ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان: متقي او وېسټ موافقه کړې چې د افغانستان پیسې به خیریه ادارو ته ور نه کړل شي

واشنګټن – طالب چارواکو ویلي، د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي تاماس وېسټ سره د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه خبرې کړي. دواړو مشرانو د افغانستان په سیاسي او اقتصادي حالاتو باندې دغه خبرې د ترکیې په اناتولیه ښار کې د لیده کاتو پر مهال کړي دي. تاماس وېسټ په ټویټر لیکلي، دوی ګټورې خبرې کړي او زیاتوي، "د افغانانو لپاره مو په مهمو مسلو باندې خبرې وکړې، چې په هغو کې اقتصادي ثبات، پرمختګ، تعلیم او تجارتي هوايي سفرونه شامل وو." وېسټ وویل، امریکا له طآلبانو سره د متحدینو او شریکانو نظر شریک کړ چې نړیوال ټولنه باید له طالبانو سره ښکېله پاتې شي او په افغانستان کې یې د پوهنتونونو د پرانېستلو هرکلی وکړ او دا یې یو مهم ګام وباله. وېسټ هیله څرګنده کړه، چې زیات خلک دغې کې داخل شي، ماحول ئ مثبته وي او د ټولو لپاره محفوظه وي خو هغه وویل،‌ چې لا هم زیات کار باید ترسره شي. ویسټ وویل، "د بشري حقونو، د لاسته راوړنو د خوندي کولو او په حکومت کې د افغان ټولنې د ونډې زیاتولو په برخه کې لا نور کار ته اړتیا ده." ده ویلي،‌ چې له خپلو ملګرو او همکارانو سره یې په دې خبرې کړي چې نړیواله ټولنه دې هرو مرو په ګډه کار وکړي. طلوع نیوز د بهرنیو چارو وزارت له خولې ویلي، متقي او وېسټ په دې موافقه وکړه چې د افغانستان د مرکزي بانک ۳.۵ بیلینه راخلاصې شوې پیسې به نړیوالو خیریه ادارو ته نه ورکول کېږي او نه به په بشري مرستو باندې لګول کېږي. د بهرنیو چارو وزارت په ټویټر لیکلي، "افغان لوري یو ځل بیا دا خبره وکړه چې یادې ۳.۵ بیلینه ډالره او پاتې ۳.۵ بیلینه نور ډالر باید راخلاص شي او د افغانستان مرکزي بانک ته دې ورکړل شي ځکه دا ټوله پانګه د افغانستان د خلکو پورې تړلې ده او یواځې دوی د دغو پیسو په اړه پرېکړه کولای شي. د طالبانو وزارت دا هم ویلي،‌ چې متقي په دغې لیدنه کې دا وویل چې د افغانستان د بانکونو د پانګې له نیولو سره به د طالبانو او د امریکا اړیکو باندې منفي اغیزه پریوځي او وايي چې دواړو غاړو په دې موافقه وکړه چې داسې لیدنو ته به دوام ورکوي چې په اړوندو مسلو خبرې وشي. د افغانستان د تېر جمهوري حکومت له نسکورېدو وروسته امریکا د افغانستان د مرکزي بانک نهه بیلینه ډالره کنګل کړي وو. د امریکا ولسمشر جو بایډن په فیبرورۍ کې داسې یو صدارتي حکمنامه لاسلیک کړه د کوم له مخې چې د امریکا په بانکونو کې له کنګل شویو اوو بیلینه ډالرو څخه به ۳.۵ بیلینه افغانستان ته خلاص شي او ۳.۵ بیلینه نور یې په امریکا کې د سپټمبر د یولسمې برید قربانیانو ته ورکړل شي.

12.03.2022 ډیوه

روسي ځواکونو پر کیف فشار زیات او د ماریوپول ښار یې محاصره کړی 

روسي ځواکونو د شنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب ۲۱) پر کیف فشار نور هم زیات کړ او د اوکراین په نورو سیمو کې يې پر ملکي ساحو بریدونه کړي دي.

