هند د افغانستان پر وضعیت کنفرانس جوړوي، پاکستان نه ورځي
د ځینوهندي رسنیو د راپورونو په اساس ټاکل شوې چې د هند حکومت د را روانې چهارشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د افغانستان د حالاتو د ارزولو لپاره امنیتي کنفرانس وبولي.
د پاکستان پوځي مشرانو د پارلېمنټ د قامي سلامتیا کمېټۍ ته د افغانستان په اړه ورستی حال ورکړی
د پښتون جمهوري غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ افغانستان کى د پاکستان کردار لانجمنه بولي. هغه وویل پکار خو دا وه چې د پاکستان دغه کردار سره د حکومت د ټي ايل پي لوظنامي او د پوځ لخوا لاقانونه ټي ټي پي سره مذاکراتو په خبرونو باندى د تړلو دروازو په شا پارليمان کې عام بحث شوی وی
دتندره ډلې تحریک لبیک نوم د ناقانونه ډلو دنوملړ نه وویستل شو
دپاکستان حکومت دلاقانون ګرځول شوې تندره مذهبي ډلې تحریک لبیک نوم د دغیرقانوني یا ناچله ډلو د نوملړ څخه ویستلی دی .
اریانا افغان هوايي شرکت د کابل-دوبۍ پروازونه بیا پيلوي
د اریانا افغان هوايي شرکت وايي چې نن دوشنبه نومبر اتمه (لړم۱۷) به له کابل دوبۍ ته او له دوبۍ کابل ته پرازونه بیا پیلوي.
د بشري حقونو افغان فعالان وايي د طالبانو په واکمنۍ کې د امنیتي او اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي
په کابل کې مېشت د بشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي د بشري حقونو لپاره د کار کوونکو ژوند د يو لوی ګواښ سره مخامخ دی او د مجبورۍ له امله په کورونو ناست دغه خلک د سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي
مولانا فضل الرحمان:جعلي وزیراعظم دمذهب په نوم هیواد کې کرکې پیدا کړي
دپاکستان دحکومت مخالفه سیاسي ګوندونو دایتلاف پي ډي ایم مشر مولانا فضل رحمان وایي مذهبي او سیاسي ګوندونو د مذهب په بنياد د يو بل سره د ملګرتيا ژمنه کړې وه خو بدبختانه جعلي وزيراعظم د مذهب په نوم بدامني او نفرت پيدا کړی دی.
شمالي وزیرستان: د تشدد په پېښو کې د يو تنکي ځوان په ګډون دوه تنه وژل شوي، پينځه ژوبل
په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې په دوه بېلا بيلو پېښو کې یو تنکی ځوان په ګډون دوه کسان وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.
که د ټي ټي پي سره خبرې ناکامه کيږي افغان طالبان به يې پرضد پوځي عمليات کوي، رپورټ
پاکستاني چارواکو ویلي، په افغانستان کې واکمن طالبانو ورته باور ورکړی که د پاکستان د حکومت سره د تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلې خبرې ناکامه کيږي، طالبان به د دغو ډلو پرضد پوځي عمليات کوي.
جلال اباد: په چاودنو کې درې کسان وژل شوي
د پاکستان سره په پوله پرتې د افغانستان ختيځې صوبې ننګرهار کې دوه چاودنې شوي او لږ تر لږه درې کسان پکې وژل شوي دي.
د عراق د صدراعظم په کور د ډرون برید چا کړی ؟
سره لدې چې د عراق د صدراعظم مصطفي الکاظمي په کور د یکشنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکې یا ډرون برید د کولو ادعا تر اوسه هیڅ کومې ډلې یا هیواد نده کړې خو ځینو یې ملامتي وار د مخه په ځینو ډلو او هیوادونو اچولې ده.
د امریکا ستره محکمه د مسلمانانو د څارنې قضیه څیړي
ټاکل شوې د متحده ایالاتو په سترې محکمې کې د دوشنبې په ورځ نومبر ۸ (لړم ۱۷) پدې بحث وشي چې آیا د امریکا حکومت د کالیفورنیا ایالت په جوماتونو کې د مسلمانانو د څارنې په هکله د معلوماتو نه ورکولو لپاره د "دولتي محرمیاتو" د خوندیتوب غوښتنه کولی شي که نه.
ملګري ملتونه: افغانستان کې ۳ میلیون خلک د قحطۍ سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۳ میلیون کسان د قحطۍ سره مخ دي.
د ناامنۍ د قابو کولو په کوشش کې طالبانو ولایتونو ته نوي چارواکي وټاکل
په افغانستان کې طالبانو د اتوار/یکشنبې په ورځ، خپل د ډلې څلورڅلوېښت (۴۴) کسان په ولایتونو کې مهمو عهدو ته وټاکل چې په هغو کې د ولایتونو والیان (ګورنران) او امنیه قوماندانان (د پولیسو مشران) هم شامل دي.
کرکټ کپ: پاکستان په سیمي فاینل کې د اسټرېلیا سره مقابله کوي
د سږکال ټي-ټونټي کرکټ نړېوال کپ سیالیو کې، پاکستان نن خپله پنځمه پرله پسې لوبه هم وګټله او په داسې حال کې د سیمې فاینل لوبو په خوا روان شو چې په ګروپي لوبو کې یې یوه هم نده بایللې او پوره لس نومرې یې ګټلي دي.
په مسلمانانو بریدونه؛ د هند پولیس د درواغو خبرونو خپروونکي لټوي
په هند کې پولیس د څه باندې ۱۰۰ هغو فیسبوکي حسابونو په مالکانو پسې ګرځي چې د «درواغو او جعلي خبرونو» په خپرولو تورن دي.