ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امنيتي شورا په طالبانو غږ کړی، د بشري حقونو او ښځو د ازادۍ محدودولو پاليسۍ دې بدلې کړي

امنيتي شورا په طالبانو غږ کړی، د بشري حقونو او ښځو د ازادۍ محدودولو پاليسۍ دې بدلې کړي

25.05.2022 ډیوه

زیلنسکي: روسي ځواکونه غواړي دونباس کې هر څه ویجاړ کړي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وایي روسي ځواکونو د سه شنبې په ورځ مې ۲۴ (غبرګولي دریمه) د هغه هیواد په ختیځ کې پرمختګ کړی، پرمهمو ښارونو یې بریدونه کړي او غواړي چې "هلته هرڅه له منځه" يوسي. زیلینسکي د سه شنبې په ناوخته د هغه هیواد په ملي ټلویزیون کې د وینا پرمهال د دونباس وضعیت "ډیر ستونزمن" وباله او ویې ویل چې مسکو پر سورودونتسک او څو نورو ښارونو پراخ برید پیل کړی دی. نوموړي وویل د روسیې پوځ په یاده سیمه کې د برید لپاره خپل ټول نظامي قوت کارولی دی. پر اوکراین د روسیې له برید څخه درې میاشتې تیرېږي او زیلنسکي د زرګونو نارینه او ښځینه اوکراینیانو د وژل کیدو په ویر کې یو ځل بیا له بهرنیو شریکانو وغوښتل چې له کیف سره د وسلو مرسته وکړي او دا "په نړۍ کې د ثبات لپاره غوره پانګونه ده." د اوکراین د شرقي سیمې لوګانسک والي سرګي ګایدای وویل روسي ځواکونو پر دې ښار د واک د ټینګیدو او په اوکراین کې د پرمختګ په خاطر پر سورودونتسک ښار هوایي، راکټي، د توپخانو، هاوانونو بریدونه پيل کړي دي. ښاغلي ګایدای پر ټیلیګرام د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي:"وضعیت ډیر ستونزمن دی او له بدمرغه مخ په خرابیدو دی. د هرې ورځې په تیریدو خرابیږي او حتی هر ساعت. روسي ځواکونو پریکړه کړې چې سورودونتسک په بشپړ ډول ویجاړ کړي." بلخوا د روسیې دفاع وزیر په روښانه ویلي چې مسکو په اوکراین کې د اوږدې جګړې لپاره تیاری درلود. د اوکراین ولسمشر وویل، هر څومره چې جګړه غځیږي، په هماغه اندازه به د آزادۍ د ساتلو قیمت نه یوازې په اوکراین بلکې په ټوله آزاده نړۍ کې لوړ شي. اوکراین سره د غرب مرستي له اوکراین سره د غربي هیوادونو مرستې ددې لامل شوي چې یاد هیواد د پلازمینې کیف په ګډون ګڼ شمیر سیمې له روسي ځواکونو ونیسي. روسیې اوس خپل تمرکز د اوکراین جنوبي سواحلو او په ختیځ د دونباس سیمې ته اوړلی دی، هغه سیمه چې له روسیې سره سرحد لري‌ او روسي پلوي بیلتونن غوښتونکي‌ اوکراینیان پکې اوسیږي. د ملګرو ملتونو په وینا پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه تر اوسه پورې څه باندې شپږ میلیونه اوکراینیان له هیواد څخه بهر مهاجر شوي او اته میلیونو په کور دننه بیځایه شوي دي.

25.05.2022 امریکا غږ

عمران خان: نن به ډي چوک ته رسېږم، حکومت يې لارې نيولي

د پاکستان مخکني وزيراعظم عمران خان ويلي، د اسلام اباد په کشمير روډ به تيريږم او ډي چوک ته به رسېږم.خو د پاکستان وفاقي حکومت ویلي چې د اسلام اباد په لورې د پاکستان تحریک انصاف د لاریون مخه به نيسي.

