ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلوچستان کې د پاکستان په پوځ برید شوی

د پاکستان پوځ وایي وسله والو د بلوچستان ایالت په امنیتي ګزمې برید کړی او په ډزو کې یو عسکر وژل شوی.

14.08.2021 امریکا غږ

جنرال باجوه:امریکې سره اوږد مهاله اړېکې غواړو

دپاکستان دپوځ سر لښکر جنرل قمر جاويد وايي پاکستان د امريکي سره د اوږد مهاله اړيکو خواهش لري او دافغان شخړى هواري لپاره به پاکستان خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

14.08.2021 ډیوه

دیو شواروز په مهال خیبر پښتونخوا کې په کرونا وایرس 16کسان مړه شوي

خېبر پښتونخوا صوبه کې دکرونا وايرس مثبتو پېښو او ددې دلاسه دمړينو کچه کې ورځ تر بلې زياتوالی راځي اؤ دحکومتي شمېرو ترمخه د صوبې په کچه د مثبتو پېښو مجموعي شرحه تېر يو شوا روز کې 1.7 فيصده ريکارډ شوی ده۔

14.08.2021 ډیوه

په وروستۍ یوه میاشت کې افغانیو د بهرنیو اسعارو په مقابل کې خپل ارزښت له لاس ورکړی

په وروستۍ یوه میاشت کې افغانیو د بهرنیو اسعارو په مقابل کې خپل ارزښت له لاس ورکړی

14.08.2021 ډیوه

څېړونکي وایي طالبان دمهمو سیمو په نیولو سره غواړي کابل یوازې کړي

په داسې حال کې چې دطالبانو له لوري په افغانستان کې د نورو برخو دنيولو دعوې روانې دي، دافغان دولت له واکه دغزني ولایت له وتلو وروسته پلازمینې کابل ته دطالبانو دنزدې کیدو اندېښنې زیاتې شوي دي.

14.08.2021 ډیوه

دپاکستان دصدر لخوا شکیله ناز اؤ قمرو جان ته دصدارتي ایوارډ ورکولو اعلان

دپاکستان حکومت دخپل هیواد دازادۍ د۷۵م جشن نمانځلو په مهال دپښتو وتلو سندر غاړو شکیله ناز اؤ قمرو جان ته دهنر په څانګه کې دغوره خدماتو په ترسره کولو د صدارتي ایوارډ ورکولو اعلان کړی دی.

14.08.2021 ډیوه

افغانستان کې تر ۲۰۰ زیاتو خبریالانو خپلې دندې پرېښي اؤ له خپلو سیمو وتلي

دافغانستان څخه رارسیدلي اطلاعات وایي ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې د وسله والو نښتو. بمباریو اؤ دامنیت دخرابې وضعې له امله تر ۲۰۰ؤ زیاتو خبریالانو دخپلو دندو نه لاس اخستی اؤ په لسګونو محلي راډيوګانو اؤ رسنیو له خپل ژورنالیستکي فعالیتونه ودرولي دي.

14.08.2021 ډیوه

پاکستان نن د خپلې ازادۍ ورځ نمانځي، بلوچستان کې ترهګر بريد شوی

پاکستان چې نن د خپلې ازادۍ 75 ورځ نمانځي په بلوچستان صوبه کې ترهګر بريد شوی، د اېف سي ځواک يو سرتيری پکې وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي او په ځوابي ډزو کې درې ترهګر هم وژل شوي دي.

14.08.2021 ډیوه

افغانانو ته د غني ډاډ: د لا زیات تاوتریخوالي مخنیوي لپاره مشورې روانې دي

افغان لسمشر محمد اشرف غني وايي، په هیواد کې د لا زیات تاوتریخوالي مخنیوي لپاره یې سلا مشورې پيل کړي دي.

14.08.2021 امریکا غږ

امریکا کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر بیا زیات شوی

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې په کرونا وبا د اخته شوېو کسانو شمېر یو وار بیا زیات شوی دی.  د الاباما ایالت والي کې ایفي پرون جمعه د کرونا تازه څپه د سمندرونو څپو ته ورته وبلله، ویې ویل چې د کرونا وبا د امریکا په دغه جنوبي ایالت کې د طبي خدماتو پر وړاندې کوونکو سخت فشار راوړی دی دی.  کې ایفي په خپل ایالت کې فوق العاده حالت اعلان کړی دی.  د ده په وینا، بیړنی حالت یې د دې لپاره اعلان کړی چې د روغتیايي خدماتو څارونکو ته اسانتیا رامنځته شي.  د امریکا په ډېرو هغو ایالاتونو کې چې جمهوریپالان په کې اکثریت لري، د ماسک کارولو په اړه د روغتیايي چارواکو سپارښتنو ته غوږ نه دی نیول شوی.  په اوریګان ایالت کې چې د امریکا په شمال لوېدیځ کې د ارام سمندر په غاړه دی، روغتونونه په بشپړ ډول د کرونا وېروس له ناروغانو ډک شوي دي.  د دغه ایالت ګورنر د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ لپاره په روغتونونو کې د ملي ګارډ د یو نیم زر ځواکونو د ځای پر ځای کولو پلان اعلان کړی دی.  څو نورو ایالاتونو لکه هاوايي د کرونا وبا د ډېرېدو د خطر زنګ کړنګولی دی.  روسیې هم پرون وویل چې د کرونا وبا له کبله په دغه هېواد کې په یوه ورځ ۸۱۵ تنه مړه شوي دي.   د روسیې د روغتیا وزارت وايي چې د سږکال په جولای میاشت کې د کرونا له کبله د مړینو شمېر د تېر کال د جولای میاشتې پرتله په سلو کې ۶۰ زیات شوی دی. 

