ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


داعش ۳۰۰۰ عراقي کلیوال نیولي دي

د مهاجرینو لپاره د ملګروملتونو اداره وايي چې داعش هغه ۳۰۰۰ عراقي کلیوال برمته کړي دي چې غوښتل یې د خپلو سیمو نه کرکوک ته وتښتي.

05.08.2016 امریکا غږ

ایران کې پر پوکيمون انټرنېټي لوبه بندیز لګول شوی

یراني چارواکو پر انټرنېټي لوبه پوکيمون ګو د امنیتي ملحوظاتو له کبله، چې په اړه یې څه نه دي ویل شوي، بندیز لګولی. دغه بندیز د ایران هغې ادارې له لوري لګول شوی، چې انلاین فعالیتونه څاري.

05.08.2016 BBC

د کوټې سوکوهنکی وايي حکومت ورسره مرسته نه کوي

د کوټې یو ۲۷ کلن ځوان محمد وسیم په دې وروستیو کې د سوکوهنې په يوې نړيوالې اتلولۍ کې چې په کوریا کې شوې وه، د سپينو زرو مډال ترلاسه کړی دی. خو دغه ځوان بوکسر وايي، د پاکستاني حکومت لخوا ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

05.08.2016 BBC

د اولمپيک لوبو د پرانيستې مراسم

د برزايل ريو کې د ۲۰۱۶ کال اولمپيک لوبو پرانيستونکي مراسمو لپاره چې په ماراکانا لوبغالي کې کېږي چمتووالی پای ته رسېدلی دی. د دغو مراسمو پلانولو کې مهم رول د برازيل هنرمندانو لوبولی دی.

05.08.2016 BBC

فیصل: د بروکسل کنفرانس ته د ټاکنو د نیټې له اعلان پرته نه شو تللی

د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال د ټاکنیز بهیر د اصلاحاتو د ځنډ پړه په ملي شورا واچوله چې د حکومت له خوا د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره د اقداماتو مخه یې ډپ کړې ده.

05.08.2016 امریکا غږ

د ولسمشر اوباما لور رستورانت کې دنده پیل کړې

امریکايي رسنۍ وايي، د ولسمشر اوباما ۱۵ کلنې لور ساشا اوبام د سپینې ماڼې راحت او ارام پرې ایښي او د کبانو پخولو یوه رستورانت کې یې دنده پیل کړې.

05.08.2016 BBC

د نړیوال المپیک لوبې له هیلو او ستونزو سره نن ماښام پیل کیږي

د برازیل د ریو د المپیک لوبې په داسې حال کې پرانستل کیږي چې دوپینگ، د زیکا ویروس، امنیتي ستونزو او چاپیریال ککړتیا پرې سیوری اچولی دی.

05.08.2016 امریکا غږ

هند: وسله والو له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې په ډزو ۱۳ کسان وژلي

هندي چارواکي وايي، د دغه هېواد شمال ختیځ اسام ایالت کې وسله والو له ګڼې ګوڼې یوه ډک بازار کې ډزې کړې دي، چې پایله کې یې ۱۳ کسان وژل شوي دي. پولیس وايي د کوکراجار سیمې دغه برید د ' نیشنل بودو فرنټ ' نومي سازمان وسله والو کړی.

05.08.2016 BBC

ډوپېنګ: د روسیې ۲۷۱ لوبغاړو ته په اولمپیک سیالیو کې اجازه ورکړل شوه

د ۲۰۱۶ کال اولمپیک سياليو رسمي پرانستې وړاندې د اولمپيک ملي کمېټې په دغو سياليو کې د روسيې ۲۷۱ لوبغاړو ته د برخې اخيستو اجازه ورکړه. په روسیې تور و چې پخوا یې ځینو لوبغاړو ډوپینګ یا منع شوي درمل کارولي و.

05.08.2016 BBC

ایا افغانستان سیلانیانو ته خوندي ځای دی؟

په افغانستان کې پر سیلانیانو د طالبانو وروستی برید، چې لږترلږه ۶ کسان پکې ټپیان شول، د لسیزو جګړو ځپلي افغانستان کې لومړی برید نه دی.

05.08.2016 BBC

د پاکستانۍ چورلکې د ورکې شوې عملې موندلو لټون پیل شوی

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، لوګر کې د پاکستان د حکومت ایم ای ۱۷ ډوله چورلکې د تښتول شوې عملې د موندلو لپاره عملیات پیل شوي. بل خوا، د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چورلکې د عملې خوندي کولو کې به خپله ټوله هڅه وکړي.

05.08.2016 BBC

افغان حکومت د پریوتي پاکستاني هلیکوپټر پلټنه کوي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، که څه هم پاکستان د افغانستان له فضا څخه د یوهلیکوپټر د تیریدلو اجازه اخیستې وه، خو دوی لا هم نه پوهیږي چې دا پریوتی هلیکوپټر همغه دی او که بل د ی.

05.08.2016 امریکا غږ

کندهار- لښکرګاه په لاره موټرچلوونکو ته د طالبانو خبرداری

طالبانو د کندهار- لښکرګاه په لویه لاره موټر چلوونکو ته خبرداری ورکړی چې د پنچشنبې ترورځې دې په دغه لاره د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

05.08.2016 امریکا غږ

'کابل او اسلام اباد کې د خپلې ترینګلتیا سزا کډوالو ته نه ورکوي'

ډیورنډ کرښې ته څېرمه خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو مشرانو د پاکستان او افغانستان له حکومتونو وغوښتل، چې د خپلو سیاسي شخړو سزا دې کډوالو ته نه ورکوي. دغو مشرانو د پاکستان له حکومته هم د کډوالو د ځورولو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

05.08.2016 BBC

ډان: شریف د متقاعدو پوځیانو موندل غواړي

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د افغانستان لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ کې د نسکورې شوې پاکستانۍ چورلکې په هکله لیکلي چې د پوځ نه چې د پنجاب د حکومت وه او ازبکستان ته د ترمیم لپاره روانه وه.

05.08.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more