ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


چین: امریکا تایوان ته د واکسین په ډالۍ کولو زمونږ کورنیو چارو کې لاس وهي 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو تایوان ته د کروناویروس د ۲.۵ میلیون دوزه واکسین په ډالۍ کولو سره د چین په داخلي چارو کې مداخله کړې ده

21.06.2021 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا به د حقونو سرغړونکو ته کتنه کوي

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا مشره مېشیل بېچلی به په میانمار کې د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه د پوځي کودېتا نه وروسته د انساني حقونو په صورتحال تفصیلي رپورټ وړاندې کوي

21.06.2021 ډیوه

د ملګرو ملتونو متخصصین: کلیساو کې دې د ماشومانو نه ناوړه ګټه اخیستنه بنده شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د متخصصینو یوې ډلې د واتیکان نه غوښتي چې د مسیحي کاتولیکانو په کلیساو او ادارو کې د ماشومانو نه د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې د بندولو لپآره دې اقدام وکړي.

21.06.2021 امریکا غږ

پاشینیان د ارمنستان انتخابات وګټل

نیکول پاشینیان، پداسې حال کې یو ځل بیا د ارمنستان د صدراعظم په توګه وټاکل شو چې د هغه د حکومت سیاسي مخالفینو ښاغلی پاشینیان د قره باغ په جګړه کې د اذربایجان په وړاندې په ماتې ملامت باله او په پرله پسې توګه یې ترې د استعفا غوښتنه کوله. 

21.06.2021 امریکا غږ

رئیسي: د جو بایډن سره نه ګورم او د توغندیو په پروګرام خبرې نه کوو

د ایران منتخب جمهور رئیس ابراهیم رئیسي وایي د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره نه ګوري او نه هم د ایران د بالاستیک توغنیدو د پروګرام او په سیمه کې د ملیشو سره د ایران د ملاتړ په هکله خبرې اترې کوي.

21.06.2021 امریکا غږ

حامد کرزی: امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې

حامد کرزي وویل چې نړیوال ځواکونه شل کاله وړاندې په ښکاره مقصدونو سره افغانستان ته د تندروۍ په خلاف د جګړې او استحکام راوستلو د پاره راغلي وو خو نن تندلاریتوب په لوړه کچه موجود دی، دوي ناکامه شوي او په برخه یې یواځې جنګ ځپلي قام اوبدنامي رسېدلې ده

21.06.2021 ډیوه

سياستوالو د عثمان کاکړ مړينه قامي تاوان بللی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان د مشر عثمان کاکړ مړينه سياستوالو قامي تاوان بللی او د خفګان څرګندونه يې کړې ده.

21.06.2021 ډیوه

پښتونخوا کې 6.1فيصده کسانو ته د کرونا ضد ويکسين لګول شوي دي

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي په صوبه کې يي شپږ اعشاريه يو (6.1) فيصده خلکو ته کرونا ضد ويکيسن لګول شوي دي، د صحت چارو کاروپوهان وايي د کرونا وبا خورېدو مخه نيولو د پاره ضروري ده چې 80 فيصده ابادۍ ته کرونا ضد ويکسين ولګول شي.

21.06.2021 ډیوه

رپورټ: د ایران د اېټمي توانايي مرکز په ناڅاپه ډول تړل شوی دی

اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ویلي توانیر نومې د بجلۍ حکومتي کمپنۍ یو چارواکي غلام علي رخشاني مهر د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو پروګرام کې وویل د بوشهر د اېټمي مرکز د تړل کېدو عمل د خالي، شنبې، په ورځ شروع شوی و او درې څلور ورځې نور دوام لرلی شي

21.06.2021 ډیوه

پکتیا کې ماین چاودنې پنځه ملکي وګړي وژلي، څلور ټپیان دي

د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.

21.06.2021 امریکا غږ

د افغانستان د تکواندو دوو لوبغاړو نړیوالو سیالیو کې د برونزو مدالونه وګټل

د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم دوو لوبغاړو په نړیوالو لوبو کې د برونزو مډالونه وګټل.

