ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبانو د غنمو پر صادراتو بندیز ولګاوه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د غنمو کمېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي د طالبانو حکومت له هیواد څخه بهر ته د غنمو پر صادراتو بندیز ولګاوه.

20.05.2022 امریکا غږ

ازادي راډيويي مجله؛ پښتو شعرونو ته جايزې ورکول کېږي

پښتو شعرونو ته جایزې ورکول کیږي. دلته به مو له دې هم خبر کړو چې په لندن کې د پښتو یو اي بوک کتاب چاپ شوی. د تاریخي ماڼیو پر تاریخ لیکنه غږیدلي یوو، شعرونه او نورې کیسې هم شته چې د لاندې لېنک په کښېکاږلو يې اورېدلی شئ:

20.05.2022 ازادي راډیو

باجوړ: قهرجنو مظاهره چيانو د قتل په تور بندي تن په تاڼه کې وژلی

د باجوړ پوليس وايي په ناوګۍ علاقه کې قهرجنو مظاهره چیانو په پوليس تاڼه کې د قتل په تور نيول شوی تن په تشدد وژلی، او د تاڼې ودانۍ ته يې اوور اچولی دی، پوليس وايي پېښه کې ککړ کسان نيول کيږي او تراوسه يې د 25 پورې کسان نیولي دي.

20.05.2022 ډیوه

وزيرستان، بنو: چاودنې او هدفي پېښو کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او پينځه نور ژوبل

دافغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو په جنوبي او شمالي وزیرستان کې چاودنې شوې چې پکې د پاکستان پوځ یو عسکر وژل شوی او درې نور عسکرو او د میر علي کالج دوو استازانو په ګډون پینځه کسان ژوبل شوي دي.  په عېن حال کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې په استخباراتي عملیاتو کې د یو ترهګر د وژلو دعوه کړې ده، تر دې مهاله دې پیښو زمه وارۍ چا نه دي منلي. د پاکستان پوځ د شپې نا وخته ویلي په امنیتي عسکرو چاودنه د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې شوې ده. پوځ ویلي،د امنیتي سرتیرو قافله په مکین سیمه کې تېرېده، د ګاډي ترڅنګ په غاړه ښخ ما ين پرې چاودلی، او یو پوځي حوالدار پکې وژل شوی دی، چې تعلق يې د پنجاب صوبې د جهلم ضلعې سره وو. په سیمه کې یو امنیتي چارواکی وویل په چاودنه کې درې نور عسکر ټپي شوي او دا چاودنه چې کوم ځای کې شوي دغلته په زیات شمیر امنیتي ځواکونه رسېدلي او ټوله علاقه یې په ګېره کې اخستې ده. تر دې مهاله د چاودنې زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې. خو د پوځ په بیان کې د ترهګرۍ ختمولو لپاره د عملیاتو ویل شوي دي. په عېن حال کې د پاکستان پوځ ویلي د شمالي وزیرستان د میر علي تحصیل په خدوي سيمه کې د پوځ او ترهګرو ترمنځ نښته شوې او په نښته کې د تحریک طالبان پاکستان الطاف نومې ترهګر وژل شوی دی. ويل شوي د وژل شوي ترهګر څخه وسله ترلاسه شوې او هغه په امنیتي ځواکونو بریدونو کې ککړ پاتې شوی دی. د نهې/ سه شنبې په ورځ هم د پاکستان پوځ ویلي وو، د شمالي وزیرستان په بويه علاقه کې يې د تحریک طالبان پاکستان انتهايي مطلوب دوه ترهګر وژلي دي. د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرو د وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې د خالي/ شنبې په ورځ (14 مې) د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې د پاکستان په پوځ يو ځانمرګی بريد شوی وو. پوځ په دغه پېښه کې د درې پوځيانو او درې ماشومانو د وژل کېدو ويلي وو. د دغه ځانمرګي بريد زمه واري چا نه وه منلې. د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف دغه ځانمرګی بريد غندلی او ويلي يې وو د پوځيانو د وژلو غچ/ بدل به اخلو بل لور ته تیره ورځ د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې بنو جاني خېل سیمه کې بیا هدفي وژنه شوې او په رخصتۍ کورته ته راغلی د ملېشې ځواک عسکر وژل شوی دی. په جاني خېل کې دا پیښه په داسې حال کې شوې چې د علاقې خلک له تیر یو کال نه د نا امنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کوي او د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنه کوي. د جاني خېل تاڼې پولیسو دا پیښه تاید کړه او وویل دا پیښه تیره ورځ شوې او یو ځوان د کور مخې ته په ډزو ویشتل شوی دی. هغوي وویل وژل شوی ځوان عمرحیات نومیږي او ملېشه ځواک کې عسکر وو او په رخصتۍ کور ته راغلی وو. د پولیس په وینا پولیس سمدستي د پیښې ځایې ته رسېدلي مقدمه یې د نا مالومو کسانو پرضد د ترهګرۍ ضد پولیسو ته لیږلې او پلټنې یې پیل کړي دي. جاني خېل د بنو ښار نه نزدې 30 کلومیټره لرې شمال لويديځ سیمه ده چې پولې يې د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او لکي مروت ضلعو سره لګیدلي دي. جاني خېل پرله پسې دامنیت د غوښتنې، علاقه د وسله والو نه پاکولو دپاره احتجاجي مظاهرې کوي تیره ورځ د جاني خېل سیمو خلکو بنو ښار کې  احتجاجي مظاهره کړې چې پکې د نا امنۍ د مخنيوي غوښتنه شوې ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال لطیف وزیري مظاهرې ته په وینا کې وویل، له تیرو دوو لسیزو راهسې د نا امنۍ د ويرې سره مخ دي د علاقې مخور مشران، ځوانان او ښځې وژل کیږي خو د دوی د امن پرځایې کولو غوښتنه نه منل کیږي. هغه تور پورې کړو چې په علاقه کې نوی جنګ پېل شوی او په کورونو کې د ننه قام پوهه خلک پوره له منصوبې سره وژل کیږي. تر دغې پېښې وړاندې ، پرون د مې په 19 سحر د شمالي وزیرستان د میرلي کالج دوه ښوونکي (لیکچرارز) د بنو بکاخېل سیمه کې په یوه چاودنه کې ژوبل شوي دي. د پولیسو په خبره  شېر علي وزیر او انور خان داوړ خپل شخصي ګاډی کې سحر میر عل  سیمه کې ډیوټۍ ته روان وو چې د بنو بکا خېل سیمه کې د سړک غاړې بمي چاودنې ښکار شوي دي. د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د جینکو په سکول کې چاودنه شوې خو څه ځاني زیان پکې نه دی شوی. د میرلي تاڼې چارواکي وایي چاودنه تیره ورځ د میر علي هورمز سیمه کې هغه مهال شوی چې د جینکو په سکول کې د 10م  ټولګي کالنیزې ازموینو/ امتحان پرچه روانه وه خو چاودنه د سکول په یو طرف کې شوې او کوم  ځاني نقصان یې نه دې اړولی. د دغو بریدونو  ذمه وارۍ هم چا نه دي منلې. بنو شمالي او جنوبي وزیرستان کې دا پیښې په داسې حال شوې چې لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)  کړې ډز بندي د مې تر اخره غځولې ده او په رسمي توګه یې منلې چې د تحریک طالبان پاکستان او حکومت ترمینځه مزاکرات روان دي. ټي ټي پي دغه بيان ته د پاکستان د حکومت او پوځ لخوا په سمدستي ډول کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

20.05.2022 ډیوه

پېښور کې د پوليس افسر د وژنې ذمه واري داعش منلې

د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې پرون په وسله وال بريد کې د پوليس افسر د وژلو زمه واري داعش منلې ده.

20.05.2022 ډیوه

بلاول: په افغانستان کې د جينکو په تعليم بندیز د نړيوالې لوظنامې سرغړونه ده

د پاکستان خارجه وزير بلاول بټو زرداري ويلي د افغانستان موجوده چارواکي بايد د نړۍ سره کړي لوظونه پوره کړي، جينکۍ له زده کړو بې برخې کول د نړۍ سره د کړو لوظونو سرغړونه ده.