12.03.2022 امریکا غږ

په ماشومانو جنسي تیری،پښتونخوا اسمبلۍ ته دسختو سزاګانو قانوني ترمیمي مسوده وړاندې کړل کیږي

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت په ماشومانو دجنسي تیري په پېښو کې ککړو مجرمونو ته د مرګ دسزا او د هغوی فحش ويډيوګانو جوړونکو ته د نورو سختو سزاګانو ورکولو لپاره د ماشومانو د تحفظ د قانون ترميمي مسوده تياره کړې او ممکنه ده چې د ګل په ورځ صوبايي اسمبلۍ ته د بحث او منظورۍ لپاره وړاندې کړل شي۔ د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي ددې ګام ستاینه کوي خو وايي ترکومې چې په نصاب کې د جنسي تعليم لپاره مواد نه وي شامل شوي او خلکو ته پوهه نه ورکړل شوې نو په ماشومانو دجنسي تيري مخنیوی به  يوازې دقانون دلارې اسان نه وي۔ د ماشومانو سره د جنسي تشدد پېښو مخنيوي لپاره صوبايي حکومت د ماشومانو د تحفظ د قانون ترميمي مسوده تياره کړې، د کومې ترمخه چې به په دغه پېښو کې ککړ تنانو ته د مرګ سزا يا عمر قيد او تر 50 لکو روپو د جرمانې سزا ورکولې شي۔ د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف ښځينه غړې عاشيه بانو وي او ای ډيوه ته وايي چې د کال 2010م د ماشومانو د تحفظ قانون کې دترميم کولو مقصد په جنسي تيري کې ککړو تنانو ته سختې سزاګانې ورکول او ددغې پېښو مخنيوی کول دي۔ نوموړې زياته کړه چې په اکثره پېښو کې د جنسي تشدد کولو وروسته ککړ تنان چې ددغه ماشومانو پېژندګلو وي د خپل ځان پټ ساتلو لپاره ماشوم يا ماشومه ووژني نو په ترمیمي قانوني مسوده کې په دغه ډول پېښو کې ککړو کسانو لپاره دتېزندۍ يا د مرګ سزا تجویز کړل شوې ده ۔ په قانوني مسوده کې دا هم ليکل شوي چې کوم تن د ماشومانو په غېر اخلاقي ويډيوګانو جوړولو کې ککړ وي نو هغه ته د 20 کالو پورې د بند د سزا ورکولو ترڅنګ به هغه 70 لکه روپۍ جرمانه کېږي۔ د مسودې ترمخه د ماشومانو په قاچاق کې ککړ تن ته به د 25 کالو دبند د سزا ورکولو ترڅنګ هغه 50 لکه روپۍ جرمانه کولی هم شي۔ همدا راز د ماشومانو په ضد د جنسي تیري قضيې به د ماشومانو د تحفظ په عدالتونو کې یوه میاشت کې دننه فيصله کېږي۔  په پېښور کې مېشت د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر د حکومت ددغې ګام ستاینه کوي خو وايي ترکومه چې په نصاب کې په ماشومانو د جنسي تيري مخنيوي لپاره مواد نه وي شامل شوي او خلکو ته په دې اړه مالومات نه وي ورکړل شوي نو يوازې دقانون دلارې ددې پېښو مخنيوی به ممکن نه وي۔ نوموړي زياته کړه چې کوم خلک اغېزمن کېږي نو د هغه خلکو بېداري ډېره ضروري ده، دلته ماشوم او مور پلار نه دي بېدار کړل شوي ځکه چې نظام نشته۔ د عمران ټکر په وینا د ټولو نه غوره خبره دا ده چې په دې اړه مالومات او پوهه په نصاب کې شامله شي، د قران او حديث په رڼا کې علماکرام په جوماتونو کې په دې موضوع خبرې وکړي، غېر دولتي ادارې پرې غونډې وکړي او سياسي خلکو ته هم پکار دي چې په خپلو جلسو کې په دې اړه بحثونه وکړي۔  د خېبر پښتونخوا د ماشومانو د تحفظ دقانون ترميمي مسوده کې دا هم ليکل شوي چې کوم تن په ماشومانو جنسي تيري کې ککړ وي نو د هغوئ به باقاعده ريکارډ ساتل کېږي او داسې مجرمانو ته به د ماشومانو اړونده ادارو کې نوکري نه ورکول کېږي، که کومه اداره داسې کوي نو د ادارې مشر به 5 کاله قيد او د يو کروړ روپو دجرمانې مستحق وي۔  د خېبر پښتونخوا د پوليس محکمې د شمېرو ترمخه په کال 2019 کې د صوبې په کچه د ماشومانو سره د جنسي تشدد 185 او په کال 2020 کې 323 پېښې ريکارډ شوي دي۔

12.03.2022 ډیوه

افغانستان کې نژدې شپږ میلیون کسان بېځایه شوي ـ راپور

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په افغانستان کې د داخلي بېځایه شوو د شمېر د زیاتوالي په اړه خبر ورکړی او ویلي دي چې اوس مهال په دغه هیواد کې د داخلي بېځایه شوو کسانو شمېر شاوخوا شپږ میلیون کسانو ته رسیږي.

