ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

21.06.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

20.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

20.06.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

20.06.2022 امریکا غږ

یوناما: په ننګرهار کې ګڼ شمیر کسان زخمیان او وژل شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي د افغانستان په ننګرهار ولایت کې په یو بازار کې د ګل، دوشنبې، په ورځ حمله کې شلو نه زیات کسان زخمیان شوي او وژل شوي دي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه طالب چارواکو په حمله کې د لسو کسانو د زخمي کېدو تصدیق کړی دی. یوناما په ټوېټر خپل پېغام کې د حملې غندنه وکړه او ویې وېل په بريد کې د شاشومانو په شمول د ۲۰ نه زیات کسان زخمیان او وژل شوي دي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه په ننګرهار کې د طالبانو د مطبوعاتو او اطلاعاتو د څانګې مشر قرېشي بدلون د یو چاودنې تصدیق وکړو او ویې وېل چې هدف یې نه معلوم. بدلون وویل په افغانستان کې د ملکي کسانو په ضد حملې دوام لري او پکار ده چې په سمدستي ډول ودرول شي. هغه وویل لس کسان زخمیان شوي دي خو د چا د وژل کېدو تصدیق نشي کولی. رویټرز په خپل رپورټ کې وویل په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس طالبان وايي امنیت یې سخت کړی او هېواد یې د وسله والو نه خالي کړی دی خو نړیوال چارواکي وايي په افغانستان کې د وسله والو د بیا راپورته کېدو خطر اوس هم موجود دی. طالبانو د واکمنۍ نه پس داعش وسله والې ډلې په افغانستان کې د یو شمېر حملو مسولیت منلی دی. روېټرز وايي د جمعې د ورځ راهسې په افغانستان کې هره ورځ خونړۍ چاودنې شوي دي چې پکې د سیکانو په ګوردواره کې چاودنه هم شامله ده. په کابل کې د خالي/ شنبې په سهار په ګوردواره/معبد د بريد زمه واري داعش ډلې منلې ده. په ياد بريد کې دوه دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي. یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي  

20.06.2022 ډیوه

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

20.06.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

20.06.2022 امریکا غږ

پخوانۍ افغانه کډواله فاطمه پیمان، په استرالیا کې سناتوره ټاکل شوې

فاطمه پیمان، چې کلونه وړاندې د خپلې کورنۍ سره افغانستان نه استرالیا ته کډه شوې وه، نن د جون په ۲۰مه (غبرګولي ۳۰) د استرالیا د سنا مجلس غړې په توګه وټاکل شوه. 