20.05.2022 ډیوه

بلاول:‌ د افغان طالبانو سره به د جینکو په تعلیم د بندیز په اړه خبرې کوي

نیویارک/کراچۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري ویلي، چې په افغانستان کې د جينکو په تعليم د بندېز په اړه به د طالبانو حکومت سره هم خبرې اترې کوي.نوموړي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مينځګړيتوب د تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان د حکومت خبرې او ډز بندي د ډاډ وړ اشاره ده. بلاول بټو زرداري دغه خبره د شورو، چهارشنبې، په شپه د امريکې د سفر په مهال د سي اېن اېن ټي وي د کوربنې کرسټین امنپور سره په مرکه کې کړې.‌ د پاکستان او د ټي ټي پي د مذاکراتو ترڅنګ سي اېن اېن سره مرکه کې بلاول بټو په افغانستان کې د موجوده حالاتو او د افغانستان او د پاکستان په اړه تعلقاتو هم خبرې وکړې. پاکستان او په افغانستان کې تازه صورتحال په افغانستان کې د حالاتو او د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو په لړ کې بلاول بټو وویل افغان اولس د خوراک د کمي ترڅنګ د نورو ستونزو سره مخامخ دی او پاکستان د افغانستان روانې شخړې د هوارولو لپاره د نړۍ سره مرستې ته تيار دی.  بلاول بټو زیاته کړه چې په افغانستان کې د جينکو په تعليم د بندېز په اړه به د طالبانو حکومت سره هم خبرې اترې کوي.بلاول بټو زرداري وويل د افغانستان د نوي حکومت منلو په اړه دوي د نړيوالې ټولنې سره ولاړ دي او په دې اړه به د پاکستان پرېکړه د نړيوالې ټولنې د پرېکړې سره سمه وي. د امریکې او پاکستان دوه اړخيزې خبرې له دې وړاندې ښاغلي بلاول بټو زرداري او د امريکا خارجه وزير انتوني بلنکن ترمنځه د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې ليده کاته وشو.د ملاقات په مهال د پاکستان خارجه وزير وويل دا يوه موقع ده چې د پاکستان او امريکا ترمنځ د اړيکو ښه کولو لپاره په ګډه کار وشي، تجارتي اړيکې ښې شي، امريکايي او پاکستاني سرمايه کار په ګډه کار وکړي او دواړه هېوادونه به دا رنګ موقعې زياتولو لپاره هم هڅې کوي . "مونږ د پاکستان او امريکا ترمېنځ د اړيکو لا پراخه کولو ته هيله مند يو چې ستاسو او ستاسو د انتظاميې سره په ګډه کار وکړو چې داسې د پاکستان او امريکا ترمنځ تجارتي اړيکې ښې شي او په پاکستان کې د امريکايي سرمايه کارو لپاره نورې موقعې پېدا کړی شي، او دا هم چې پاکستاني او امريکايي سرمايه کار، کاروبار کوونکي په ګډه سره کار وکړي. " په دې ملاقات کې د امريکا خارجه وزير انتوني بلنکن وويل د خوراک خونديتوب يو نړيوال چېلنج دی او په خصوصي توګه د روس له خوا په اوکراين د حملې وروستو دا چېلنج لا زيات شوی دی ځکه چې د دې له امله 40مېلين نور خلک هم د خوړو خونديتوب نه محرومه شوي دي. دا يوه موقع ده چې په نورو معاملاتو هم خبرې وکړي. "زمونږ توجه د پاکستان او امريکا ترمنځ د اقتصادي اړيکو، سيمه ييز امنيت او نورو ستونزو ته ده، پاکستان دا وخت د جي 77 ډلې مشري لري او امريکا دا تعلقات نور پراخه کول غواړي او دې لړ کې به د پاکستان د خارجه وزير سره هم خبرې اترې کېږي." د پاکستان او د ټي ټي پي مذاکرات ټي ټي پي سره د پاکستان د مذاکراتو په اړه د بلاول نه پوښتنه وشوه چې، "دا ستاسو دپاره څومره مهمه ده، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي، چې د دواړو جنګېدونکو فريقېنو (د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان) ترمنځ يې ډز بندي کړې ده، ايا دا خبره سمه ده ؟" بلاول وويل، "څو پورې چې د ترهګرۍ تعلق دی، پاکستان په ترهګرۍ سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده، او مونږ په افغانستان کې رژيم (د طالبانو حکومت) ته ګورو چې دوی د ترهګرۍ په هلوځلو کمولو کې خپل رول ولوبوي، او دا يقيني چې د ډاډ وړ اشاره ده، مونږ نه يواځې د حالاتو څارنه کوو، بلکې د خپلې خوا نه د ترهګرۍ د مخنيوي هڅه کوو، او هيله لرو چې د افغانستان رژيم به د نړۍ سره خپله ژمنه پوره کړي او خپله خاوره به د ترهګرۍ پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې طالبان د پاکستان او د ټي ټي پي د مذاکراتو کوربتوپ د خېر غوښتني په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي ذبیح الله مجاهد په ټوېټر خپل پېغام کې وویل "د پاکستان حکومت او د پاکستان د طالبانو د تحریک تر منځ د اسلامي امارت په منځګړیتوب په کابل کې مذاکرات ترسره شول. د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو." د خوراک د تحفظ په اړه د اقوام متحده غونډه د دې ملاقات وروسته د خورات د تحفظ په اړه د ملګرو ملتونو غونډې ته په وينا کې د پاکستان خارجه وزير وويل د نړۍ د نورو هېوادونو په شان پاکستان هم د خوراک، توانای د کموښت، د موسمياتي بدلون، کرونا وبا او غربت په رنګ د مسئلو سره مخ دی او غواړي چې د نړۍ سره په ګډه د دې د هواري لارې ولټوي. د بلاول بټو زرداري او ښاغلي بلېنکن دا ملاقات په داسې حال کې کېږي چې په پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان حکومت نه د لېرې کېدو وروسته په خپلو جلسو کې په امريکا تور لګوي چې هغه د امریکې د سازش په نتجه کې د اقتدار نه لېرې کړی شوی دی خو امريکا او د موجوده وزیراعظم شهبازشريف په مشرۍ کې د هغه وخت مخالفوګوندونو دا تورونه رد کړي. څېړونکي وايي د پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان له خوا دې تورونو او تېر کال د اګست په مياشت کې د طالب چارواکو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان او امريکا اړيکې ترينګلې شوې دي.  د بلاول بټو د پاکستان د خارجه وزير د جوړېدو وروسته په لومړۍ سرکاري دوره د امريکا سفر کوي چې ښښي پاکستان د امريکا سره اړيکې ښې کول غواړي. په امريکا کې مېشت د سياسي چارو کارپوه ډاکټرجمشېد وايي د بلاول بټوزرداري دوره يو مهم ګام دی خو بايد پاکستان دا دورې د يو هېواد پورې محدود ونه ساتي ځکه چې پاکستان دا وخت د اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. په پاکستان کې د وسله والو ورستۍ حملې بلاول بټو په داسې حال کې د امریکې په سفر دی چې په ورستي وخت کې په پاکستان کې د وسله والو حملې زیاتې شوي دي. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په پېښور کې یو پولیس افسر په ډزو ووژل شو. د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو داعش وسله والې ډلې په پېښور کې د ځینو ورستیو حملو مسولیت منلی دی.  بلاول بټو د سي اېن اېن سره مرکه کې د ټي ټي پي سره د مذاکراتو هرکلی په داسې حال کې وکړو چې ټي ټي پي په کوچني/ وړوکي اختر کې اعلان کړي لس ورځنۍ ډزبندي یې د مې میاشتې تر 30مې نېټې پورې د غزولو اعلان کړی دی. د افغان طالبانو نه علاوه نورو سرچینو هم ټي ټي پي سره د پاکستان د مذاکراتو تصدیق او وي او ای ته یې ويلي چې د پېښور کور کمانډر او د استخباراتي ادارې ای ایس ای پخواني مشر لیفټینینټ جنرل فیض حمید په مشرۍ کې یوې ډلې دا اوونۍ د ټي ټي پي له استازو سره ناستې کړې دي.د وي او اې د رپوټ له مخې په کابل کې دغه ورځنۍ خبرې اترې پټې ساتل شوي دي. پاکستان او د افغان طالبانو په رسمیت پېژندل که څه هم پاکستان په رسمي ډول په افغانستان کې د طالبانو حکومت نه دی پېژندلی خو د جنرل فېض حمید په شمول، چې د ايي اېس ايي د مشر په حېث یې هم د طالبانو په واکمنۍ کې د کابل دوره کړې وه، یو شمېر پاکستاني چارواکي د طالب مشرانو سره خبرو دپاره افغانستان ته تللي دي.  د سي اېن اېن سره مرکه کې د بلاول بټونه د طالبانو په رسمیت د پېژندل کېدو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل پاکستان د نړيوالې ټولنې سره همکاري کوي او د طالبانو د حکومت په رسميت د پېژندلو ګام به د نړيوالې ټولنې سره په يو ځای پورته کوي.

