د بې وزلو او بډایو هېوادونو ترمنځ د کرونا ضد واکسینونو ویش کې لویه نابرابري
شااوخوا شپږ میاشتې مخکې په روسیه، بریتانیا، متحده ایالاتونو او ځینو نورو هېوادونو کې د کرونا واکسینونو تطبیق پیل شو. اوس په نړۍ کې د کرونا د واکسینونو د ورکړل شوېو ستنو شمېر له درې میلیارډو اوښتی دی. خو د بلومبرګ د شمېرو له مخکې د کرونا پرضد د واکسینونو په دې لوی نړیوال کمپاین کې د فقیرو او بډایو هېوادونو ترمنځ توپیر څرګند دی. د نړۍ ۲۷ بډایو هېوادونو د تطبیق شوېو واکسینونو ۲۳ سلنه کارولي دي. د امریکا متحده ایالاتونه د نړۍ د نفوس ۴ عشاریه ۳ برخه جوړوي، خو تر اوسه یې په نړیوال کچ تر ۱۱ سلنې زیات د کرونا واکسین کارولي. چین چې د نړیوال نفوس شااوخوا ۱۹سلنه جوړوي، د نړۍ په کچه د لګول شوېو واکسینونو په سلو کې څلويښت فیصده یې کارولي دي. خو د افریقا په ډېرو هېوادونو کې د واکسینونو کچه په سلو کې تر یو لاندې ده او د نړۍ نور بې وزلي هېوادونه هم د کرونا د واکسینونو د تطبیق په برخه کې په ورته وضعیت کې دي. د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس اډهانوم ګیبریوسیس ویلي، 'نړۍ ناکامېږي' نوموړي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د نابرابرۍ له کبله نړۍ د کرونا وبا له 'دوو کرښو' سره مخ ده. د واکسینونو په ورکولو کې دا سیالي داسې مهال ده چې د کرونا ویروس ډیلتا بڼه چې لومړۍ په هند کې ولیدل شوه او ډېره ژر خپریدونکي ده، په چټکۍ د نړۍ په ناواکسین شوېو وګړو کې خپریږي. دې نوې بڼې له اسیا پسفیک څخه رانیولی تر روسیې پورې هېوادونه اړ کړي چې د مخنیوي لپاره یې تازه محدودیتونه ولګوي. په اندونیزیا کې سره صلیب خبرداری ورکړی چې د ۲۷۰ میلیونه وګړو دا هېواد د ' کووېډ-۱۹ د یو ناورین په څنډه دی' په دې هېواد کې د کرونا ډیلټا بڼې پېښې زیاتې شوي او په روغتونونو کې ګڼه ګڼه زیاته شوې ده. په دې هېواد کې د لویانو په سلو کې تر پنځو کم واکسین شوي دي. د امریکا متحده ایالاتونو د کرونا د واکسینونو د مرستو په لړ کې تازه مرستې اعلان کړي او ویلي یې دي چې یو میلیون فایزر بایو اینټیک واکسین په پاراګوای او دوه نیم میلیونه جانسن اېنډ جانسن واکسین به کولمبیا ته ورکړي. امریکا تردې مخکې افغانستان سره هم د درې میلیونه ډوزه واکسینونو مرستې اعلان کړی وو. په عین حال کې د نړۍ د شل لویو اقتصادي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د کرونا د مهارولو په برخه کې په پراخه کچه پر نړیوالې همکارۍ ټینګار کړی دی.
ټول جرمني سرتیري له افغانستان څخه ووتل
د جرمني د دفاع وزیرې ویلي چې په افغانستان کې وروستي پاتې جرمن سرتیري پرون سې شنبه له دغه هیواد څخه په خوندي ډول ووتل.
خېبر: په کور کې دننه چاودنې څلور ماشومان او ښځه وژلي، څلور يې ټپيان کړي
د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع خېبرکې په يو کور کې دننه د چاودنې له امله څلور ماشومان (دوه هلکان او دوه جينکۍ) او يوه ښځه وژل شوي او څلور نور ماشومان ټپيان شوي دي.
