ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

04.03.2022 امریکا غږ

په یوکراېن یرغل د روس اقتصادي ستونزې او په نړیواله کچه ګراني زیاته کړې 

په یوکراېن د روسي حملې په ځواب کې د نړیوال اقتصادي بندیزونو له کبله روس د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی او په نړیواله کچه د زیاتې ګرانۍ،‌ کمې اقتصادې ودې او کاروباري بازارونو کې د غېر یقیني حالاتو ویرې زیاتې شوي.     د امریکې د سرمایه کارۍ لویو ادارو خبرداری کړی چې د سختو نړیوال اقتصادي بندیزونو له وجې د نړۍ یوولسم اقتصادي طاقت، روس په اقتصادي مېدان کې د ۱۹۹۸ په رنګ بد اقتصادي حالاتو سره مخامخ کېدی شي.       د امریکې جی پي مورګن چېز بېنک د جمعې په ورځ‌ خپور کړي رپورټ‌ کې وویل امکان ویني چې د روس مجموعي کورنی پېداوار یا جي- ډي – پي به روان کال ‌اووه فیصده په ښکته ځي. د امریکې یو بل لوي بېنک ګولډمن ساکس ګروپ هم په خپل تازه رپورټ‌ کې دغه رنګ پېش بیني کړې. د امریکې بلومبرګ ادارې سږ کال د روس جي- ډي – پي نهه فیصده پریوتو پېش بیني کړې. په کال ۱۹۹۸کې د روس د قرضو بحران په وخت ددغه ملک جي- ډي – پي ۵.۳ فیصده کمه شوې وه.       په یوکراېن د حملې وروسته نړۍ  په روس تجارتي،‌ اقتصادي او سفارتي بندیزونه لګولي،‌ ددغه هېواد د مرکزي بېنک ذخېرې یې بندې کړي او د پېسو لېګلو نړیوال بېنکي نظام SWIFT ته یې د یو شمېر روسي بېنکونو لاس رسي ودرولې.     روس د نړیوال بندیزونو اثر نه خپل اقتصاد محفوظ ساتلو لپاره  په ملک کې د نقدو پېسو کنټرول کولو او د سود شرح یو په دوه زیاتولو ترڅنګ یو شمېر بېړني ګامونه اخستي کوم چې به د روس اقتصادي ودې ته زیان ورسوي.     د نړۍ لوي اقتصادي‌ ملکونه د روس سره د نورو ملکونو په نسبت کم تجارتي‌ تعلق لري.  د ایسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه امریکا د روس سره د خپل نړیوال تجارت د یو فیصد نیمه برخه تجارت کوي او چین د روس سره د خپل نړیوال تجارت ۲.۴ فیصد تجارتي برخه لري.‌    د آکسفورډ اکنامکس نومې اقتصادي‌ څېړنیزه اداره کې اقتصاد پوهه اېډم  سلېټر وايي‌ د یوکراېن د جنګ له کبله روان کال ددغه دواړه ملکونو مجموعي‌ کورنی پېداوار صرف 0.2 فیصد پریوتی شي خو روس د تېلو،‌ قدرتي ګېس او یو شمېر خوراکي سامانونو پېدا کوونکې مهم ملک دی چې له کبله به یې د نړۍ اقتصاد ته زیان رسي.      یورپي ملکونه د روس په قدرتي‌ تېلو خواو شا ۴۰ فیصده او او ددغه هېواد په تېلو باندې ۲۵ فیصده انحصار لري او د یوکراېن جنګ له کبله په یورپي ملکونو کې د ګرانۍ نور هم زیاتېدو امکان دی.     د نړیوال بېنک صدر ډېوډ مالپس برطانوي خبري ادارې بي بي سي سره په یو مرکه کې وېلي د یوکراېن جګړه د نړۍ لپاره لویه تباهي ده کوم چې به د خلکو د وژنو سره سره د نړۍ اقتصادي‌ وده راکمه کړي.     نوموړي‌ وېلي د یوکراېن جګړې د روس او یوکراېن د سرحدونو نه وراخوا په ټوله نړۍ کې خلک اغېزمند کړي او په خصوصي توګه د تېلو او ګېس بېعې په بره تلي چې له کبله یې ترټولو زیات غریب خلک متاثره شوي. په یوکراېن د روس د حملې وړاندې هم نړۍ د ګرانۍ، د تېلو بېعو زیاتوالي او د طلب او رسد په منځ‌ کې د زیات فرق د ستونزو سره مخ وه چې د یوکراېن جګړې له وجې لا نورې زیاتې شوي.    

04.03.2022 ډیوه

بلینکن: ناټو له خپل قلمرو څخه دفاع کوي؛ اروپایي ټولنه: پر روسیې نورو بندیزونو ته تیار یو 

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، چې د ناټو تړون د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې لپاره بروکسل ته تللی, وایي د ناټو متحدین د روسیې سره د نښتې په لټه کې ندي خو د پیښیدو په صورت کې دفاع ته تیار دي. 