20.05.2022 ډیوه

د امریکا قانون جوړوونکي: واشنګټن باید روسیه د ترهګرو ملاتړی هېواد وپېژني

د امریکا د متحدو ایالتونو د موکرات او جمهوریت غوښتونکو قانون جوړونکو د بایډن په ادارې فشارونه زیات کړي‌ چې روسیه د ترهګرو د ملاتړي او تمویل کوونکي هېواد په توګه وپېژني. د استازو خونې په یو پرېکړه لیک کې  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه همدا غوښتنه کړې او د ګانګرس غړی هلې ځلې کوي چې روسیه په اوکراین باندې د برید له کبله تنبیه کړي. د جمهوریت غوښتونکو او دموکرات ګوندونو دوو غړو جو ویلسن او تیدلو دا پرېکړه لیک وړاندې کړی او هڅه کوي روسیه په هغه لست کې شامل کړي‌ چې شمالي کوریا، ایران او کیوبا هم په کې دي. ښاغلي ویلسن وویل: «د ترور واکمني باید ختمه شي.» دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کانګرس د پنجشنبې په ورځ له اوکراین سره د ۴۰ میلیارد ډالرو نوې مرسته تائید کړي. د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي له امریکایي قانون جوړوونکو سره په ملاقات کې هم وغوښتل چې روسیه باید رسمآ د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه وپېژندل شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د امریکایي مقاماتو دا هڅه «احماقانه اقدامات» بللي‌ او ویلي‌ دي چې مسکو به یې ځواب ووايي. تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي‌ وو چې د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه د روسیې د پېژندلو په اړه اکثریت اقدامات له مخکې تطبیق شوي دي. تېره اونۍ د استازو په خونه کې د یو بل پرېکړه کې د وړاندې کولو په مهال سناتور لندسي ګراهام وویل چې «پوتین یو ترهګر دی او د پوتین روسیه د ځمکې په سر تر ټولو مخربه قوه ده.» تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې شک نشته روسیې د اوکراین خلک ترهولي ‌دي خو حقوقپوهان د ترهګرو د ملاتړې په توګه د روسیې د پېژندلو په اړه ټول قانوني‌ اړتیاوې څېړي او په ګوته کوي. په همدې حال کې د ګانګرس ځینو غړو ویلي ‌دي ‌چې تر دې اقدام مخکې باید امریکا له خپلو متحدینو سره مشوره وکړي. که روسیه د ترهګرو ملاتړی هېواد وپېژندل شي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس، دا هېواد به د امریکا د بهرنیو مرستو ته لاسرسی نه پیدا کوي، صادرات به یې منع شي او دفاعي تجهیزاتو پېرودل به یې بند شي، مالي‌ قیودات به پرې ولګول شي او دا ډول ډېرو نورو محدودیتونو سره به مخامخ شي. روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړی دی. امریکا او ناټو دا یرغل غندلی، په روسیې یې کلک بندیزونه لګولي او له اوکراین سره یې پوځي او بشري‌مرستې پیل کړي‌ دي.

