شاته

په کلیسا د خونړۍ حملې په اړه د نایجیریا چارواکو تحقیقات شروع کړي

د نایجیریا چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ په کلیسا د هغې حملې په اړه تحقیقات شروع کړې دي چې رپورټونه وايي لږ تر لږه ۲۱ کسان پکې وژل شوي دي.

په سېنټ فرانسس کېتلېک چرچ د اتوار، يکشنبې، په ورځ حمله وشوه او ای اېف پي خبري ادارې د اونډو ریاست د ګورنر له قوله په خپل رپورټ کې وویل په ګرجا د مسلح کسانو په حمله کې ۲۱ کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبري ادارې په اونډو کې د یو ډاکټر له قوله په حمله کې د وژل شویو کسانو شمېره ۵۰ ښودلې ده.
رپورټونه وايي په حمله کې د زخمي شويو کسانو درملنه دوام لري او رضاکار مریضانو دپاره د وینې راټولو بندوبست کوي.

د اونډو ریاست ګورنر روتېمي اکرېډولو د بېرغ نیمکښو ځوړندولو امر کړی او ژمنه یې کړې چې حملې ته به ځواب وایي. هغه په کلیسا حمله ترهګر برید وبللو.

مسلح کسانو په ټوپکو او چاودېدوونکو موادو په کلیسا د اتوار، یکشنبې، په ورځ حمله په داسې مهال وکړه چې په ودانۍ کې د عبادت دپاره ګڼ شمېر کسان جمع شوي وو.

په وېټېکن کې د عیسايي ټولنې مذهبي مشر پوپ فرانسس د نایجیریا په چرچ کې د وژل شویو او زخمیانو دپاره دعاګانې وکړې.

خبردارې وايي په سملاسي ډول دا نه ده معلومه چې په چرچ په حمله کې څوک لاس لري خو که څه هم نایجیریا د امنیت مسله لري خو اونډو د هېواد په پرامنه ریاستونو کې شامل ګڼل کېږي.

په نایجیریا د عیسايي ټولنې اتحاد کرسچین اېسوسي اېشن اف نایجیریا د حملې غندنه وکړه.

په نایجیریا کې بوکو حرام نومې مسلح اسلامي ډله هم فعالیت لري چې د ګلوبل کانفلېکټ ټرېکر نومې وېب پاڼې ترمخه په ورستي کلونو کې یې د حکومت، پوځ او د ملکي کسانو په هدفونو ګڼ شمېر حملې کړي دي.

د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ په ۲۰۱۳ کې بوکو حرام خارجي ترهګر تنظیم وټاکلو.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي، ای پي او د رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي