ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


مفتي منیب:دحکومت اؤ تحریک لبیک دتړون ضمانت هغه چا کړی چې دضمانت واک لري

پاکستان کې د تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک اؤ حکومت ترمنځ روغه جوړه کې مهم کردار ادا کوونکی مذهبي عالم مفتي منیب الرحمان وایي دا ځل ددې تړون ضمانت هغه چا ورکړی دی چا سره چې دضمانت اختیار دی.

05.11.2021 ډیوه

عمران خان چې د کوم څيز نوټس اخلي ګراني جوړيږي، مسلم ليګ ن

د پاکستان تحریک انصاف حکومت چې تيل نور ګران کړي، مخالفه ګوندونو په وزیراعظم عمران خان نيوکې پېل کړي او د مسلم ليګ ن يو مشر حمزه شهباز شريف ويلي، عمران خان چې د کوم څيز نوټس واخلي هغه ګرانيږي.

05.11.2021 ډیوه

بايډن ته د کانګرس ښځینه غړو لیک: د افغان ښځو د حقونو لپاره پر طالبانو فشار راوړئ

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان مېرمنو د وروستي وضعیت په اړه د متحده ایالاتو د ښځینه سناتورانو لومړنۍ ډله‌ییزه عدالت غوښتنه. امریکایي ښځینه سناتورانو له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د افغان ښځو د حقونو لپاره دې پر طالبانو فشار راوړي. د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو شااوخوا ۲۵ ښځینه مطرحو سناتورانو د پنجشنبې په ورځ د یو ګډ لیک په لیکلو له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د وروستي ناسم وضعیت لپاره دې یو پلان جوړ کړي چې له مخې یې د دغو افغان ښځو ستونزو ته رسېدنه وشي. د دې ډلې مشري چې سناتوره شیلي کمپیټو او ډیان فنسټېن کوي، دغه لیک کې ولسمشر بایډن ته خپلې اندېښنې شریکې کړي چې د افغان مېرمنو لاستې لاوړنې د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي او دوی د خوندي کولو لپاه باید یو بین‌السازماني پلان جوړ کړي. د دې لیک په یوه برخه کې راغلي: "د (افغان مېرمنو او نجونو) د ساتنې لپاره د مشروع افغان حکومت او نظامي ځواکونو نشتوالی، ښځې او نجونې اوس د طالبانو د رژیم د وحشت، ګوښه کولو او د ژوند او ازادۍ څخه د انکار له امله له ګواښ سره مخ دي. د طالبانو هغه مشران چې ژمنه‌یې کړې وه چې د نوي حکومت په چوکاټ کې به له ښځو سره ښه چلند کېږي، په دې ژمنو عمل نه‌کوي. ښځې د هدفي وهلو او وژنو قرباني شوي او د نارینه سرپرست پرته له کوره د وتلو اجازه نه‌لري." په دې لیک کې د افغان نجونو او ښځو له تعلیم او دندو د بې‌برخې ګرځولو باندې هم ټینګار شوی دی. د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالینې په نړیواله کچه په ځانګړې توګه د امریکا له لوري د دې ډول څرګندونو او کړنو هرکلی کوي او وایي چې دا مهال افغان نجونې او ښځې تر بل هر وخت ملاتړ او عدالت غوښتنې ته اړتیا لري. له دې ډلې د ښځو د حقونو او مدني فعالې زرمینې کاکړ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "د ټولو افغان مېرمنو ستونزې اوس تر پخوا لا زیاتې شوې دي، اکثریته افغان مېرمنې دا مهال