25.05.2022 ډیوه

امنیت شورا د ښځو په وړاندې د طالبانو د سیاستونو د بدلیدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ مې ۲۴ (غبرګولي دریمه) د رایو په اکثریت د یوې بیانېې په تصویبولو سره له طالبانو غوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او افغان میرمنو په وړاندې محدود کوونکي سیاستونه "ډیر ژر" بدل کړي. د امنیت شورا دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغه وشو چې طالبانو په افغانستان کې د ټلویزیونونو ښځینه خبریالانو ته د ټلویزیون پر مخ د راڅرګندیدو پرمهال د مخ د پټیدو امر کړ. په دغه بیانه کې چې د ناروې له خوا وړاندې شوه د امنیت شورا ۱۵ غړو هیوادونو ویلي چې هغوی په خاص ډول د طالبانو له خوا په هغو محدودیتونو اندیښمن دي چې " تعلیم، کار ، تګ راتګ، او په عادي ژوند کې د میرمنو بشپړ، برابر او معنی داره ګډون محدودوي." امنیت شورا ویلي هغوی پر طالبانو غږ کړی دی چې پر بشري حقونو او د افغان میرمنو او نجونو په اساسي ازادیو لګیدلي محدودیتونه او پالیسي ګانې ډیر ژر بیرته بدلې کړي. یادې شورا له طالبانو غوښتي دې چې له ځنډ پرته د ټولو نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي. دغې شورا همدارنګه د ټلویزیونونو په ګډون په عام محضر کې د میرمنو د مخونو د پتیدو د اعلان په اړه د طالبانو په اقدام "ژوره اندیښنه" ښودلې ده. امنیت شورا کې د یو شمیر دیپلوماتانو په وینا، ددغې بیانیې متن چې د کابو دوو اوونیو راهیسې پرې کار روان وو، هغه مهال له خنډ سره مخ شو چې چین او روسیې د بشري حقونو پر مسلې له تمرکز سره مخالفت وکړ. د امنیت شورا په دې سند کې همدارنګه د افغانستان د بشري، سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او امنیتي مسایلو په ګډون د هغه هیواد د نارام وضعیت اړه هم "ژوره اندیښنه" څرګنده شوې ده. بیانیې د افغانستان د مالي‌ او بانکي سیستم د بیرته احیا کیدو تر څنګ په خاص ډول د نشه یي توکو قاچاق او ترهګریز بریدونو ته چې ملکي کسان په نښه کوي، اشاره کړېده.

25.05.2022 امریکا غږ

امریکا ترکیې ته په سوریه کې د نویو نظامي عملیاتو په اړه خبرداری ورکړ

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ مې ۲۴ (غبرګولي دریمه) ترکیې ته د سوریې په شمال کې د نویو نظامي عملیاتو‌ په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د ناټو ددې غړي هیواد په دې کار سره به امریکایي عسکر له خطر سره مخ شي. له دې یوه ورځ مخکې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وویل چې هیواد به یې دیر ژر د سوریې په شمال کې خپلې پولې ته څیرمه د ۳۰ کیلومترو امنیتي زون د رامنځ ته کیدو په هدف نوې نظامي عملیات پیل کړي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس خبریالانو ته وویل:"موږ د سوریې په شمال کې د احتمالي نظامي فعالیتونو د زیاتیدو په اړه په راپورونو او بحثونو ژوره اندیښنه لرو، په خاص ډول دا پر ملکي خلکو تاثیر کوي." ښاغلي پرایس زیاته کړه چې امریکا د تاوتریخوالي هر ډول زیاتیدل غندي او د اوسني اوربند د پاتې کیدو ملاتړ کوي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، توقع لري چې انقره د سوریې په شمال کې د نظامي عملیاتو د دریدو په ګډون د ۲۰۱۹ کال د نومبر په مشترکې بیانه ودریږي ښاغلي پرایس وویل:"موږ د ترکیې په جنوبي سرحد کې د ترکیې مشروغ امنیتي اندیښنې درک کوو. خو هر ډول نوي عملیات به سیمه ایز ثبات کمزوری کړي او د داعش په وړاندې ائتلافي کمپاین کې به امریکایي ځواکونه له خطر سره مخ کړي." د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک ویلي چې د جګړه ځپلي سوریې لپاره لومړیتوب باید سیاسي حل لاره او بشري مرستې وي. دوجاریک خبریالانو ته وویل:"موږ د سوریې د ځمکنۍ بشپرتیا ملاتړ کوو، او هغه څه چې د سوریې پکار دي له څلورو اړخونو څخه نظامي عملیات ندي." ترکیې د ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې په سوریه کې درې نظامي علمیات کړي دي. ددغو عملیاتونو هدف د سوریې د کردي جنګیالیو ځپل دي کوم چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په وړاندې یې د امریکا په مشرۍ کمپاین سره مرسته کړېده. ترکیه YPG یا په اصطلاح د خلکو د ساتنې قطعات "ترهګر" بولي کوم چې په کور دننه د بیلتون غوښتونکي ګوند PKK برخه یې بولي. په ترکیه کې د كردستان د کارګر كوند یو بیلتون غوښتونکی ګوند دی چې د څو لیسزو راهیسې د ترکیې د حکومت پر ضد وسله واله جګړه کوي.