21.06.2021 امریکا غږ

عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې هندي ‌‌‌‌‌‌ډول کرونا ویروس زیات خپور شوی

‎‎افغانستان کې په کرونا ویروس ورځ بلې ته د زیاتو مثبتو پېښو د ثبتېدو ترڅنګ د ویروس د ‌‌‌‌‌‌ډولونو د ګواښونو په اړه اندېښنې. ‎د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د دغه ویروس بېلابېل ‌‌‌‌‌‌ډولونه اعلان کړي. ‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تر دې دمه په ټوله نړۍ کې دغه سازمان چینایي، برازیلي، افریقایي، بریتانوي یا الفا تو، دلتا یا هندي ‌‌‌‌‌‌ډول ویروسونه تشخیص کړي دي. ‎د روغتیا نړیوال سازمان د یوناني الفبا په تورو باندې ځکه دغه ویروسونه نومولي چې له یادو هېوادونو دغه ویروسونه خپاره او دوی د خپلو هېوادونو د نومونو په یادېدو غبرګونونه وښودل. د افغانستان عامې روغتیا وزارت په خبره، که هم څه په افغانستان کې د دغو ویروسونو بېلابېل ‌‌‌‌‌‌ډولونه خپاره شوي، خو د دوی د طبي څېړنو له مخې تر ټولو زیات دلتا یا هندي ‌‌‌‌‌‌ډول ویروس باندې خلک اخته شوي دي. ‎د دغه وزارت چارواکي وایي، که څه هم د ووهان او بریتانوي کرونا ویروسونو ترمنځ په اعراضو او علایمو کې زیات توپیر نه‌شته، خو د دلتا یا هندي ‌‌‌‌‌‌ډول ویروس په چټک ‌‌‌‌‌‌ډول خپرېږي. ‎د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علی‌زی وايي: "دا ویروسونه د نښو نښانو او وخامت له اړخه یو څه توپیر لري، د بریتانوي یا الفا ویروس او وهان ویروس ترمنځ د تبې او ټوخي په فیصدۍ کې لږ توپیر شته، خو د ګواښ له اړخه دلتا یا هندي ‌‌‌‌‌‌ډول بیا تر ټولو ګواښوونکی دی، چټک خپرېږي او وخیم حالت لري." ‎د ښاغلي علي‌زي په خبره، په ټوله نړۍ کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه ووهان ویروس زیات خپور شوی او د ‌‌‌‌‌‌ډېریو مثبتو پېښو لرونکي کسان هم په همدې ‌‌‌‌‌‌ډول اخته شوي دي. ‎د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د سرویلانس شمېرې ښیي چې په افغانستان کې په کرونا ویروس تر ټول زیات اخته کسانو عمر له ۲۰ تر ۴۰ کلونو پورې دی. ‎د یاد وزارت چارواکي د دغه ویروس د ډېر خپرېدو یوازنی دلیل د خلکو له لوري د روغتیایي لارښوونو نه‌مراعتول بولي او ټینګار کوي چې باید ټول خلک سپارښتنې په جدي ‌‌‌‌‌‌ډول په پام کې وساتي. ‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴،۶۲۹ مشکوکو کسانو ټسټونه شوي چې له دې شمېره د ۱،۸۴۷ کسانو د تسټونو پایلې مثبت تشخیص شوي. ‎۶۷۰ تنه بېرته رغېدلي او او ۷۸ کسان ترې مړه شوي دي. ‎په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر دې دمه ۱۰۵ زره او ۷۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوي او د مړو شویو شمېر هم ۴،۲۹۳ تنو ته ورسېد.

21.06.2021 ازادي راډیو

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عثمان خان کاکړ په حق ورسېدو

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشر عثمان خان کاکړ د کراچۍ په شخصي روغتون (اغا خان) کې په حق ورسېدو.

21.06.2021 ډیوه

افغانستان کې د کرونا وبا تازه پېښو کې ۷۸ ناروغان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۴۷ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

21.06.2021 امریکا غږ

د خوست هوايي ډګر ته لومړنی نړیوال پرواز

د ملکي هوايي چلند اداره وايي خوست ولایت نوي جوړ شوي هوايي ډګر ته د لومړي ځل لپاره د الوتکې نړیوال پرواز وشو.

21.06.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more