12.03.2022 امریکا غږ

دپاکستان په حکومتي ګامونو اختلاف،ایا ایي ایم ایف به پاکستان ته نورې پیسې ورکړي؟

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې په دې وروستیو کې دپاکستان د وزير اعظم عمران خان له خوا د اعلان شوي ټېکس اېمنسټي سکيم، په بجلۍ او پټرولو د ورکړل شوؤ رعایتونو  له کبله د حکومت او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف ترمنځ روانې خبرې په نامالوم لوري تللې دي. اقتصاد پوهان وايي ترڅو چې د حکومت پرضد روان سياسي طوفان نه وي تم شوی نو د ايي ایم ایف لخوا به د شپږ بيلېنه ډالرو د پور پروګرام لاندې حکومت ته اووم قسط ترلاسه کېدل ناشونی وي. ورځپاڼه ډان د يو حکومتي چارواکي له خولې لیکي چې د پاليسۍ په مهمو چارو د ځنډ له امله د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف او د پاکستان د اړونده چارواکو ترمنځ په انټرنېټي بڼه دا روانې خبرې چې پرون د جمعې په ورځ ختمېدونکي وې اوس د پاکستان د خزانې د وزارت په خواست تر ګل ورځې غځول شوې دي. د نړیوالې مالياتي ادارې سره په دغه خبرو کې شريک يو حکومتي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې نړیوالې مالياتي ادارې په مهمو اقتصادي اصلاحاتو د حکومت د يو ګام د مخکې او يو ګام پرشا د تلو په تګلاره هم اندېښنې ښودلي دي. د اقتصادي چارو کارپوهه او خبريال مهتاب حېدر ډيوه ته وېلي ترڅو چې د حکومت پرضد روان سياسي طوفان تم شوی نه وي نو د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف لخوا پاکستان ته د پور اووم قسط ترلاسه کېدل به مشکل وي. هغه وایي تر راتلونکې اوونۍ د پاکستان او ايي ایم ایف ترمنځ دمامورینو په کچه کوم تړون کېدل به ناشونی وي اؤ ترڅو چې د وزير اعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ د تحريک پرېکړه نه وي شوې دا خبرې به بريالې نه شي. هغه وايي دملک ا اقتصاد په بد حال دی او بلخوا خلک د حکومت څخه تمه کوي چې نوره ګراني به را نه ولي. دنوموړي په وینا که په نړيواله کچه د تېلو بېعې سېوا کېږي چې اوس لږې لاندې راغلي دي نو د پاکستان حکومت سره به ايي ایم ایف ته د تلو پرته بله لاره نه وي. نوموړې وايي حکومت چې دا مهال کومه سياسي مهم جوى کوي او د هغې چې په اقتصاد کومې بدې اغېزې راځي نو ددې د مخنیوي لپاره هم پېسې نه لري. واىي حکومت ګڼل چې د خپلې واکمنۍ په لمړيو دريوؤ کلونو کې به سختې اقتصادي فېصلې وکړي او په وروستیو دوو کلونو کې به ولس ته اساني ورکړي خو داسې ونه شوه. د انګرېزې ژبې ورځپاڼې دي نيوز په دې اړه خپل خبر کې ویلي د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف چارواکو په خپلو خبرو کې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان د لوري په دې وروستیو کې د پټرولو په  نرخ  کې د لېټر په سر د لسو روپو او دبجلۍ په يو يونټ کې د پينځوؤ روپو په سبسډي یا رعایت ورکولو او صنعتي څانګې ته په ټېکس کې د استثنا په ورکولو سخت اعتراضونه کړي دي. دا وخت د پاکستان اقتصادي وضعه هم خرابه ده او شمېرې وايي تجارتي خساره 32 بيلېنه ډالرو ته رسېدلې ده او اقتصاد پوهان وايي که د هېواد اقتصادي حالت هم داسې پاتې کېږي او سياسي مېدان تاوژن کېږي نو دا خساره تر 45 بيلېنه ډالرو رسېدلی شي.  پوهان وايي د حکومت سره د تجارتي خسارې د پوره کولو لپاره يوازینۍ لار د بهر څخه د راتلونکي ترسيلات زر ده او هغه هم له تېرو څو میاشتو راهسې کمېږي.  هم دا ډول شميرې ښيي چې د روان مالي کال تر لمړو اوو مېاشتو  د بجټ خساره هم 11.2 بيلېنه ډالرو ته رسېدلې ده او ددې کچه يوازې د تېرې جنورۍ په میاشت کې 2.6 بيلېنه ډالر رېکارډ کړی شوې ده او څېړونکي اټکل کوي چې دا د جون میاشتې پورې تر 20 بيلېنه ډالرو رسېدلی شي او که داسې وشي نو دا به د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو زیاته بجټ خساره وي.  اسلام اباد کې د بزنس رېکارډ ورځپاڼې د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين ډيوه ته وايي که حکومت د ايي ایم ایف شرطونه مني، د بجلۍ او پټرولو په نرخونو کې ورکړی شوي رعایتونه بېرته اخلي نو دې سره به حکومت ته د نورو مالياتي نړیوالو ادارو څخه پورونه اخستل اسان شي خو که داسې نه کوي د ايي ایم ایف سره به د روان شپږ بېلنه ډالرو د پور پروګرام نه وځي.  هغه وايي دوه خبرې دي يو خو به حکومت ايي ایم ایف ته دا باور ورکوي چې د بجلۍ او پټرولیم په نرخونو کې ورکړی شوی رعایت به بېرته اخلي او چې صنعتي څانګې ته د ټېکس په مد کې د استثنا کوم د بخښنې سکيم اعلان کړی هغه به هم رانغاړي او وايي که دا نه وي نو بیا به حکومت ايي ایم ایف ته ددې متبادل پلان ورکوي.  نوموړيې وايي دا وخت چې په هېواد کې کوم سياسي حالات جوړ دي نو په داسې حال کې متبادل پلان ورکول ډېر ګران دي. حکومت په دې وخت کې نور ټېکسونه نه شي لګولی او نه بل څه داسې اقدامات پورته کولی شې چې محصولات ترې پېدا کړي.  پاکستان ته تر اوسه  د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د شپږ اربه ډالرو د پور د پروګرام لاندې نيزدې 3.5 بيلېنه ډالره رقم ورکړی شوی دی.  د پور دا پروګرام چې په 39 مياشتو اډاڼه دی سږکال د ستمبر په میاشت کې به ختمېږي.