20.06.2022 امریکا غږ

اېمنسټي انټرنشنل: افغان کډوال دې په زوره خپل ملک ته واپس نکړی شي

واشنګټن - د کډوالو د نړېوالې ورځې په نمانځنې سره، د بخښنې نړیوال تنظیم یا ایمنسټي انټرنیشنل ویلي، د هغو افغانانو سره تشدد او د بشري حقونو خلاف ورزي دې ختمه کړی شي کوم چې د افغانستانه نورو ملکونو ته کډوال شوي دي. اېمنسټي انټرنشنل نن د ګل/دوشنبې په ورځ [جون ۲۰مه] څرګنده کړې ده چې افغان کډوال په پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، ملیشیا، او ترکیه کې د هغو حقونو نه محرومه دي کوم چې نړېوال قوانین یې دوی ته ورکوي. د بخښنې نړېوال تنظیم په رپوټ کې دا هم زیاته شوې چې افغان کډوال د وحشت، تشدد، بدې رویې، او د ایستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي، ورسره تفریقي چلند کیږي، او د تعلیم، کار، پېژندګلوی، او د سفري دستاوېزاتو مشکلات هم لري. اېمنسټي انټرنشنل ټينګار کړی چې د افغان کډوالو سره د تشدد پېښې او د بشري حقونو سنجیده خلاف ورزیو له کبله سخته فکرمندي لري او د دغه ډول وحشتناک چلند سره سره زیات هیوادونه له دغه سترو کړاونو څخه سترګې پټوي. د بخښنې نړیوال تنظیم د معلوماتو په اساس، د کډوالو حقونه، د انسان بنیادي حقونه دي او د کډوالو ۱۹۵۱ کنونشن او د 1967 پروټوکول د کډالو د حقونو ملاتړ کوي چې په هغه کې د روښانه دلایلو پرته د ایستلو حق، د کار، ځای، تعلیمي حقوق، بشري مرستې، د مذهب آزادي، عدلي مرکزونو ته لاس رسی، د تګ راتګ آزادي او د سفر لپاره د پېژندنې دستاوېزات درلودل هم شامل دي. د بخښنې نړیوال تنظیم د افغان کډوالو کړکېچ په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو اوږد مهاله ناوړه حالت بللی او ویلي یې دي چې اوس مهال څه باندې شپږ میلینه افغانان د جګړو، تشدد او غریبۍ له امله له خپلو کورونو او هیواده بې ځایه شوي دي. یاد تنظیم ویلي چې له دغه شمېر څخه درې نیم (۳.۵) میلینه یې په کور دننه بې ځایه شوي او دوه اعشاریه شپږ (۲.۶) میلینه یې نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي. اېمنسټي انټرنشنل ټینګار کړی دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ راپدېخوا په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې وروسته له هغه هیواد نه د کډوالو بهیر نور هم زیات شوی دی. په راپور کې راغلي ددغه حالاتو اغېز په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو باندې د اندېښنې وړ دی چې د تازه بې ځایه شوو افغانانو ۸۰ فیصدي جوړوي. هغوی د خپل کورونو پرېښودو له آمله د رواني او ټولنییز فشارونو، جنسیتي زیاتیو او نورو زیانونو سره مخ دي. اېمنسټي انټرنشنل ټینګار کړی دی چې په زور د افغان کډوالو ایستل دې ژر تر ژره پای ته ورسیږي او تر هغو چې افغانستان کې حالات سمیږي، نور ملکونه دې افغان کډوال په زوره نه باسي. په همدې حال کې یو شمېر افغانان چې د طالبانو د واکمنېدو نه پس پاکستان ته کډوال شوي، هلته د ویزو په ختمېدو سره ورته ستونزې پیدا شوي او د قانوني اسنادو د نه درلودو په وجه یې ژوند د مشکلاتو سره مخ دی.  د افغانستان د فلم جوړولو صنعت یو مخکېني کارکن چې په افغان حکومت کې یې کار کاوه او اوس په اسلام آباد کې اوسیږي، وي او اې ډیوه ته وویل چې هغه یو بل ملک ته د مهاجره کېدو په امید څو میاشتې وړاندې پاکستان ته ولاړ خو اوس یې چې ویزه ختمه شوې، نو د وېرې بهر نشي وتلی.  د افغان سینما دغه کارکن چې غوښتل نوم یې پټ وساتل شي، زیاته کړه چې په اسلام آباد کې یې د کډوالو چارو د ادارې (یو اېن اېچ سي آر) ته د کډوالۍ د کارت اخیستو درخواست هم ورکړی، مګر تر اوسه ورته کارت ندی ورکړی شوی او هیله من دی چې یو اېن اېچ سي آر  د دوی دې ستونزې ته پام وکړي.    د دې رپوټ زیاتره معلومات د افغان سروس نه اخېستل شوي دي.