20.05.2022 امریکا غږ

د شيراني په غره لګيدلي اور له امله درې تنه مړه شوي، اور نور هم سېوا کيږي

د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو په پوله پرتې ضلعې شيراني په ځنګل (کېسه غره/ کوه سلېمان) کې له لګېدلي اور څخه شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، اور نور زيات شوی، ضلعي حکومت د 100 کورنيو خوندي کولو غوښتنه کړې ده.

20.05.2022 ډیوه

جنوبي وزیرستان: چاودنه کې پوځي حوالدار وژل شوی

د پاکستان پوځ پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (20 مې) ناوخته ويلي، په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د پوځ په کاروان چاودنه شوې چې پکې يو پوځي حوالدار وژل شوی دی.

20.05.2022 ډیوه

جوبایدن د امریکا د رهبرۍ د تقویت لپاره اسیا ته په سفر ولاړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په اسیا کې د امریکا د مشرتابه د لا تقویت لپاره د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۹ (غوايي۲۹) جاپان ته او جنوبي کوریا ته خپل سفر پیل کړ.

20.05.2022 امریکا غږ

امریکا: نوي راغلي افغانان د محافظتي اقامې لپاره غوښتنلیک سپارلی شي

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت نویو راغلیو افغانانو ته د «موقتې محافظتي اقامې» د ترلاسه کولو لپاره د ثبت او نوملیکنې نېټه اعلان کړه. د دغه پروګرام لپاره نوملیکنه نن جمعه مۍ ۲۰ (غوايي۳۰) پیلیږي. د کورني امنیت په اعلامیې کې ویل شوي دي: «د نوملیکنې بهیر د ۲۰۲۲ د مۍ په ۲۰م پیلیږي. ټول هغه افراد چې د افغانستان تر نامه لاندې موقته محافظتي‌ اقامه غواړي، باید غوښتلنیک ډک کړي [وسپاري].» اعلامیه زیاتوي چې دغه پروګرام ته برابر افراد باید «د ۲۰۲۲ د مارچ له ۱۵ راهېسې په متحدو ایالتونو کې خپل دوامداره اوسېدل او د ۲۰۲۲ د مۍ تر ۲۰ پورې په متحدو ایالتونو کې خپل فزیکي موجودیت ښکاره کړي.» په دغه پروګرام کې به هغه افغانان شامل وي‌ چې له افغانستان څخه د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته انتقال کړل شوي دي. هغوی چې په امریکا کې نشته او یا له دغې نېټې څخه وروسته امریکا ته انتقالېږي، په دې پروګرام کې شامل نه دي. د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د ادارې د اټکل په اساس د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راهېسې ۷۲۵۰۰ افغانان د تخلیې په پروګرام کې متحدو ایالتونو ته انتقال شوي دي. امریکايي چارواکي وايي چې په دې ډلې کې ۳۷۰۰۰ یې د مهاجرت ځانګړي پروګرام [دایمي اقامه/ګرین کارډ] ته واجد شرایط ګڼل کېږي. دا نوی پروګرام (Temporary Protected Status) نومېږي. د تخلیې په پروګرام کې نویو راغلیو افغانانو ته وار له واره دوه کلنه اقامه ورکړل شوې ده او د دغې اقامې له خلاصېدو وروسته، دا پروګرام هغوی ته د ۱۸ نورو میاشتو لپاره بله موقتي اقامه ورکوي چې په امریکا کې ژوند او کار وکړای شي او افغانستان څخه له شړل کېدو وژغورل شي. د امریکا د متحدو ایالتونو د مهاجرت د قانون په اساس، د داخلي امنیت اداره په امریکا کې مېشتو هغو کډوالو ته په دغه پروګرام کې د شاملېدو اجازه ورکولای شي، چې د تاوتریخوالي، طبیعي افاتو او یا کومې بل فوقع العاده پیښې له کبله،‌ خپلو هېوادونو ته ستنېدلای نشي. د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې امریکا او ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوه. له دې وروسته طالبان په افغانستان کې واکمن شول او لسګونه زره افغانان د طالبانو له ویرې له افغانستان څخه ووتل. په دوی کې د بهرنیو ځواکونو همکاران، ترجمانان، د مخکني حکومت سرتېري، د ښځو او بشري حقونو فعالان او نور شامل دي.