12.03.2022 ډیوه

په تذکره افغانستان ته په اوښتو بندیز افغانان دسختو ستونزو سره مخ کړي

په تورخم پوله د پاکستان حکومت بغير د پاسپورټ او ويزې افغانستان ته په تګ راتګ بنديز لګولی دی او په پوله د افغان تذکرو يا پاکستاني شناختي کارډونو دتصديق دفتر يوه اوونۍ وړاندې تړل شوی دی. د نوې پاليسې وروسته په تورخم پوله ګڼ شمير هغه افغان وګړې چې لويه شميره پکې دمريضانو وي،له ډيرو ستونزو سره مخ دي او بيرته د تلو اجازه ورته نه ورکول کيږې. تر دې وړاندې به دپاکستان حکومت په مهاجر کارډ او افغان تذکره مريضانو او بغير د اسنادو کسانو ته افغانستان ته د تګ اجازه ورکوله۔  د خيبر ضلعې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته تايد کړې ده چې په دې لړ کې د مرکزي حکومت له لورې باقاعده  اعلاميه خپره شوې ده او په تورخم پوله د ضلعي انتظامیې لخوا بينري هم لګول شوې دي. په دغو بینرو لیکل شوي  چې په تذکره افغانستان ته په تګ بشپړ بنديز لګول شوی دی او هيڅ څوک دې په تذکره افغانستان ته تګ لپاره تورخم ته د راتګ زخمت نه کوي۔ حبيب ګل چې په خپله ناروغه دی او د ننګرهار سره تعلق لري وي او ای ډېوه ته واېي د تيرو دوؤ ورځو راهسې په تورخم پوله موجود دی، افغان تذکره او مهاجر کارډ لري خو افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکول کيږې . هغه وایي دده په څېر نور ډير ناروغان او د زيات عمر کسان ډېر په تکليف کې دي اؤ په پوله داوښتو لپاره انتظار باسي۔ "زه پخله مريض يم، مهاجر کارډ راسره هم شته او تذکره هم لرم خو نه مې پريږدي، زما د ورور سره تذکره او پاسپورټ هم شته خو ويزه نه لرې نو بس دغه کې ګير يو ،دوه دري ورځې وشوې، يقين وکړئ کله راته هوټل کې ډوډې ميلاو نه شې موږ ډېر په مشکل کې يو‘‘ د تيرو شپږ کالو راهسې د نوې پاليسې وړاندې به افغان وګړي افغانستان ته د تورخم د لارې په تذکره او مهاجر کارډ اوښتی شول . دغه راز  دخېبر ضلعې لنډې کوتل تحصېل د شینوارې قبيلې خلکو ته  به هم  په شناختې کارډ د تګ راتګ اجازه وه خو نژدې څلور مياشتې وړاندې په دغه مقامي خلکو او په وړه کچه کاروبار کوونکو ځایي خلکو هم بنديز لګول شوی دی. ځایي خلک وایي د حکومت دنوې پالیسې له امله دوئ د کړمو سره مخ دي ځکه د پولې دواړو خواؤ ته خپل خپلوان لرې او روانو حالاتو کې په غم ښادۍ کې د ستونزو سره مخ دي۔ يار محمد د پيښور بورډ بازار کې افغان دوکاندار دی، وایي د پاکستان دحکومت نوې پالېسۍ افغان وګړي د تشويش سره مخ کړي دي. ډيوه سره خبرو کې هغه وایي  د افغانستان روان وضيعت کې پاسپورټ جوړول يا د پاکستان ويزه ترلاسه کول ډېر ګران کار دی بايد دپاکستان حکومت بې وسه افغان ولس ته اساني پيدا کړي نه چې مشکلات۔ ‘‘پاکستان خو زموږ ګاونډې اسلامې هيواد دی نو دوئ زموږ سره دومره سختي او مشکلات کوي بارډر یې راته دومره سخت کړی دی چې مريضان راته نه پريږدي نو موږ چرته لاړ شو؟ په مخکیني حکومت کې موږ ته اساني سېوا وه خو کله نه چې د طالبانو حکومت راغلی دی په تورخم موږ ته مسلې ډيرې سيوا شويدې‘‘ په تورخم کې به د قامې اسنادو اداري نادرا او دضلعي انتظامیې شريک دفتر د پاکستان او افغانستان ترمينځ د کډوالوپه مهاجر کارډ (پي او ار) او په تذکره دواړو هيوادونو ترمينځ د تګ راتګ تصديق کولو او دپاکستان حکومت به بغير د ويزې مريضانو، ښځو او ماشومانو ته اجازه ورکوله خو دنوې پالیسۍ لاندي هر افغان وګړي دپاره ويزه او پاسپورټ لرل لازمي ګرځول شوي دي۔