20.06.2022 ډیوه

صدر زېلېنسکي: په اینده ورځو کې روس تاوتریخوالی نور زیاتولی شي

د اوکراېن صدر ولودومیر زېلېنسکي ویلي دا هفته چې د اروپايي اتحاد مشران اوکراېن ته په اتحاد کې د غړيتوب د مرستې په اړه فېصله کوي روس تاوتریخوالی نور هم زیاتولی شي. زېلېنسکي وېلی چې نه یواځې د اوکراېن بلکې د نورو یورپي هېوادونو خلاف هم د روس په زور زیاتی کې زیاتوالی ليدل کیدی شي. خو اوکراېن د دې د پاره تیاری شورو کړی ده. اروپايي کمېشن تېره هفته اوکراېن ته د اروپاېي اتحاد د غړيتوب ورکولو وړاندیز کړی وو. د زیارت او جمعې په ورځ به د اوویشت ملکونو اتحاد د سرمشريزې غونډې په وخت په دې د خبرو اترو ورستو خپله راېی ورکوي. که اوکراېن د غړيتوب د کانديد حېثيت ترلاسه کوي نو بېا به هم یو څو کاله اخلي چې اوکراېن د اروپاېي اتحاد مکمل غړی جوړ شي. صدر زېلېنسکي وېلی دي چې د اوکراېن په مشرقي ‌‌ډونباس سيمه کې توده جګړه دوام لري. د نېټو سېکټري جنرل جېنز سټالټنبرګ د اتوار په ورځ خبردارې کړی چې په اوکراېن کې د روس جنګ تر ډېر اوږد وخت پورې جاري پاتې کېدلی شي خو مغربي اېتلافیانو ته د کېف د ځواکونو د مرستو نه پشا کېدل نه دي پکار. د جرمني بلډ اېم سونټېګ اونيزې سره د خبرو په وخت سټالټنبرګ ووېل چې د دې حقیقت د پاره دوي ته تيار وسېدل پکار دي چې دا تر ډېرو کلونو پورې دوام لرلی شي. او که د پوځي مرستو لړ کې او یا بېا د انرژۍ او د خوراکي توکو د لوړو بېعو په چارو کې د دې قېمت ادا کول زیات هم وي، دوي ته د اوکراېن سره د مرستو نه نه دي پشا کېدل پکار. د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن د جمعې په ورځ اوکراېني ځواکونو ته د تربيې ورکولو د وړانديز سره د کېف سفر کړی وو. جانسن د اوکراېن سره د مرستو په اړه د بېزۍ خبردارې هم کړی. د لندن سنډۍ ټاېمز کې په خپل یو ليک کې بورس جانسن ليکلی دي چې د دې نه معنا دا ده چې اوکراېن ته زر تر زره وسله او نور پوځي الات ورکړل شي او د یرغلګرو خلاف دوي ته سمدستي د تربيت بندوبست هم وکړل شي. زېلېنسکي وېلی دي چې د په جنوبي سيمې ماېکولېف کې د ځواکونو سره ليدلی دي. ماېکولېف د کېف نه ۵۵۰کلوميټره جنوب ته پروت دی. زېلېنسکي د اتوار په ورځ خپله ويډیو وېنا کې وېلی دي چې د هغوي مورال لوړ دی او په بري کې هېڅ شک نه لري. زېلېنسکی وېلی دي چې جنوبي برخې به چا ته هم پرېنږدي او څه چې د دوي‌ دي هغه به بېرته د روس نه اخلي. زېلېنسکي زیاته کړه چې روسي ځواکونو د ماېکولېف او د اوډیسه ځنې برخې تباه کړی دي. په اوکراېن د جګړې په شورو کې روس د زېلېنسکي حکومت د منځه وړلو او کېف په نیول کې پاتې راغلی او دا محال د اوکراېن په مشرقي ډونباس باندې د قبضې د پاره د روس او اوکراېني ځواکونو ترمنځه توده جګړه دوام لري. د لوهانسک ګورنر وېلی دي چې روس په ښار بمبارۍ کوي خو تر دې دمه روسي ځواکونو ښاره په مکمله توګه نه دی نیولی. ګورنر زیاته کړی چې د روس د بمبارۍ په وجه په ښار کې ګېر کسان نه محفوظ ځایونو ته نه شي تللی. د روس د د فاع وزارت وېلی دي چې ځواکونو يې د سېورودونېسک جنوب مشرق ته په مېټولکاېن قبضه کړی ده. او د روس د سرکاري خبري ادارې تاس یا ټاس ترمخه ډېر اوکراېني ځواکونو وسله غورځولی ده. د اوکراېن پوځ مني چې په سيمه کې روس ته ځنې ګټې ترلاسه شوی دي. په واشنګټن کې د څېړنيزې ادارې دي انسټیټوټ فار دي سټډي اف وار د څېړونکو ترمخه ډیره ممکن ده چې روس په راتلونکو هفتو کې سېورودونېسک ونیسي خو دا به په داسې حال کي کیږي چې په دی وړه علاقه کې به د روس ډیر ځواکونه وکارولی شي.  

