ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې تازه ۱۰۵ تنه کرونا نیولي، ۶ کسان مړه شوي

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۰۵ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۶ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

18.04.2021 امریکا غږ

د ایران اتومي بټۍ ته نژدې زلزله شوې

د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري۲۹) د ایران په جنوبي‌ ولایت بشیر کې زلزله شوې ده.

18.04.2021 امریکا غږ

دبهرنیو ځواکونو په وتلو حنیف اتمر دپاکستان،هند اؤ ایران خارجه وزیرانو سره تماسونه نیولي

دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي حنیف اتمر دپاکستان ،هند اؤ ایران دبهرنیو چارو وزیرانو سره دټیلي فون دلارې تماسونه نیولی اؤ هغوئ سره یې د دوه اړخیزه اړیکو ترڅنګ افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دسیمه ییزو همکاریو په پیاوړتیا خبرې اترې کړې دي.

18.04.2021 ډیوه

افغانستان کې د ستروس مېوو تولید زیات شوی

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې د دغه هېواد د ستروس میوو د تولید کچه ۱۳ زره او ۲۴۳ ټنو ته رسېدلې ده.

18.04.2021 امریکا غږ

اشرف غني پاکستان ته:دوستي کوئ که دښمني؟ انتخاب ستاسو لاس کې دی

دافغانستان ولسمشر اشرف غني وایي افغانستان سره د دوستۍ اؤ دښمنۍ انتخاب دپاکستان په لاس کې دی اؤ نن پاکستان دپاره دتصمیم ورځ ده.

18.04.2021 ډیوه

غني پاکستان ته: انتخاب ستاسو دی، ‌خوښه مو چې دوستي کوئ که دښمني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که افغانستان نا ارامه وي پاکستان به هم نا ارامه وي او په وینا یې که پاکستان د افغانستان هوساینه غواړي دوی هم هوسا شي.

18.04.2021 امریکا غږ

دتحریک لبیک دمشر سعد رضوي نوم دشکمنو ترهګرو نوملړ ته واچول شو

دپاکستان حکومت دناچله ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان د مشر سعد رضوي نوم د شکمنو ترهګرو نوملړ کې اچولی اؤ دهغه ټول جائیدادونه اؤ پنګې یې ګنګل کړي دي.

18.04.2021 ډیوه

ننګرهار کې وسله والو اته لمونځ کوونکي وژلي

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار نهمې ناحیې سراچه علي خان سیمه کې وسله والو تېر ماخستن نهه بجې د یوې کورنۍ اته کسان داسې مهال وژلي د ماخستن تراویح یې کولې.

18.04.2021 امریکا غږ

پاکستان کې دکرونا وایرس نورې تر شپږو زرو زیاتې پېښې مخې ته راغلي،149 کسان مړه

دسږکال په اوږدو کې پاکستان کې دتېر یو شواروز په مهال دکرونا وایرس له امله تر ټولو زیات 149 کسان مړه شوي اؤ 6127 نورو تنانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.

18.04.2021 ډیوه

د آشنا تلویزیون د شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

17.04.2021 امریکا غږ

روسیه او اوکراین د یو بل دپلوماتان شړي

روسیې د اوکراین په یو دپلومات تور لګولی چې د محرمو معلوماتو د تر لاسه کولو هڅه یې کړې او امر یې کړی چې باید د همدې اپریل د میاشتې تر ۲۲ مې د هیواده ووځي

17.04.2021 امریکا غږ

کورونا وېروس: په نړۍ کې د مړو شویو کسانو شمېر له درې میلیونو واوښت

د جان هاپکنز پوهنتون تازه معلومات ښيي، د هغو کسانو شمېر له درې میلیونه اوښتی چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان'ډبلیو ایچ او' مشر خبرداری ورکړی چې نړۍ ''د ناروغانو تر ټولو لوړ شمېر''ته رسېږي. په هند کې د کوویډ - ۱۹ دویمې څپې له کبله یوازې د شنبې پر ورځ د نویو ناروغانو ۲۳۰ زره نومونه ثبت شوي دي.

17.04.2021 BBC

 له کورونا څخه مړینه له درې میلینو زیاته شوې

واشنګټن – د جان هاپکنز پوهنتون د کورونا مرکز وايي، کورونا په نړۍ کې تر درې ملیونو زیات کسان مړه کړي دي. د کورونا مړینه په داسې حال کې له درې میلیونو څخه زیاته شوې چې نړیوال هڅه کوي د واکسین بهیر ګړندی کړي تر څو دغه وبا کنټرول شي.‌ بل پلو د نړۍ په اکثرو برخو کې د کورونا په نویو پېښو کې هم زیاتوالی راغلی. هندوستان چې د واکسین له سترو جوړونکو څخه دی د خالي‌ یا شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا تر ۲۳۰۰۰۰ زیاتې نوې پېښې موندلې دي.‌   که څه هم په امریکا کې هره ورځ په میلیونونو کسانو ته واکسین ورکول کېږي خو دغه هېواد اوس هم د کورونا د زیاتو پېښو له پلوه تر نورو مخکې دی.‌ جان هاپکنز راپور ورکوي،‌ چې په امریکا کې د نړۍ د ۱۴۰ میلیونو پېښو څخه ۳۱.۵ میلیونه د کورونا کېسونه لري. امریکا پسې هندوستان د ۱۴.۵ میلینه کېسونو سره دوهم او برازیل د ۱۳.۸ میلینه پېښو سره دریم ځای لري.‌ د کاناډا تر ټولو لوی ایالت کې د کورونا د پېښو له زیاتېدو سره په نوي سخت ګامونه اخېستل شوي دي.‌ د اونتاریو اوستوګن به اوس د کورونا له اخېستلو وروسته شپږ اونۍ په خپلو کورونو کې قرنطین کېږي چې دا د تجرید د تېرې مودې څخه دوه اونۍ زیات وخت دی.‌ په دغه ایالت کې پولیسو ته اوس دا نوی واک ورکړل شوی چې له کور څخه د وتلو پر وخت له خلکو پوښتنه وکړي.‌ همدارنګه ددغه ایالت د اوسېدونکو په غیر ضروري سفرونو باندې هم بندیز لګول شوی او په کیوبېک او منېتوبا سرحدونو سره ورته چېک پاینټونه جوړ شوي.‌ د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراغي د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دغه هېواد به د اپرېل له ۲۶ مې څخه ځینې بندیزونه نرم کړي.‌ د اعلان په همدې ورځ د روغتیا نړیوالې ادارې په نړۍ کې د کورونا د نویو پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

17.04.2021 ډیوه

ایران: د نطنز په اتومي بټۍ برید کوونکی د هیواده تښتیدلی

ایران د نطنز په اتومي بټۍ کې د مشکوک برید کوونکي هویت په ډاګه کړی او ویلي یې دي چې دغه شخص په بټۍ کې د ورانکارۍ د پېښې نه څو ساعته وړاندې د هیواده بهر تښتیدلی.

17.04.2021 امریکا غږ

امریکايي عسکر به څه ډول له افغانستان څخه وځي؟

پداسې حال کې امریکا د افغانستان نه د عسکرو د ایستلو اعلان کړی خو لا هم پدې هکله پوره جزیات ندي ورکړل شوي چې دا عسکر به څه ډول له افغانستان څخه وځي.

17.04.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more