په نایجر کې یو ښوونځي کې اور ۲۵ ماشومان مړه شوي
په نایجر کې چارواکي وایي د هیواد په جنوب کې په یو ابتدائیه ښوونځي کې د اور لګیدو له کبله لږ تر لږه ۲۵ ماشومان مړه شوي.
بلاول: د پارلیمان د منظورۍ پرته د ټي ټي پي سره معاهده نه شي کېدی
د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي، د افغانستان په اړه پاليسي، د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکراتو او تحریک لبېک سره معاهدې په اړه يو اړخيزه فېصلې نه شي کېدی.
امریکا د نویو راغلو افغانانو لپاره د مهاجرت قوانین آسانه کوي
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې حکومت د نویو راغلیو افغانانو لپاره د مهاجرت قوانین آسانه کوي چې د ځای پر ځای کیدو بهیر یې چټک شي.
پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو سره په بشپړ اوربند موافقه وکړه
پاکستاني چارواکو دوشنبه نومبر ۸ (لړم۱۷) اعلان وکړ چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ سره په "بشپړ اوربند" موافقې ته رسیدلي دي.
د امریکا ملي امنیت مشاور: امریکا به طالبانو ته پېسې ورنکړي
د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان وايي چې متحده ایالتونه په داسې یو درېځ کې نه دی چې د افغانستان د خلکو سره د مرستو لپاره دې مستقیمآ طالبان ته پېسې ورکړي.
وست: امریکا له طالبانو سره دخبرو بلې مرحلې ته چمتووالی نیسي
د افغانستان د مصالحې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي تامس وست ویلي دي چې د امریکا متحده ایالتونه په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو بلې مرحلې ته چمتووالی نیسي، خو تاریخ یې مشخص نکړ.
د عمران خان حکومت: تاجرانو ته مو خواست کړی چې صرف خپل د آمدن او جنرل سېلز ټېکسونه ورکړي
د خزانې لپاره د وزير اعظم مشير شوکت ترين ويلي چې تاجرانو ته به صرف آمدن او جنرل سېلز ټېکس ورکول وي او بقايا ټول ټېکسونه به حکومت په دوى ختم کړي.
حکومت او تحریک طالبان په مکمله ډزبندۍ رضا شوي
د رپورټ ترمخه د اطلاعاتو وزیر وویل حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د معاهدې ترمخه په مکمل ډز بندۍ مفاهمت شوی و او په دې لړ کې پرمختګ ته په کتنه "سیزفایر" یا ډزبندي غځول شوي ده
کرملین: پوتین د سي آی اې له مشر سره په سیمه ایزو شخړو غږېدلی
کرملین د دوشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم۱۷) وویل چې د روسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آی اې) له مشر سره لیدلي دي.
په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۲۵۰ میلیون واووښت
نړۍ کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۵۰ میلیون کسان پورته شو او په ختیځه اروپا کې تر ټولو ډېر انسانان په دغه ویروس اخته شوي دي.
په افغانستان د خبرو دپاره د امریکې خصوصي استازي د یورپ لومړی سفر شروع کړو
د ملګرو ملتون د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرېم د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د خشاک، خوراک او د سری نرخونه په زیاتېدو دي چې په افغانستان کې رامنځته کېدونکی بحران زیاتوي
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
هند د افغانستان پر وضعیت کنفرانس جوړوي، پاکستان نه ورځي
د ځینوهندي رسنیو د راپورونو په اساس ټاکل شوې چې د هند حکومت د را روانې چهارشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره امنیتي کنفرانس وبولي.
د پاکستان پوځي مشرانو د پارلېمنټ د قامي سلامتیا کمېټۍ ته د افغانستان په اړه ورستی حال ورکړی
د پښتون جمهوري غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ افغانستان کى د پاکستان کردار لانجمنه بولي. هغه وویل پکار خو دا وه چې د پاکستان دغه کردار سره د حکومت د ټي ايل پي لوظنامي او د پوځ لخوا لاقانونه ټي ټي پي سره مذاکراتو په خبرونو باندى د تړلو دروازو په شا پارليمان کې عام بحث شوی وی
دتندره ډلې تحریک لبیک نوم د ناقانونه ډلو دنوملړ نه وویستل شو
دپاکستان حکومت دلاقانون ګرځول شوې تندره مذهبي ډلې تحریک لبیک نوم د دغیرقانوني یا ناچله ډلو د نوملړ څخه ویستلی دی .