ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

06.06.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

06.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

06.06.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

06.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

06.06.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

06.06.2022 امریکا غږ

یو شمېر اسلامي ملکونو د اسلام په اړه د هند د واکمن ګوند غړو د وېنا غندنه کړې

له هغه وروسته چې هند کې د واکمن بې جي پي دوو چارواکو د مذهب سپکاوی کړی وو، د هند حکومت د دوشنبې په ورځ هم په هېواد کې دننه او بهر د مسلمانانو غوسې د کمولو هڅې وکړې چېرې چې د هند په شمالي ښار او ممبۍ کې د پلان شوي مظاهرې د ګډوډولو په تور یې 38 کسان نیولي. دغه نیونې د کانپور په ښار کې د مذهبي تاو تریخوالي د کمولو هڅه وه. همداراز د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل چې د دوي ځینې لوړپوړي چارواکي د ډیپلوماتیکو اړیکو په سمبالولو بوخت دي ځکه چې د قطر، سعودي عربستان، عمان، متحده عربي اماراتو، افغانستان، پاکستان او ایران په ګډون هیوادونو د مذهب د مبینه سپکاوي څرګندونو ته د اجازې ورکولو لپاره له حکومت څخه د بخښنې غوښتنه کړې. په هند کې واکمن ګوند – بهارتیا جناتا پارټي (بي جې پي) – د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ګوند ترجمانه نوپور شرما یې د هغو تبصرو په وجه د عهدې نه لېرې کړې ده کوم چې هغې په یو ټلوېژن پروګرام کې د پیغمبر اسلام په اړه ویلي و. بي جې پي په یو بیان کې چې په وېب سایټ باندې یې خپور شوی، ویلي دي چې دا ګوند د ټولو مذاهبو احترام ساتي. په بیان کې دا هم ویل شوي چې "بي جې پي د هر دین، هرو شخصیتونو ته سپکاوی، په کلکه غندي." نوپور شرما پخپل ټوېټر لیکلي چې د هندواڼو یو خدای په اړه کومه تبصره شوې وه، او هغې بیا په جواب کې کوم څه ویلي دي، مګر دا یې قصد نه و چې ګني د چا مذهبي احساسات وځپي. شرما زیاته کړې ده: "که زما الفاظو څوک ناآرامه کړې وي او یا یې مذهبي احساسات ور ځپلي وي، زه بغیر د کوم شرط نه خپل بیان بېرته اخلم." د بې جي پي ډلې دفتر ویلي چې د دې ډلې بل ترجمان نوین جندال یې هم د هغو بیاناتو په وجه د ګوند نه اخراج کړی چې د اسلام په باب یې سوشل مېډیا کې اظهار کړي و. جندال پخپل ټوېټر ویلي چې هغه د هندو خدایانو په ضد د ځینو تبصرو په اړه پوښتنې راپورته کړې وې. د هغه وینا ده چې: "ما یوازې د دې تبصرو په اړه پوښتنې وکړې، زه د کوم مذهب په ضد نه یم." د واکمن ګوند بي جې پي په بیان کې دا هم راغلي چې: "بهارتیا جناتا پارټي د هرې هغې نظریې کلک مخالفت هم کوي کومه چې د کوم مذهب یا فرقې سپکاوی کوي او یا یې بدتمیزي کوي. بي جې پي دغسې خلک او یا فلسفه مقبول نه ګرځوي." د نوپور شرما د بیاناتو له امله، د هند نه بهر، د قطر او کویټ په شمول ځینو مسلمانو ملکونو هم د شکایت غږونه اوچت کړل. پاکستان په یو بیان کې ویلي چې "په ډېرو کلکو الفاظو" د خورا توهین آمیزه بیاناتو مذمت کوِي. د پاکستان په جاري شوي بیان کې راغلي چې "پاکستان یوځل بیا په نړېوالې برادرۍ غږ کوي چې په هند کې د اسلاموفوبیا د ډېر تشویشناک صورتحال فوري ادراک وکړي". په افغانستان کې واکمنو طالبانو چې حکومت یې تر اوسه هېچا په رسمیت ندی پېژندلی، بغیر د دې چې د هند د واکمن ګوند نوم واخلي، د هغه ګوند د ځینو غړو بیانات یې "په کلکو ټکو" غندلي او د هند له حکومته یې غوښتي دي چې "متعصبو اشخاصو" ته دې د اسلام د سپکولو او د مسلمانانو د احساساتو پارولو اجازت نه ورکوي. د قطر د خارجه چارو وزارت هم په یو بیان کې ویلي چې د توهین آمیزه بیاناتو په اړه یې دوحه کې د هند سفیر هم د شکایت اورېدو ته وربللی دی. د کویټ ریاست هم د هند سفر په دې اړه بللی او ویلي چې هغه ته یې یو احتجاج لیک هم ورسپارلی په کوم کې چې د کویټ په وینا، د بي جې پي چارواکو بیانونه رد شوي او مذمت یې شوی دی. د قطر د خارجه وزارت په بیان کې زیاته شوې چې هغه عربي ملک، د واکمن بي جې پي ډلې د دې فیصلې هرکلی کړی چې د توهین آمیزه بیاناتو په سر یې چارواکي ګوښه کړي دي، مګر قطر دا انتظار لري چې د هند حکومت د عوامو په مخکې کې معافي وغواړي او په فوري توګه هغه بیانونه وغندي. د حزب اختلاف – کانګرس – مشر راهول ګاندهي بغیر د دې چې د وروستیو بیاناتو یادونه وکړي، په خپل یو تازه ټویټ کې لیکلي چې: "نفرت صرف نفرتونه پیدا کوي. یوازې د مینې او ورورولۍ لاره ده چې هند د ترقۍ خوا ته وړلی شي. دا د هند دپاره د اتحاد وخت دی."  

