزو مرکزونو پرانیستل پیل کړل
د لویو لارو او سوداګریزو مرکزونو له پرانیستو د ایران موخه دا ده چې د دې هېواد هغه خراب اقتصادي وضعیت ورغوي چې هم د کرونا ویروس خپرېدو او هم د امریکا بندیزونو ځپلی دی.
آیا د کرونا څخه روغ شوي بیا په کرونا اخته کېدای شي؟
د کووید۱۹ په اړه د زیاتو معلوماتو د نشتوالي په برخه کې یو هم ددې ویروس په وړاندې د انسان د معافیتي یا ایمني سیستم د غبرګون څرنګوالی دی چې د دغه ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.
کرونا سره مبارزه؛ نړیوال بانک افغان حکومت ته ۲۰میلیون ډالر ورسول
نړیوال بانک وايي په افغانستان کې د کرونا ویروس سره د بېړنۍ مبارزې لپاره یې افغان حکومت ته ۲۰میلیون ډالر ور ورسول.
د لاک ډاون په مهال پاکستان کې د تېلو طلب کم شوی
د تېلو درامد د تېرو څو مياشتو راهسې د کمي ښکار و خو چې کله داسې لاک ډاون شوی دی نو عام ټرانسپورټ هم بند دی، چې له عمله يې د تيلو په طلب د يو اندازې تر مخه شپېته نه واخله تر اويا فيصده پورې کمي راغلی دی
ري ایجنټ څه شی دی او ولې د کرونا ویروس معاینات ځنډوي؟
ري ایجنټ د هر ډول کیمیاوي معایناتو د یوې مهمې برخې لپاره یوه ظریفه کلمه ده، يعنې په معایناتو کې کارېدونکي هر ډول غیر عضوي محلولونه، انزایمونه، د تحقیق الات او لومړني مواد.
امریکا کې د کرونا له کبله د مړو شمېر تر ۴۰زرو واوښت
د کروناویروس د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله د امریکا په متحدو ایالتونو کې کې ډېر کسان مړه کړي.
پکتیکا: دوزیرستان کډوالو په موټرماین چاودنه کړې،۵ تنه کډوال وژل شوي
پکتیکا اوخوست ډیورنډ کرښې ته څیرمه دافغانستان هغه ولایتونونه دي چې په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ میلادي کال پرمهال د ضرب عضب عملیاتوله امله زرګونه متاثره شوي کورنۍ په کې د کډوالۍ ژوند مخ ته وړي
کورونا وېروس: د پخوانیو ناروغانو وینه د درملنې لپاره ازمایل کېږي
برتانیا له کورونا وېروسه د رغېدلو کسانو له وینې پر کوویډ-۱۹ د اخته کسانو د درملنې لپاره کار اخیستلو ته چمتووالی نیسي.تمه ده چې له کوویډ-۱۹ رغېدلو کسانو په بدن کې له شته انټي باډي څخه د نورو کسانو په رغولو کې کار واخیستل شي.
په کاناډا کې په یو وسله وال برید کې ۱۶ تنه وژل شوي
په کاناډا کې چارواکي وایي یو وسله وال چې د پولیسو جامې یې په تن وې د نووا سکوشیا په ایالت کې ۱۶ تنه په ډزو وژلي دي.