04.03.2022 امریکا غږ

بي بي سي په روس کې خپل کار و ځنډولو

خبري ادارې بي بي سي ویلي په روس کې یې د خبر نګارۍ کار په عارضي ډول ځنډولی دی.   د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه بي بي سي دغه ګام د يو نوي قانون د جوړېدو نه پس اخیستی دی.   رپورټ وايي د نوي قانون ترمخه د اوکراین په اړه هغه خبرنکاري به جرم ګڼل کېږي چې د روس د حکومت د خبر سره سمون نه خوري.   د بي بي سي ډریکټر جنرل ټېم ډېوي وویل داسې ښکاري چې روسي قانون د ازاد صحافت عمل مجرمانه کار جوړوي.   ډېوي وویل د بي بي سي خبریالان او امدادي عمله په روس کې د خبرونو راټولو کار ودروي او د دې "ناخوښې" پرمختګ د مضمراتو ته به کتنه کوي.    هغه وویل د بي بي سي د عملې تحفظ ورته د هر څه نه زیات اهمیت لري او یوازې د خپل کار په سر کارکوونکي د مجرمانه قانوني ګامونو سره نه نشي مخامخ کولی.   د بي بي سي مشر وویل د ادارې د روسي ژبې څانګې د خبرونو نشریات به د روس نه د بهر څخه نشریات دوامداره ساتي.   د ای پي رپورټ وايي د روس پارلېمنټ د جمعې په ورځ په متقفه ډول یو قانوني مسوده منظوره کړه چې ترمخه به یې په نړیواله کچه د روس په اړه "جعلي" خبرونه خپرول قانوني جرم وي.   امکان دی چې روسي صدر ولادمیرپوتین به د پارلېمنټ نه منظور شوی قانون د خالي، شنبې، په ورس دستخط کړي او د دې وروسته به دا عملي شي.   یادونه: دا خبر د ای پي نه اخیستل شوی دی  

04.03.2022 ډیوه

روسیې د امریکاغږ، رادیو ازادي او بي بي سي په ګډون د څو رسنیو فعالیت بند کړ

روسیې د جمعې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۳) اعلان وکړ چې د امریکاغږ او بي بي سي په ګډون د څو خبري سازمانونو ویبپاڼو ته لاسرسی یې د هغه څه په دلیل بند کړی چې روسیې د اوکراین د جګړې په اړه د ناسمو اطلاعاتو خپرول بللي دي. 

04.03.2022 امریکا غږ

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۲،۵ میلیون کسانو ته روغتیایي خدمتونه برابر شوي 

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) د افغانستان خلکو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د هڅو د دوام خبر ورکړی دی. 

04.03.2022 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر اوکراین د روسیې یرغل محکوم کړ 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جمعې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۳) په قاطع اکثریت په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د محکومولو د پریکړه لیک او په اوکراین کې د بشري حقونو او له دې جملې څخه د جنګي جنایتونو د پلټلو لپاره د یو کمیسیون د جوړولو ملاتړ وکړ.

04.03.2022 امریکا غږ

ایا دخړ نوملړ نه وتلو لپاره به پاکستان ایف ای ټي ایف پخپلو ګامونو قانع کړي؟

ټاکل شوې چې د ترهګرو دمالي سرچینو د وچولو او غیر قانونې پیسو د څار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف غونډه نن په پریس کې کیږي  چې پکې به د پاکستان دنوم په خړ لسټ څخه د ویستلو یا نه ویستلو په اړه پرېکړه کولی شي. څېړونکي وایي په تیکنیکي توګه دپاکستان مقدمه پیاوړې ده خو په سیاسي توګه اوس هم دا ګڼل کیږي پاکستان کې غیرقانوني فعالیتونه شته اؤ له دې امله دپاکستان نوم دایف ای ټي ایف په خړ نوملړ کې پځائ پاتې کیدای شي. وتلی پاکستانی خبریال فداحسین وایي پاکستان کې اوس ترهګر تنظیمونه هغسې په ښکاره عملیات نه کوي څنګه چې یې په تیرو کلونو کې کول خو کتل به دا وي چې ایا دا ترهګرې ډلې یا تنظیمونه په بشپړ ډول ختم کړل شوي دي که نا څه وخت وروسته به بیا سر راپورته کړي. دپاکستان نوم د کال 2018م راهسې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو دغېرقانوني لېږد د څار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې شامل دی او نړيوال مطبوعات وايي چې په دغه نوملړ کې د پاتې کېدو له کبله د پاکستان برامدات، درامدات او نړيوالو پورونو ته د لاس رسي چارې په بد ډول اغېزمنې شوې دي. دخړ نوملړ نه دپاکستان د وتلو لپاره د ایف ای ټي ایف په لومړي کاريز پلان کې 27 شرطونه ترسره کول شامل وؤ او په دغو کې پاکستان تېر کال اکتوبر کې شوې د ایف ای ټي ایف تر وروستۍ غونډې په 26 شرطونو عمل ترسره کړی ؤ . تر دې وروسته بيا د جون په میاشت کې ایف ای ټي ایف پاکستان ته يو بل اضافي کاريز پلان ورکړی ؤ چې پکې د پېسو د غېرقانوني لېږد دمخنیوي نور 7 شرطونه شامل وؤ. مطبوعاتي رپورټونه وايي چې پاکستان ته ورکړل شوؤ د فنانشل اېکشن ټاسک په دغه دوؤ غبرګو کاريز پلانونو کې په مجموعي ډول 34 نکات شامل دي او په دې کې هم پاکستان په 30 شرطونو یا نکتو عمل درامد د تېر اکتوبر په میاشت کې بشپړ کړی دی.  د پاکستان دبهرنیو چارو دپخواني سکتر اعزاز چوهدري وینا ده چې په تیکنیکي توګه د پاکستان مقدمه ډیره مضبوطه ده خو په سیاسې توکه اوس هم دا ګڼل کیږي چې دپاکستان دننه څه غیر قانوني لین دین کیږي اؤ په دې اړه هم د اسټیټ ینک له اړخه خورا ګامونه پورته کړې شوي دي-  وتلی صخافي فدا حسین وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، هرڅو اوس دپاکستان دننه ترهګرې ډلې هغسې ښکاره فعالیتونه نه کوي لکه څو کاله وړاندې چې یې کول خو کتل به دا وي چې ایا ددې تنظیمونه مخه په حقیقي ډول نیول شوې ده که نا څه موده وروسته به بیا سر راپورته کړي. هغه وایي د پاکستان نوم ایف ای ټي ‌ایف کې ساتل یو سیاسي فشار هم دی خو دا به په نړۍ کې د پاکستان پرعکس اغیز لرلې شي- د هندوستان ځنې مطبوعات ددغه هېواد د تهنک ټېنک د تجزيو په اساس وايي د پاکستان د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې سره خبرې او بيا د افغانستان د طالبانو د حکومت په ملاتړ کې د اسلام اباد هلې ځلې کولی شي چې ایف ای ټي ایف دا هېواد په تور فهرست کې واچوي . د ایف ای ټي ایف دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د امریکې دوؤ مالیاتي ادارو فیډرل ریزرو بورډ او نیویارک سټیټ ډیټارټمنټ اف فاینانشل سروسز د پاکستان پر سرکاري‌نیشنل بینک د غیر قانوني پیسو دمخنیوې د اصولو څخه د سرغړونو په سر ۵۵.۴ ملینه ډالر جرمانه لګولې وه- تیره میاشت  د پاکستان د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار اوونيزې خبري غوندې ته وېلي وؤ چې پاکستان د اېف ای ټي اېف د خړ فهرست څخه د وتلو لپاره د ادارې لخوا په ورکړل شوو ټولو سپارښتنو یا شرطونو عمل بشپړ کړی خو دایې هم ویلي وؤ چې د اېف ای ټي ایف د ځینو غړيو هېوادونو سياسي فکر پاکستان په خړ فهرست کې پرځائ ساتلی شي.

04.03.2022 ډیوه

پیښور کې د شیعه مذهبو په یو جومات کې چاودنې په لسګونو کسان وژلي  

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار د قیصه خوانۍ بازار تر څنګ د شعیه مذهبو په یو جومات کې په چاودنه کې لږ تر لږه ۵۶ لمونځ کوونکي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۹۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

