ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ښځینه ویاندویانو جبري مخ پټېدل؛ نارینه خبریالانو هم مخونه پټ کړل

یوه ورځ وروسته له هغه چې د تلوېزوني خپرونو افغان ویاندویانې او د خپرونو چلوونکې له ماسک پرته د تلوېزیون پر پرده را ښکاره شوې، نن بیا ځلي اړې شوې چې ماسکونه واغوندي. نن د لومړي ځل لپاره د طلوع نیوز خبریاله بنفشه بینش تر سترګو پټ مخ، د تلوېزیون پر مخ راښکاره شوه. دا او ټولې ښځینه همکارانې یې د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف و نهی عن المنکر وزارت د حکم له مخې د تلوېزون پر مخ د ښکارېدو پر مهال د تورو ماسکونو اچولو ته اړې شوې دي. بنفشه وايي، نن ورځ پرې ستونزمنه تېره شوه او د پخوا په څیر یې د مرکه کونکو سره خبرې نه شوې کولی. هغې زیاته کړه: "د خپرونو د وړاندې کوونکو لپاره لویه ستونزه دا ده چې دوی د پیغام په لېږدولو کې له ستونزې سره مخ کېږي، ځکه چې د مخ غړي یې د پیغام په رسولو کې ډېره مرسته کوي، او کله چې مخ پټ شي، زما په اند دا د اورېدونکي او وینا کونکي ترمنځ پراخ واټن رامنځته کوي." یوه ورځ وروسته له هغې چې د تلوېزیوني خپرونو ښځینه چلوونکې د تلوېزیون پر مخ له ماسک پرته راڅرګندې شوې، د طالبانو حکومت رسنیو ته یو نوی حکم صادر کړ، چې له مخې یې ښځې باید د خپرونو د د وړاندې کولو پر مهال له سترګو پرته خپل ټول مخ پټ کړي. خو نن ورځ، د بنفشې نارینه همکارانو هم د دوی د ملاتړ په پار تور ماسکونه اچولې وو. د طلوع نیوز د خبر د څانګې مدیر فهیم ځیرک له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی دا کار له خپلو ښځینه همکارانو سره د همغږۍ ښودلو لپاره کړی دی. هغه وویل: "موږ ټولو نن په غونډه کې ماسکونه اچولې وو ترڅو زموږ دخپرونو ښځینه همکارانې د یوازیتوب احساس ونه کړي. له تخنیکي پلوه زموږ 98٪ خپرونې په ژوندۍ بڼه دي، او زموږ یو پریزنټر د شاوخوا درې نیمو څخه تر څلورو ساعتونو پورې په ژوندۍ بڼه په خپرونه کې وي، له تخنیکي پلوه دا ډېره ستونزمنه ده، کله چې یو کس څلور ساعته له ماسک سره خبرې کوي." موږ ونشو کولی په دې اړه د طالبانو تازه نظر ترلاسه کړو، خو ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې "دا یوه دیني مسئله ده چې د ښځو له کرامت او وقار ساتلو سره مرسته کوي" – هغه تعبیر چې د دیني عالمانو له نظر سره توپیر لري. شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د یو فرمان په صادرولو سره حجاب اجباري وګرځولی. په فرمان کې ښځو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د سرغړونې په صورت کې به یې پلار او یا د کورنۍ تر ټولو نږدې نارینه غړی احضار کیږي او بالاخره د ستونزې په بیا بیا تکرار سره به بندي کېږي. دغه حکم پراخ غبرګونونه پارولي دي. په افغانستان کې د بشري حقونو او د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په خپل یو تازه ټویټ کې ویلي چې "د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په خبرو کې هغه ته ویلې چې "د ښځو او نجونو د حقونو ساتل او د زیامنو ټولنو او خلکو څخه ملاتړ له طالبانو سره د هر ډول پرمختګ لپاره اړین دي." پرون هم د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د برخې مشرې هیدر بار په یوه ټویټ کې وویل، چې د طالبانو له خوا له ټولنیز ژوند او ورځنیو فعالیتونو څخه د ښځو د ایستلو کمپاین په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی.

