ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان: د طالبانو حکومت له افغانستان څخه د تخلیې پروګرام بند کړ

د طالبانو یو ویاند نن یکشنبه فبروري اوومه (سلواغه۸) وویل تر څو چې په بهرنیو هېوادونو کې له افغانستان څخه د وتلیو کسانو حالت ښه شوی نه وي، نه پرېږدي چې د تخلیې په پروګرام کې نور خلک له افغانستان څخه ووځي.  

27.02.2022 امریکا غږ

پر اوکراین د روسیې یرغل؛ تر اوسه ۳۷۰زره اوکراینیان مهاجر شوي 

د پنجشنبې د ورځې راهیسې چې روسیې پر اوکراین پوځي یرغل پیل کړی د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا تر اوسه لږ تر لږه ۳۷۰زره کسان د جګړې له ویرې ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي.

27.02.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

27.02.2022 امریکا غږ

نړیوال جوډو فېډرېشن د پوتین اعزازي صدارت ځنډولی

نړیوال جوډو فېډرېشن د پوتین اعزازي صدارت ځنډولی

27.02.2022 ډیوه

یو شمېر اروپايي هېوادونو خپل هوايي حریم کې د روسیې پروازونه بند کړل

یو شمیر اروپایي هیوادونو پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په اعتراض کې د روسي پروازونو لپاره خپل هوایي حریم تړلی دی. 

27.02.2022 امریکا غږ

دپاکستان کرنټ اکاونټ خساره نهه اربو ډالرو نه زیاته شوې،اسټيټ بینک وایي

د پاکستان مرکزي بینک وایي د روان مالي کال دجنورۍ میاشت کې کرنټ اکاونټ خساره 2.56 اربو ډالرو ته زیاته شوې او د روان مالي کال  په وړومبیو شپږو میاشتو کې دا خساره 9 اربو ډالرو نه زیاته ده . اقتصاد پوهان وایي په نړیوال مارکیټ کې د تیلو او خوراکي شیانو د زیاتو بیعو له امله امکان لري چې کرنټ اکاونټ خساره به په راتلونکو پینځوؤ میاشتو کې 5 اربه ډالره  نوره هم سیوا شي.  دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان بینک سټیټ بینک د روان مالی  کال په جنورۍ کې مالیاتی یا کرنټ اکاونټ خساره 2.56 اربه ډالره ریکارډ کړې او د روان مالي کال په 7 میاشتو کې مجموعی مالیاتي خساره 11 اربه ډالرو ته رسیدلې ده . د اقتصاد ماهر او خبریال طاهر امین وایي د پاکستان اقتصاد زیاتره په درامداتو اډانه دی او پاکستاني برآمدات په خصوصي توګه  ټېکسټایل مخ په وړاندې نه ځي او د دسمبر راهسې په برامداتو کی د 3 نه تر 4% پورې کمی راغلی دی. وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي په نړیوال مارکیټ  کې د تیلو او خوراکي شیانو بیعې زیاتیږي او ملکي انحصار هم په درامداتو دی نو واضحه ده چې د پاکستان درامدي بل به زیاتیږي او دې کې به  د 5 نه تر 6اربو ډالرو اضافه وشي. د پاکستان مرکزي بینک سټیټ بینک وایي روان مالي کال په جنورۍ کې مالیاتي خساره 2.56 اربه ډالره ته زیاته شوې  او دا خساره دتیر کال 2021م د جنورۍ دمیاشتې د 219 ملينه  ډالره په پرتله 12 چنده سیوا ده.  اقتصاد پوهان وایي د پاکستان په درامداتو کې زیاته برخه د درامدي تیلو ده خو په نړیواله کچه د خوراکي شیانو د لوړو بیعو له امله هم په دغه موده  کې د خدماتو په مد کې د 4 اربه او 4کروړه  ډالرو په مقابله کې 6اربو ډالرو نه زیات درامدات شوي دي.  د پاکستان د تجارت د وزارت وینا ده چې روان دمالي کال په 7 میاشتو کې په برامداتو کې 25فیصدي اضافه شوې ده او د روشن ډېجېټل اکاونټ په ذریعه هم په غیرملکي زرمبادله کې زیاتوالی  راغلی دی.  د وزارت له خوا د روان کال تر پائ  د غیر ملکي ترسیلات زر هدف 30 اربه ډالر ټاکل شوی دی. د اقتصاد ماهر سجاد احمد وایي د روان مالي  کال په 7 میاشتو کې مالیاتي خساره 11 اربه ډالره نه زیاته ده او د پاکستان درامدي خرڅونو کې د خام تیلو غټه برخه ده او په نړیواله کچه د تیلو او خوراکي شیانو د زیاتو بیعو له امله به په دې کې نوره هم اضافه وشي او مجموعي مالیاتي خساره به د کال په سر 16 اربه ډالره ته زیاته شي. د پاکستان مرکزي بینک وایې د روان مالي کال دپاره یې دمالیاتي خسارې هدف د قامي امدنۍ 4فیصدي مقرر کړی ؤ خو  د بینک  د شمیرو تر مخه دا 5.7 فیصدي ریکارډ کړی شوی دی. مرکزي بینک وایي په شپږو  میاشتو کې د پاکستان د خامو تیلو درامدي بل کې  53فیصدي اضافه شوې او  دا د 40اربو ډالرو نه زیات دی.

27.02.2022 ډیوه

نیویارک کې په یوکرین د روسیې دبرید په ضد احتجاجي مظاهره شوې

د روس له خوا په يوکرین د حملې په ضد د نيويارک په ټايم سکوېر کې لويه احتجاجي مظاهره شوې چې پکې په امريکا کې مېشت يوکریني وګړو او نورو ګڼ شمېر ځايي خلکو ګډون کړی دی. مظاهره چیانو  په لاسونو کې کتبې پورته کړې وې چې دجګړې پرضد پرې شعارونه کښل شوي وؤ. مظاهره کوونکو د روس له خوا په یوکرین شوی یرغل وغندلو او غوښتنه يې وکړه چې د يوکریني ولس له وژنې دې لاس واخستل شي. په دې مظاهره کې موجود يو يوکریني وګړي وکالي شيلواکر وي او ای ډیوه سره خبرو کې وويل هغه له ۲۲ کلونو راهسې په امريکا کې ژوند کوي خو اوس د دوئ قام ته خطر پېښ دی، په هېواد يې بريد شوی دی او قام يې په مشکل کې دی۔ دوئ به هر ممکن کوشش کوي چې د قام غږ جوړ شي۔  دمظاهرې یوې بلې ګډون والې مېرمنې جوليا شزاسکر وويل چې دوئ يواېې د يوکرین نه بلکې ټول مشرقي يورپ سره ولاړ دي ځکه چې دغه ټوله منطقه د روس د حملې له وجې د خطر سره مخ ده۔ امريکا کې مېشت يو بل يوکریني پاوچومان وويل دوئ د روس د زورورتيا په ضد راوتلي دي ځکه چې هلته د دوي ولس بېګناه وژل کېږي۔ روس د فبرورۍ په ۲۴مه په يوکرېن د حملې اعلان کړی ؤ او د دواړو هېوادونو له خوا يو بل ته د لویې زيان رسولو ادعاوې کېږي۔ د يوکرین د صحت وزير وکټرلياشکو په خپل فېس بک پاڼه ليکلي چې د روس په حملو کې تر دې دمه د درېوؤ ماشومانو په شمول ۱۹۸ کسان مړه او د ۱۰۰۰ نه زيات ژوبل شوي دي۔

27.02.2022 ډیوه

قبایلی ضلعو کښې د ایي ټي تعلیم په کور ناستو جینکو له د کار موقعې ورکولی شي،کارپوهان

دنړیوال بینک یوه څېړنه ښایي چې دخیبر پښتونخوا دسرښار پیښور په ښاري سیمو کښې یوازې ۱۳.۴ فيصدي ښځې د کور نه بهر کار اؤ مزدوری کوي.  دغه څېړنه کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان دننه اوس هم یوازې لس فیصدي ښځې  مزدورکاره  یا کارکوونکی قوت دی.  خو خیبر پښتونخوا کښې  ایي ټي بورډ چې د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پرمختګ لپاره کار کوي او غیر دولتي بهرنیو اوًملکي ادارو سره د عملي زده کړې یعنی د انټرن شپ  اوًفیلو شپ پروګرام هم لري، وایي چې د ایي ټي تعلیم دغه هر څه بدلولی شی او په کور ناستې ښځې تعلیم او کار دواړه کولی شی.  د چارسدې ، مهمند او باجوړ څه نهه جینکو ته دوئ د انټرن شپ په ذریعه د ټیکنالوجی د لارې ډيرو څانګو کښې  عملی تعلیم او د کار کولو موقعې هم ورکوي.  د يوې غېر دولتي ادارې کوډ فار پاکستان او د خېبر پښتونخوا ايي ټي بورډ عملي زده کړو يا د انټرن شپ پروګرام کې برخه اخستونکې د باجوړ مريم هاشم وايي هغه په ټېکنالوجۍ کې دلچسپي لري او غواړې چې يوه ډېټا سائنسدانه جوړه شي. هغې د پېښور د بېنظير وومن يونيورسټۍ نه کمپيوټر سائېنس کې  لوړې زده کړې کړې دي خو هغه وايي د دې انټرنشپ پروګرام د لاندې هغه په کور کې دغه عملي زده کړې کوي.  وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وايي"ما د تېرو څلورو مياشتو نه په ارټيفېشل انټېلجنس او د پروګرامنګ په عملي زده کړو کار وکړو. دې سره سره مونږ ته په دې پروګرام کې په سافټ وئېرز سکلز او کېريئر کونسلنګ باندې بېلا بېل سېشنز راکولی کيږي. او ورسره ورسره په ان لاېن کاروبار کولو او فري لانسنګ هم مونږ له تربيت راکوي" مريم هاشم وايي د پښتنو په سيمو کې اکثر جينکيو ته د تعليم موقعې نه وي. هغه وايي په خاصه توګه په قبایلي ضلعو لکه د هغې خپلې ځايي ضلعې باجوړ کې هم د ايي ټي د لوړو زده کړو لپاره موقعې نشته.  "د هغه ځائ جينکۍ سبق خو وايي خو هغوئ ايي ټي سره ډېر تعلق ځکه نه شي لرلی چې ايي ټي يو داسې مضمون دی چې ته به يې په رېګولر يا باقاعده توګه باندې کوې. او دلته کې جينکۍ پرائېوېټ سبق وايي ځکه چې هلته کې شته دی نه. هغوئ داسې څه اداره نه لري چې هغوئ ترې سبق ووايي. موقعه ورته نه ده ترلاسه شوې چې له وجې يې هغوي ډير وروستو پاتې شو" جينکۍ د ايي ټي شعبې کې دپرمختیا په لړ کې دکوم رقم ستونزو سره مخ کيږي ددغه چېلنجونو په هکله مريم هاشم  وویل "چېلنجز ډېر دي، تاسو ته معلومه ده چې د باجوړ خلک ډېر پابنده خلک دي. جينکۍ داسې ځايونه ته نه پرېږدي چرته چې هلکان او جينکۍ په ګډه سره کار کوي" هغه زیاتوي "هم داسې واده کړې جينکۍ چې دفترونو ته ځي نو هغوئ ته ډېرې ستونزې وي. هغوي ته خپل کور او ماشومان هم سمبالول وي. د دفتر کارونه وي نو هغوئ ته وخت په لاس نه ورځي. نو داسې ډېرې ستونزې مخې ته راځي" د دغه انټرن شپ پروګرام رابطه کار بشره مصطفا وايي دا انټرن شپ پروګرام چې تېر کال شروع شوی دی دوئ څه نهه داسې زده کونکو جينکو ته د انټرن شپ د لارې د ايي ټي تعليم او هنر ورکوي چې هغوئ په کور ناسته زده کړه هم کوي او بيا کار هم شروع کولی شي.  ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "ددې پروګرام مقصد دا هم دی چې دې سره زمونږ يو فېلو شپ پروګرام هم چليږي او نن سبا يې دې انټرن شپ سره اووم بېچ شروع شوی دی" نوموړی وایي " دې کې مونږ ۲۵ فيصدي برخه د ښځو لپاره مختص کړې ده. خو اکثره هغه کوټه پوره هم نه شي. د دې پروګرام دا مقصد هم دی چې کومې جينکۍ مونږ سره انټرنز يا کارکوونکې دي دوئ د دې جوګه شي چې دغه فېلو شپ پروګرام کې مخکې شاملې شي" هغه وايي ددې پروګرامونو مقصد د ايي ټي شعبه کې جينکو له تعليم، هنر او تجربه ورکول دي چې هغوئ په کور کې په ناسته د خپل تعليم او هنر د لارې روزګار وکړی شي او د خپلې کورنۍ او ملک په معاشي ترقۍ کې رول ولوبوي.

27.02.2022 ډیوه

یوکرین کې ګیر پاکستاني زده کوونکي وایي سخت مشکل کې ګیر دي خو سفارتخانه ورسره رابطه نه کوي

د روس پولې سره نزدې د يوکرین سومي ښار کې پاکستاني زده کوونکي وایي لا تراوسه ورسره د پاکستان سفارتخاني رابطه نه ده کړې او دوي د سختو مشکلاتو سره مخ دي۔ پاکستان کې حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه هم یوکرین کې د ګیرو زده کوونکو په اړه اندېښنې ښایي اؤ په حکومت نیوکي کوي چې ولې یې دخپل هیواد بچیان دمرګ خوله کې پرېښې دي. خو په يوکرین کې دپاکستان سفير سرکاري ميډيا ته ويلي دوي ګڼ شمېر زده کونکي د يوکرین نه پولېنډ ته اړولي دي او د نورو د ويستلو د پاره يي هلې ځلې روانې دي۔ د يوکرین ښار سومي کې د طب پينځلس زده کونکي اوس هم دغه ښار کې ګېر دي، زده کوونکو کې يو تن ثناء الله وي او ای ډيوه ته د وټس اېپ د لارې وويل ښار ټول د روسي پوځيانو په ولکه کې دی . دغه زده کوونکی وایي دوئ په خپلو ځايونو کې بند پاتې دي، بهر نه شي وتلی، په سړکونو ټېنکونه ګرځي او ډزې کيږي. ثناالله وایي کله چې د ښار پرېښودو هڅه کوي نو په لاره کې یې د روس پوځیان راایساروي او نه شي کولی چې دغه ښار پريږدي. دثناء الله په وینا دسفارتخانې لخوا ورسره لا تراوسه کومه رابطه نه ده شوې۔ پاکستان کې دستر حکومت مخالفه سیاسي ګوند مسلم لیګ نواز مرستیالې مشرې مریم نواز په ټویټر لیکلي "دیوې مور په توګه زه په دې پوهیږم چې یوکرین کې دګیرو زده کوونکو دکورنیو په غړو به څه تیریږي خو په دې هرڅه دحکومت غوږ هم نه ګریږي" هغه وایي دنړۍ ټولو هیوادونو یوکرین نه دخپلو وګړو د ویستلو تابیا وکړه خو دپاکستان راتلونکی یا مسقبل په پردۍ خاوره دجنګ مخې ته پرېښودل شوی دی. په عین حال کې په يوکرین کې د پاکستان سفير ريټائيرډ مېجر جنرل نوېل اسرائيل کوکر دپاکستان دولتي ریډیو ته ويلي تراوسه شپيته پاکستاني زده کونکي پولېنډ ته اړول شوي دي، هغه ویلي دوه اويا زده کوونکي د پولېنډ سره په پوله موجود دي، په لارو باندې څلور پنځوس زده کونکي خوندي ځايونو ته روان دي، درې سوه او دوه اتيا نور داسې دي چې هغوئ د دوئ ټاکل شوؤ ځايونو ته د رسولو لپاره دپولېنډ دپولې په لوري روان کړی شوي دي، نوموړي ويلي دوي ته اندازه وه چې نزدي د شپږو سوو نه زيات زده کوو نکي يوکرین کې موجود دي او په راتلونکو درې څلورو ورځو کې به دغه ټول کسان راوباسي۔ خو د خېبر ضلعې سره تعلق لرونکي ډاکټر نجم الدين وي او ای ډيوه ته وایي زوي يې په يوکرین کې دی، هلته يي د طب زده کړې کولې اوس د پولېنډ پولې ته رارسېدلی خو د کېف ښار نه په خپل خرچ د پولېنډ دپولې په لوري راغلی او بيا يې پولې ته رسېدو د پاره په ګهنټو پېدل مزل کړی دی، خو په دغه ټوله لار ورسره د سفارتخانې لخوا کومه رابطه نه ده شوې. په يوکرین کې د پاکستان سفارتخانه او د پاکستان خارجه چارو وزارت بيا بيا وایي دوئ په يوکرین کې موجودو زده کونکو او نورو پاکستاني وګړو سره په رابطه کي دي خو هلته موجود زياتره خلک وایي په خپل سر ځانونه خوندي سیمو ته رسوي او دعوه کوي چې د سفارتخانې لخوا ورسره کومه رابطه نه ساتل کيږي۔

27.02.2022 ډیوه

عمران خان:دشخړو هواری په ډپلوماسۍ غواړم خو مذاکرات باید کمزوري ونه ګڼل شي

دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي هغه دشخړو هواري لپاره مدام په خبرو اترو اؤ ډپلوماسۍ باور لرلی دی اؤ مذاکرات باید هیڅکله دکمزورۍ نخښه ونه ګڼل شي. دپاکستاني ځواکونو په مټ دهندي الوتکې د رانسکورولو د درې کلنې مودې په پوره کیدو د اتوار په ورځ وزیراعظم عمران خان په ټویټر لیکلي دي چې “دقام ملاتړ لرونکي زموږ وسله وال پوځونه به په هره کچه دتیري ځواب ورکوي اؤ بریالي به را اوځي” عمران خان زیاته کړې ده “چې مذاکرات باید کله هم دکمزورۍ نخښه ونه ګڼل شي اؤ مونږ په ۲۷مه فرورۍ دهند په وړاندې ددې عملي مظاهره هغه مهال هم کړې وه چې هند په موږ برید کول وغوښتل” په ۲۷مه فرورۍ کال ۲۰۱۹م کې دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې دپاکستان هوایي ځواکونو دخپلو هوایي حدونو څخه په سرغړونه دهند دوه جنګې الوتکې رانسکورې کړي‌ دي خو پاکستاني او هندي رسنۍ بیا په هغه مهال ویلي وؤ چې دپاکستان جنګي الوتکې دهندي کشمیر راجوړي سیمې ته ننوتلي وې اؤ دغلته یې هندي الوتکې په نخښه کړي دي. تر دغې پېښې یوه ورځ وړاندې هند دعوه کړې وه چې دپاکستان دخیبر پښتونخوا په بالاکوټ سیمه کې یې دترهګرو یو مرکز په نخښه کړی اؤ دسلګونو په شمیر ترهګر یې وژلي خو هند دخپلې دغې دعوې هیڅ ثبوت دمیډيا مخې ته نه ؤ راوړی. دپاکستان پوځ هندي دعوه بې اساسه بللې وه اؤ ویلي وؤ هندي الوتکو بالا کوټ کې یوازې ونې په نخښه کړې دي. کال ۲۰۱۹ م کې په ۲۷مه فرورۍ دترسره شوؤ عملیاتو په مناسبت سره دپاکستان پوځ هم نن پخپل یو بیان کې ویلي چې “ایریشن سوئفټ ریټارټ” کې پاکستان هند ته دهغوئ دناکامه تیري کوټلی جواب ورکړی ؤ اؤ دهندي فضایې دوه جنګي الوتکې رانسکورؤل دپاکستان ستره کامیابي وه دپوځ د ویاندې ادارې مشر پخپل تازه بیان کې ویلي چې پاکستاني پوځ مدام د هند دتیري کوټلی جواب په مسلکي انداز کې ورکړی دی اؤ وسله وال ځواکونه د وطن ددفاع دپاره هوډمن دي دایټمي ګاوندي هیوادونو پاکستان اؤ هند ترمنځ دکشمیر په شخړه وخت په وخت تاؤ تریخوالی زیاتیږي اؤ په نزدې وختونو کې د دواړو هیوادونو پوځیانو په کنټرول لاین یو بل سره نښتې هم کړي دي. هندي چارواکي واخت په وخت په پاکستان دترهګرو ډلو د سرپرستۍ تورونه لګوي خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي هند پاکستان کې دترهګرو ډلو سره پټ پناه مرستې کوي

27.02.2022 ډیوه

د سپین بولدک – چمن لاره بیرته پرانیستل شوه

د سپین بولدک – چمن سرحدي لار چې درې ورځې دمخه د طالبانو او د پاکستاني سرحدي ساتوونکو ترمنځ د یوې جګړې وروسته تړل شوې وه نن بیرته پرانیستل شوه.

27.02.2022 امریکا غږ

دپاکستان اؤ افغانستان کلیزه تجارتي کچه دیو ارب ډالرو نه هم په ښکته تللې ده

دپاکستان دولتي کمیټې ته ویل شوي چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ کلیز تجارت د دوه نیم اربه ډالرو نه په ښکته تللی اؤ اوس دواړه هیوادونه په کال کې دیو ارب ډالرو نه هم کم تجارت کوي. دپاکستان اؤ افغانستان دګډې تجارتي خونې لخوا دپاکستان دقامي اسمبلۍ داسپیکر په مشرۍ جوړې دافغانستان په هکله ځانګړې کمیټې ته پخپل لیږلي رپورټ کې ویل شوي چې اوس دافغانستان په مارکیټ کې ایران اؤ نورو هیوادونو ته دخپلو کاروباري فعالیتونو پراخولو فرصوتونه په لاس ورغلي دي. د فيډرېشن اف پاکستان چيمبرز اف کامرس اينډ انډسټريز پخواني صدر انجنیر دارو خان اچکزی وایي که دتجارت د ودې لپاره اړین ګامونه واخستل شي نو د دواړو هیوادونو تجارت دکال پینځه اربه ډالرو ته لوړیدای شي. دایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د رپورټ له مخې دپاکستان اؤ افغانستان دګډې تجارتي خونې رپورټ کې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دتجارت دکچې غورځېدو ګڼ شمیر عوامل په ګوته کړل شوي دي چې یو پکې په ګډه پوله دسوداګرۍ دمیکانزم نشتوالی هم دی. پاکستان کې دایف ایي ای اؤ ایف بي ار غیرضروري فشارونه اؤ دکاروبار دوسته پالیسو نشتوالی هم د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارتي کچه کې دکمي دلاملونو په توګه ښودل شوي دي. رپورټ کې ویل شوي چې په تجارتي مالونو لوړ ګمرګونه اؤ مالیه ،دغیرضروري کاغذونو جوړول اؤ دټرانزیتټي اسانتیاؤ نشتوالی هم د دواړو هیوادونو ترمنځ دتجارت دکچې غورځېدو لامل شوی دی. دغه رپورټ کې دتجارت دکچې لوړولو لپاره بانکي نظام اؤ ټیکسونو کې داصلاحاتو ترڅنګ په پوله اوښتو،را اوښتو کې داسانیو پیدا کولو سپارښتنې هم شوي اؤ ویل شوي ترڅو چې افغانستان کې بانکي نظام په بشپړ ډول فعاله شوی نه وي ترهغې باید تجارانو ته د دریمګړي هیواد دلارې د پیسو ادا کولو اساني ورکړل شي.  د فيډرېشن اف پاکستان چيمبرز اف کامرس اينډ انډسټريز پخواني صدر انجنیر دارو خان اچکزي وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي دواړه هیوادونه خپله تجارتي کچه پینځوؤ اربو ډالرو ته لوړولی شي خو که دتجارت په لاره کې پراته خنډان لرې کړل شي . هغه وایي دتجارت دکچې لوړولو لپاره د بارټر تجارت ترڅنګ د ټرانزټي تجارت د پاره هم يو نظام جوړول پکار دي کوم چې دا وخت ډير راکم شوی او افغان تاجران خپل زيات مالونه اوس د ايران بندر عباس په لار راوړي. د سرحد چمبرزاف کامرس اينډ انډسټزيز پخواني صدر زاهد شېنواري بیا وایي چې دواړو خواو کاروباريانو ته دا وخت لويه مسئله د پيسو لېن دېن دی، ځکه د افغانستان بانکي نظام د نړېوالو بنديزونو له وجې کار نه کوي او دواړو خواؤ سره د بارټر ټرېډ نه علاوه بله لار نشته. وي او ای ډیوه ته نوموړي ویلي‌ "خبرې وشي خوعملي کيږي نه، او پکار ده چې دې دپاره ميکانېزم زر جوړ شي ولې چې ددې ګټې به دواړه هيوادونو، په خاص ډول افغانستان ته ورسیږي او دوه اړخيزه تجارت به ورسره ښه شي" په کال ٢٠١٢ کې افغانستان سره د پاکستان تجارت دوه اعشاريه اوه بلينه ډالره ته رسيدلی ؤ او تمه کيدله چى دا به راتلونکي وخت کې پېنځه بلينه ډالره ته ورسیږي. خو وروستو د پاکستان حکومت لخوا د سختو تجارتي پاليسيو او په پولو د يو شمير خنډانو له امله دا تجارتي کچه په کال ٢٠١٥ کې يو اعشاريه پينځه بلينه ډالرو ته راټیټه شوه  او ورو ورو تير کال ٨٨٠_ملينه ډالرو ته راغلې وه

27.02.2022 ډیوه

محصلینې د نجونو لپاره د پوهنتونونو بیا پیل ته په کوم نظر ګوري؟

د افغانستان د سړو سیمو دولتي پوهنتونونه له پرون راهیسې د نجونو او هلکانو پرمخ پرانیستل شول. په تېرو شپږو میاشتو کې په دې برخه کې شکونه وو چې ښايي طالبان د شل کاله مخکې واکمنۍ په څېر نجونو ته ګردسره د تعلیم اجازه ورنه کړي، خو له شپږ میاشتني ځنډ وروسته پرون د دولتي پوهنتونونو نجونې محصلانې یوځل بیا پوهنتونونو ته ولاړې، خو دا ځل له هلکانو په جلا ټولګیو او په نویو جامو کې کېناستلې. د ازادي راډیو خبریال احمدتکل د دې بدلونونو په اړه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي له محصلې زرمینې دولتزۍ سره خبرې کړي او په سر کې یې پوښتلې چې د نجونو لپاره د پوهنتونونو بیا پیل ته په کوم نظر ګوري؟ دا مرکه دلته واورئ:  

27.02.2022 ازادي راډیو

اروپايي ټولنې او یو شمیر نورو لویدیځو هیوادونو په روسیې باندې نوي بندیزونه ولګول

د اروپايي‌ کمیسیون مشرې د شنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۶ د ( کب ۷) د بانکوالۍ نړیوال سیستم ( SWIFT) ته د روسیې د لاسرسي د پرې کولو لپاره یو لړ پلانونه اعلان کړل.

27.02.2022 امریکا غږ

جرمني، هالنډ او بلجیم اوکراین ته د ټانک او الوتکو ضد توغندي ورکوي  

جرمني، لجیم او هالنډ وایي د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکراین د دفاعي وړتیا د لوړولو لپاره دې هیواد ته د ټانک او الوتکو ضد راکټونه ورکوي.

26.02.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more