25.05.2022 امریکا غږ

وسله وال کس د امریکا په یو ښوونځي کې ۲۱ کسان ووژل

د متحدو ایالتونو د تکساس ایالت والي ګریګ ابوټ وايي د سلوادو راموس په نامه یو ۱۸ کلن ځوان د سه شنبې په ورځ‌ مې ۲۴ (غبرګولي دریمه) ددغه ایالت په یو لومړني ښوونځي کې د ۱۸ زده کوونکو په ګډون ۲۱ کسان وژلي دي. ښاغلي ابوټ یو خبري کنفرانس ته وویل:"بریدګر په ویرونکي او نه درک وړ شکل ۱۸ زده کوونکي او درې لویان ویشتلي او وژلي دي." د تکساس والي زیاته کړه، بریدګر له خپل موټر څخه په ښکته کیدو له وسلې سره د یوالدي ښارګوټي د روب ابتدایي ښوونځي ته ننوتلی او پر زده کوونکو یې ډزي کړي دي. ښاغلي ګریک وویل کړه بریدګر چې یو سیمه ایز تنکی ځوان وو "ګمان کیږي د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی." نوموړي دا خونړی برید د کلونو راهیسې په امریکا کې تر ټولو ناوړه برید وباله. د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن ددې پيښې په وړاندې غبرګون وښود او ویې ویل پکار ده چې هیواد د وسلو د لابي په وړاندې ودریږي. نوموړي چې د سه شنبې ناوخته په سپینه ماڼۍ کې په یو خبري‌ کنفرانس کې خبري‌ کولې وویل اوس د اقدام وخت دی: " موږ ډیر څه کولی شو." دا پيښه د ټکساس ایالت د یووالدي‌ په ښارګوټي کې چیرې چې د مکسیکو له سرحد څخه کابو یو ساعت لیرې پروت دی ترسره شوېده. دا په ۲۰۱۸ کال کې د فلوریډا په پارکلنډ کې د عالي لیسې د ۱۴ زده کوونکو او د مکتب د دریو کارکوونکو له وژل کیدو راپدیخوا تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي. تر دې مخکې بله خونړۍ پيښه په ۲۰۱۲ کال کې د کینیټیکټ ایالت په سنډې هوک ښوونځي کې وه چې پکې ۲۰ ماشومان او شپږ د ښوونځي کارکوونکي ووژل شول. د امریکا په سنا مجلس کې د تکساس سناټور ټډ کروز د یو ټویټ په کولو ویلي چې هغه او میرمن یې د یووالدي ښوونځي په ناوړه برید کې ماشومانو او کورنیو ته دعا کوي. امریکا کې د وسلو په مرسته د تاوتریخوالو څپه د تکساس پيښه په متحدو ایالتونو کې د روانې میلادي‌ میاشتې په ترځ کې د یو لړ ډله ایزو بریدونو په دوام ترسره کیږي. د مې په ۱۴ نیټه یو اتلس کلن سپین پوستي ځوان د نیویارک د بوفلو ښار په یوې مغازه کې ۱۰ کسان په ډزو ووژل. له دې یوه ورځ ‌وروسته، یو کس په کالیفورنیا ایالت کې د یوې کلیسا د دروازې په بندولو سره، د تایواني- امریکایانو پر یو جماعت ډزې وکړې چې له امله یې یو کس ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول. د ډله ایزو وژنو له څو پيښو سره سره د متحدو ایالتونو په کانګرس کې د وسلو قانون د اصلاح لپاره ګڼ شمیرې هڅې ناکامه شوې او صلاحیت ایالتونو او سیمه ایزو شوراګانو ته پریښودل شوی چې خپله شرایط وضع کړي. د امریکا د ناورغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د وروستیو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په دغه هیواد کې ۱۹۳۵۰ کسان په ډزو وژل شوي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