06.06.2022 ډیوه

عربستان له محرم پرته حج ته د ښځو د ورتګ اجازه ورکړه؛ طالبان څه وايي؟

داسې مهال چې سعودي عربستان اعلان کړی، چې ښځې کولای شي بې له محرمه د حج لپاره ورشي، په افغانستان کې یو شمېر ښځې وايي، طالبان به هېڅ‌کله دوی ته بې له محرمه د سفر اجازه ورنه کړي. د سعودي عربستان د نوې پرېکړې پر بنسټ، مسلمانې ښځې له دې وروسته کولای شي بې له شرعي محرمه د حج فریضي د ادا کولو لپاره دې هېواد ته ولاړې شي. دا لومړی ځل دی، چې د عربستان دولت مسلمانو ښځو ته بې له محرمه د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکوي. خو په افغانستان کې؛ ایا طالبان به اجازه ورکړي چې افغان ښځې بې له محرمه تر عربستانه د حج لپاره ولاړې شي؟ کابل مېشتې ژولیا پارسي وايي، طالبان هغو ښځو ته چې محرم ور سره نه وي، ان دولتي ادارو ته د دننه کېدو اجازه نه ورکوي، دا خو لا ډېره لېرې ده چې اجازه ورکړي له افغانستانه ووځي. هغه زياتوي: "هغه محدودیتونه چې په افغانستان کې په ښځو لګول شوي، د اسلام په هېڅ ځای کې نه‌شته، ان په عربستان کې چې یو اسلامي هېواد دی او ټوله مسلمانه نړۍ د عبادت لپاره هلته ځي. په افغانستان کې ښځې نه‌شي کولای له یوه ولایته بل ولایت ته ولاړې شي." د کندهار اوسېدونکې، ښوونکې شبنم د عربستان دا پرېکړه په افغانستان کې د عملي کېدو وړ نه بولي. هغه وايي: "هغه پرېکړه چې عربستان کړې چې ښځې کولای شي له محرم پرته حج ته ورشي، خو زموږ په افغانستان کې ښځې نه‌شي کولای چې بل وطن ته له محرم پرته سفر وکړي او یا هم په کور دننه تګ راتګ وکړي." و موغوښتل په دې اړه د طالبانو د حج او اوقافو او امر باالمعروف او نهی‌عن المنکر وزارتونو نظر هم واخلوو، خو ویاندویانو یې ځواب را نه کړ. په ورته وخت کې پر دیني مسایلو یو شمېر پوهان د دیني متونو له مخې، بې له محره د څو ښځو روا بولي. عبیره ضیايي، چې په دیني علومو کې یې دوکتورا کړې وايي: "عربستان چې دیني او شرعي علومو کې یې پرمختګ کړی، کولای شي چې اجتهاد وکړي او فتوا ورکړي چې اوسنۍ نړۍ سره تضاد کې نه‌وي، ځکه اسلامي هغه څه مني چې د خلکو لپاره ستونزمن نه‌وي." طالبان وروسته له دې چې پر افغانستان واکمن شول، پر ښځو یې خورا سخت محدودیتونه لګولي. اوسمهال په افغانستان ښځې بې له محرمه د اوږد سفر اجازه نه‌لري، تر خوا یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او په ډېرو دولتي ادارو کې له ښځو د کار حق اخستل شوی دی. د دې ترڅنګ طالبانو په ښځو مخ پټول اجباري کړي او ان تفریحي پارکونو ته یې د دوی په ورتګ هم محدودیت وضع کړی. د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د شمېرو له مخې، سږ کال به له افغانستانه د حج په مراسمو کې د ګډون په موخه، ۱۳زره ۵۸۲ تنه عربستان ته ولاړ شي، خو دا نه وايي چې په دې شمېر کې څومره ښځې دي.