د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او د یو ناڅرګند برخلیک په لور د حرکت په حال کې دي، زه فکر کوم د امریکایي سناتورانو دا اقدام به د افغان مېرمنو لپاره ښه زېری وي او زه‌یې مثبت ګام بولم." دغو ۲۴ امریکایي سناتورانو د افغان مېرمنو د هغو لاسته راوړنو یادونه هم کړې چې تېر کال راپور شوې دي. دوی لیکلي: "له افغانستان څخه د امریکا وتل د افغان ښځو او نجونو لپاره لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړي، ښځو د پوهنتونونو درجې ترلاسه کړې، د کار ځواک سره یوځای شوي او د افغانستان په عامه ژوند کې یې برخه اخیستې. تېر کال د اټکل له مخې ۳،۵ ملیونه نجونې په ښوونځیو کې وې، ۱۰۰ زره ښځینه محصلینې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې شاملې وې. ښځو په سوداګرۍ او حکومت کې برخه درلوده، تېر کال د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې راپور ورکړ چې څه باندې ۱،۰۰۰ ښځینه متشبثې فعالیت کوي همداراز  ښځې د افغان حکومت په لوړو څوکیو ټاکل شوې وې." امریکایي سناتورانو داسې مهال دا اندېښنې مطرح کړي چې په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د ښځو د ژوند د ګواښلو او ان د وژنو راپورونه ورکړل شوي دي. همدارنګه په دې وروستیو کې له دندو او زده‌کړو د ښځو او نجونو بې‌برخې ګرځول بل هغه څه دي چې په کور دننه او بهر یې پر طالبانو ګڼې نیوکې راپارولې دي. خو طالبان بیا دا ردوي چې د دوی له لوري دې افغان ښځو او نجونو ته ګواښونه او ستونزې موجودې وي. د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې دوی د ښځو ټولو حقونو ته د هېواد د ملي ګټو او اسلامي شریعت له مخې ژمن دي. خو ښاغلی کریمي وایي نړیواله ټولنه او امریکایي چارواکي باید له دوی سره د احتمالي ستونزو د حل لپاره رسمي او مستقیم مذاکرات وکړي او د هغې لپاره د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل اړین دي. دی زیاتوي: "په دې اړه باید ووایم چې د هغو تجربو پر ځای چې په تېرو ۲۰ کلونو کې نتیجه نه‌ده ورکړې او ناکامه نسخې وې، باید مفاهمې او ډیالوګ ته مخه شي، له اسلامي امارت سره تفاهم وشي، اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي، تر څو اسلامي امارت د یو مسؤل جهت په توګه له هغو هېوادونو سره چې له دوی غوښتنې لري په رسمي او مستقیم ډول مکالمه او مذاکره وکړي چې د احتمالي ستونزو او کړاوونو مخه ونیول شي او بالاخره له‌منځه یوړل شي." دا په داسې حال کې ده چې د افغان ښځو د حقونو او ازادیو لپاره په افغانستان کې دننه هم څو ځلې د افغان مېرمنو له لوري لاریونونه او اعتراضونه شوي، خو تر دې دمه‌یې کومه محسوسه پایله نه‌ده ورکړې.

05.11.2021 ازادي راډیو

شمالي وزیرستان کې  د موبايل کمپنۍ ټاور سوځول شوی

د شمالي وزيرستان انتظاميه او پولیس وايي په میر علي حیدر خیلو کې د يوې شخصي کمپنۍ د موبايل ټاور ته اور لګول شوی او به پشپړه توګه سوځول شوی دی.