14.08.2021 ازادي راډیو

د ملګرو ملتونو مشر په طالبانو د بریدونو ودرولو غږ کړی

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونیو ګېټرس د جمعې په ورځ په طالبانو غږ کړی چې په سمدستي ډول وسله وال عمليات پرېږدي او د افغانستان او ولس دپاره يې په ښه نيت خبرو ته راشي.

14.08.2021 ډیوه

عبدالله کابل ته د طالبانو د تړون وړانديز راوړی، راپور

په داسې حال کې چې طالبانو د افغانستان د پلازمينې کابل نه په 150 کلوميټره فاصله د غزني ښار نيولی، عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د دوحې څخه کابل ته ستون شوی او د طالبانو د تړون وړانديز يې راوړی دی.

14.08.2021 ډیوه

افغانستان کې جګړه؛ 'کابل ته ۱۳۵۰۰ کورنۍ را کډه شوي'

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) وايي په افغانستان کې د جګړو د زیاتېدو له امله د جولای د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر ۱۳ مې ۱۳۵۰۰ کورنۍ کابل ته راکډه شوي.

14.08.2021 امریکا غږ

پېنټاګون: طالبان هڅه کوي چې کابل جدا کړي

طالبانو په ټول افغانستان کې بريدونه پېل کړي او ښکاري نظر يې په کابل دی، طالبان کابل پله پرمختګ کوي په داسې حال کې چې د امريکا په زرګونو پوځي سرتيري کابل ته رسېدلي دي.

14.08.2021 ډیوه

کاناډا ۲۰ زره افغانان مني

کاناډا د جمعې په ورځ اګست ۱۳ (زمري۲۲) اعلان وکړ چې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ شاوخوا شل زره افغان کډوال مني. په دغو کډوالو کې به ښځې، دولتي کارکونکي او له ګواښ سره مخ اقلیتونو پورې مربوط کسان شامل وي.کاناډا په داسې حال کې دغه پریکړه کوي چې طالبانو د افغانستان په ډیرو برخو کې سیمې لاندې کړي او څو مهم ښارونه یې نیولي دي  د کاناډا د کډوالو د چاورو وزیر مارکو مندیسنو په یوه خبري کنفرانس کې وویل "په افغاستان کې وضعیت خراب دی او مونږ بې تفاوته نشو پاتې کېدلی."  له ګواښ سره مخامخ دغه شمیر افغانان ځینې په افغانستان کې دي او ځینې نور یې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته تښتېدلي دي او په ښځو او دولتي کارکونکو برسیره ، خبریالان ، د ښځو د حقونو فعالان او لږه کي په کې شامل دي.  د دغو کډوالو څو طیارې بار شوي او په کډوالو بار لومړنۍ الوتکه د جمعې په ورځ تورنټو ته ورسېدله.  کابل ته د طالبانو په نږدې کېدو سره ، د کاناډا یوشمیر ځانګړي ځواکونه له کابل څخه د کاناډا د سفارت د کارکونکو په تخیله کولو کې برخه لري خو د امنیتی حساسیتونو له امله د دوی د ماموریت جزئیات نه دي په ډاګه شوي.  د جمعې د ورځې اګست ۱۳ (زمري ۲۲) په لومړیو کې هسپانیې، ډنمارک ، ناروې او هالنډ اعلان وکړ چې له کابل څخه د خپلو سفارتونو کارکونکي باسي  کاناډا وايي د افغانستان وضعیت له نږدې څارې او له خپلو متحدینو سره په همغږۍ کې کارکوي.  د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک ګارینو وویل "په کابل کې د کاناډا د سفارت او کارکوونکو ساتنه یې په لومړیتوبونو کې ځای لري ." هغه په خپل ټویټرکې لیکلي دي چې کاناډا د افغانانو د احسان پوروړی دی او هڅه به وکړي چې هغوي ته خوندیتوب ورکړي.  کاناډا په داسې حال کې د نویو مهاجرو د منلو او په کابل کې د خپل سفارت د کارکونکو د راویستلو خبره کوي چې امریکا د خپل سفارت د کارکونکو دشمیر د کمولو او افغان ژباړونکو د راویستلو لپاره ، کابل ته درې زره نوي عسکر لیږي.  بریتانیا هم د عین کار لپاره افغانستان ته دلنډ وخت لپاره په سوونو عسکر استوي.   

14.08.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more