06.06.2022 ازادي راډیو

د بریتانیا پارلمان صدراعظم جانسن ته د باور یا عدم باور رایه ورکوي

د بریتانیا په پارلمان کې استازي نن دوشنبه جون شپږمه (غبرګولي۱۶) صدر اعظم بوریس جانسن ته د باور او یا عدم باور رایه ورکوي. 

06.06.2022 امریکا غږ

په کلیسا د خونړۍ حملې په اړه د نایجیریا چارواکو تحقیقات شروع کړي

د نایجیریا چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ په کلیسا د هغې حملې په اړه تحقیقات شروع کړې دي چې رپورټونه وايي لږ تر لږه ۲۱ کسان پکې وژل شوي دي. په سېنټ فرانسس کېتلېک چرچ د اتوار، يکشنبې، په ورځ حمله وشوه او ای اېف پي خبري ادارې د اونډو ریاست د ګورنر له قوله په خپل رپورټ کې وویل په ګرجا د مسلح کسانو په حمله کې ۲۱ کسان وژل شوي دي. رویټرز خبري ادارې په اونډو کې د یو ډاکټر له قوله په حمله کې د وژل شویو کسانو شمېره ۵۰ ښودلې ده. رپورټونه وايي په حمله کې د زخمي شويو کسانو درملنه دوام لري او رضاکار مریضانو دپاره د وینې راټولو بندوبست کوي. د اونډو ریاست ګورنر روتېمي اکرېډولو د بېرغ نیمکښو ځوړندولو امر کړی او ژمنه یې کړې چې حملې ته به ځواب وایي. هغه په کلیسا حمله ترهګر برید وبللو. مسلح کسانو په ټوپکو او چاودېدوونکو موادو په کلیسا د اتوار، یکشنبې، په ورځ حمله په داسې مهال وکړه چې په ودانۍ کې د عبادت دپاره ګڼ شمېر کسان جمع شوي وو. په وېټېکن کې د عیسايي ټولنې مذهبي مشر پوپ فرانسس د نایجیریا په چرچ کې د وژل شویو او زخمیانو دپاره دعاګانې وکړې. خبردارې وايي په سملاسي ډول دا نه ده معلومه چې په چرچ په حمله کې څوک لاس لري خو که څه هم نایجیریا د امنیت مسله لري خو اونډو د هېواد په پرامنه ریاستونو کې شامل ګڼل کېږي. په نایجیریا د عیسايي ټولنې اتحاد کرسچین اېسوسي اېشن اف نایجیریا د حملې غندنه وکړه. په نایجیریا کې بوکو حرام نومې مسلح اسلامي ډله هم فعالیت لري چې د ګلوبل کانفلېکټ ټرېکر نومې وېب پاڼې ترمخه په ورستي کلونو کې یې د حکومت، پوځ او د ملکي کسانو په هدفونو ګڼ شمېر حملې کړي دي. د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ په ۲۰۱۳ کې بوکو حرام خارجي ترهګر تنظیم وټاکلو.   یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي، ای پي او د رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

06.06.2022 ډیوه

اوکراین وايي روسي ځواکونو ترې نورې سیمې هم نیولې 

په وروستیو ورځو کې له روسي ځواکونو څخه د ځینو سیمو له بېرته نیولو وروسته، د سیویرودونیتڅک سیمه ایز والي وايي روسي ځواکونو ته یې ځینې سیمې بایللي دي.

06.06.2022 امریکا غږ

افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو 'شمېر پام وړ زیات' شوی

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، د روان ۲۰۲۲ میلادي کال له پيل څخه بیا تر دامهاله د ماشومانو او میندوو په ګډون په خوارځواکۍ اخته ۸۲۰زره ناروغانو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

06.06.2022 امریکا غږ

طالبان هند ته: اسلام ته د سپکاوي اجازه مه ورکوئ

د طالبانو حکومت د قران کریم آیاتونو او د مسلمانانو د اعتقاداتو اړوند د هند واکمن ګوند یوه چارواکي له سپکاوي ډک الفاظ په سختو ټکو غندلي دي.