25.05.2022 امریکا غږ

په ټکساس کې په ښونځي ډزو کې ۱۴ ماشومان او یو ښونکی وژل شوي دي

واشنګټن - د امریکا په ټکساس ایالت کې د نهې یا سې شنبې په ورځ په یو لومړني ښونځي باندې یو ۱۸ کلن هلک ډزې کړي، ۱۴ زده کونکي او یو ښونکی پکې وژل شوي دي. د ټکساس ګورنر ګرېګ ایباټ ویلي، د سیمې یو اوسېدونکي په راب نومي لومړني ښونځي باندې چې له سن انټونیو څخه ۸۵ میله جنوب کې پروت دی ډزې کړي. دا د ټکساس په تاریخ کې په ښونځي ډزو کې تر ټولو مرګونې پېښه ده. تر دې مخکې د ټکساس د هیوسټن په یو هایي سکول باندې ډزو کې لس تنه وژل شوي وو. خپله برید کونکی هم وژل شوی دی او داسې باور دی چې د پولیسو په ډزو کې به وژل شوی وي. د ټکساس ګورنر دا هم ویلي، چې په دغې پېښه کې دوه پولیس هم ژوبل شوي خو تمه ده چې ژوندي به پاتې شي. دمګړی معلومه نه ده چې د وژل شویو ترڅنګ په کوم شمېر نور کسان ژوبل شوي دي. په راب لومړني ښونځي کې له ۶۰۰ لږ زده کونکي وو چې په دوهم، دریم او څلورم ټولګیو کې یې زده کړې کولې. چارواکو دا نه دي ویلي، چې مرګ ژوبله په کوم ټولګي کې شوې دي.

25.05.2022 ډیوه

رپورټ: د پاکستان پوځ او د ریاستي ادارو د بدنامولو په الزام په شپږو خبریالانو مقدمې جوړې شوي دي

په پاکستان کې لږ تر لږه د شپږو خبریالانو او د سیاسي بحث مباحثو د پروګرامونو کوربنو په ضد پولیس د صحافیانو د کار په سر تحقیقات شروع کړي دي. دغه خبره د خبریالانو وکیلانو (قانون پوهانو) د ګل، دوشنبې، په ورځ وکړه. د وي او ای د رپورټ ترمخه د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د وطن مینه والو شهریانو په نوم کسانو یو شان شکایتونه درج کړي دي او په خبریالانو الزام پورې کړی شوی چې په خپلو خبرونو کې د پوځ او ریاستي ادارو خلاف نفرت خپروي. پخواني وزیراعظم عمران خان د خبریالانو خلاف مقدمې سیاسي انتقام بللی او ویلي یې دي چې حکومت د مقدمو په شا دی. د وي او ای رپورټ وايي د خبریالانو خلاف د مقدمو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې پاکستان الېکټرانک ميډیا رېګولېټري اتارټي، پېمرا، چې د مطبوعاتو څارنه کوي، هم د ګل، دوشنبې، په ورځ نشریاتي ادارو ته خبردار وکړو چې داسې مواد دې نه خپروي چې پکې د ریاستي ادارو، په خصوصي توګه د پوځ او دعدليي، سپکاوی کېږي. پېمرا مطبوعاتو ته د کار کولو د اجازت نامو ورکولو حکومتي اداره ده، خبرداری یې وکړو چې د خبرداري د خلاف ورزۍ په صورت کې د مطبوعاتي ادارې لایسنس یا اجازت نامه منسوخېدلی شي او جرمانه پې هم لګول کېدی شي. پېمرا دغه رنګ خبرداری د می د میاشت په نهمه نېټه هم کړی و. د وي او ای د رپورټ ترمخه د خبریالانو خلاف د الزاماتو په سر ورته تر اووه کلونو پورې د قید سزا کېدلی شي. د خبریالانو د نړیوال تنظيم رېپورټرز وداوټ بارډرز د یو فهرست ترمخه چې د مطبوعاتو د ازادۍ په لحاظ یې د نړۍ ۱۸۰ ملکونو درجه بندي کړې ده، پاکستان په دغه فهرست په ۱۴۵ درجه ولاړ دی. د وي او ای رپورټ وايي په پاکستان کې په خبریالانو تشدد او ویرول یې د معمول خبره ګڼل کېږي خو په یو ځای د شپږو خبریالانو په مجرمانه ګامدات په لومړي ځل کولی شي. په دغو خبریالانو کې یو تن ارشد شریف چې په ای ار وای چېنل کې د سیاسي چارو د یو پروګرام کوربه دی، ګرفتارۍ نه ځان د پچ کولو دپاره یې د اسلام اباد های کورټ ته خواست کړی دی. د ګل، دوشنبې، په ورځ په اسلام های کورټ کې د مقدمو د سماعت وروسته، د خبریالانو وکیلانو وویل د صحافیانو په ضد د مقدمو هدف دوی ویرول دي چې دا ډول دوی په سیاسي واقعاتو بې طرفه خبرنګاري ونکړی شي. د عدالت جج اطهرمن الله په ګڼ خواستونو خپله فېصله کې د اسلام اباد پولیس ته امر وکړو چې یو صحافي دې هم ګرفتار نکړي او دا چې صوبايي عدالتونه دې هم دا ډول ګامونه واخلي. جج دا غوښتنه هم وکړه چې اینده میاشت په اینده پېشۍ کې دې د وفاقي حکومت مامورین د هغو شکایتونو تفصیلات هم عدالت ته ورکړي چې د خبریالانو خلاف په ټول پاکستان کې درج شوي دي. د وزیراعظم شهبازشریف حکومت او یا د صوبايي حکومتونو مامورینو د خبریالانو په ضد د مقدمو په اړه څه نه دي ویلي خو د مطبوعاتو د دفاع تنظیمونو دغه مقدمې په پاکستان کې د مطبوعاتو په ازادۍ حمله بللې ده. په امریکا کې مېشته کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس د پاکستاني صحافیانو په ضد اېف ای ارونو، پولیس شکایتونو، غندنه وکړه. د اېشیا سيمې دپاره د سي پي جی مسول سټیو بټلر وي او ای ته وویل پکار نه ده چې په پاکستان کې خبریالان په پوځ یا په نورو ریاستي ادارو د تنقیدي تبصرو په سر د عدالتونو دلارې ویرول شي. هغه غوښتنه وکړه چې د خبریالانو خلاف پولیس شکایتونه دې ختم کړی شي. سي پي جی پاکستان د خبریالانو دپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکو هېوادونو کې یادوي چېرته چې په پوځ او امنیتي ادارو، چې په عامه توګه ورته اېسټېبلېشمنټ وېل کېږي، د صحافیانو د زورولو الزمات پورې کولی شي.  

