په امریکا کې د یو صدر نه بل صدر ته د واک اختیار انتقال څنګه کیږي؟
په سرښار واشنګټن ډي سي کې جنرل سروسز اېډمنسټرېشن نومې حکومتي ادارې ویلي د اقتدار د انتقال دپاره پېسې او نور وسایل ودرولي دي ترڅو په صدارتي انتخاب کې د یو امیدوار بریا نه وي معلومه شوي. صدر ډانلډ ټرمپ په انتخاب کې ماتی نه دی منلی او د ووټونو په شمېر ک یې د درغلۍ الزام لګولی دی
د کېپټن صفدر نيول، د پوليس مشر په پېښه کې ککړ د رېنجرز او ايي اېس ايي افسران د چوکو څخه لرې کړی شوي
د پاکستان پوځ ویلي، د کراچۍ په پېښه کې ککړ د رېنجرز ځواک او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي چارواکي د چوکو څخه لرې کړی شوي دي.
ملي امنیت د هند نیمه وچې لپاره د القاعده د دریم مشر د وژل کېدو خبر ورکړ
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په دغه هیواد کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شکبې د یوه مشر د وژل کېدو خبر ورکړ.
د برما د پارلماني انتخاباتو په۱۱ سوو کاندیدانو کې ۲ مسلمانان دي
تقریباً پنځه کاله کیده چې د برما په پارلمان کې هیڅ مسلمان وکیل نه و خو دا ځل انتخاباتو ته دوه مسلمانان کاندیدان دي.
د هند د کرکټ د غوره لیګ فاینل لوبه نن کیږي
د سږکال د هند د غوره لیګ، آی پي ایل سیالۍ چې د سپټمبر په نولسمې پیل شوې وې، وروستۍ یا فاینل لوبه یې نن د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې کیږي.
عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې کرونا ویروس له نزولي حالت وتلی او پېښې زیاتې شوي
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په دې وروستیو کې د کرونا ویروس پېښې بېرته زیاتې شوې دي. د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور که څه هم ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې اوونۍ په پرتله دا اوونۍ کې پېښې کمې وې، خو په خبرهیې د دغه ویروس کچه له نزولي حالت نه وتلې. خو د درملو یو شمېر عمده پلورونکي وایي د تېر په پرتلهیې د روغتیایي وسایلو او درملو پلور کم شوی دی. د کابل خیرخانې سیمې پروان هوټل ته څېرمه چې د کابل ښار ډېری درملتونونه له دې ځای نه په عمده ډول درمل وړي، درمل پلورونکي وایي د څه موده مخکې بازار نهدی پاتې. دا چې ولې؟ عبید او منصور په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "مخکې چې کرونا زیاته شوې وه هغه وخت ماسک، دستکشې او دواګانې زیاتې پلورل کېدلې، اوس چې کرونا په کمه کچه ده او ماسکونه، دستکشې او دواګانې ارزانه شوې هم دي، له دې سره بیا هم خلک احتیاط نهکوي." "مخکې به ماسکونو، دستکشو، پرستامول، ویټامین ډي، امپولونو، کپسولونو او ځینو نورو انټي بیوټیکونو لکه ازیترومایسین او په وروستیو کې چې اعلان وشو چې ډیکسامیټازون ډېره ګټه کوي ډېر خلک به ورپسې راتلل، خلک هم هغه څه چې باید مراعتیې کړي نهمراعتوي، لکه ټولنیز واټن یا هغه څه چې باید وخوري چې د وجود مقاومتیې لوړ شي نهیې خوري." دوی وایي مخکې به د یو ماسک قیمت تر ۲۵ افغانیو و، خو اوس دا قیمت ۴ افغانیو ته راکښته شوی دی. که څه هم تر دې مهاله د کرونا ویروس لپاره د روغتیا نړیوال سازمان داسې درمل یا واکسین نهدي تأیید کړي چې په دغه ویروس باندې د اخته کسانو درملنه وکړي، خو دغه سازمان، د افغانستان عامې روغتیا وزارت او روغتیا پالان خلکو ته وړاندیز کوي چې د مخنیوي لپارهیې باید روغتیایي وړاندیزونه په پام کې ونیول شي. د ماسکونو کارول، ټولنیز واټن په نظر کې نیول، د مایعاتو خوړل، له ګڼې ګوڼې