05.11.2021 ډیوه

د اروپا د لویې وچې لسګونه هېوادونه د کرونا وبا د چټک سرایت له خطر سره مخ دي

په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پېښو بیا زیاتوالي د روغتیا نړیوال سازمان اندېښمن کړی. له څو اوونیو د کرونا یوه بله چټک خپرېدونکې بڼه په ځينو هېوادونو کې کشف شوې چې ورسره د کرونا د مثبتو پېښو ورځنی شمېر زیات شوی. دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر هنس کلو (Hans Kluge) پرون یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وکړه. ده وویل: "د اروپا د ساحې په ۵۳ هېوادونو کې د کرونا د خپرېدو اوسنی سرعت د زیاتې اندېښنې وړ دی. د «کووېډ-۱۹» پېښې یو وار بیا د ریکارډ تر کچې رسېږي. چټک خپرېدونکې دېلتا بڼه په ټوله اروپا او منځنۍ اسیا سیوری غوړولی. موږ د وبا د بیا رامنځته کېدو په یوه خطرناکه موقعیت کې یو. اروپا یو وار بیا د کرونا وبا د خپرېدو له پلوه هغه ځای ته رسېدلې چې یو کال مخکې وو." د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر دا خبرداری داسې وخت ورکړ چې په اوکرائین او روسیه کې دا څو ورځې د ریکارډ په کچه د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي. ورسره د مړینو کچه هم په بې‌سارې کچه لوړه شوې ده. روسیې پرون د نږدې ۱،۲۰۰ کسانو مړینه راپور کړه. درې پرله‌پسې ورځ همدې حدودو کې خلک هلته مړه شوي. همداراز روسي چارواکو په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا د څه باندې ۴۰ زرو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړ. د اوکرائین د روغتیا سکټور هم تأیید کړې چې هلته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۲۷ زره کسان په کرونا اخته شوي دي. په ټوله کې د اروپا ختیځه برخه د لږ معافیت د ترلاسه کولو یا په‌کې د کمو خلکو د واکسينېدو له امله د کرونا د بیا اوج ته رسېدو له خطر سره مخ بلل شوې ده. د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر هنس کلو په خپل پروني کنفرانس کې دا هم وویل چې که د کرونا وبا مثبتې پېښې همداسې په چټکۍ زیاتې شي، لیرې به نه‌وي چې د ده په خبره تر فبروري پورې نیم ملیون نور کسان د کرونا په خاطر له لاسه ورکړو. اروپا تر څو دورو قرنطینونو او ښاربندیو وروسته دا وروستۍ درې میاشتې بندیزونه تر ډېره کم کړل، خو معلومه نه‌ده چې د کرونا د چټک خپراوي د مخنیوي لپاره بېرته پخوانیو بندیزونو ته ورګرځي که څنګه.

05.11.2021 ازادي راډیو

آسترالیا له افغانستان سره خپله ټسټ لوبه وځنډوله

د آسترالیا د کرکټ ادارې د جمعې په ورځ نومبر ۵ (لړم ۱۴) له افغانستان سره د خپل هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې د لومړۍ او یوازینۍ ټسټ لوبې د ځنډولو اعلان وکړ.  

05.11.2021 امریکا غږ

په پاکستان کې پټرول نور 8 روپۍ 3 پېسې ګران کړی شو

په پاکستان کې د پټرولو بيې نورې لوړې کړی شوي او په يو ليټر پټرولو کې اته روپۍ درې پېسې سېوا کړی شوي دي. په ملک کې پټرول په داسې حال کې ګران کړی شوي چې دوه ورځې وړاندې وزیراعظم عمران خان ویلي وو، په ملک کې به تيل نور ګرانولی شي.

05.11.2021 ډیوه

امریکا د ډارک سایډ پر هکرانو ۱۰ میلیونه ډالره انعام اعلان کړ

امریکا د پنجشنبې په ورځ نومبر ۴ (‌لړم ۱۳) د ډارک سایډ Darkside د مشهورې انټرنټي باج اخیستونکي ډلې د مشرانو د موندلو د معلوماتو په بدل کې لس میلیونه ډالره انعام اعلان کړ.

05.11.2021 امریکا غږ

نایجیر کې د جهادیانو په برید کې ۶۹ کسان وژل شوي

د نایجیر د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ نومبر ۴ (لړم ۱۳) ویلي‌ دي چې په دغه هیواد کې د جهادیانو په یوه برید کې د یوه سیمه ایزو ښاروال په ګډون حد اقل ۶۹ کسان وژل شوي دي.