20.05.2022 امریکا غږ

روسیه وايي‌د اوکراین سلګونه نور سرتېري‌ هم ورته تسلیم شوي

د اوکراین د دفاع وزارت وايي‌ د محاصره شوي‌ ښار ماریوپول د وسپنې په فابریکه کې نن پنجشنبه مۍ ۱۹ (غوايي ۲۹) سلګونه نور اوکرایني سرتېري ورته تسلیم شوي ‌او د روسيې مقاماتو په ادعا په دې سره د ټولو تسلیم شویو سرتېرو شمېر ۱۷۳۰ ته رسېدلی دی.

20.05.2022 امریکا غږ

طالبانو په ټي وي د ښځینه خبریالانو د مخونو پټولو امر کړی، افغانان وايي، طالبان له ښځو پرته بله مسله نه ویني

واشنګټن-طالبانو دا ځل ویلي، ښځې دې په ټي وي مخونه پټ کړي خو افغانانو په ټولنیزو رسنیو دا ټریند چلولی چې طالبان په افغانستان د بیا قبضې راهیسې په تېرو نهو میاشتو کې یواځې د ښځو په اړه خبرې کوي وايي، "دا ښځې دې داسې شي او دا ښځې دې داسې، یواځې په دې اړه فرمان پسې فرمان استوي خو نور هېڅ هم نشته." افغان ښځینه خبریالانو او فعالانو د طالبانو دغه نوي امر ته چې په ټي وي باندې دې مخونه پټوي، سخت غبرګون ښودلی او دا یې د اسلام له دین او افغاني کلتور سره په ټکر کې ګڼلی. د افغانستان د مخکیني ولسمشر اشرف غني یوې ویاندې درانۍ وزیري امریکا غږ ډیوې ته وویل: "کوم بندیزونه چې طالبان نن سبا د افغانستان په ښځو باندې زیاتوي، دا نه کوم شرعي اړخ لري او نه هم کوم حقوقي اړخ لري او نه هم دا د افغانستان په ټولنه کې کوم منل شوی عرف دی. د افغانستان ښځې مخکې هم په پوره حجاب کې وي. دوی خپلې دندې ته هم په حجاب کې تللي. دوی خپل ښونځي او درسونه هم په حجاب کې تعقیبول. دا زما په نظر هغه سیاسي اجنډا ده چې دوی د همسایه هیواد څخه راوړې ده او په دې ډول غواړي چې د افغانستان ټولنه نور هم په تورو شپو کې وساتي او د افغانستان نوی نسل بې سواده وساتي تر څو افغانستان په کلونو کلونو ونشي کړای چې په خپلو پښو ودرېږي." د ازادۍ راډیو پخوانۍ همکارې ناجیه ساپۍ چې د طالبانو د راتګ له امله د هېواد پرېښودلو ته اړ اېستل شوې او دا مهال په امریکا کې د کډوالۍ ژوند کوي، ډیوې ته وویل، دا ډول فرمانونه له ټولنې څخه یواځې د مېرمنو د حذفولو لپاره ورکول کېږي. "په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دا پرېکړه چې کورنیو تصویري رسنیو ته یې امر کړی چې ټولې ښځینه ویاندویانې یا کارکوونکې،‌ له دې وروسته باید خپل مخونه پټ کړي دا ډیره خوشینوونکې پرېکړه ده دا له رسنیز ډګر څخه د ښځو د حذفولو یا لمنځه وړلو په معنا ده. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دا پرېکړه له بیان ازادۍ او رسنیو سره ښکاره دښمني ښکاره کوي او د دوې هڅه داده چې ښځیه خبریالانې له صحنې لرې کړي. دامهال محدود شمېر ښځینه کارکوونکې په رسنیو کې له ډیرو فشارونو سره کار ته دوام ورکوي او که چیرې دا محدودیتونه زیات شي ممکن نورې ښځې هم له رسنیو سره مخه ښه وکړي." د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د مېرمنو د ازادیو د محدودولو په لړ کې په یو نوي امر کې له افغاني رسنیو غوښتي چې له دې وروسته دې په ټي وي باندې ښځینه کارکونکې د خپرونو پر وخت