اذربایجان: د شوشا ښار مو ونیو، ارمنستان: جګړه لا هم روانه ده
اذربایجان د ارمني جلاغوښتونکو څخه د شوشا ستراتیژیک ښار د نیولو ادا کړې ده، خو ارمنستان وایي چې د قره باغ د سیمې په دغه ښار کې جګړه لا هم روانه ده.
د امریکا له نوي حکومت څخه افغانستان څه تمې لري؟
د امریکا په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جو بایډن د بریا له اعلان سره هممهاله، افغان حکومت تمه ښودلې چې امریکا به افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.
میاخېل: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل باید با مسوولیته وي
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د امریکا له نوي ولسمشره غوښتنه دا ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونه وتل باید با مسوولیته وي. هغه وايي، دا نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ غوښتنه هم ده. اجمل تورمان له ښاغلي میاخېل سره مرکه کړې:
بایډن: د امریکا وګړي به سره یوموټی کړم
پخوانی مرستیال ولسمشرجوبایډن چې د امریکا د ولسمشرۍ د نومبر د دریمې انتخابات یې ګټلي، وایي، یوداسې ولسمشربه وي چې خلک به سره جلا نه بلکه یوموټی کړي. بایډن وروسته له هغې چې امریکایي رسنیو نوموړی د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ، خپلو ملاتړوته وینا وکړه.
د افغانستان ښځینه کرکټ لوبډلې ته ۲۵ لوبغاړې غوره شوي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په نیږدې راتلونکې کې به د دغه هېواد د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې جوړېدو لپاره ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره تړونونه وکړي.
ځوانان څنګه له ناهیلیو ځان خلاصولای شي؟
په دې وروستیو کې ځوانان د ناهیلۍ خبرې ډېرې کوي. عامل یې د دوی شخصي ستونزې که د وطن عمومي وضېعت دی؟ د ځوانانو د ناهیلو پایلې څه کېدای شي؟ اځوانان څنګه له ناهیلیو ځان خلاصولای شي؟ «تاندې څانګې» د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې یې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د څلور بجو او د یکشنبې د ورځې په سهار د اتو بجو په خپرونه کې خپرېږي. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
جوبائیډن:داختلافاتو په هیرولو به امریکا نړۍ کې د درناوي وړ هیواد جوړؤ
دامریکا صدارتي ټاکنو کې په غیر رسمي ډول بریالي اعلان کړل شوي جوبائیډن خپله لمړۍ وینا کې ویلي هغه به خلک ویشي نه بلکې رایوځائ کوي به یې اؤ امریکا به ټوله نړۍ کې یو ځل بیا د درناوي وړ هیواد جوړوي.
افغانستان کې ۱۲۶ تنه نور کرونا نیولي، شپږ تنه مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۱۲۶ثبتې پېښې ثبت شوي او شپږ کسان مړه شوي دي.
افغانستان دمولانا سیمع الحق د زوئ په څرګندونو دپاکستان سفارت ته اعتراض کړی
دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت دپاکستان دجمعیت علماء اسلام (سمیع الحق) ډلې دمشر حامدالحق دهاغو څرګندونو غندنه کړې چې افغان دولت نه یې طالبانو ته دتسلیمیدو غوښتنه کړې اؤ په دغو څرګندونو یې دپاکستان سفارت ته اعتراض کړی دی.
کوهاټ:دټنګ ټکور محفل کې په ډزو پینځه کسان وژل شوي، درې ژوبل
دکوهاټ دکینټ پولیس تاڼې مشر یا ایس ایچ او قسمت خان رسینو ته ویلي د ډزو دا پېښه تیره شپه دکوهاټ په کاغزئ سیمه کې هغه مهال رامخته شوې ده چې د مجاهد نوي یو سړي په حجره کې دټنګ ټکور محفل روان ؤ.
ولسمشر غني جو بایډن ته د بریا مبارکي ویلې
ولسمشر محمد اشرف غني جو بایډن او کاملا هریس ته د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالي کېدو مبارکي ویلې ده.
جوبائیډن ته دعمران خان ،اشرف غني،مودي اؤ نورو نړیوالو مشرانو مبارکي
دپاکستان وزیراعظم عمران خان، دافغانستان ولسمشر اشرف غني،دهند وزیراعظم نریندرا مودي اؤ دنړۍ نورو یو شمیر مشرانو دخپلو مبارکیو په پیغامونو کې امریکا سره په ګډه کار کولو ته لیوالتیا ښودلې ده
بایډن: د یووالي هڅه کې یم نه د وېشلو، د امریکا د پیوستون وخت دی
جو بایډن وروسته تر هغه چې د امریکا متحده ایالاتو د نوي ولسمشر په توګه معرفي شو، پخپلې لومړنۍ وینا کې د امریکا خلکو ته خطاب کې وویل.
پاکستان کې نور ۲۵کسان په کرونا وایرس مړه شوي
پاکستان کې دکرونا دمخنیوي دچارو مرکز پخپلو تازه شمیرو کې ویلي تیرو څلېریشتو ساعتو کې دکرونا وایرس د۱۴۳۶نوؤ پېښو مخې ته د راتلو وروسته په ګرد هیواد کې دکرونا دفعالو پېښو شمیره ۱۷۸۰۴ؤ ته رسېدلې ده اؤ تر اوسه پورې ۶۹۸۶کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.
افغانستان کې د زعفرانو د کښت ساحه پراخه شوې
د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې سږ کال دغه هېواد کې د زعفرانو د کښت ساحه زر هکټاره پراخه.