ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان: مخالفه ګوندونو د حکومت نه د افغانستان په اړه سپيناوی غوښتی

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد جوړ د مخالفه ګوندونو غورځنګ (پي ډي اېم) غوښتي چې د افغانستان او سيمې په حالاتو دې د پارلیمان ګډه غونډه راوبلل شي پارلیمان دې په ټولو حالاتو په اعتماد کې واخستل شي.

30.05.2021 ډیوه

افغانستان کې تازه ۹۲۹ تنه کرونا نیولي، ۲۵ نور مړه شوي

د افغانستان روغتیا وزارت په تېره شپه او ورځ کې د هیواد په ۱۹ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۹۲۹ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۲۵ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

30.05.2021 امریکا غږ

افغانستان د امریکا د مرستو له زیاتوالي هرکلی وکړ

د افغانستان له ځواکونو سره د متحده ایالاتو په مرستو کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو د زیاتوالي له اعلان وروسته د افغانستان حکومت د امریکا له دغه اقدام څخه هرکلی کړی دی.

30.05.2021 امریکا غږ

په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مهم کمانډر وژل شوی

پاکستاني مطبوعاتو ويلي، د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يو مهم کمانډر مفتي خالد په افغانستان کې وژل شوی دی.

30.05.2021 ډیوه

غني او حکمتیار په ځینو مسایلو هوکړه کړې

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، له ولسمشر غني سره په وروستۍ درې اړخیزه ناسته کې پر ځینو مسائلو هوکړې ته رسېدلی دی.

30.05.2021 امریکا غږ

پاکستان: ايي اېس ايي په جرنلسټ اسدعلي طور باندې په بريد کې لاس لرل رد کړي

د پاکستان استخباراتي ادارې انټر سروسز انټيليجنس (ايي اېس ايي) ويلي، په اسلام اباد کې په جرنلسټ او يوټيوبر اسدعلي طور باندې په بريد او تشدد کې يې لاس نه لرلو.

30.05.2021 ډیوه

امریکا په بلاروس بندیزونه لګوي 

د امریکا متحدو ایالتونو د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د حکومت په ضد یو لړ تنبیهي اقدامات اعلان کړل.

29.05.2021 امریکا غږ

د هند غوره لیګ سیالۍ په عربي متحده امارتو کې کیږي

د هند د کرکټ د غوره لیګ د ۲۰۲۱ سیالۍ چې د کرونا ویروس د خپریدو له وجې نیمګړې پاتې وې، د همدې کال د سپټمبر او اکټوبر په میاشت کې په عربي متحده اماراتو کې کیږي.