22.05.2022 ازادي راډیو

په ارزګان کې د کوکنارو د حاصلاتو د راټولولو فصل

هغه کروندګرو چې په ارزګان کې یې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي وه اوس ترې تریاک راټولوي. که څه هم طالبانو یې کښت منع کړی دی خو لیدل کېږي، چې کروندګر یې دا ځل حاصلات راټولوي. نور په دې راپور کې:

22.05.2022 ازادي راډیو

د انصاف په لټه کې

22.05.2022 ازادي راډیو

متقي: نه غواړو چې افغانستان د لویو قدرتونو د مقابلې مرکز وي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، له ټولو هیوادونو سره (اقتصاد محوره) اړیکي لري او په خبره یې افغانستان باید د نړیوالو قدرتونو د مقابلو مرکز نشي.

22.05.2022 امریکا غږ

څلورمه یو ساعته خپرونه

22.05.2022 ازادي راډیو

پر ښځينه وياندويانو محدوديتونه؛ د طلوع نيوز نارينه کارکوونکو هم مخونه پټ کړل

په تلوېزيونو کې د ښځينه وياندويانو د مخ پټولو په اړه د طالبانو د لارښوونې سره هم مهاله، د طلوع تلوېزيون نارينه کار کوونکو د اعتراض په ډول خپل مخونو په تورو ماسکونهو پوښلي.

22.05.2022 امریکا غږ

په زابل کې د ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي

په زابل ولایت کې څلور کسان په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس په یوه ټویټ کې ویلي، چې پېښه په هزارتک سیمه کې شوې ده. افغانستان کې ځینو نورو رسنیو بیا راپور ورکړی، چې پېښه د زابل- کندهار پر لویه لار نن سهار وختي هغه وخت شوې، چې یوه کرولاډوله موټر له یوه باروړونکي مازداډوله موټر سره ټکر وکړ. په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو عمده علت د چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي اصولو نه مراتول ښوول کېږي.

22.05.2022 ازادي راډیو

میرانشاه:پوځي عملیاتو کې د ړنګونو دوکانونو مالکان د دوؤ اوونیو راهسې په احتجاجي پرلت بوخت دي

شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو پرمهال د ړنګ کړل شوؤ دوکانونو دمالکانو یا دوکاندارانو احتجاجي پرلت له تیرو دو اوونیو راهسې دوام لري او دوئ غوښتنه کوي چې دعملیاتو پرمهال وران دتباه کړل شوؤ کاروباري سامانونو تاوان یا مرستې دې ور کړل شي . بل لوري ته انتظامیه وایي ځپل شوؤ دوکاندارانو ته دمرستو ورکولو لړی روانه ده او نیزدې 1600 نه زیاتو تصدیق شوؤ دوکاندرانو ته د مرستو چیکونو ورکړل شوي دي. د صوبې حکومت په کال 2020 کې منلې وؤ چې په شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې د ضرب عضب عملیاتو پرمهال 6969 دوکانونه وران کړی شوي دي . د دواندارانو د اتحادیې مرستیال مشر امشاد الله وایي دضرب عضب عملیاتو پرمهال یوازې میرانشاه بازار کې  د دوئ 12 زرو نه زیات دسامان ډک دوکانونه له مینځه تللي او نیزدې 21 اربه روپۍ تاوان دوی ته اوښتی دی. وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي  په کال 2020م کې د صوبې اوسني دپاکستان تحریک انصاف حکومت  په خپله له جاج اخستو وروسته د 7000 دوکانو تاوان منلی خو انتظامیه دوئ ته دا مرستې په فوري توګه نه ورکوي او د تصدیق په نوم د ځنډ نه کار اخلي. نوموړي وویل تجاران بې کچه ځپل شوي، په قرضونو یې سامانونه راوړي او د ضرب عضب اته کاله پوره شوي خو د اوښتي تاوان له امله دوئ خپل کاروبارونه بیا نه دي روان کړي . هغه زیاته کړه تر اوسه دوئ سره د غوښتو منلو لپاره چا رابطه نه ده کړې او غوښتنه کوي چې ځايي انتظاميه دې د پيسو په ورکولو کې خنډونه نه جوړوي. هغه وویل که دغلته یې غوښتنې نه منل کیږي بیا به د مئ په 25مه نوې تګلاره جوړوي.  خو د شمالي وزیرستان دانتظامیې چارواکي وایي نیزدې د 6969 ړنګو شوو دوکانو د سامان د تاوان پیسې منل شوي او دحکومت په لارښونه په ځپل شوؤ تجارانو د مرستو دچیکونه ویشلو لړۍ روانه ده . د دوی په وینا تر دې مهاله د 1600 نه زیاتو دوکاندارنو ته د مرستو چیکونه ورکړل شوي دي. یو بل دوکاندار احمد الدین وایي په میرانشاه کې یې د دوایې د هول سیل یا پرچون د کرړونو روپو کاروبار ؤ خو دا کاروبار یې د عملیاتو پرمهال تباه شوی دی.  هغه وویل حکومت یې یوازې شل لکه روپې تاوان منلی خو تر اوسه دا تاوان یا مرستې نه دې ورکړل شوې. ډیوه سره خبرو کې هغه زیاته کړه دوایانې یې د کراچۍ،لاهور او پیښور نه په قرضونو راوړې وې، اوس ترې نور سوداګر د هغې پور غواړي او د دوي سره هيڅ  نشته. هغه وویل اوس مجبور شوي چې په احتجاجي پرلت ناست دي . وایس اف امریکا ډیوه دچارواکو دنظر معلومولو په غرض د صوبې د اباد کارۍ او بیا ودانۍ د وزیر اقبال وزیر او د انتظامیه مشر شاهد علي خان سره د واټس ایپ د لارې رابطه کړې خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړو.  خو د انتظامیې د دفتر دچارواکو په خبره دې ځپل شوؤ کسانو سره د مرستو کولو لړۍ روانه ده او د تصدیق کولو وروسته دوئ ته د مرستو چیکونه ورکړل کیږي. د صوبې اوسني حکومت 2020م کې داحتجاجي پرلتونو وروسته د دوئ تاوان منلی ؤ او د خېبرپښتونخوا صوبې دهغه وخت حکومتي ویاند اجمل وزير په خبري غونډه کې ويلي وؤ چې د شمالي وزيرستان هغه ځمکې چې ورانې شوي او بيا پرې سرکاري ودانۍ جوړې شوي د هغه ځای د يوې مرلې تاوان به 15لکه روپۍ او د غورځول شوو دوکانونو د يوې ودانۍ تاوان به درې لکه روپۍ ورکولی شي او دا پېسې صوبايي حکومت منظورې کړي دي.

22.05.2022 ډیوه

په زوره ودؤلو سره په مخالفت کولو پنجاب کې دوه هسپانوي تبعه پاکستانۍ نجونه وژل شوي