خپل مخونه پټ کړي. د یاد وزارت ویاند اکېف مهاجر امریکا غږ ته دا منلې ده چې دوی په کابل کې رسنیو ته داسې پیغام استولی او د طلوع نیوز په ګډون یو شمېر رسنیو هم د طالبانو لخوا د داسې یو فرمان ترلاسه کول تایید کړي دي. د طالبانو لخوا یواځې د مېرمنو د حقونو د محدودیتونو په برخه کې له بیا بیا فرمانونو اکثره افغانان ډېر ناراضه شوي او تازه تازه په ټولنیزو ر سنیو وروسته له هاغې په ډېرې چټکۍ سره دا ټرینډ خپور شوی چې یو افغان کارپوه له یو سیمیز ټي وي چاینل سره په خبرو کې د طالبانو د لاسته راوړنو په اړه وویل، "اته میاشتې کېږي، نهه میاشتې راغلي دي، دغه شځې دي، اه شځې دې دسې سي، اه شځې دې داسې سي، هغه شځې دې مکتب ته دسې ځي، هغه شځې دې مکتب ته داسې ځي. بله موضع نه ده چې هر فرمان راځي، بیا چې یو فرمان پای ته نه وي رسېدلی دوهم پپسې راځي، هغه فرمان پای ته نه وی رسېدلی دریم پپسې دی." د طالبانو لخوا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ دغه وروستي بندیزونه په داسې وخت کې لګول شوي دي چې افغان خبریالانو او د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت لخوا په کابل کې د بیان د ازادۍ ورځ لمانځل کېدله. د ټي وي ښځینه خبریالانو باندې د دغه نوي بندیز څو ساعته وروسته د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد له دې حکم څخه په دفاع کې خبریالانو ته ویلي، د حجاب اغوستلو حکم شوی او له دې دیني حکم څخه هېڅوک هم بهر نه دي. هغه وړاندې وویل، په کورونا وبا کې له هر چا څخه غوښتل شوي وو چې ماسکونه وتړي او که مذهب داسې غوښتنه ولري نو هر کس یې باید ومني. نوموړي د بیان د ازادۍ د لمانځلو په اړه همدارنګه وویل، طالبان د رسنیو د ازادۍ ملاتړ کوي او دې ملاتړ ته به دوام ورکوي خو د رسنیو د څار د ادارو په راپورونو کې راغلي دي چې د طالبانو له راتګ څخه وروسته تر اوسه پورې تر زرو زیات خبریالان د هېواد پرېښودلو ته مجبوره شوي او په سلګونو کورنۍ رسنې او ورځپاڼې تړل شوې دي. تر دې مخکې هم طالبانو د ښځو په وړاندې په بیلا بېلو فرمانونو کې له افغانو مېرمنو غوښتي وو چې له شرعي محرم پرته دې له خپلو کورونو څخه نه وځي، حجابونه دې وکړي او حتی له شپږم ټولګي څخه پورته یې په ټول هېواد کې د جونو په تعلیم باندې هم کلک بندیزونه لګولي دي چې د امریکا، اروپا او د نړیوالو ادارو لخوا غندل شوي دي. د طالبانو لخوا دا تازه امر په داسې وخت شوی چې په افغانستان کې د بشري وضعیت معلومولو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټ تیارونکی ریچرډ بنیت د کابل په سفر دی.

19.05.2022 ډیوه

د امریکا کانګرس اوکراین سره د ۴۰ ملیاردو ډالرو نورې مرستې منظورې کړلې

د روسیې د یرغل په مقابل کې د اوکراین سره د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن د کلک ملاتړ د ژمنې په دوام د دې هیواد کانګرس پنجشبنه مې ۱۹ (غوایي۲۹) ویلي چې د کیف سره د نورو ۴۰ ملیارده ډالرو مرستو منظورۍ ته چمتو ښکاري.

19.05.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more