24.05.2022 ډیوه

په پاکستان کې د عمران خان «سلګونه پلویان نیول» شوي 

له هغه وروسته چې د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د لویې مظاهرې د پیلولو غږ وکړ، راپورونه وايي چې د پاکستان پولیسو د هغه د پلویانو په کورونو چاپې وهلې او سلګونه کسان یې نیولي دي. 

24.05.2022 امریکا غږ

رپوټونه: ټي ټي‌ پي سره مذاکراتو لپاره پاکستان جرګه ټاکلې ده

رپوټونه وايي د پاکستاني حکومت او د ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د لومړیو خبرو د پېل وروسته حکومت د قبايلي ضلعو او د مالاکنډ د مشرانو  د ١٣٠ غړو جرګه ټاکلې چې د يادې ډلې سره روانې کړی شوې خبرې پرمخ بوځي ۔ د پاکستان دحکومت له لوري ددغه پرمختګ په اړه نه خوپخلی شوی او نه يې دغه رپوټونه رد کړي دي خوپه پېښور کې دانګرېزۍ ورځپاڼې ”دي نيوز“ خبريال مشتاق يوسفزی وایي ،  تېره ورځ د جرګې دپاره ټاکل شوي غړي پېښور ته بلل شوي وو اوبيا دپوځي اسټبلېشمنټ له خوا طالبانو سره دشوؤ خبرو اترواؤ پرمختګونو نه هم خبر کړی شوي دي۔ دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ  په مطبوعاتو داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ‌ چې تحریک طالبان پاکستان سره دخبرو اترو په لړ کې دپاکستان داستخباراتي شبکې پخواني مشر اؤ دپېښور موجوده کورکمانډر جنرال فیض حمید هم دکابل سفر کړی دی. تر دې مخکې دمسیدو اؤ دملاکنډ دمشرانو یوه جرګه هم پاکستاني طالبانو سره خبرو اترو لپاره کابل ته لیږل شوې وه اؤ د افغانستان دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر منلې وه چې کابل کې دټي ټي پي اؤ پاکستان ترمنځ بریالۍ خبرې سرته رسیدلې دي. دسولې په دغو خبرو کې دافغانستان طالبانو دمنځګړتوب رول لوبولی اؤ پخپله دا افغان طالبانو هم منلې ده. خبریال مشتاق يوسفزي وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل  ده ټي ټي‌ پي سره مذاکراتو لپاره دټاکل شوې چرې د ځېنو غړوسره خبرې هم کړي دي اوهغوي ورته په ډاګه کړې ده چې د مئ دمياشتې په ٢٩یا٣٠مه به افغانستان ته سفر کوي او ددې دپاره حکومت سفري انتظامات هم سرته رسولي دي ۔ د تحريک طالبان پاکستان له خوا د روانې مياشتې تر ٣٠مې نیټې  اوربند هم اعلان شوی او تر دې وړاندې د يادې ډلې د دوو مهمو کمانډرانو مسلم خان او  محمود خان د خوشې کولو خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ چې دغه رپورټونه حکومت نه خو  رد کړي او نه يي تاييد کړي دي ۔  په اسلام اباد کې مېشت خبريال طاهر خان دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ خبرو کې دغه پرمختګ مهم ګڼي او وایي  ښکاري  داسې چې دواړه لوري ددې  خبرو کاميابیدو  ته لېواله دي . خو هغه ډیوه ته وایي تر اوسه چې دې مذاکراتو کې کوم شرطونه دطالبانو له لوري او کوم شرطونه د پاکستان دحکومت  لخوا وړاندې شوي دي هغه لا نه دي څرګند کړې شوي ۔ طاهر خان زياته کړه د حکومت دپاره ځېني شرطونه عملي کول خو ممکن دي چې په دغو کې لکه د طالبانو بندي مشران خوشې کول خو بيا ځېنې شرطونه داسې وي چې هغه منل مشکل وي . دنوموړي په وینا د خبرو په مخه تلل خپله هم یو مهم پرمختګ دی خو د راروانو نتيحوپه اړه دا وخت يوازې اندازې لګول کیدای شي او په غوڅه توګه څه ویل به له وخته مخکې وي