دپنجاب پولیس وایي دهغو دوؤ پاکستاني نژاده هسپانوي خویندو په وژنه کې ککړ شپږ تورن کسان یې نیولي چې کورنۍ یې دهغوئ له خوښې پرته خپل خاندان کې واده کړې وې اؤ دوئ ددغو ودونو پرضد ولاړې وې. دمبشر زیدي په نوم پاکستاني خبریال دخالي په ورځ په ټویټر ددغو وژل شوؤ خویندو دناویتوب په جامو کې عکس خپور کړی اؤ لیکلي یې دي ورته دوه هسپانوي تبعه پاکستانۍ نجونې عروج او انیسه په ګجرات کې د خپلو خسرانو له خوا په دې خاطر ووژل شوې چې له جبري واده وروسته یې له خپلو خاوندانو څخه د طلاق غوښتنه کوله. دمبشر زیدي دغه ټویټ ته خپل غبرګون کې دپنجاب پولیس د رسمي ټویټر له لارې ولیکل شول چې دپنجاب صوبې دپولیسو مشر دګجرات دپولیسو ضلعي مشر ته دې پېښه کې دککړو کسانو زرترزه دنیول امر کړی دی. دپنجاب‌ پولیسو په وینا دګجرات ډي پي او پخپله ددې قضیې په څارنه مامور دی اؤ زر به پکې ککړ کسان ونیولی اؤ سخته سزا ورکړل شي. خو داتوار په ورځ بیا دپنجاب پولیس په ټویټر دعوه کړې ده چې دې افسوسناکه پېښه کې ککړ شپږ کسان یې نیولي دي چې پکې ددې وژنو پلان جوړونکی هم شامل دی. پولیس وایي له لمړیو پلټنو ورته معلومه شوې ده چې دغه دواړه خویندې پخپل خاندان کې په زوره واده کړل شوې وې چې دوئ په دې واده نه وې خوشحاله اؤ مخالفت یې ورسره لرلو. دپولیسو په وینا دپیغلو لخوا خپلو ودونو سره دمخالفت کولو له امله په مرموز ډول د دوئ ورور اؤ تره دا پیغلې وژلې دي. په دې وروستیو کلونو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو اؤ‌ په ځانکړي ډول پنجاب صوبه کې دښځو په ضد دتاؤ تریخوالي پېښې سیوا شوي دي اؤ په زیاتره سیمو کې د رشتو څخه په انکار د زیاتره جینکو د وژل کیدو رپورټونه مخې ته راغلي دي. دخپلې خوښې په ودونو کولو هم پاکستان کې تر دې مهاله ګڼ شمیر میرمنې دهغوئ دکورنیو دغړو لخوا وژل شوي دي. همدا شان پاکستان کې دمیشتو  لږکيو مشران هم تور لګوي چې هر کال په لويه شميره کې د دوئ  زنانه ؤ سره له تښتول کیدو وروسته جبري ودونه کيږي او دې ته مجبوره کولى شي چى خپل مذهب پريږدي او اسلام قبلولى کړي.

22.05.2022 ډیوه

دانصاف په دعوؤ دپاکستان عدلیې ته په سوشل میډيا دعلي وزیر پیغورونه ورکړل شوي

دپاکستان دسیاسي ګوند تحریک انصاف دیوې مشرې شیري مزاري له نیول کیدو وروسته دهغې لپاره په نیمه شپه داسلام اباد هایکورټ په پرانستل کیدو  په ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه روان دي.  زیاتره فعالین دپاکستان عدلیې ته پیغورونه کوي چې که په ریښتیا ازاده اؤ انصاف ورکوونکې اداره ده نو دیو نیم کال نه دبندي علي وزیر په هکله دې هم یو نوټس واخلي. جنوبي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړی اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر دکال 2020م د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی . اؤ په یوه مقدمه کې له ضمانت کیدو وروسته پولیس هغه په بله مقدمه کې ککړ ښایي اؤ دغسې دیو نیم کال نه د زیاتې مودې راهسې په زندان کې پروت دی. خو برعکس تیره ورځ چې دپاکستان تحریک انصاف ګوند په تیر حکومت کې دبشري حقونو مرکزي وزیره د زمکې دشخړې په یوه مقدمه کې ونیوله نو دعدلیې د رخصتۍ په ورځ داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي دخپل کوره امر وکړو چې  شیري مزاري دې دشپې په یوولس نیمې بجې محکمې ته وړاندې کړل شي. دخالي په شپه پولیسو شیري مزاري محکمې ته وړاندې کړه اؤ دهایکورټ مشر قاضي نه یوازې دهغې دسمدستي پرېښودو امر وکړو بلکې مرکزي حکومت ته یې لارښوونه وکړه چې دهغه دنیول کیدو دپېښې څیړلو لپاره دې یو قضایي کمیشن جوړ کړل شي. دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي کله چې مونږ دعلي وزیر لپاره احتجاج کوؤ نو یو قانوني جواز هم راسره په لاس کې وي خو بیا هم مونږ ته ویل کیږي چې حکومت دعلي وزیر په قضیو کې دنرمښت لپاره هیڅ قانوني جواز نه لري. هغه په ټویټر لیکلي "خو بل لوري ته حکومت دتحریک لبیک پاکستان نه راواخله تر ننه په نورو ټولو قضیو کې خلک خوشې کوي" دپاکستان وتلي خبریال حامد میر په ټویټر لیکلي علي وزیر خو دقامي اسمبلۍ له غړیتوب استعفا هم نه ده ورکړې ،سپریم کورټ په نومبر کال2021م اؤ سندهـ هایکورټ تیره اوونۍ دهغه ضمانت منظور کړی خو هغه بیاهم په زندان کې ساتل شوی دی ، حالانکې هغه کله دمیرجعفر ذکر قدرې نه دی کړی. سیاسي څیړونکی یوسف نظر وایي ایا سپریم کورټ دعلي وزیر په قضیه کې دنوټس اخستو همت کولی شي؟ که نه یې شي نو بیا دایین اؤ عدلیې دازدۍ خبره بې معنې ده هغه پخپل یو بل ټویټ کې وایي دریغه چې دعلي وزیر هم دومره قسمت وی چې دهغه لپاره هم دشپې عدالت پرانستل شوی ؤ. اظهر محمد خان په ټویټر دعلي وزیر هغه عکس خپور کړی چې پولیسو ورته لاسو کې زولنۍ اچولي اؤ روان کړی یې دی، دغه عکس ته هغه دپاسه لیکلي دده لپاره دکوم عدالت سره وخت ولې نشته؟ ایا دا دپاکستان وکړی نه دی؟ خبریال عمر چیمه بیا داظهر محمد خان پوښتنې ته دطنز په توګه په جواب ورکړی چې دسمدستي انصاف موندلو لپاره اړینه ده چې علي وزیر په پي‌ ټي ایي کې شامل کړل شي.   خبریال عادل شاه زیب وایي عدلیې ته شاباسی ورکول پکار دي چې دسمدستي انصاف په ځو معاملو کې یې متحرک رول ولوبولو خو هغه زیاتوي عدلیه کې دقامي اسمبلۍ دیو منتخب غړي علي وزیر ته سمدستي انصاف نه شي ورکولی نو لږ تر لږه دې په اهلیت دهغه قضیه واوري اؤ ضمانت دې ورکړي د روانې میاشتې په اتلسمه نیټه دعلي وزير پرضد د کراچۍ د ترهګرۍ د قضيو اورېدونکي دوېم نمبر عدالت د یوه مقدمه کې دهغه ضمانت په خواست د اورېدنې دپاره بله نېټه د 26 مئ ورکړې ده . علي وزير ته په 11 مې د سيند هايکورټ په بله مقدمه کې ضمانت ورکړی وو، او له دې وړاندې د پاکستان سپريم کورټ هم هغه ته په يوه بله مقدمه کې ضمانت ورکړی خو د نوموړي پرضد دا درېمه مقدمه د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت کې روانه ده. د علي وزير پرضد جوړې مقدمې د 2018 مقدمه علي وزیر ته چې پرون په کومه مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی، دغه مقدمه په کال 2018 کې د علي وزير او هغه سره د نورو کسانو پرضد د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې هغه وخت جوړه شوې چې دوی د پي ټي اېم د جلسې دپاره کمپاين کولو. په دې مقدمه کې په علي وزير فرد جرم لګول شوی، او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت پکې په 15 فرورۍ د هغه د ضمانت خواست رد کړی وو. د 2020 مقدمه علي وزیر د 2020 د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د تير کال د نومبر په 30 د هغه ضمانت منظور کړی وو. دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړې وې. د علي وزیر پرضد چې د کال 2020 مقدمه په عدالت کې روانه وه، د دغه مقدمې د اورېدنې په مهال د کال 2018 په مقدمه کې د هغه ګرفتاري تېر کال د جون په مياشت کې ښودل شوې او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد په لسم نمبر عدالت کې پرې بيا دغه مقدمه روانه وه. د 2019 مقدمه او د کال 2018 د مقدمې د اورېدنې په مهال د هغه په بله مقدمه کې ګرفتاري ښکاره کړی شوې وه، دغه مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه. په ياده مقدمه کې د پي ټي اېم يو فعال عالمزېب مسيد نيول شوی او بيا د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د عالمزېب مسيد د ضمانت خواست رد کړی او په 16 ستمبر 2019 سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو.

22.05.2022 ډیوه

د کشمیر په نړیدلي تونل کې ۸ نور مړي هم وموندل شول

د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې ژغورونکو شنبه مې ۲۱ (غوایي۳۱) د اتو نورو کسانو مړي هم پیدا کړل او پدې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمیر چې تر اوسه یې جسدونه پیدا شوي ۹ تنو ته ورسید.

22.05.2022 امریکا غږ

امریکایي استازو د طالبانو خارجه وزیر په ښځو د لګول شوؤ بندیزونو په اړه د نړۍ د اندېښنو نه خبر کړی

دافغانستان دپاره دامریکې ځانګړي استازي ښاغلي ټام ویسټ اؤ دافغان ښځو لپاره امریکایي استازې رینا امیري دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره بیګاه دشپې ناوخته ټیلي فوني تماس نیولی اؤ افغانستان کې د ښځو د تعلیم، کار او بشري حقوقو په اړه یې دامریکا داندېښنو نه خبر کړی دی. په دې ټیلي فوني تماس کې دامریکې ځانګړي استازي دطالبانو حکومت ته په ډاګه کړې ده چې دافغانستان سره د اړیکو ځائ ته د راتلو لپاره اړینه ده چې دطالبانو حکومت باید میرمنو ته دتګ راتګ اؤ کار کولو ازادي ورکړي اؤ دنجونو اؤ ښځو حقوق مراعات کړي. ښاغلي ټام ویسټ په ټویټر لیکلي دطالبانو خارجه وزیر یې ټیلي فوني تماس کې هغه دافغانستان دننه په ښځو اؤ نجونو دلګول شوؤ پراخو محدودیتونو سره دنړیوالو دمخالفت نه خبر کړی اؤ ټولنه کې یې ورسره دښځو اؤ نجونو د رول په اړه خبرې اترې کړې دي.   په ټولنه کې د ښځو او نجونو د حقونو او رول په اړه د روانو او پراخو محدودیتونو سره متحد نړیوال مخالفت څرګند کړ. هغه وایي دطالبانو خارجه وزیر ته یې څرګنده کړې ده چې دنجونو پرمخ ښوونځي باید بیرته پرانستل شي اؤ هم ښځو ته په ازادانه ډول دتګ راتګ اؤ کار کولو ازادي ورکړل شي. دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت  ویاند عبدالقهار بلخي هم ددې ټیلي فوني تماس پخلی کړی اؤ وایي دامریکایي چارواکو اؤ مولوي امیر خان متقي ترمنځ دې ټیلي فوني تماس کې دواړو لوريو هوکړه کړې ده چې تعامل ته به ادامه ورکوي. ښاغلي بلخي په ټویټر لیکلي دواړو لوریو هوکړه کړې ده چې د موجودو ستونزو د هواري په برخه کې به له زغم څخه کار اخيستل کېږي تر څو په ګډه ټولو ستونزو ته حل لار راوایستل شي. دښاغلي بلخي په وینا امریکایي استازي ټام ويسټ د افغانستان له مالي سکټور، په ځانګړي ډول بانکي او پولي نظام سره يې د خپل هېواد د خبرو د پرمختګونو، او همدارنګ يو لړ نورو سیاسي او بشري موضوعاتو په هکله معلومات او نظر شریک کړو. هغه وایي د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي دا یو ښه پرمختګ وباله چې له امریکا سره یې د افغان مالي سکتورپه برخه کي پرمختګونه شوي او زياته يې کړه چې په ډېرو برخو کې لاسته‌راوړنې لرو. مولوي امیر خان متقي دامریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړی چې افغانستان کې دطالبانو له واکمنۍ راپدیخوا امنيت تامين شوی، داعش ځپل شوی او هېچا ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي‌. د