04.03.2022 امریکا غږ

دپېښور ځانمرګي برید کې دمړو شمیره 56 ته رسېدلې،194 ژوبل

دپېښور‌ قیصه خوانۍ بازار ترڅنګ دشیعه مسلمانانو په امام بارګاه شوي ځانمرګي برید کې د مړو شمیره 56 ته رسېدلې ده اؤ 194 تنان پکې ژوبل شوي دي. دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دي برید کې بهرني لاسونه ککړ ګرځولي خو نیغ په نیغه یې ددې برید پړه په چا نه ده ور اړولې. شیخ رشید وایي ددې برید په اړه د وړاندې نه دبېداره اوسیدو کوم رپورټ دوئ ته نه ؤ ورکړل شوی خو څېړونکو بیا دپاکستان دامنیتي ادارو دمعلوماتو راجمع کولو په توان پوښتنې راولاړې کړي اؤ احتمال ښایي چې دا برید ترهګرې ډلې داعش کړی دی. دجمعې په ورځ دپېښور په قیصه خوانۍ بازار کې دشعیه مسلمانانو په یوه امام بارګاه دنمونځ په مهال ځانمرګي برید شوی چې دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون د ویاند له مخې په دې برید کې 56 کسان وژل شوي اؤ 194 نور ژوبل شوي دي. تر دې وړاندې دهیواد دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دې برید کې د دیرشو کسانو د وژل کیدو اؤ شپیتوؤ نه د زیاتو د ژوبل کیدو پخلی کړی ؤ. په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو دترهګرو اؤ تندروه ډلو په فعالیتونو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي زیات احتمال لري چې په دې برید کې وسله واله ډله داعش لاس لري. ښاغلي طاهر خان په ټویټر لیکلي پېښور کې دنمونځ لپاره په راټولو شوؤ نمونځګزارو شوي ځانمرګي برید دترهګرو په بابله دټولو امنیتي ادارو دمعلوماتو راټولو په توان هم پوښتنه راولاړه کړې ده. خبریال طاهر خان وایي دخیبر پښتونخوا صوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري پخپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي وؤ چې هغه په نزدې راتلونکي کې دپاکستاني طالبانو دتحریک په پرتله داعش خراسان دصوبې دامنیت لپاره ستر ګواښ ګڼي. د طاهر خان په وینا "هرکله چې دپولیسو مشر پخپله دا (داعش)خطره محسوسوي نو بیا خو بېداره اوسیدل هم پکار وؤ"  هغه وایي دیو اسان هدف په نخښه کولو لپاره به ارومرو ترهګرو یو موثره پلان جوړ کړی ؤ اؤ ددې برید سره سم دا پوښتنه راولاړیږي چې څنګه ترهګرو پېښور یا نزدې سیمو کې خپلې ځالې جوړې کړې دي اؤ‌ زمونږ ادارې دترهګرو مرکزونو ته په رسیدو کې ولې نه دې کامیابې شوې ؟ دکورنیو چارو وزیر میډيا ته ویلي چاودنه کې هغه قوتونه ککړ دي چې پاکستان کمزوری کول غواړي اؤ دا چاودنه په یو داسې وخت کې شوې ده چې پاکستان ته څلېریشت کاله وروسته د اسټریلیا دکرکټ لوبډله راغلې ده اؤ دښمن نه دهغوئ راتګ ونه زغمل شو. په دې وروستیو کې چې افغانستان کې دطالبانو حکومت په واک کې راغلی دپاکستان بیلابیلو سیمو کې ورسره دبمي چاودنو اؤ هدفي وژنو په لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې ده. پاکستان کې چې په دې وروستیو کې څومره حملې شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک،داعش اؤ بیلتون غوښتونکو بلوڅ وسله والو ډلو په غاړه اخستې ده خو دشیعه مسلمانانو په په عبادتخانو د شوؤ زیاترو بریدونو پړه داعش وسله واله ډله پغاړه اخلي. پېښور کې میشت وتلی خبریال ناصر داوړ وایي وورستي شواهد ښایي چې پاکستان کې تندروه وسلې واله یو ځل بیا منظم شوي دي اؤ ددوئ بیا منظم کیدل دپاکستان د ریاست اؤ خلکو دپاره یو خطرناک ګواښ دی. وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي دیو کال نه دټي ټي پي امیر مفتي نور ولي دبیلابیلو ضلعو دورې کوي اؤ بیا ددغو دورو ویډيوګانې اؤ عکسونه په سوشل میډيا هم خوریږي خو پځائ ددې چې ددې هرڅه مخنیوی وشي برعکس دپاکستان حکومت ټي ټي پی اؤ نورو وسله والو ډلو نه د امن خیرات غواړي. هغه وایي په دې وروستیو کې چې پاکستاني طالبانو ته کومه شل کسیزه جرګه دشمالي وزیرستان نه لیږل شوې وه هغې جرګې سره طالبانو له لیدلو اؤ مذاکراتو نه انکار کړی دی. دناصر داوړ په وینا دطالبانو بندیان پاکستان دهغوئ په غوښتنه خوشې کړي دي چې شمیره یې ۱۰۳ کسانو ته رسیږي خو طالبان اوس دخپلو نورو بندیانو دخوشې کولو غوښتنه هم لري. هغه وایي څنګه چې د متحده مجلس عمل دحکومت په مهال دې صوبه کې طالبان اؤ نوروې وسله والې دلې منظم وې اوس له هغې هم زیاتې منظم شوي دي اؤ راتلونکی وخت نور هم د اندېښنو ډک ځکه کیدای شي چې حکومت دهغوئ سره یوه نرمه رویه خپله کړې ده  

04.03.2022 ډیوه

داعش دپېښور ځانمرګي برید ومنلو، په حمله کې 56 کسان وژل شوي 

داعش وسله والې ډلې د پېښور‌ د قیصه خوانۍ بازار سره نژدې دشیعه مسلمانانو په امام بارګاه دځانمرګي برید مسولیت په غاړه واخیستلو. د جمعې په ورځ شوي ځانمرګي حمله کې 56 کسان وژل شوي اؤ 194 نور تنان ژوبل شوي دي. داعش د عربۍ ژبې خپلې وېب پاڼې "عماق" دلارې د حملې ذمه واري ومنله‌او  په خبر پاڼه کې یې ووېل دغه حمله جلیبیب الکابلي نومې وسله وال وکړه. د دې نه وړاندې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د پېښور په امام بارګاه بریک  کې بهرني لاسونه ککړ ګرځولي خو نیغ په نیغه یې ددې برید پړه په چا نه ده ور اړولې. شیخ رشید وایي ددې برید په اړه د وړاندې نه دبېداره اوسیدو کوم رپورټ دوئ ته نه ؤ ورکړل شوی خو څېړونکو بیا دپاکستان دامنیتي ادارو دمعلوماتو راجمع کولو په توان پوښتنې راولاړې کړي اؤ احتمال ښایي چې دا برید ترهګرې ډلې داعش کړی دی. دجمعې په ورځ دپېښور په قیصه خوانۍ بازار کې دشعیه مسلمانانو په یوه امام بارګاه دنمونځ په مهال ځانمرګي برید شوی چې دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون د ویاند له مخې په دې برید کې 56 کسان وژل شوي اؤ 194 نور ژوبل شوي دي. تر دې وړاندې دهیواد دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دې برید کې د دیرشو کسانو د وژل کیدو اؤ شپیتوؤ نه د زیاتو د ژوبل کیدو پخلی کړی ؤ. خبریال طاهر خان په ټویټر لیکلي پېښور کې دنمونځ لپاره په راټولو شوؤ نمونځګزارو شوي ځانمرګي برید دترهګرو په بابله دټولو امنیتي ادارو دمعلوماتو راټولو په توان هم پوښتنه راولاړه کړې ده. خبریال طاهر خان وایي دخیبر پښتونخوا صوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري پخپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي وؤ چې هغه په نزدې راتلونکي کې دپاکستاني طالبانو دتحریک په پرتله داعش خراسان دصوبې دامنیت لپاره ستر ګواښ ګڼي. د طاهر خان په وینا "هرکله چې دپولیسو مشر پخپله دا (داعش)خطره محسوسوي نو بیا خو بېداره اوسیدل هم پکار وؤ" هغه وایي دیو اسان هدف په نخښه کولو لپاره به ارومرو ترهګرو یو موثره پلان جوړ کړی ؤ اؤ ددې برید سره سم دا پوښتنه راولاړیږي چې څنګه ترهګرو پېښور یا نزدې سیمو کې خپلې ځالې جوړې کړې دي اؤ‌ زمونږ ادارې دترهګرو مرکزونو ته په رسیدو کې ولې نه دې کامیابې شوې ؟ دکورنیو چارو وزیر میډيا ته ویلي چاودنه کې هغه قوتونه ککړ دي چې پاکستان کمزوری کول غواړي اؤ دا چاودنه په یو داسې وخت کې شوې ده چې پاکستان ته څلېریشت کاله وروسته د اسټریلیا دکرکټ لوبډله راغلې ده اؤ دښمن نه دهغوئ راتګ ونه زغمل شو. په دې وروستیو کې چې افغانستان کې دطالبانو حکومت په واک کې راغلی دپاکستان بیلابیلو سیمو کې ورسره دبمي چاودنو اؤ هدفي وژنو په لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې ده. پاکستان کې چې په دې وروستیو کې څومره حملې شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک،داعش اؤ بیلتون غوښتونکو بلوڅ وسله والو ډلو په غاړه اخستې ده خو دشیعه مسلمانانو په په عبادتخانو د شوؤ زیاترو بریدونو پړه داعش وسله واله ډله پغاړه اخلي. پېښور کې میشت وتلی خبریال ناصر داوړ وایي وورستي شواهد ښایي چې پاکستان کې تندروه وسلې واله یو ځل بیا منظم شوي دي اؤ ددوئ بیا منظم کیدل دپاکستان د ریاست اؤ خلکو دپاره یو خطرناک ګواښ دی. وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي دیو کال نه دټي ټي پي امیر مفتي نور ولي دبیلابیلو ضلعو دورې کوي اؤ بیا ددغو دورو ویډيوګانې اؤ عکسونه په سوشل میډيا هم خوریږي خو پځائ ددې چې ددې هرڅه مخنیوی وشي برعکس دپاکستان حکومت ټي ټي پی اؤ نورو وسله والو ډلو نه د امن خیرات غواړي. هغه وایي په دې وروستیو کې چې پاکستاني طالبانو ته کومه شل کسیزه جرګه دشمالي وزیرستان نه لیږل شوې وه هغې جرګې سره طالبانو له لیدلو اؤ مذاکراتو نه انکار کړی دی. دناصر داوړ په وینا دطالبانو بندیان پاکستان دهغوئ په غوښتنه خوشې کړي دي چې شمیره یې ۱۰۳ کسانو ته رسیږي خو طالبان اوس دخپلو نورو بندیانو دخوشې کولو غوښتنه هم لري. هغه وایي څنګه چې د متحده مجلس عمل دحکومت په مهال دې صوبه کې طالبان اؤ نوروې وسله والې دلې منظم وې اوس له هغې هم زیاتې منظم شوي دي اؤ راتلونکی وخت نور هم د اندېښنو ډک ځکه کیدای شي چې حکومت دهغوئ سره یوه نرمه رویه خپله کړې ده  

04.03.2022 ډیوه

داعش دپېښور ځانمرګي برید ومنلو، په حمله کې 56 کسان وژل شوي 

داعش وسله والې ډلې د پېښور‌ د قیصه خوانۍ بازار سره نژدې دشیعه مسلمانانو په امام بارګاه دځانمرګي برید مسولیت په غاړه واخیستلو. د جمعې په ورځ شوي ځانمرګي حمله کې 56 کسان وژل شوي اؤ 194 نور تنان ژوبل شوي دي. داعش د عربۍ ژبې خپلې وېب پاڼې "عماق" دلارې د حملې ذمه واري ومنله‌او په خبر پاڼه کې یې ووېل دغه حمله جلیبیب الکابلي نومې وسله وال وکړه. د دې نه وړاندې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د پېښور په امام بارګاه بریک کې بهرني لاسونه ککړ ګرځولي خو نیغ په نیغه یې ددې برید پړه په چا نه ده ور اړولې. د امریکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترمخه داعش وسله والې ډلې په 2015 کې د افغانستان او پاکستان دپاره د داعش خراسان په نوم د خپلې څانګې جوړولو اعلان وکړو خو په 2019 کې یې وویل چې د پاکستان دپاره  بېلا  څانګه جوړه کړې ده. د ورځپانې ترمخه د داعش د پاکستان څانګې په بلوچستان کې د شیعه هزاره ټولنې په ضد د حملو مسولیت منلی دی. شیخ رشید وایي ددې برید په اړه د وړاندې نه دبېداره اوسیدو کوم رپورټ دوئ ته نه ؤ ورکړل شوی خو څېړونکو بیا دپاکستان دامنیتي ادارو دمعلوماتو راجمع کولو په توان پوښتنې راولاړې کړي اؤ احتمال ښایي چې دا برید ترهګرې ډلې داعش کړی دی. دجمعې په ورځ دپېښور په قیصه خوانۍ بازار کې دشعیه مسلمانانو په یوه امام بارګاه دنمونځ په مهال ځانمرګي برید شوی چې دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون د ویاند له مخې په دې برید کې 56 کسان وژل شوي اؤ 194 نور ژوبل شوي دي. تر دې وړاندې دهیواد دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دې برید کې د دیرشو کسانو د وژل کیدو اؤ شپیتوؤ نه د زیاتو د ژوبل کیدو پخلی کړی ؤ. خبریال طاهر خان په ټویټر لیکلي پېښور کې دنمونځ لپاره په راټولو شوؤ نمونځګزارو شوي ځانمرګي برید دترهګرو په بابله دټولو امنیتي ادارو دمعلوماتو راټولو په توان هم پوښتنه راولاړه کړې ده. خبریال طاهر خان وایي دخیبر پښتونخوا صوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري پخپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي وؤ چې هغه په نزدې راتلونکي کې دپاکستاني طالبانو دتحریک په پرتله داعش خراسان دصوبې دامنیت لپاره ستر ګواښ ګڼي. د طاهر خان په وینا "هرکله چې دپولیسو مشر پخپله دا (داعش)خطره محسوسوي نو بیا خو بېداره اوسیدل هم پکار وؤ" هغه وایي دیو اسان هدف په نخښه کولو لپاره به ارومرو ترهګرو یو موثره پلان جوړ کړی ؤ اؤ ددې برید سره سم دا پوښتنه راولاړیږي چې څنګه ترهګرو پېښور یا نزدې سیمو کې خپلې ځالې جوړې کړې دي اؤ‌ زمونږ ادارې دترهګرو مرکزونو ته په رسیدو کې ولې نه دې کامیابې شوې ؟ دکورنیو چارو وزیر میډيا ته ویلي چاودنه کې هغه قوتونه ککړ دي چې پاکستان کمزوری کول غواړي اؤ دا چاودنه په یو داسې وخت کې شوې ده چې پاکستان ته څلېریشت کاله وروسته د اسټریلیا دکرکټ لوبډله راغلې ده اؤ دښمن نه دهغوئ راتګ ونه زغمل شو. په دې وروستیو کې چې افغانستان کې دطالبانو حکومت په واک کې راغلی دپاکستان بیلابیلو سیمو کې ورسره دبمي چاودنو اؤ هدفي وژنو په لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې ده. پاکستان کې چې په دې وروستیو کې څومره حملې شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک،داعش اؤ بیلتون غوښتونکو بلوڅ وسله والو ډلو په غاړه اخستې ده خو دشیعه مسلمانانو په په عبادتخانو د شوؤ زیاترو بریدونو پړه داعش وسله واله ډله پغاړه اخلي. پېښور کې میشت وتلی خبریال ناصر داوړ وایي وورستي شواهد ښایي چې پاکستان کې تندروه وسلې واله یو ځل بیا منظم شوي دي اؤ ددوئ بیا منظم کیدل دپاکستان د ریاست اؤ خلکو دپاره یو خطرناک ګواښ دی. وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي دیو کال نه دټي ټي پي امیر مفتي نور ولي دبیلابیلو ضلعو دورې کوي اؤ بیا ددغو دورو ویډيوګانې اؤ عکسونه په سوشل میډيا هم خوریږي خو پځائ ددې چې ددې هرڅه مخنیوی وشي برعکس دپاکستان حکومت ټي ټي پی اؤ نورو وسله والو ډلو نه د امن خیرات غواړي. هغه وایي په دې وروستیو کې چې پاکستاني طالبانو ته کومه شل کسیزه جرګه دشمالي وزیرستان نه لیږل شوې وه هغې جرګې سره طالبانو له لیدلو اؤ مذاکراتو نه انکار کړی دی. دناصر داوړ په وینا دطالبانو بندیان پاکستان دهغوئ په غوښتنه خوشې کړي دي چې شمیره یې ۱۰۳ کسانو ته رسیږي خو طالبان اوس دخپلو نورو بندیانو دخوشې کولو غوښتنه هم لري. هغه وایي څنګه چې د متحده مجلس عمل دحکومت په مهال دې صوبه کې طالبان اؤ نوروې وسله والې دلې منظم وې اوس له هغې هم زیاتې منظم شوي دي اؤ راتلونکی وخت نور هم د اندېښنو ډک ځکه کیدای شي چې حکومت دهغوئ سره یوه نرمه رویه خپله کړې ده  