12.03.2022 ډیوه

پاکستان کې سیاسي تاؤ تریخوالی دګوندونو ترمنځ دجګړې تر خطر رسیدلی

څيړونکي وایي  پاکستان کې د وزيراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ د تحريک جمع کولو سره سياسي تاؤ تريخوالی زيات شوی دی۔ عمران خان تېره ورځ په دير کې یوې ولسي جلسې ته د وینا په مهال ويلي دبې باورۍ  دتحريک لپاره د راېي اچولو نه يوه ورځ وړاندې يې د اسلام ډي چوک ته دخبل ګوند خلک راغوښتي دي، دمخالفه سياسي ګوندونو غړي وایي چې عمران خان د خپل ګوند پلويان راغواړي دوئ هم په دې خبره غور کوي چې خپلو پلويانو ته د اسلام اباد ډي چوک ته په هغه ورځ د راتلو ووايي۔ عمران خان د خېبر پښتونخوا دير ضلعه کې يوې جلسې ته خپله وېنا کې ويلي" د بې باورۍ د راېي اچولو په ورځ د اسلام اباد ډي چوک ته خپل پلويان ځکه راغواړم چي دوئ ته وښايم چې زمونږ قوم لا ژوندی دی او زمونږ قوم امربالمعروف باندې ولاړ دی" هغه مخالفه ګوندونو ته  په اشاره وويل چې په شل شل کروړه د خلکو د ضمير اخستو کومه سوده کوي، دې ته به يې نه پريږدي.  په دير کې د جلسې وروسته د خېبر پښتونخوا الېکشن کمېشن وزير اعظم عمران خان، وزيراعلا محمود خان او جلسه کې ګډون کوونکو نورو وفاقي او صوبایي وزيرانو ته نوټسونه جاري کړي . الیکشن کمیشن وایي چې ددیر جلسه کې دمرکزي اؤ صوبایي وزیرانو ګډون سره د الېکشن کمېشن لخوا د بلدياتي ټاکنو لپاره دټاکل شوؤ قاعدو اؤ ضابطو څخه سرغړونه شوې ده . الیکشن کمیشن په څوارلسم مارچ وزیراعظم اؤ ددیر جلسه کې برخه لرونکو نورو مرکزي اؤ صوبایي وزیرانو ته دکمیشن په وړاندې د پیش کیدو وینا کړې ده. حکومت مخالفه ګوندونو لا تر دې دمه دبې باورۍ په تحریک د رائیو ورکولو په ورځ داسلام اباد ډي چوک ته دخپلو پلویانو راغوښتو کومه غوڅه پريکړه نه ده کړي، خو د پي ډي ايم دمشر مولانه فضل الرحمان د ګوند جمعیت علماء اسلام يو وياند جليل جان ډيوه ته وويل د عمران خان د اعلان روستو دوئ هم صلاح مشوري کوي چې په دغه ورځ دخپلو پلويانو د راغوښتو يا نه راغوښتو پريکړه وکړي۔  جليل جان وويل وويل د مخالفه ګوندونو د پلويانو يو بل ته دمخامخ کيدو سره اشتعال زياتېدای شي او په دې خبره يي عمران خان تورن کړو چې د پارليمان خبره  سړکونو ته راويستل غواړي،    د چارشنبې په ورځ ماسخوتن د اسلام اباد پولیسو د پارلیمان سره نزدې پارلیمنټ لاجز څخه د جمعیت علماء اسلام د ذیلي تنظیم  انصارالاسلام اتلس غړي نیولي وؤ او د پارلیمان پر ځینو غړو یې تشدد هم کړی ؤ، چې د مولانا فضل الرحمان له خوا په ټول هیواد کې د احتجاج کولو د دړکو وروسته بیرته خوشي کړی شوي دي. په اسلام اباد کي خبريال عبدالله مومند وایي د سياسي ګوندونو ترمينځه وضعه د وړاندې نه د تاو تريخوالې ښکار ده او که چرته د حکومتي او مخالفه ګوندونو پلويان په اسلام اباد کې په دغه ورځ يو بل ته مخامخ شي نو د جګړې خطر موجود دی،  د زیارت په ورځ  پارلیمنټ لاجز کې د جمعیت علماء اسلام د غړو سره له تاوترخوالي وروسته حکومت اعلان کړی دی چې د بې باورۍ تحریک په اړه د رایو اچولو په ورځ به رینجرز او ملېشا ځواک د پارلمان په امنیت ساتلو ګمارل کېږي. د کورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید په اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل قانون په لاس کې اخیستونکي څوک به هم نه پریږدي. دهغه په خبره "پریکړه شوې ده چې د بې باورۍ په تحریک درایو ورکولو په ورځ به د پارلیمان د ودانۍ، د پارلیماني غړو دکورونو یا ایم این ای لاجز او زوړ ایم این ای هاوس د حفاظت د پاره به رینجرز او ایف سي ځای پر ځای کړی شي"  څيړونکي نظر لري چې د سياسي ګوندونو غړي به هم په دغه ورځ ډي چوک ته پرې نه ښودل شي۔

12.03.2022 ډیوه

د بنو جرګه: پښتنو ته په ورپېښو مسلو بحثونه دوام لري

په بنو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب (پښتون قامي جرګه بنو) دوام لري، او ياد ګوند وايي، په جرګه کې پښتنو ته په ورپېښو مسلو بحثونه روان دي او د حل لارې دپاره به يې اعلاميه خپرولی شي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي وياند رضا محمد رضا وايي، جرګه روانه ده، مشران راغلي دي بحثونه کيږي، په بحثونو به شريکه اعلاميه خپريږي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په شريکه اعلاميه کې به پښتنو ته د ورپېښو مسلو حل لاره را ايستل کيږي. هغه زياته کړه تراوسه پورې چې په جرګه کې څومره بحثونه شوي هغه په لر او بر کې د پښتنو په سيمه د بدامنۍ او د پښتنو د وسايلو په اړه شوي دي. جرګې ته راغلي سياستوال افراسياب خټک وويل، په دې وخت کې پښتنو ته د دې جرګې سخت ضرورت وو، ځکه چې په لر  او بر کې پښتانه د يو قسم حالاتو سره مخامخ دي. هغه وویل، په افغانستان کې د بدامنۍ څخه د پولې دې غاړې ته (پاکستان کې) پښتانه اغېزمن کيږي او که دلته بدامني وي نو د پولې پورې غاړې ته (په افغانستان) کې هم د هغې اغېزې وي. خټک وويل، د دې جرګې يو ارزښت دا دی چې اوس به د دې جرګې د لارې هغو قوتونو ته ویل کېدی شي چې د پښتنو په سیمه نور ورانوی نه جوړوي. په جرګه کې ګډون والا وړانګه لوڼۍ وايي، دې جرګې ته ښځې راغوښتل شوي او د ښځو په استازيتوب دوی جرګې ته د ښځو په اړوند يو شمېر وړاندېزونه وکړه. هغې وویل دوی وړاندېز وکړو چې ښځو ته دې د تعليم، جايداد او اقتصاد په برخه کې پوره پوره حق ورکړی شي. لوڼۍ زياته کړه په دې جرګه کې ښځو ته پوره استازيتوب ورکړی شوی کوم چې د جرګې د ارزښت او ښځو ته په پښتنه ټولنه کې د اهمیت ورکولو عکاسي کوي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کورب په بنو کې پښتون قامي جرګه پرون د جمعې په ورځ (11مارچ) پېل شوي او تر سبا د اتوار د ورځې پورې به روانه وي.