05.11.2021 امریکا غږ

ښځینه امریکایي سناتورانې بایډن ته: د افغان میرمنو د ساتنې طرحه جوړ کړئ

د امریکا د متحده ایالتونو د سنا مجلس ښځینه غړو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۴ (لړم۱۳) جمهور رئیس جوبایډن ته د یوه لیک په استولو سره د افغان میرمنو او نجونو د ساتنې غوښتنه کړېده.

05.11.2021 امریکا غږ

داعش د سوریې په مرکز او ختیځ کې بریدونه زیات کړي دي

واشنګټن – د سیمیزو راپورونو له مخې، داعش پورې تړلو ترهګرو د سوریې په ختیځو او مرکزي برخو کې په دې وروستیو ورځو کې خپل بریدونه زیات کړي دي. سیمیزۍ نارت پریس ایجنسۍ په یو راپور کې ویلي،‌ لږ تر لږه د سوریې دوه حکومتي سرتیري د ګل یا دوشنبې د ورځې په برید کې چې د سوریې په مرکزي لرغوني ښار پلمېرا کې ترسره شوی وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، اورپکو په هغې پوستې باندې برید کړی وو چې د سوریايي پوځیانو لخوا یې ساتنه کېدله. سیمیز راپورونه وايي، تر دې دوه ورځې وړاندې لږ تر لږه د سوریې اوه حکومتي سرتیري او ایران پلوې ملېشې د سوریې په ختیځ کې د داعش په دوه جلا بریدونو کې وژل شوي وو. داعش اورپکو په سوریې او عراق کې د خپلو مخالفینو پرضد لوی بریدونه پیل کړي که څه هم ټوله هغه ځمکه یې له لاسه ورکړې کومه چې یو وخت په ولکه کې وه. دغه ډله په ځانګړې توګه د سوریې په بدیه دښته کې ډېره فعاله شوې هغه ځای چې د حکومتي ځواکونو او ایران روسي پلوو ملیشو لخوا کنټرولېږي.   روسیه او ایران د سوریې د بشار الاسد د رژيم له دوو مهمو ملاتړ کونکو څخه دي. برتانیه مېشته د سوریې د بشری حقونو د څآر‌ ډله وايي، "بدیه دښته اوس په سوریه کې ډېره په زړه پورې ده." د دغې ډلې مشر رامع عبدالرحمن  ویلي، "دا هغه سیمه ده چې د رژیم تر ولکې لاندې سیمه د ترکي پلوو ډلو د کنټرول له سیمو سره نښلوي." د داعش د بریدونو د زیاتېدو په غبرګون کې روسي الوتکو د ګل یا دوشنبې په ورځ د اورپکو په پټنځیو باندې لږ تر لږه ۱۵ هوايي بریدونه کړي. د عمر ابو لیلا په نامه د ډیر ازور ډلې مشر وايي، د داعش د بریدونو اوسنی زیاتوالی د دوو هدفونو لپاره شوی. "یو دا چې دوی د خپلو جنګیالیو د مورال لوړولو یوه هڅه ده چې خپلو ملاتړو وښيي چې دغه ډله اوس هم د هرې مخالفې ډلې په وړاندې د خونړیو عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري" دی وایي، دوهم دلیل یې دا دی چې،‌ "دوی هڅه کوي چې د ایراني ځواکونو د اکمالاتو لاره پرې کړي چې د عراق له پولې څخه نیولې بیا په حمس کې د شیرات هوايي اډې پورې." داعش همدارنګه د امریکا تر ملاتړ لاندې د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو تر ولکې لاندې د ځینې سیمو کنټرول هم لري. د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو لخوا په اکټوبر کې د داعش پرضد ۲۱ عملیات ترسره شوي دي چې د امریکا د ایتلافي ځواکونو لخوا یې ملاتړ کېده په کومو کې چې د داعش ۵۱ کسان نیول شوي دي. ایتلاف په ټویټر باندې لیکلي وو، "دا ګډ عملیات زمونږ د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي چې د سوریې په شمال ختیځو برخو کې د داعش د حضور پر ضد ترسره کېږي."

