ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پنټاګان: افغانستان کې د نویو عسکرو ماموریت د سفارت د کارکوونکو ایستل دي  

افغانستان ته د نونو تلونکو عسکرو تلل پیل شوي او د یکشنبې تر ورځې به یې ډیره برخه د کابل هوايي ډګر ته ورسیږي

14.08.2021 امریکا غږ

چینايي کمپنۍ واوې په پاکستان د جاسوسۍ او تجارتي رازونو د غلا کولو تورونه پورې کړي

د خبري ايجنسۍ رايټرز د مخه د امريکا د کيليفورنيا بزنس ايفيشېنسي سولوشنز ايل ايل سي نومې کمپنۍ د ياد ايالت په فيډرل عدالت کې د چين واوې کمپنۍ مقدمه کړې او تور يې لګولی چې په پاکستان کې په يوه منصوبه د شريک کار کولو په وخت واوي د دوی تجارتي رازونه غلاکړي.  بزنس ايفيشېنسي سولوشنز (بي اي ايس) دا تور هم لګولی چې د چين د ټېکنالوجي دې غټې کمپنۍ په پټه خپله ټېکنالوجي کارولې او داسې معلوماتيې راټول کړي چې د پاکستان د قامي امنيت د پاره مهم دي.  تر اوسه نه واوې نه بي اي ايس او نه يې وکيلانو پال ټرېپوډي او ډيوېډ ونډل په دې اړه د رايټر پوښتنو ته ځوابونه ويلي.  د مقدمې تر مخه واوې د بي اي ايس سره په ګډه د پاکستان ښار لاهور کې په کال 2016 کې د پوليس او د قانون په ځای کونکو ادارو ته دسافټ وير ټېکنالوجي ټېکه لرله چې  د 150 ميلينه ډالره وه.  د نورو کارونو سره سره بي اي ايس يو سافټ وير جوړ کړی چې د حکومتي ايجنسيانو  معلومات جمع کړي، د سرکاري ودانو کنټرول ته لاس رسی ولري، د سوشل ميډيا څار وکړي او د ډرون د چلولو انتظام وکړي.  په مقدمه کې ويل شوي د اتوو سافټ ويرز جوړ سېسټم چې بي اي ايس جوړ کړی د مالکانه حق کوډ، نقشې، ډايګرامز او نور معلومات لري چې دکمپنۍ د تجارت ارزښتناک رازونه دي.  ويلي شوي واوې د بي اي ايس نه غوښتلي دغه معلومات دې ورته ورکړي چې په چين کې يې وڅېړي چې د بي اي ايس په وينا دوی ورته تيار وو خو هوواوي ته يې هغه وخت د اجازت ورکولو نه انکار وکړو کله چې هوواوي کمپني ليبارټرۍ ته د بي اي ايس د لاس رسی ورکولو نه پهشا شوه.  په درخواست کې ويل شوي دا منلې شوې وه چې هوواوي به ورته هغه د سافټ وير ډيزاين اوزار واپس کوي لا به يې استعمال بندوي خو لاداسې نه دي شوي.   بي اي ايس وايي هوواوي ترې بيا دا غوښتنه وکړه چې د معلوماتو جمع کولو سافټ وير دې په چيني لېبارټرۍ کې ولګوي کوم چې پاکستانۍقانون ساتونکې ادارې د مهمو معلوماتو حاصلولو د پاره د مختلف سرچينو او حکومتي ايجنسيانو نه تر لاسه کوي.  “دا ځل دا يواځې د ټېسټ په غرض نه بلکې هغه ټولو معلوماتو ته د لاسي د پاره دی چې د لاهور سيف سيټي منصوبې ټول معلومات واخلي”.  بي اي ايس وايي دوی هغه وخت پروژې ته پيسې ورکول بند کړل کله چې هوواوي د ټېکې د ختمولو دړکه وکړه او ويې ويل دوی ته پاکستان دداسې کولو اجازت ورکړی.  درخوست کې په هوواوي تور لګول شوی چې ياده کمپنۍ “دا سافټ وير چين د يوې پټې دروازې په توګه کاروي چې د چين نه په لاهور کې هغهڅه ته لاس رسی وکړي او باريک معلومات واخلي او بدل کړي چې د پاکستان قامي سلامتيا ته مهم دي”.  بي اي ايس دا هم وايي هوواوي ورته د څو سافټ ويرز هډو پيسې نه دي ورکړي او بله دا چې هوواوي په دغه رنګ سيف سيټي منصوبو کې په پاکستان او نوره نړۍ کې د خپل تجارتي رازونو غلط استعمال کوي.

13.08.2021 ډیوه

ګراهام: په افغانستان کې د طالبانو کنترول د امریکا د ملي امنیت په ګټه نه ده

د امریکا د متحدو ایالتونو یو مخکښ سناتور لنډزي ګراهم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو کلک انتقاد کړی دی. 