12.03.2022 ډیوه

د کابل بازارونو کې د افغانیو په وړاندې د ډالرو ارزښت ۸۵ افغانیو ته راټیټ شو

په کابل کې د شهزاده سرای د صرفانو ټولنې د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ټيټېدو خبر ورکړی او وايي چې اوس مهال یو امریکايي ډالر په ۸۵ افغانۍ تبادله کیږي.

12.03.2022 امریکا غږ

مردان کې د فشار وروسته د جینکو په لوبو بندېز لگول شوی

د خېبر پښتونخوا په مردان ښار کې په ښکارہ مېدانونو کې د ښځو یا جینکو د لوبو پرضد د مذھبي ډلو د احتجاجونو وروسته بندېز لگولشوی دی. په مردان کې درې ورځنۍ لوبې په مردان سپورټس کمپلیکس کې د ضلعې د لوبو محکمې راجوړ‎ې کړ‎ې وې. د ضلعې د لوبو محکمې د مذھبي ډلو سرہ لوظنامه کړ‎ې دہ چې په ضلع کې به په ښکارہ مېدانونو کې د ښځو لوبې نه شي کولی او پهدیوال دننه کېدونکو لوبو کې به د عملې نه علاوہ سړ‎و ته د ورتگ اجازہ نه وي. یادہ لوظنامه وي او اې ډیوہ ته ترلاسه شوې دہ. د مردان مرستیال کمشنر حبیب الله عارف وي او اې ډیوہ ته ویلي د څو کسانو په فشار دغه لوظنامه شوې خو دوی یې پلټنې کوي او ددغو فشار اچوونکو پرضد به قانوني گام اخستلی شي. یادې لوبې د یوې ورځې کېدو وروسته پرون فلد جمعې په ورځ (11مارچ) ودرول شوي دي، چې پکې د 21 کالو نه د کم عمر جینکو د کرکټلوبې کولې. په ټولنیزو رسنیو خپرہ شوې ويډیو کې یو تن د سپورټس کمپلیکس سپرنټنډنټ نور الاحد ته وایي چې په دغه ځای یو تبلیغي مرکز وو اوکه دا لوبې ونه درول شوې بیا به دغلته مرکز جوړ‎ کړ‎ي. او له دغې وروسته بیا دا لوظنامه شوې دہ. د ښځو د حقونو دپارہ کار کوونکې نادیه بي بي وایي، د مودو راھسې د ښځو سرہ د جنس په بنیاد توپیري چلند کيږ‎ي ھغه وایي د پاکستان ایین او قانون کې د ښځو په لوبو کوم بندېز نشته، دا ډېرہ د افسوس خبرہ دہ چې د ابادۍ نیمه برخه د خپلو حقونوڅخه محرومه کولی شي او دا په ټولنه کې د مذھبي تندروۍ عکاسي کوي باید چې د دې مخنیوی وشي. په مردان کې دغه کار په داسې حال کې شوی چې روانه میاشت په ملک په اتم مارچ د ښځو د حقونو دپارہ د ښځو ورځ نمانځل شوې اوپه خېبرپښتونخوا کې فعالو ښځو ویلي وو، دوی د حالاتو او گواښونو له کبله نه شي کولی چې په ازادہ دغه ورځ ونمانځي. په اووم مارچ په مردان کې د کار کوونکو ښځو د سیمینار پرضد مذھبي ډلو او تجارانو احتجاجونه کړ‎ي او دغه کار ته یې په ټولنه کې دبې حیایۍ نوم ورکړ‎ی وو. او دغه سیمینار ھم بیا انتظامیې د فشار له امله ودرولی وو.