ویاند په بیان کې ویل شوي دښځو په اړه دامریکا ځانګړې استازې اغلي رینا امیري  په دې ټیلي فوني تماس کې دطالبانو دبهرنیو چارو وزیر سره دافغانستان دننه د ښځو د تعلیم، کار او بشري حقوقو په اړه خپل نظر او اندیښنه شریکه کړه او د ښه والي لپاره یې د افغان حکومت د توجه غوښتنه وکړه. د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې بانکي نظام سره له ټولو ننګونو فعاله دی، افغانۍ خپل ارزښت ساتلی، د ویاند په وینا مولوي امیر خان متقي امریکایي چارواکو ته ویلي، د ښوونې، روغتيا او پاسپورټ او ځینو نورو برخو کې افغان ښځې په خدمت بوختې دي. د حجاب په باب فرمان صادر شوی چې افغان مېرمنې ورسره ستونزه نه لري ،په مخدره توکو د بندیز فرمان هم صادر شوی او عملي شوی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دطالبانو حکومت په نجونو یو شمیر محدودیتونه لګولي اؤ نه یوازې دنجونو پرمخ یې دهغوئ ښوونځي تړلي بلکې امر یې کړی دی چې ښځې به له محرم پرته سفر هم نه شي کولی. همدا شان تیره اوونۍ طالبانو رسنیو ته هم امر کړی دی چې دهغوئ کومې ښځینه نطاقانې د ټي وي په شیشه راښکاره کیږي دهغوئ مخونو باید پټ وي اؤ نقاب یې کړی وي. په نجونو اؤ میرمنو دطالبانو دحکومت لخوا لګول شوؤ دې بندیزونو سره امریکا، ملګرو ملتونو  دنړۍ یو شمیر نورو هیوادونو اؤ دښځو اؤ دبشري حقونو سازمانونو سخت مخالفت ښودلی اؤ طالبان یې دبشري حقونو په سرغړونه تورن کړي دي. خو دطالبانو حکومت وایي دوئ دښځو په اړه دا حکمونه دشریعي قوانینو اؤ افغاني ټولنې دعنعناتو په اساس کړي دي. نړیوال مطبوعاتي رپورټونه وایي دطالبانو ددې سختو اقداماتو په نتیجه کې ورځ تر بلې دافغانستان دننه دښځو ژوند ګرانیږي اؤ ګڼ شمیر لوستې میرمنې ددغه هیواد نه وتلي یا هم د وتلو په هڅه کې دي. په کابل کې د يو سيمه یيز ټيلي ويژن خبريالې د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ډيوه ته ویلي چې د نويو محدوديتونو لګولو نه دا مالومېږي چې طالبان په رسنيو کې د مېرمنو شتون نور نه غواړي۔ هغه وايي " کله چې ماته د دفتر د لوري وويل شول چې زه بايد د ماسک څخه استفاده وکړم نو دې ماته د نااميدۍ احساس راکړو، او دې نه داسې مالومېږي چې ښځې به وروسته له دې په رسنيو کې پاتې نه شي او دا ښکاره يو داسې اعلان دی چې انجونې او ښځې دې په رسنيو کې کار نه کوي" طالبانو تېر کال د ستمبر میاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانیستي، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو ښوونځي يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا د تړلو امر وکړو او ويلي یې وؤ چې ددې لپاره شرعي تګلاره جوړولی شي،خو دغه ښوونځي لا تر دې دمه نه دي خلاص کړل شوي۔  

22.05.2022 ډیوه

حقیقت څه دی؟ - تکرار

22.05.2022 ازادي راډیو

خبرونه او راپورونه

22.05.2022 ازادي راډیو

لومړۍ یو ساعته خپرونه

22.05.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more