په نړۍ کې د کورونا لاک ډاون د نرمولو هڅې پیل شوي
واشنګټن: په ګرده نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۲۴ لکه او ۲۰ زرو څخه زیات شوی او پرې مړه شوي کسان له شاخوا ۱۶۶۰۰۰ څخه اوختي دي. تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد امریکا ده چېرې چې په کرونا د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۰۵۰۰ څخه اوختی او پرې اخته کسان نږدې ۷۶۵۰۰۰ ته رسېدلي دي. په امریکا کې د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې په نیویارک کې رپوټ شوي چې شمېر یې نږدې دوه نیمو لکو ته رسېږي او یواځې په همدې ایالت کې په کرونا باندې له ۱۸۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي. بل پلو د نړۍ ګڼ هېوادونه په احتیاط سره د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګېدلي لاک ډاون د نرمولو هلې ځلې پیل کړي. که څه هم د ولسمشر ټرمپ ادارې د امریکا د بیا پرانېستلو اعلان کړی خو په امریکا کې کاروبارونه او ښونځي لا تړلي دي چې له امله یې په ځینو ځایونو کې خلکو لاریونونه هم کړي دي. ټرمپ پلوو وړو ډلو د امریکا په بیلا بیلو برخو کې لاریونونه کړي او ویلي یې دي چې د دوی د کاروبارونو تړل په اساسي قانون کې د دوی له حقونو څخه سرغړونه ده. د امریکا د ځینو ایالتونو والیانو ویلي، چې ځینې ایالتونه لا تر اوسه هم له بیا پرانېستلو څخه ډېر لېرې دي خو ولسمشر ټرمپ د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، چې خلک لاریونه کوي او والیان د محدودیتونو پر دوام ټینګار کوي خو حکومت به د بیا پرانېستلو پرېکړه کوي. د مېرېلنډ والي وايي، مونږ خلکو او والیانو ته ګډ وډ پیغامونه استوو او له واشنګټن څخه ډیموکراټ جې انسلې وايي، د ټرمپ لخوا د ایالتونو د بیا پرانېستلو خبره خطرناکه ده. په جرمني کې چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ د ځینو وړو دوکانونو بیا پرانېستلو ته اجازه ورکړې خو تر اوسه یې هم د ټولنیز واټن ساتلو مسله په پام کې نیولې. په هسپانیه کې لا له مخکې څخه د کارخانو او ابادۍ کارونو ته اجازه ورکړل شوې وه او په ایټالیا کې هم ځینې واړه کاروبارونه پرانېستل شوي دي. په البانیا کې د ګل په ورځ په سلګونو واړه کاروبارونه پرانیستي وو. د کب نیولو کښتیو او د خوړو تولیدونکو کاروبارونو ته به هم د پیلېدو اجازه ورکول کېږي. په سریلانکا کې له دریو څخه په دوه برخه هېواد کې لګېدلې کرفیو لېرې کړای شوې ده او په پام کې ده چې په پاتې نورو برخو کې به هم د شورو یا چهارشنبې په ورځ لاک ډاون نرم کړای شي. په ناروې کې د ګل یا دوشنبې په ورځ زده کونکي ښونځیو ته تللی او ټاکل شوې ده چې په ډنمارک کې زده کونکي د شورو یا چهارشنبې په ورځ ښونځیو ته ولاړ شي. د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس وايي، دی د هېوادونو لخوا د ټولنیزو محدودیتونو په لېرې کولو باندې خوښ دی خو خبرداری یې ورکړی چې د بیا پرانیستلو لړۍ باید په احتیاط سره په بیلا بیلو پړاونو کې ترسره شي. نیوزیلنډ د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی پلان لري چې د یو میاشتني لاک ډاون څخه به د اپرېل په ۲۷ نېټه راوځي. لومړۍ وزیرې جسینډا اردرن وویل، ځینې محدودیتونه به د دوو اونیو لپاره نرم کړای شي او د هغې حکومت به د حالاتو ارزونه کوي چې ایا نورو کارونو ته هم اجازه ورکړي او که نه؟ د جنوبي کوریا چارواکو د ځینو محدودیتونو له لېرې کولو وروسته د احتېاط غوښتنه کړې. په دغه هېواد کې د کورونا په نویو پېښو کې کموالی راغلی. ولسمشر مون جې ان وویل، "مونږ به تر هغې پورې دفاعي حالت نه پرېږدو تر څو د کورونا وروستی ناروغ هم جوړ شوی نه وي. د برتانیې چارواکو ویلي، د اپرېل په اومه نېټه به په هېواد کې ځینې محدودیتونه نرم شي خو بارونه او رسټورانټونه به تړلي وي. د زیمبابوې ولسمشر ویلی، کانونه او کارخانې به بیا پرانېستل کېږي خو لاک ډاون یې دوه اونۍ نور هم اوږد کړی دی.
ناټو له افغان حکومت او طالبانو د بندیانو ژر تر ژره خوشې کول غواړي
نیکولاس کې د افغان سولې پروسې څخه د ملاتړ او هرکلي ترڅنګ تازه ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي چې طالبان او افغان حکومت باید ژر تر ژره له دوی سره بندي زندانیان خوشې کړي.