لیرې اوسېدل او ورته نور مسایل هغه څه دي چې د روغتیا پالانو په خبره کولای شي د دغه ویروس د لا خپراوي مخه ونیسي. بلخوا د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له نزولي حالت نه وتلی او هره ورځیې پېښې ثبتېږي. د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور ازادي راډيو ته وویل، له ۳۵مې اوونۍ راهیسې د دغه ویروس د مثبتو پېښو شمېر بېرته زیات شوی. هغه زیاته کړه: "له ۳۵مې اوونۍ نه وروسته پېښې په اضافه کېدو شوې دي، تېره اوونۍ ۴۴مه اوونۍ وه، نو په دغه اوونۍ کې چې اووه ورځې کېږي ۶۰۸ مثبتې پېښې مو درلودلې، که دا پېښې له ۴۳مې اوونۍ سره پرتله کړو، نو پېښې په دې اوونۍ کې کمې شوې دي چې هغه مهال مو مثبتې پېښې ۷۳۸ پېښې وې، خو بیا هم باید زموږ ټول هېوادوال زیات احتیاط وکړي." د عامې روغتیا وزارت په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۹۴ مشکوکو پېښو سمپلونه اخیستل شوي چې ۱۳۸ یې مثبت وو. دغه وزارت دا هم وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي دي. په دې سره تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې ۴۲،۲۹۷ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۱،۵۷۴ کسان مړه شوي دي.
امریکا د چین په ۴ نورو چارواکو هم بندیزونه ولګول
د امریکا حکومت د چین د حکومت په هغو ۴ چارواکو بندیزونه ولګول چې په هانګ کانګ کې د چین د ملي امنیت د نوي قوانینو په تطیبق کې لاس لري.
افغانستان کې ۱۶۶ تنه نور په کرونا اخته شوي، درې مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۱۶۶مثبتې پېښې.
فاریاب:په امنیه قوماندانۍ موټري بمي چاودنه کې ۱۴کسان وژل شوي،۱۵ژوبل
امنیتي چارواکي وایي د افغانستان فاریاب ولایت کې په یوه موټري بمي چاودنه کې ۱۴کسان وژل شوي اؤ ۱۵نور ژوبل شوي دي دي.
شبرغان کې د ځینو فارغ التحصیلانو ورځنی ژوند
په شبرغان کې داسې ځوانان شته چې سره له دې چې لیک لوست یې زده دی خو بیا هم اړ دی چې بوټونه وګنډي. نور په راپور کې کتلی شئ:
پښتونخوا:نهر ته د رکشې اؤ ګړنګ ته دجیپ پریوتو پېښو کې نهه کسان مړه شوي
دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د رکشې نهر اؤ مانسهره کې دجیپ ګړنګ ته د غورځېدو پېښو کې دڅلورو میرمنو په ګډون نهه کسان مړه شوي دي.
دحکومتي جرګې له عذر وروسته ای این پي اسلام اباد ته خپل لاریون ختم کړی
دپاکستان حکومت پښتون ملت پاله سیاسي ګوند عوامي نیشنل پارټۍ ته جرګه ورلیږلې ده چې دکورنیو چارو د وزیر اعجاز شاه دڅرګندونو په ضد باید اسلام اباد ته دشورو په ورځ خپل کېدونکی احتجاجي لاریون ونه کړي .
پارک سینما شاید بچی وزېږوي او خپله د تاریخ کندې ته ګوزار شي!
د ازادي راډیو اوونیز "د ګوړې اچار" پروګرام کې به؛ لومړی څو ګډوډ خبرونه دراوروو چې سترګې مو خلاصې شي. ورپسې مو د کرونا د دوهمې څپې له تیاریو خبروو، هغه چې په یوه کور کې ورته نیول کېږي. او په پای کې مو د مقرریو له ازموینو خبروو. د دې خپرونې جوړوونکی محمد عارف ننګیار دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
فاریاب او هلمند کې موټر بم بریدونو ۱۹ تنه وژلي ۱۷ ټپيان دي
د فاریاب چارواکي وايي، د یاد ولایت په المار ولسوالۍ کې موټر بم برید ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستان کې په کرونا وایرس دمړو شوؤ کسانو شمېره 7000ؤ ته ورسېده
په تیرو څلېریشتو ساعتو کې په کرونا وایرس د ۲۳ؤ نورو کسانو دمړینې سره پاکستان کې په دغه وایرس دمړو شوؤ کسانو شمیره اوؤ زرو ته رسېدلې ده.