هند کې زورور طوفان په لسګونو کسان مړه کړي
د هند په ګجرات ایالت کې ستر موسمي طوفان نن د مۍ په ۱۸ (غوایي ۲۸) لږ تر لږه ۲۷تنه وژلي دي. مقامات وایي شاوخوا ۱۰۰نور کسان بې درکه شوي.
د اسرائیل او فلسطیني جنګیالیو جګړه؛ د اوربند هڅې
اسرائیل یو ځل بیا د سه شنبې پر سهار پر غزې باندې هوایي بریدونه وکړل او فلسطیني جنګیالیو ډلو پر اسرائیل توغندي وتوغول.
افغان دفاع وزارت: په تازه جګړو کې ۱۴۳ طالب وسله وال وژل شوي
د ملي دفاع وزارت مسولین وایي چې ځواکونو یې په ننګرهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ، هلمند او بغلان ولایتونو کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ جګړو کې ۱۴۳ وسله وال طالبان وژلي او ۶۶ نور یې ټپيان کړي دي
اشرف غني:جنرال باجوه ډاډ راکړی چې دطالبانو بیا راتګ د دوئ په ګټه نه دی
دافغانستان ولسمشر اشرف غني وایي دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ډاډ ورکړی چې دطالبانو دامارت یا یکتاتورۍ بیا راتګ سیمه کې دهیڅ هیواد اؤ په ځانګړي ډول دپاکستان په ګټه نه دی.
د القاعده سره د تعلق په شک کې نیول شوی پاکستاني قېدي به د ګوانټانامو زندان نه ازاد کړی شي
د سېف الله پراچّه وکیل شېلبي سولېون بېنس اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ته وویل چې د قېدیانو صورتحال ته د کتنې یوې ډلې سېف الله پراچه او دوه قېدیان په هغوی د لګول شویو الزاماتو نه صفا ټاکلي دي
د افغان ښځو د وضعیت په اړه د بشر حقونو څار نړیوال سازمان اندېښنه
د بشر حقونو څار نړیوال سازمان ځینو چارواکو په افغانستان کې د ښځو اوسنی او راتلونکی وضعیت ننګوونکی بللی او اندېښنهیې ښودلې چې لا هم افغان مېرمنې د خپلو د حقونو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي. د اسیا لپاره د دغه سازمان د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار د دغه سازمان له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، له افغانستان سره مرستندویه هېوادونه باید د خپلو سرتېرو له ایستلو وروسته هم د اساسي خدمتونو په برخه کې خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي، خو په خبرهیې هغه دولتي او نا دولتي ادارې چې په تېرو کلونو کې یې د مرستو د مصرف په برخه کې سرغړونې کړي، باید وپوښتل وشي. هیدر بار ټینګار کړی چې د مرستندویه هېوادونو ملاتړ به وکولای شي چې له طالبانو سره د سولې او د دغې ډلې تر احتمالي راتګ وروسته هم د افغان مېرمنو او نجونو راتلونکې او د دوی فعالیتونه او حقونه خوندي وساتي. هیدر بار د متحده ایالاتو د کانګرس نوي قانون ته اشاره کړې چې په کال کې به دوه ځلې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه کانګرس ته راپور ورکوي. مېرمن بار دا اعلان شوی قانون د افغان مېرمنو او نجونو د اساسي خدمتونو د تمویل لپاره ښه فرصت بللی. هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د ښځو چارو وزارت نظر هم واخلو، له ډېرو هڅو سره سره بريالي نهشوو. خو د افغان ښځو د حقونو ځینې فعالینې په دې باور دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغان ښځو لپاره بنسټيز نه، بلکې سمبوليک کارونه کړي دي. د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګېلاني د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د تازه خپرې شوې اعلامیې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې دا ډول څرګندونې کولای شي د افغان مېرمنو د ستونزو د حل په برخه کې پر اړونده ادارو او بنسټونو فشار راوړي. مېرمن ګېلاني ټینګار کوي چې لومړی د جګړې ختمول اړين دي: "د افغان مېرمنو لپاره دا مهمه ده چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه دا فشار راوړي چې لومړی جګړه پای ته ورسېږي، دا د افغان مېرمنو لپاره مهمه ده چې دوی ډاډه شي چې جنګ ختمېږي، نړیواله ټولنه ډېر کله د افغان مېرمنو په اړه څرګندونې او شعارونه ورکوي، خو د افغان مېرمنو د ژوند په سیاسي، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي اړخ ځانګړی بدلون نهدی رامنځته شوی." دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې دا مهال له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو لړۍ روانه ده او ټاکل شوې د سپټمبر تر ۱۱مې دا بهیر بشپړ شي.
ملي امنیت شورا: طالبانو چور ته زمینه برابره کړې
د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د دولتي تاسیساتو له ویجاړېدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې دغه ډله د عامه نظم ګډوډولو او چور ته زمینه برابروي.
دکرونا څلورمې څپې نه بچ کیدو دپاره روغتیا پالان څه لاره ښایي ؟
د روغتیایي چارو کار پوهان وايي په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وبا دڅلورمې څپې مخې نيولو دپاره پکار ده چې زيات نه زيات خلک د کرونا ضد ويکسين ولګوي.
دپېښور دانتظامي چارواکي په ګډون پاکستان کې په کرونا وایرس نور 135 کسان مړه شوي
سرکاري شمیرې ښایي چې دتیر یو شواروز په مهال کې پاکستان کې نور 135 کسان په کرونا وایرس مړه شوي اؤ 2566 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.
کرونا ویروس؛ افغانستان کې تازه ۳۰۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، ۱۱ نورتنه مړه شوي
د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۳۰۳ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.
اسلام اباد: د مذهب د سپکاوي په تور يو تن نيول شوی، خلکو په تاڼه حمله کړې
د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې تيره شپه په ګولړه تاڼه خلکو په داسې حال کې بريد کړی چې په دغه تاڼه کې د مذهب د سپکاوي په تور يو تن بنديوان وو.
جنرل باجوه د يورپي يونين سفيرې ته: پاکستان غواړي چې د يورپي يونين سره قوي اړيکې ولري
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي، پاکستان غواړي چې د يورپي يونين سره قوي اړيکې ولري، نوموړي دغه خبره د يورپي يونين د سفيرې سره په ليدنه کې کړې ده.
بغلان کې جګړه؛ 'پر مرکزي بغلان ولسوالۍ د طالبانو برید پر شا تمبول شوی'
د افغانستان دفاع وزارت وايي، پر مرکزي بغلان ولسوالۍ یې د وسله والو طالبانو پراخ برید پر شا تمبولی دی.
جوبايډن: امريکا به د کرونا دوه کروړه ويکسين د مرستې په توګه ورکوي
د امريکې صدر جوبايډن ويلي امریکا به په راتلونکو شپږو اوونيو کې د کرونا دوه کروړه نور ويکسين بهرنيو ملکونو ته د مرستې په توګه ورکوي.
'چین د افغان سولې ملاتړ لپاره سیمه ییزې هڅې پراخوي'
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چین د افغانستان د سولې له بهیر څخه پوره ملاتړ کوي.