29.05.2021 امریکا غږ

محب: که پاکستان له ما څخه کوم رسمي شکایت وکړ ځواب به یې ورکړو

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وویل، دوی ته تر اوسه د هغه پاکستاني چارواکي خبره په رسمي توګه نه ده رسېدلې چې د رسنیو له خولې یي ویلي وو چې له حمدالله محب سره له دې امله ډپلوماټیکې او رسمي اړیکې نه پالي چې په ننګرهار کی یې د پاکستان پرضد توندې او له سپکاوي ډکې خبرې کړې دي. د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دغه څرګندونې د خالي یا شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې په کابل کې وکړې. د پاکستاني چارواکي له خولې دا هم ویل شوي وو چې دوی ته نور په سیاسي پریکړو کې د حمدالله محب حضورد منلو وړ ندی او د محب د وروستیو څرګندونو په اړه یې افغان حکومت ته د خپلې خواشینۍ پیغام هم رسولی. ښاغلي محب په خپلو خبرو کې وویل، دوی ته تر اوسه په رسمي ډول څه ندي استول شوي خو که دوی ته په رسمي ډول کوم څه وړاندې شول حکومت به یې ځواب ووایي. ښاغلی محب وایي د پاکستان څخه د دا ډول غیر دیپلوماتیک عمل توقع نلري. ښاغلی محب وایي" د پاکستان نه د دغه رقم غیر دیپلوماتیک عمل توقع نه کیږي، بیا هم همدومره وایو چې تر اوسه پورې خو دغه خبره بې نام او بې ګمنامه خبره ده چې کله یې نوم پیدا کړ او رسمیات یې پیدا کړل بیا به په هغه وخت کې ورته د افغانستان دولت ځواب ووایي، دیپلوماتیکې مرجع شته هغوی به یې ځواب ووایي." دا خبرې په داسې مهال کیږي چې  حمدالله محب څه موده وړاندې په ننګرهار کې د خپلو څرګندونو پر مهال پاکستان په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې تر شا بللی ؤ او د دغه هیواد پر سیاستونو او دوه مخي چلند یې سختې نیوکې کړي وې او پاکستان یې یو ځل بیا د طالبانو سره په همکارۍ تورن کړی ؤ. په افغانستان کې د سیاسي چارو څیړونکي پدې حساسو شرایطو کې د پاکستان دا ډول دریځ نیول د دواړو هیوادونو لپاره په ګټه نه بولي. د سیاسي چارو څیړونکی نجیب ازاد وایي تر دې مخکې هم د هیواد مشرانو پر پاکستان نیوکې کړې وې خو هغه وخت پاکستان لخوا دومره سخت غبرکون نه ؤ ښودل شوی خو د محب په خبرو چې دوی غبرګون ښودلی لامل یې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز سفر کیدلی شی چې کابل کې یې د ولسمشر سره په ځینو مسایلو باندې جدي بحث شوی او د افغان سولې په پروسه کې د همکارۍ ډاډ ورکول شوی دی. " لامل یې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز سفر کیدلی شي ځکه کله چې د پاکستان لوی درستیز کابل ته سفر وکړ خپله ولسمشر د اختر په لومړۍ ورځ وویل چې په ځینو مسایلو باندې جدي بحث شوی او پاکستان دوی ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به د افغانستان دولت سره مرسته کوي او پوره همکار به وي، دا پدې مانا چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یا د ښاغلي غني او باجوه تر منځ په ځینو توافقاتو بحث شوی او ځینې توافقات شوي ؤ،  نو د هغه نه وروسته دغه ډول څرګندونې زه فکر کومه چې پاکستان یې د هغو توافقاتو خلاف بولي چې د ښاغلي غني او د باجوه تر منځ شوي دي." څو کاله مخکې د امریکا حکومت هم د حمدالله محب سره د لیدنو او کتنو لړۍ هغه مهال درولي وه چې ښاغلي محب  ویلي ؤ، د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې خبرو په پیل کولو کې افغان حکومت کمزوری کړی دی. که څه هم افغان حکومتي چارواکي د طالبانو لخوا د وروستیو تاوتریخوالي تر شا د پاکستان ملاتړ ویني خو پاکستان بیا د افغان حکومت هغه تورونه په بار بار رد کړي چې ګواکي پاکستان د طالبانو ملاتړی دی. د زلمي خلیلزاد په شمول امریکايي چارواکي، طالبان د مذاکراتو مېز ته په راوستلو کې د پاکستان د رول ستاینه کوي.  