بازار څه وخت رامنځته شو او څه ارزښت لري؟
د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو کې پروګرام د بازار تاریخچې ته ځانکړې شوې ده، په پیل کې به واورئ چې: بازار څه وخت رامنځته شو؟ بازار څه ارزښت لري ؟ دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
پاکستان: حکومت د اېټلي سفارتخانې نه د شېنجن ویزو سټېکرو د غلا پېښې پلټنه کوي
ویل کیږي چې ګني دغه غلا درې میاشتې وړاندې شوې وه او اټکل کیږي چې په دغه سټېکرو باندې ډېر خلک د ملک نه بهر هم تللي دي.
د ترکي له خوا بهر ملکونو نه د ملزمینو اغوا کېدل – د بشري حقونو د ډلو تشویش
د بشري حقونو د ډلو اندېښنې ورځ په ورځ په دې زیاتېږي چې ترکي په بهر کې هغه کسان چې په ترهګریزو خلاف کاریو تورن وي، اغوا کوي.
میلر: د جګړې میدان کې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ وړتیا لرو
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ میلر وايي چې د قاطع ملاتړ ماموریت دا وړتیا لري چې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.
علي وزیر: د ترهګرۍ او د خانه جنګۍ جوړوونکو خلاف یو
علي وزير چې د رياستي ادارو په ضد د مبینه خبرو په الزام د كراچۍ په یو زندان کې بند دی د نهې، سه شنبې، په ورځ یې د قامي اسمبلۍ په غونډه کې شرکت وکړو. د اسمبلۍ سپيكر چارواکو ته علي وزیر د اسمبلۍ غونډې ته د راوستلو امر کړی و
د مغربي ملکونو اتحاد په افریقا کې داعش ته د ماتې ورکولو ژمنه کړې
د امریکا او نورو ایتلافیانو لخوا د پرله پسې فشار سربېره د ترهګرۍ ضد غربي چارواکو خبرداری کړی چې داعش نه یوازې د ژوندي پاته کېدو لارې موندلي دي بلکې په نور پراخېدو او پروپاګند یې هم توجه ورکړې ده
کرونا ویروس او په ترکیه کې د سوریايي کډوالو له کړاوه ډک ژوند
کرونا ترکیه کې سوریایي کډوال نور هم د بې وزلۍ کندې ته ټیل وهلي
افغان ملي امنیت شورا: د اعتراف پر ځای دې پاکستان رېښتیني همکاري وکړي
پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په یوه ټېلې وژن مرکه کې ویلي چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې مېشته دي، زخمي طالبان د درملنې دپاره پاکستان ته منتقل کېږي او ځینې پکې په پاکستان کې خاورو ته سپارل کېږي
امریکا بنګله دیش ته د کرونا دوه نیم میلیون ډوز واکسین ورکوي
د سپینې ماڼۍ یو مقام د فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې متحده ایالات نن د سه شنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ ۸) د مودرنا شرکت د کروناویروس ضد ۲.۵ میلیون ډوزه واکسین بنګله دیش ته استوي.
اسرائیل په متحدو عربو اماراتو کې سفارت پرانیست
د اسرائیل د بهرنیو چارو نوی وزیر په لومړي ځل متحدو عربو اماراتو ته سفر کوي.
صدر بایډن د اسرایلي صدر سره د ایران د اېټمي پروګرام په موضوع خبرې وکړې
د روېن سره ملاقات کې صدر بایډن په شام او عراق کې د پوځي عملیاتو دفاع وکړه او ویې وېل د دې اجازت یې ځکه ورکړی و چې ایران پلوه ملېشې په عراق کې په امریکايي مامورینو په حملو کې ککړې وې. هغه زیاته کړه د حملو اجازت یې د امریکې د ایین دلاندې ورکړی او د کانګرس غړي ترې خبرې وو
پاکستان کې دسوشل میډیا په نوؤ قوانینو دانټرنیټ کمپنۍ څه اندېښنې لري؟
د انټرنيت کمپنيو يو ځل بيا پاکستان کې دسوشل میډيا دڅار په ترمیم شوؤ قوانینو خپلې اندېښنې ښودلي او دهیواد دانفارمیشن ټېکنالوژۍ د وزارت لخوا جاري کړل شوې دسوشل میډيا دنوؤ قوانینو ترميم شوې مسوده یې رجعت خوښې بللې ده.