04.03.2022 ډیوه

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان: افغانستان سره مرستو ته ژمن یو 

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان په افغانستان کې د اړمنو خلکو سره د مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په یو تازه مورد کې د نایجریا حکومت د افغانستان د بشر دوستۍ د اماناتو صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده. 

04.03.2022 امریکا غږ

افغانه ژورنالېسته زهرا جویا، د ټایم مجلې د ۲۰۲۲م د ۱۲ښځو نوم‌لړ کې راغلې

د لندن د ټایم مجلې د پنجشنبې په ورځ، د ۲۰۲۲ کال د ۱۲ هغو ښځو نومونه خپره کړل چې د برابرۍ لپاره یې هڅې کړي دي. زهرا جویا، افغان ژورنالېسته او د "رخشانې" په نوم د یوې رسنۍ موسسه ده چې د ښځو په تړاو فعالیت کوی. د دې نوم هم د دې ۱۲ ښځو په نوملړ کې راغلی. مېرمن جویا چې افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت وروسته، لندن ته پناه وړې وایي، د طالبانو د لومړي حاکمیت په دوره کې د دې له امله چې نجونو د زده کړو او ښوونځي ته د تګ اجازه نه درلوده، د هلکانو جامه کې ښوونځي ته تلې او زده کړې یې کړي دي. هغه چې خپل اوسني مقام ته د رسېدو لپاره ډېرې سختۍ او ستونزې ګاللي وایي،رخشانه رسنۍ کې له خپل ټیم سره یوځای، د دې لپاره چې افغان ښځو ته د هغوی حقونو ورکړل شي او زده کړو او ازادۍ ته ورسېږي، مبارزه کوي: "اوس د داسې پلټ فارم له مخې چې د افغان ښځو لپاره مو جوړ کړی یعنې (رخشانه)، غواړو فعالیت وکړو، هیله مند یو چې داسې سختو شرایطو کې چې د رسنیو پرمخ پرتې دي، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو." میرمن جویا وایي چې د ټایم مجلې له خوا دغه ټاکنه دا ثابتوي چې نړۍ، افغانان او په ځانګړي توګه افغان ښځې چې اوسنیو شرایطو کې خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، نه دي هېر کړي. هغه له هغو افغان ښځو چې اوس هم افغانستان کې دي غواړي چې د اوسنیو شرایطو تر فشار لاندې رانه شي او خپلو زده کړو د حق غوښتنې ته تر څو چې خپلو حقونو ته نه دي رسیدلي دوام ورکړي. زهرا جویا د بامیان په ورس ولسوالۍ کې زیږېدلې ده او د حقوق او سیاسي علومو په برخه کې یې زده کړې کړي دي. هغه زده کړو سره هم مهاله، خبریالي په ۲۰۱۱ کال کې په کابل کې له یوه خصوصي رسنۍ سره پیل کړ. مېرمن جویا په ۲۰۲۰ کال کې رخشانه رسنۍ جوړه کړه او اوس په مهاجرت کې د دې رسنې د مدیریت چارې پر مخ وړي. د لندن ټایم مجلې د دې ښځو د ټاکلو په تړاو لیکلي چې  ښځو لپاره، ښه راتلونکي جوړول، د نسلونو، ټولنې او کرښو ترمنځ د پلونو جوړول  په معنی دی. دغه مجلې زیاته کړې: "دغه فوق العاده رهبرانې، د یوه تر ډېره عادلانه نړۍ لپاره کار کوي." دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت وروسته، د ښځو زده کړو او کار په ټپه ودرېد، خو افغانستان کې دننه او بهر، له ډېرو هڅو وروسته، طالبانو د یو شمېر محدودیتونو په وضع کولو سره د ښځو او نجونو د زده کړو اجازه ورکړه او ژمنه یې وکړه چې د یوه ځانګړي کرنلارې له مخه به نجونو په زده کړو بوختې شي او ښځې به د کار اجازه ولري.