24.05.2022 ډیوه

د افغانستان نه انخلا "تباهي او خیانت" و - د برطانیي پارلېماني کميټه

واشنګټن (اې پي)  - د برطانیې پارلېمان کې د بهرنیو چارو کمیټې پخپل یو رپوټ کې چې نن د نهې/سې شنبې (مئی ۲۴مه) خپور شو، د افغانستان نه د برطانوي پوځیانو وتل یوه "تباهي او خیانت" بللی او ویلي یې دي چې د انخلا په عمل کې جګپوړو سیاستمدارانو او سېول مامورینو لیډرشپ موجود نه و. د برطانیې د پارلېمان دغې کمېټې د ملک د بهرنیو چارو په وزارت تنقید کړی چې اتلس (۱۸) میاشتې په دې پوهېدل چې انخلا ممکن ضرورت شي، مګر بیا یې هم د هغو افغانانو د انخلا دپاره هېڅ کومه منصوبه نه درلوده کوم چې په افغانستان کې یې د برطانویانو سره همکاري کړې وه. د بهرنیو چارو د کمیټې په رپوټ کې دا هم ویلی شوي چې داسې ښکاري د سیاسي مشرانو ترمنځ په دې برخه کې د لیډرشپ/رهبرۍ واضحه کرښې موجودې نه وې، او فیصلې د "ناقابل شناخت او ناقابل حساب سیاسي مداخلتونو" په بنیاد ترسره کېدلې. د برطانیې د پارلېمان د بهرنیو چارو کمیټې ویلي، "دا حقیقت چې کله کابل سقوط وکړ، د خارجي دفتر (د برطانیې د خارجه چارو وزارت) جګپوړي چارواکي په رخصتۍ تللي و، په قامي کچه د یو بېړني حالت په وخت کې د سنجیدګۍ، قوت یا لیډرشپ یو بنیادي نشتون څرګندوي." یادي کميټې خپل رپوټ د اته میاشتېنۍ پلټنې په نتیجه کې خپور کړی دی. په دې پلټنو کې د برطانیې د پارلېمان د بهرنیو چارو کمېټې د شلو (۲۰) تنو ګواهانو د اورېدنې جلسې کړي او د شپږ دېرشو (۳۶) تنظیمونو نه راغونډ شوي شواهد یې هم څېړلي دي.  

24.05.2022 ډیوه

طالبانو د افغانستان د درېیو لویو ائیرپورټونو د انتظام چارې د متحده عربي اماراتو یوې کمپنۍ ته ورکړې

