شاته

د افغانستان په لویدیځ او جنوب کې د طالبانو ځینې پرمختګونه

د افغانستان د کورنیو چاو وزارت د هیواد په لوېدیځ او جنوب کې د طالبانو لخوا په «بشپړه» توګه د یو شمېر ولایتونو سقوط رد کړ، خو وايي چې وسله والو طالبانو د کندهار، لښکرګاه، بادغیس او غور په ښارونو کې مخې ته تللي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن جمعه اګست ۱۳(زمري ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دغو ولایتونو په مرکزونو کې حضور لري او اوس مهال له طالبانو سره په جګړه کې دي.

طالبانو ادعا کړې وسله والو یې د تیرې ورځې مازدیګر راپدېخوا د کندهار، هلمند، بادغیس او غور ولایتونو مرکزونه نیولي دي. دغه ډلې همدارنګه ادعا کړې په دغو ولایتونو کې یو شمېر افغان سرتیري نیولي او د یادو ولایتونو زندانونه یې هم مات کړي دي.

ښاغلي ستانکزي د طالبانو لخوا د افغان سرتیرو د نیول کېدو او زندانونو د ماتولو په اړه معلومات ورنکړل، خو زیاته یې کړه: "طالبان ښارونو ته په رسېدو سره سم ادعا کوي چې ګواکې ټول ولایت او ښار یې سقوط کړی دی. په داسې حال کې چې یوازې د امنیتي سرتیرو د حضور نقطې فرق کوي او په هغه ښارونو کې حضور لري او جګړه کوي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تائید کړه چې افغان امنیتي او دفاعي سرتیرو په کندهار او لښکرګاه ښارونو کې خپل موقعیت تغیر کړی، خو زیاتوي چې هغوی په دغه ښارونو کې پراخ حضور لري.

هغه زیاته کړه چې په دغو ښارونو کې طالبانو ته په متقابلو نښتو کې درانه تلفات رسېدلي دي.

په همدې مهال د غور د والي ویاند زلمي کریمي امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو تیره شپه د فیروز کوه په ښار بریدونه پيل کړي او په خبره یې د دواړو لورو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

ښاغلي کریمي زیاته کړه: "بدبختانه د ښار زیاتو برخو سقوط کړی دی او پوځي رهبري اوس مهال د ملي اردو په لوا کې حضور لري."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت په شپږو ولایتونو کې د جګړو پرمهال د ۲۰۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۸۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاد وسله وال طالبان په ننګرهار، غزني، فراه، بادغیس، بلخ، هلمند او کاپیسا ولایتونو کې مړه او ټپيان شوي دي.