04.03.2022 ازادي راډیو

روسي ځواکونو په اوکراین کې د زېپورېژیا اټومي بټۍ نیولې

واشنګټن – د اوکراین چارواکي وايي،‌ روسي ځواکونو د اوکراین اینرهودر ښار ته څېرمه د اروپا تر ټولو ستره د اټومي انرژۍ بټۍ تر بمباریو وروسته نیولې. په شویو راکټي بریدونو کې اور هم لګېدلی وو چې بیا وروسته د اوکرایني چارواکو په وینا کنټرول شو. د اوکراین اټومي څارونکو ویلي، له بټۍ څخه وړانګې نه دې خپرې شوي او زیاتوي چې د بټۍ کارکونکو په خوندي توګه د بټۍ چلولو ته دوام ورکړی. اینرهودر د برېښنا د تولید یو مهم ښار دی چې له کیېف څخه نېږدې ۷۰۰ کیلومټره جنوب ختیځ لوري ته په ډنیپر سیند باندې پروت دی. په دغې بټۍ کۍ د اوکراین ۲۵ فېصده برېښنا تولیدېږي. اسوسېټېډ پریس راپور ورکړی چې زېپوریژیا اټومي بټۍ باندې برید کې درې اوکرایني سرتیري وژل شوي. سپینې مانۍ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل،‌ د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین له ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي سره په خبرو کې د اټومي بټۍ د اور په اړه ځان خبر کړی. د بایډن ادارې له کانګرس څخه د لس بیلینه اضافي پېسو غوښتنه کړې چې اوکراین او شاخوا سیمو ته پرې نورې بشري، امنیتي او اقتصاد‌ي مرستې په راتلونکو ورځو او اونیو کې ورسوي. د سپینې ماڼۍ د بودېجې د تنظیم د دفتر سرپرستې شلنډا یانګ وویل، دغه پیسې په به دفاعي وسایلو، د خوراکي توکو بیړنۍ مرستو،‌ په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکايي سرتیرو په دېره کولو او د  سختو بندیزونو په عملي کولو  باندې ولګول شي. نور بندیزونه: واشنګټن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د روس د ولسمشر ویلادمیر پوتین په داخلي حلقه باندې بل دور بندیزونه هم ولګول. بایډن وویل، "نن زه اعلان کم چې مونږ په لسګونو نور کسان لست ته اچوو چې په هغو کې د روس یو تر ټولو بډایه بیلیونېر هم شامل دی او زه امریکا ته تر ۵۰ زیاتو روسي بډایه سوداګر چې په سیاست هم اغیز لري، د هغوی کورنیو او نېږدې ملګرو په سفرونو باندې  بندیز لګوم." هغه دا هم وویل، چې مونږ د اوکراین له خلکو سره خپلو نېغ په نېغه مرستو ته هم دوام ورکوو. په بندیز لګول شویو کسانو کې د روس یو له بډایو کسانو او د پوټین له ملاتړو څخه الېشیر عثمانوف هم شامل دی. جرمن چارواکو د هغه یوه ۵۱۲ فوټه بیړۍ هم نیولې چې ارزښت یې نېږدې ۶۰۰ میلیونه ډالره کېږي. بندیزونه همدارنګه د پوتین په پخوانیو ملګرو لکه د هغه د جودو په یو ملګري او د پوتین د مطبوعاتو په مسول ډیمیټري پېسکوف باندې هم لګېدلي. د جګړې په ډګر: د ماسکو هغه هڅه چې غوښتل یې په چټکۍ سره د اوکراین پلازمېنه ونیسي ظاهرا درېدلې خو روسي پوځ په جنوب کې د پام وړ لاسته راوړنې لري چې له امله یې له تور سمندر او ازوف سمندر سره ددغه هېواد نښلېدل پرې کېږي. سیمیزو حکومتي چارواکو او روسي پوځ د سرحدي ښار خېرسان نیول تایید کړي دي. دا لومړنې ښار دی چې د یرغل راهیسې د اوکراینیانو له لاسه وځي. د برتانیې د دفاع وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، د خارکیېف، چرنېهېف او میریپول ښارونه د روسانو له بریدونو سره سره تر اوسه د اوکراینیانو په لاس کې دي. د خېرسان ښاروال ویلي،‌ چې روسي سرتېرو د خېرسان ختیځ ته د مېرېپول ښار کلابند کړې ددې لپاره چې اوکراین تجرید کړي. هغه دا هم وویل، روسان د اورګاډو په سټېشنونو باندې بریدونه کوي تر څو ملکي خلک له وتلو څخه منعه کړي او همدارنګه په دغو بریدونو کې اوبه او برېښنا بنده شوې ده. په ورته وخت کې دواړو غاړو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په بیلروس کې د سولې دوهم پړاو خبرې کړي په کومو کې چې په دې موافقه شوې چې داسې بشري لارې به جوړوي چې ملکيان پرې په خوندي توګه وتلی شي. یوکراین په دغو خبرو کې د یو اوربند غوښتنه کوله. د روس د بهرنیو چارو وزارت سرګې لاوروف د زیارت په ورځ خبریالانو ته ویلي، روسي ځواکونه به د اوکراین د پوځي زېربنا وېجاړولو ته دوام ورکړي او خپل ګاونډي‌ ته به دا اجازه ور نه کړي چې روس ته پوځي ګواښ جوړ کړي. په همدې ورځ د روس ولسمشر ویلادمیر پوتین د فرانس له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره په خبرو کې ویلي، چې روس به هرو مرو خپلې موخې ترلاسه کوي چې په هغو کې د اوکراین بې پوځه کول او خنثی کول دي چې له هرې ممکنه لارې څخه وي.

04.03.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more