13.08.2021 امریکا غږ

مچ مککانل له بایډن څخه غوښتي افغانستان نور سرتېري واستوي 

د امریکا دمتحدو ایالتونو د سنا مخکښ غړي مچ مککانل د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي دي چې د اګست له ۳۱ نېټې وروسته دې هم افغانستان ته اضافي سرتېري واستوي.

13.08.2021 امریکا غږ

ناټو د افغانستان په هکله عاجله غونډه کوي

وروسته تر هغه چې امریکا افغانستان ته د زرګونو عسکرو د لیږلو اعلان وکړ، د شمال اتلانتیک د تړون سازمان (ناټو) ویلي چې د افغانستان په هکله نن جمعه اګست ۱۳ (زمري ۲۲) عاجله غونډه کوي.

13.08.2021 امریکا غږ

ایران په هرات کې د خپلې قونسلګرۍ د مامورینو خوندیتوب غوښتی

وروسته تر هغه چې طالبانو د هرات ولایت ونیوه، ایراني چارواکو پدې ولایت کې د خپلې قونسلګرۍ د مامورینو د خوندیتوب د ضمانت غوښتنه کړې.

13.08.2021 امریکا غږ

صالح: د "ترهګرو طالبانو" په ضد کلک درېږو 

په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې یو شمېر مهم ښارونه او سیمې نیولې او پرمختګ کوي، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي د «طالب ترهګرو په ضد به کلک» درېږي. 

13.08.2021 امریکا غږ

غني: واک یوازې خپل منتخب ځای ناستي ته پرېږدم

په داسې حال کې، چې طالبانو د څو ولایتونو مرکزونه نیولي او په بېلا بېلو برخو کې جګړې روانې دي، جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا ویلي، چې یوازې یو منتخب ځای ناستې ته به واک سپاري.

13.08.2021 امریکا غږ

د ډالر مقابله کې ولې دپاکستان روپۍ ارزښت بیا په کمېدو دی؟

داقتصاد پوهان وايي دپاکستان تجارتي خساره زیاتیږي او په دې ورستیو  کې روانه د کهاتې خساره درېوؤ اربو ته رسیدلې وه ،دپوهانو په وینا هم ددې له امله پاکستانۍ روپۍ د فشار ښکار ده او ددې په بيعه کې کمی لیدل کیږي.

13.08.2021 ډیوه

دپاکستان صحافتي تنظیمونو دنوې میډيا اتهارټۍ په اړه قانوني مسوده رد کړې ده

پاکستان کښې د صحافیافتي تنظیمونو نه وروسته سیاسي ګوندونو هم د موجوده پاکستان تحریک انصاف دحکومت لخوا په میډیا بندیزونو سېوا کولو د پاره دپاکستان میډیا ډیویلپمنټ اتهارټي جوړولو قانوني مسوده رد کړې ده.

13.08.2021 ډیوه

دطالبانو لخوا په هرات اؤ کندهار دقبضې دعوه،وایي اسماعیل خان هم ورسره ملګری شوی

طالبانو دعوه کړې ده چې دافغانستان دوه نور مهم ولایتونو کندهار اؤ هرات یې هم دخپل واک لاندې راوستي اؤ وایي دهرات وتلی مشر کمانډر اسماعیل خان هم دخپلو ملګرو سره دهغوئ(طالبانو) لیکو سره یوځائ شوی دی.

13.08.2021 ډیوه

جنوبي وزيرستان: په بريد کې يو پوځي عسکر او يو وسله وال وژل شوی

افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په یوه پوسته ترهګرو برید کړی چې پکې یو پوځي عسکر وژل شوی دی او پوځ په ځوابي عملیاتو کې د یو وسله وال د وژلو او یو د نيولو دعوه هم کړې ده.

13.08.2021 ډیوه

عمران خان: پاکستان به د کابل هوايي اډې د امنيت دپاره ترکي او طالبان مخامخ خبرو ته کښېنوي

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي په طالبانو به خپل اثر کاروي چې د کابل د (حامد کرزي نړيوالې) هوايي اډې د امنيت دپاره يې د ترکي سره مخامخ خبرو ته کښېنوي.

13.08.2021 ډیوه

د افغانستان په لویدیځ او جنوب کې د طالبانو ځینې پرمختګونه

د افغانستان د کورنیو چاو وزارت د هیواد په لوېدیځ او جنوب کې د طالبانو لخوا په «بشپړه» توګه د یو شمېر ولایتونو سقوط رد کړ، خو وايي چې وسله والو طالبانو د کندهار، لښکرګاه، بادغیس او غور په ښارونو کې مخته تللي دي.

13.08.2021 امریکا غږ

امریکا د خپلو وګړو ويستلو دپاره افغانستان ته سرتيري ليږي

امریکې ویلي په افغانستان کې روانو حالاتو ته په کتو د خپلو وګړو ويستلو دپاره خواو شا 3000 سرتيري کابل ته ليږي، ويل شوي برتانيه هم افغانستان ته د 600 سرتيرو لېږلو ویلي دي.

13.08.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more