واشنګټن  (اې پي)  - په افغانستان کې واکمنو طالبانو اعلان کړی چې د ملک د درېیو لویو ائیرپورټونو (کابل، کندهار، هرات) د انتظام چارې به د متحده عربي اماراتو یوه کمپنۍ پرغاړه ولري. طالب چارواکو د نهې/سې شنبې په ورځ (د مئی ۲۴مه) په کابل کې د امارتي کمپنۍ (ګاک GAAC) سره د دې درېیو ائیرپورټونو د انتظام تړون لاسلیک کړ، خو د اې پي خبري ادارې ترمخه، د متحده عربي اماراتو حکومتي مشرانو سمدستي د دې تړون په اړه خپل دریځ ندی واضح کړی. د طالبانو د حکومت چارواکو او یو شخص چې د ګاک په نوم د امارتي کمپنۍ مشر بلل کېده، په کابل کې د یوې دستورې په مهال د تړون کاغذات لاسلیک کړل او خبري کنفرنس ته راڅرګند شول. د طالبانو له اړخه دا تړون، د ټرانسپورټ او ملکي هوابازۍ د وزارت نګران نایب وزیر غلام جیلاني وفا امضا کړ. په دې دستوره کې د طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر او نور چارواکي هم حاضر و. ملا برادر وویل چې د ائیرپورټونو د انتظام په اړه له یوې مودې راهیسي دوی په خبرو بوخت و، او بالاخره دا خبرې نتیجې ته ورسېدې. ملا برادر زیاته کړه چې د طالبانو حکومت له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. هغه وویل چې په دې تړون سره به، نړېوال هوایي شرکتونه یا ائیرلاینونه وکړی شي چې افغانستان ته په محفوظه توګه خپل پروازونه پيل کړي. هغه په سرمایه کارانو غږ وکړ چې افغانستان ته ورشي او هلته دې سرمایه کاري وکړي، او دا ټینګار یې هم وکړ چې د طالبانو حکومت به دغو سرمایه کارانو ته سهولتونه او تحفظ ورکړي. د متحده عربي اماراتو یوه خصوصي کمپنۍ په داسې وخت کې د افغانستان د څلورو لویو ائیرپورټونو د انتظام او امنیت ټېکه واخېسته چې تر دې مخکې طالبانو په دې اړه د قطر او ترکیې حکومت سره خبرې کړې وې.  

24.05.2022 ډیوه

حکومت: د پي ټي ايي د لاریون مخه به نیول کېږي، عمران خان وايي په هر حال کې به احتجاج کوي