04.11.2021 ډیوه

ملا هبت الله له طالبانو غوښتي خپلې لیکې پاکې کړي

د طالبانو رهبر هبت الله آخندزاده د دې ډلې په قوماندانو غږ کړی چې د خپلو لیکو نه نامطلوب کسان وباسي.

04.11.2021 امریکا غږ

امریکا: له ایران سره اټومي خبرې به د نومبر په ۲۹ نېټه پیلېږي

واشنګټن - د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د شورو یا چهارشنبې په ورځ دا تایید کړه چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه اوم پړاو خبرې به د نومبر په ۲۹ نېټه د اسټریا په پلازمېنې ویانا کې پیل شي. پرایس وویل، "مونږ به اوم دور خبرې د نومبر په ۲۹ نېټه د ګل یا دوشنبې په ورځ بیا پیل کړو، د ایران لپاره ځانګړی استازی مالي به د امریکا لخوا دا خبرې پر مخ وړي." خبرې به د ایران او د تړون د پاتې اصلي شریکانو ترمنځ وي او امریکا به په غیر مستقیمه توګه پکې ګډون کوي او مالي به د امریکايي پلاوي مشري کوي. پرایس وویل، "مونږ په ښکاره وویل، خبرې که بریالۍ شي او که مونږ په پاتې مسلو توافق ته ورسېږو نو دا خبرې باید له هغه ځای پیل شي په کوم ځای کې چې په شپږم پړاو خبرو کې پاتې شوې وې." د ایران لوړ پوړي اټومي مرکچي علي باقري کاني هم د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې ویلي وو چې خبرې به بیا پیل شي. هغه لیکلي وو، "مونږ په دې موافقه کړې چې مذاکرات به دې لپاره پیلوو چې په ویانا کې د نومبر په ۲۹ نېټه غیر قانوني او غیر انساني بندیزونه لېرې شي." د اروپايي ټولنې استازي اینرېک مورا د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو او بیا د اروپايي ټولنې، روسیې، چین او د تړون د نورو غړو سره د خبرو لپاره په منځګړیتوب کې مرسته کړې ده. د دغو خبرو موخه دا ده چې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون بېرته پر ځای پاتې شي. د امریکا تېر ولسمشر ډانلډ‌ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې امریکا له دغه تړون څخه ویستلي وه او په ایران باندې یې بندیزونه لګولي وو. د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن وویل، چې امریکا به بېرته له دغه تړون سره یو ځای شي کله چې تهران د تړون له مخې د اټومي وسلو د پراختیا ټول محدودیتونه ومني. د ایران د اټومي تړون منل دا معنی لري چې په ایران به ټول لګول شوي بندیزونه چې ددغه هېواد اقتصاد یې له ستونزو سره مخ کړی بېرته لېرې شي.

04.11.2021 ډیوه

پېنټګان: چین په اېټمي وسلو کې په چټکتیا اضافه کوي

پېنټګان د امریکې کانګرس ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د چین پوځي قوت په اړه په خپل کلیز رپورټ کې وویل په اېټمي وسلو کې د موجوده زیاتوالې په نتیجه کې به چین د 2027 پورې  700 او د 2030 پورې لږ تر لږه 1000 اېټمي وسله د ترلاسه کولو جوګه شي

04.11.2021 ډیوه

بنګله دیش لوبډلې په نړیوال جام کې پنځه واړه لوبې وبایللې

د بنګله دیش د کرکټ لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې د شل اوریز نړیوال جام په دویم پړاو سیالیو کې پنځه لوبې وکړلې او ټولې یې وبایللې. د بنګله دیش وروستۍ لوبه نن د اسټرالیا د لوبډلې سره وه.

04.11.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more