12.03.2022 ډیوه

بايډن: امریکا، يورپي يونين او جي سېون به د روس سره د معمول تجارت وتړي

د امریکې صدر جوبايډن د جمعې په ورځ اعلان کړی، چې امریکا، يورپي يونين او جي سېون هېوادونه به په اوکراين د حملې په غبرګون کې د روس سره د معمول اړيکې هم وځنډوي. د روس د ناخوښه قام ګرځولو له سببه او د تجارتي حيثيت لرې کولو له امله به د امریکا او د اتحاديانو سره يې په ډېرو څيزونو په ټېکسونو کې اضافه وشي، چې له امله به يې د روس اقتصاد نور کمزوری شي. بايډن په سپينه ماڼۍ کې دغه اعلان کړی دی چې د روس دپاره د امریکا سره کاروبار کول او د نړيوال اقتصاد د نيمې برخې جوړولو دپاره به د نورو ملکونو سره کار کول ګران شي. هغه ويلي، دا به د روس د اقتصاد دپاره غټه ضربه وي، کوم چې د وړاندې نه د بندېزونو له امله سخت اغېزمن دی. امریکې او نورو اتحاديانو يې د وړاندې نه په روس د فشار اچولو دپاره د دغه هېواد نه په برامداتو او بېنکنګ نظام باندې بندېزونه لګولي دي. د دې دپاره چې د روس ولاديمير پيوټن د اوکراين پرضد د جګړې بندولو اعلان وکړي. کومې جګړې ته چې د دوېمې نړيوالې غټې جګړې وروسته د يورپ غټه جګړه ويل کيږي. له دغې يوه ورځ وړاندې د اوکراين صدر ولاديمیر زيلنسکي په يوه ويډیو کې ويلي وو چې پوځ يې سټراټيجيک موړ ته رسېدلی، او زياته کړې يې ده دا ويل به ممکن نه وي چې د خپلې خاورې په ازادولو کې به مو څومره ورځې ولګي، خو ويلي يې دي دا ويل ممکن دي چې دوی به خپله خاوره ازادوي ځکه چې دوی په يو سټراټيجيکي موړ ولاړ دي. بل لور ته د امریکې مرستیالې صدرې کاملا هېرس د دې اوونۍ په سر کې ويلي وو چې دوی په اوکراين د روس د يرغل په اړوند د ملګرو ملتونو د پلټنو ملاتړ کوي، په کومو کې چې د ټولو حقونو په مبينه توګه سرغړونه شوې او د جرمونو جاج به اخستل کيږي. په دې خبر کې ځينې مالومات د خبري ادارو اې پي، اې اېف پي او رايټرز نه اخستل شوي دي.

12.03.2022 ډیوه

روسیې فیسبوک د افراطي سازمانونو په نوملړ کې شامل کړ

روسیې د جمعې په ورځ د مارچ په یوولسمې د ( کب ۲۰)‌ د میتا د شرکت پرضد چې فیسبوک یې یوه برخه ده، جنايي قضیه پرانیستله او دغه شبکه یې یوه " افراطي شبکه" وبلله.

12.03.2022 امریکا غږ

طالبان: د افغانستان کنګل شوې پیسې دې خیریه موسسو ته نه ورکول کیږي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د کنګل شوو پیسو له جملې ۳/۵ میلیارده ډالر چې د امریکا محکمې په اړه پرېکړه کړې ده خیره موسسو ته دې نه ورکول کیږي.

12.03.2022 امریکا غږ

له متقي سره د و یسټ 'توافق'؛ د افغانستان د پیسو یوه برخه به خیریه موسسو ته نه ورکول کیږي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د کنګل شوو پیسو له جملې ۳/۵ میلیارده ډالر چې د امریکا محکمې په اړه پرېکړه کړې ده خیره موسسو ته دې نه ورکول کیږي.

12.03.2022 امریکا غږ

د داعش نوی مشر د ابوبکر البغدادي ورور دی

د دوه عراقي چارواکو او یوې لویدیځې سرچینې د معلوماتو له مخې د  داعش نوی مشر چې د پنجشنبې په ورځ د مارچ لسمه ( کب ۱۹) د دغې ډلې له خوا معرفي شو، د داعش ډلې د پخواني وژل شوي  مشر ابوبکر البغدادي ورور دی.

12.03.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more