06.06.2022 امریکا غږ

پوتین د اوکراین په نویو ځایونو د بریدونو خبرداری ورکړی

واشنګټن - اوکرایني ځواکونو په دې وروستیو ورځو کې د لاسته راونو وروسته په سوېرو ډونیڅک سیمه کې ځینې ځایونه له لاسه ورکړي. د یادې سیمې والي ویلي، "زمونږ دفاع کونکو دفاعي برید وکړ. دوی کابو نیمايي‌‌‌ ښار ازاد کړ خو اوس حالات زمونږ لپاره لږ خراب شول.‌" د برتانیې د دفاع وزارت هم د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې په سوېرو ډونیڅک سیمه کې درنه جګړه روانه ده. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلينسکي په یو نادره سفر کې د اتور یا یکشنبې په ورځ له کېیېف څخه وتلی او د اوکراین ختیځو برخو ته تللی او له سرتېرو او کډوالو سره یې لیدلي دي. زېلينسکي د اوکراین سرتېرو ته په یو ویډیو پیغام کې ویلي، " تاسو ټول د یوې بریا لایق استئ. دا تر ټولومهم څیز دي خو په هرې بیې هم نه." د برتانیې د دفاع وزارت همدارنګه ویلي، د روس یو کروز توغندی د یکشنبې یا اتوار په سهار په کیېف کې په یوې ودانۍ لګېدلی او داسې ښکاري چې هدف یې د اوکراین لومړۍ کرښې ته د لویدیځ د پوځي وسایلو د کتار درول وو. دا په کیېف باندې له یوې میاشتې زیاتې مودې راهیسې لومړی برید و. د روسانو د دفاع وزارت ویلي، ځواکونو یې هغه ټانکونه ویجاړ کړي چې لویدیځو حکومتونو کیېف ته استولي وو. د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین خبرداری ورکړی ماسکو به په هغو اهدافو باندې بریدونه وکړي چې تر اوسه پرې برید نه دی شوی، کچېرې لویدیځ خپل پلان عملي کړي چې اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکي توغندي‌ ورکړي. د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اونۍ ویلي وو چې امریکا به د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کیېف ته نوې وسلې واستوي په کومو کې چې څلور د منځني‌ واټن راکټي سیستمونه، هیلې کوپټرې، د ټانکونو ضد وسلې، رادار، تکتیکي موټر او پرزجات شامل دي. امریکا ویلی، درې اونۍ وخت به ونیسي چې د دې وسلو کارولو لپاره اوکرایني سرتېري وروزي. واشنګټن دا هم ویلي و چې له کیېف څخه یې باور ترلاسه کړی وو چې د روس په خاوره به یې نه کاروي. پوتین په یوې تلوېزیوني مرکه کې ویلي، د اضافي وسلو په لېږلو کې دا دومره ګډوډي زما په خیال یو یواځې یو هدف لري، چې دا وسلواله شخړه دومره اوږده کړي څومره چې امکان ولري. پوتین وویل، که اوکراین اوږده واټن ویشتونکي توغندي ترلاسه کړي نو ماسکو به مناسبې لارې وسنجوي او د ویجاړي لپاره به له خپلو وسایلو کار واخلو چې مونږ یې زیات لرو. مونږ به په هغو اهدافو باندې بریدونه وکړو چې تر اوسه مو نه دي کړي. بل پلو د اوکراین د اټومي کارخونې چلونکي انرګوتم ویلي، د پیوډینوکرینسک اټومي کارخونې باندې چې د کیېف په ۲۲۰ میلو کې پرته ده یو کروز توغندی لګېدلی.   په ورته وخت کې ناټو د امریکا په مشرۍ د اتوار یا یکشنبې په ورځ په بالتیک سمندر کې د دوو اونیو سمندري تمرینونه پیل کړي چې له ۱۶ هېوادونو څخه تر ۷۰۰۰ زیات سمندري سرتېرو پکې برخه اخېستې. په دې ډله کې د فنلېنډ او سویډن هېوادونو هم برخه اخیستې کوم چې له ناټو سره د یوځای کېدو هیله لري.

06.06.2022 ډیوه

چارواکي: خېبرپښتونخوا کې په غرونو لګېدلي زياتره اورونه مړه کړی شوي

د خېبرپښتونخوا د څو ضلعو په غرونو/ ځنګلونو د لګيدلي اور په اړه چارواکي وايي، په زياترو علاقو کې لګيدلي اورونه مړه کړی شوي خو په سوات او شانګله کې په ځينو ځايونو کې نن هم د اور لګېدو پېښې رامنځته شوي دي.

06.06.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more