29.05.2021 ډیوه

امریکا د افغان امنیتي ځواکونو لپاره خپله مرسته ۳۰۰ میلینه ډالره نوره هم زیاتوي

واشنګټن - د امریکا صدر جو باېډن د جمعې په ورځ د کال ۲۰۲۲م  د دفاغ ۷۱۵ بیلینه بجټ په ډاګه کړی  چې پکې د افغانستان امنیتي‌ عسکرو لپاره د ۳.۳ بیلینه ډالره هم شامل دي. د افغانستان لپاره غوښتل شوې دغه امداد کې د تیر کال نه ۳۰۰ میلینه ډالره زیاتې غوښتل شوي. که چرې کانګرس لخوا دغه منظوریږي نو د افغانستان ۵ لکه ۵۲ زره امنیتي‌ عسکرو لپاره به پوځي سامانونه، او د روزنې یا تربیې لپاره سامانونو تر څنګه د ودانیو جوړولو کار کیږي.‌ د پینټاګان ناېب د دفاع سېکتر او فاېننشل افسر اېن مک اېنډریو خبریالانو ته ویلي ٫٫ مونږ ګڼو چې په داسې حال چې مونږ د افغانستان نه عسکر رااوباسو، مونږ غواړو چې افغانستان ته ځیني اضافي مرستې ورکړو.٬٬ د امریکا پوځي پلان جوړونکو په افغانستان کې د ٫٫ جنګونو د مصرف ٬٬ لپاره د ۸.۹ بیلینه ډالره اضافي مرستو غوښتنه هم کړی. دغه مصرف د تیر کال په مقابله کې ۴ بیلنیه ډالره کم دی. مک اېنډریو وايي په دغه پېسو کې به ځیني د افغانستان نه د عسکرو د وېستلو بقایا اخراجات پوره کیږي. د دې پوځي مرستو تر څنګ به افغانستان ته د امریکا خارجه چارو وزرات لخوا نورامداد هم ورکړل کیږي.‌د امریکا خارجه وزارت یا سټېټ ډیپارټمنټ د جمعې په ورځ ویلي، د مالي کال ۲۰۲۲ بجټ کې د افغانستان لپاره ۳۶۰ میلینه ډالره هم شامل دي. دغه بودیجه کې د ترهګرې د مخنیوي، د ښځو د حقونو خوندیتوب او د نشي توکو د مخنیوي لپاره ۳۴ میلینه ډالره اضافه هم شوې.‌ د امریکا ډپلومیټانو او دفاعي چارواکو په دې خبره خوشبیني ښودلې چې افغان حکومت به د دې جوګه چې پرځاې پاتې شي او دا چې طالبان به د امریکا سره شوې د تیرکال لوظنامه عملي کړي.‌ په دغه معاهده کې طالبانو د امریکايي عسکرو د وتلو په بدل کې ژمنه کړې چې افغانستان به په راتلونکې کې ترهګرو د بریدونو مرکزونه نه جوړیږي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړاندې ویلي چې طالب مشرانو ورته دا ضمانت ورکړی چې دوي غواړي حالات سم شی. زلمي خلیلزاد روانه میاشت امریکايي قانون دانانو ته ویلي ٫٫ دوي ماته ویلي چې د دوي فکر کې پرمختګ راغلی. ٬٬ ٫٫ دوي وايي چې افغان مېرمنې حقونه لري چې پکې په سیاسي هلو ځلو،‌تعلیم او په کارونو  کې د ښځو ګډون هم د دوي حق دی. مونږ به دا ټول هر څه ګورو. ٬٬ په داسې حال چې افغانستان امنیتي عسکرو ته به اضافي پوځي امداد ورکړل کیږي په عراق او شام کې بیا د امریکا پلوي عسکرو ته په مالي مرستو کې کمی راوستل شوی. د پېنټاګان لخوا تجویز شوې د ۲۰۲۲ بجټ کې د عراقي‌ عسکرو او د امریکا پلوه شامي ډلو لکه سېرین ډېموکرېټک فورسز لپاره ۵۲۲ میلینه ټاکل شوي. دغه مرستې د تیرکال د ۷۰۰ میلینه ډالرو د مرستو نه کمې دي. د پینټاګان د نوي وړاندې شوي بجټ  تر مخه عراقي ځواکونو ته به ۳۲۲ میلینه او اېس ډي اېف او نور امریکا پلوه ځواکونو ته به ۱۷۷ میلینه ورکړل کیږي.

29.05.2021 ډیوه

عراق د ایران ګنګل شوې پېسې پرېږدي چې د کرونا واکسین واخلي

د امریکا د متحده ایالاتو د اقتصادي بندیزونو له وجې عراق منلې چې د ایران ۱۲۵ میلیونه کنګل شوې پیسې اروپایي بانک ته واستوي تر څو ایران وکړی شي پدې پیسو ۱۶ میلیونه د کرونا ضد واکسین واخلي.

29.05.2021 امریکا غږ

ميرکلام: په سرشمېرنه کې د پښتنو ابادي کمه ښودل شوې په اسمبلۍ کې پرې بحث پکار دی

 د شمالي وزيرستان نه د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړي مير کلام وزير په اسمبلۍ کې د پخوانۍ فاټا او د صوبې په مردم شمارۍ د بحث کولو د پاره تحريک التوا جمع کړی دی.

29.05.2021 ډیوه

اندونیزیا د ایران نیول شوې کښتۍ پرېښوده

اندونیزیا څه باندې څلور میاشتې وړاندې د ایران او پناما دوه په تیلو بار کښتۍ پدې تور ونیولې او د لنډې مودې لپاره یې ضبط کړلې چې د دې هیواد په اوبو کې یې په غیرې قانوني توګه تیل لیږدول.

29.05.2021 امریکا غږ

چاریکار کې د پوهنتون استادانو په موټر چاودنه شوې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د پروان ولایت د «البیروني پوهنتون» د استادانو په کاستر موټر چاودنه شوې او څلور تنه وژل شوي.

29.05.2021 امریکا غږ

پاکستان د چاپيریال د نړيوالې ورځې د کوربه توب څخه کومې ګټې ترلاسه کولی شي؟

پاکستان په پينځم جون د چاپيريال د نړېوالې ورځې کوربه توب کوي، پوهان وايي که دغه غونډې ته ښه تياری وشي د چاپيريال د منفي اغېزو ښکار پاکستان د دې کانفرنس نه ګټې ترلاسه کولی شي.

29.05.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more