د پاکستان وفاقي حکومت ویلي چې د اسلام اباد په لورې د پاکستان تحریک انصاف د لاریونه مخه به نېسي خو د ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي پلویان به یې په صورت کې احتجاج کوي. بلخوا، پولیس ویلي اسلام اباد ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پي ټي ايي د مارچ یا لاریون نه مخکې په پنجاب او د اسلام اباد خوا او شا د سلګونو په شمېره کې د ګوند فعالان نیول شوي دي. د وي او ای د رپورټ ترمخه د پخواني وزیراعظم عمران خان د پلویانو په ضد اقدامات د ګل، دوشنبې، د نيمې شپې وروسته په پنجاب صوبه کې شروع شول. د وي او ای رپورټ وايي د اسلام اباد خوا او شا نه د سلګونو په شمېره کې د پي ټي ايي فعالان نیول شوي دي او د پي ټي ايي په تېر شوي حکومت کې د اصلاعاتو وزیر فواد چودهري ویلي د ټول پاکستان نه د پي ټي ايي لږ تر لږه ۴۰۰ فعالان نیول شوي دي او د ګوند د پلویانو خلاف چاپي دوام لري. د وزیراعظم شهبازشریف حکومت او صوبايي چارواکو د پي ټي ايي د فعالانو په ضد د اقدامات تصدیق کړی خو نور تفصیل یې نه دی وړاندې کړی. د داخله چارو وزیر رانا ثناالله د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل حکومت فېصله کړې ده چې پي ټي ايي ته به د احتجاج اجازت نه ورکوي چې ګډوډی او بدنظمي جوړه کړي. عمران خان د هغه د پلویانو په ضد د حکومتي ګامونو غندنه وکړه. هغه وویل پرامنه احتجاج د هر پاکستاني حق دی او د حکومت سخت ګامونه به د پي ټي ايي کارکوونکي د لاریون نه منع نه کړي. د تحریک انصاف مشران وایي دوئ به په هرحال کې ځانونه اسلام اباد ته رسوي اؤ دتحریک انصاف په تیر حکومت کې دکورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید له وړاندې خبرداری ورکړی چې که حکومت د پرامنه لاریون مخه ونیوله نو دا لاریون خونړی هم کیدای شي. دپاکستاني میډیا د رپورټونو له مخې دپاکستان دکورنیو چارو وزارت دتحریک انصاف ګوند دلاریون په مهال د څه رقم بدې پېښې دمخنیوي لپاره داسلام اباد د ریډزون دامنیت لپاره پوځ رابللی دی اؤ د وزیراعظم دماڼۍ، د ایوان صدر اؤ سپریم کورټ د ودانیو حفاظت باندې به پوځ مامور وي. دمیډيا له مخې دپوځ ترڅنګ ایف سي ځواکونه هم اسلام اباد ته بلل شوي اؤ دوه زره دایف سي عسکر به دمهمو ودانیو اؤ سړکونو په حفاظت مامورولی شي. ددې ترڅنګ انتظامیې اسلام اباد کې د دوؤ میاشتو لپاره دفعه 144 لګولې ده. دشورو په ورځ د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ د مرکزي کابيني غونډى وروسته اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د کورنيو چارو مرکزي وزېر رانا ثنالله د عمران خان آزادى مارچ د پاکستان لپاره فتنه وګرځوله. نوموړي تور ولګولو چې عمران خان د احتجاجي لاريون لپاره د خيبر پښتونخوا صوبې سرکاري وسيلې کاروي او دا چې عمران خان د صوبايي ځواکونو سره په مرکز د حملى منصوبه جوړه کړې ده. رانا ثنالله زياته کړې عمران خان د کال ٢٠١٤ احتجاجي پرلت په څير يو ځل بيا پايه تخت اسلام اباد کې په حکومتي ادارو او چارواکو د حملو ناوړه اراده لري خو حکومت به دا نه زغمي. په دى موقع د رانا ثنالله سره ناست حکومتي اتحاد کې شامل ديو شمير ګوندونو وزيرانو د کابينې د پريکړى پخلى وکړو. خو دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ‌ پخواني وزیراعظم پېښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي چې دی به سبا په هرحال کې پېښور نه د لاریون مشري کوي اؤ خپل پلویان به دناجائزه حکومت ختمولو لپاره اسلام اباد ته بوځي. هغه ویلي دا به دپاکستان دتاریخ تر ټولو لویې لاریون وي اؤ زیاته کړې یې ده چې دګوند زلمي به یې دلارې ټول خنډان له مینځه وړي. هغه پوځ ته په اشاره ویلي چې دا د نیوټرلز،پولیسو ،عدلیې اؤ ټولو لپاره یو امتحان دی. نوموړي زیاته کړې ده چې ترهغې به اسلام اباد کې خپل احتجاج ته دوام ورکوي ترڅو چې اسمبلۍ نه وي ړنګې کړل شوې اؤ دانتخاباتو اعلان نه وي شوی. خو تر دې یوه ورځ وړاندې حکومت اؤ ایتلافي ګوندونو پرېکړه کړې وه چې دخپل حکومت موده به پوره کوي اؤ دمنځومانې انتخابات به نه کوي. د تحريک انصاف پخواني وزير فواد چودهري د کورنیو چارو د وزیر رانا ثناء الله دمطبوعاتي کانفرنس په غبرګون کې ويلي رانا ثنالله دومره توان نه لري چي په خپل دلاریون دمخنیوي پريکړه اعلان کړي ځکه یې ټول حکومتي اتحاديان هم ځان سره شريک کړل چې يواځې پړه په مسلم ليګ نواز ګوند رانه شي. فواد چودهرې خبردارى ورکړى ډير زر به د پاکستاني وزيرانو سره هغه څه کيږي کوم چې د سريلنکا ولس د خپلو وزيرانو سره کړى وؤ. دا په داسې حال کې ده چې تحریک انصاف ګوند وایي پنجاب صوبه کې د دودئ د فعالینو دنیولو لړۍ پیل شوې اؤ تر اوسه یې دګوند ګڼ شمیر فعالین پولیسو شپه په شپه نیولي دي. دپاکستاني میډیا له مخې دنهې اؤ چهارشنبې په منځ شپه دلاهور په ماډل ټاون کې یو پولیس عسکر هغه مهال دپي ټي ایي دیو فعال په ډزو وژل شوی کله چې پولیسو په یو کور چاپه وهله. څيړونکي امتياز عالم موجوده حالاتو کې دپاکستان د لوىې معاشي او سياسي بحران سره دمخ کيدلو ويره څرګندوي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل عمران خان د احتجاج اییني حق لري خو هغه د اسمبلیو اـ حکومت ماتولو غوښتنى سره اسلام اباد ته راځي د کوم دستوري معياد چې راتلونکى کال پائ ته رسي. امتياز عالم وويل پايه تخت د عمران خان د حملى نه خوندي ساتلو لپاره حکومت سره يوازینۍ لار سختي کول دي. خو ویره ده چې دې سره دتحريک انصاف غړي لا نور هم را وپاریږي. نوموړي زياته کړه د بده مرغه دا هرڅه په يو داسې وخت کې کیږيچې هم سبا د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف ترمنځ مذاکرات پيل کېږي او دا حالات د پاکستان د معيشت لپاره ناوړه اغیزې لرلی شي.    

24.05.2022 ډیوه

پاکستان د افغانستان سره نورې سرحدي دروازې پرانیزي  

پاکستان وایي د زیاتو اقتصادي فعالیتونو د اسانتیاو او د مساپرو د مدیریت په مقصد په پام کې لري د افغانستان سره زیاتې سرحدي دروازې پرانیزي. 

24.05.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

24.05.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more