20.06.2022 ډیوه

يوې افغان الاصله اسټرالیايۍ مېرمن د اسټرالیا سنا جرګې ته لار موندلې

یوه افغان الاصله اسټرالیايي مېرمن، فاطمه پیمان د اسټرالیا د سنا جرګې د غړې په توګه ټاکل شوې. اغلې پیمان د اسټرالیا د واکمن کارګر ګوند غړې ده، چې د جون په ۲۰مه د سنا جرګې د پایلو د اعلان پر مهال وتوانېده د لویدیځې اسټرالیا څخه سنا ته لار پیدا کړي. فاطمه پیمان په وړکتوب کې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه د هند سمندرګي له لارې په کښتیو کې اسټرالیا ته تللې وه. هلته یې له زده کړو او څو کلونو کاروبار وروسته بلاخره د جون په ۲۰ د اسټرالیا سنا جرګې ته لار پیدا کړه. هغې له اې بي سي راډیو سره په خبرو کې ویلي: "زما کیسه ۱۹۹۹ کال ته ورګرځي. کله چې زما پلار کښتۍ ته پورته شو. د هند په سمندرګي کې يې سفر وکړ څو د خپلو دریو ماشومانو او مېرمنې لپاره ښه ژوند ومومي. هغه سختې خوارۍ وکړې. ډېر کار یې وکړ. بد چلندونه یې وزغمل. له افغانستانه راغی د ښه ژوند په لټه او دا چې اوس زه دې ځای ته رسېدلې يم." هغې ویلي، له دې چې د اسټرالیا پارلمان ته په خپل حجاب کې ورځي غواړي له دې لارې هم هغو ځوانو مسلمانو نجونو ته پیغام ورکړي چې هغوی د جامو د اغوستلو بشپړ حق لري. ۲۷ کلنه پیمان به د اسټرالیا د پارلمان لومړنۍ سناتوره وي چې ټیکری په سر به جرګې ته ورځي. فاطمه پیمان له اې بي سي راډیو سره د افغانستان په اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دې په ذهن کې د هغه افغانستان انځور پاتې چې ډېر د پرمختګ په حال کې وو. هغه زياتوي: "یو انځور دی. د داسې یو هېواد انځور چې ډېر د پرمختګ په حال کې وو. لکه د ۱۹۱۰ یا ۱۹۳۰ کلونو په څېر. منصفانه، او داسې چې ټولو مساوي حقونه درلودل. ښځو تعلیم کاوه. په لوړو څوکیو یې کاوه. فعالانې وې. بدلونونه یې راوستل. خو اوس د شرم ځای دی چې له څو لسیزو جګړو وروسته هېواد سقوط وکړ او نه پوهېږو چې بیا رغونه یې ممکنه هم ده که څنګه؟" اغلې پیمان په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په سیاست کې د بېلابېلو ټولنو د خلکو د شاملولو، د تعلیم د کچې د ښه والي او د اقلیمي بدلون په اړه څرګندونې کړې وې. د اسټرالیا صدراعظم انټوني البنیزي په خپل ټوېټر باندې سنا جرګې ته د فاطمه پیمان د کامیابۍ په اړه د مبارکۍ پیغام ورکړی دی. د اسټرالیا د انتخاباتو کمېسیون د ویسټرن اسټرالیا / لویدیځې اسټرالیا نه د سنا جرګې د ټاکنو د پایلو نتیجې دوشنبه د جون ۲۰مه اعلان کړي چې له مخې یې فاطمه پیمان هم کامیابه شوې ده. دا لومړنۍ افغان الاصله اسټرالیايۍ او کډواله ده، چې د اسټرالیا سنا جرګې ته لار مومي. پيمان د اسټرالیا د کارګر ګوند غړې ده. کارګر ګوند دمګړۍ د اسټرالیا واکمن ګوند دی.

20.06.2022 ازادي راډیو

اېچ ار سي پي: د پښتنو او بلوڅ زدکوونکو د بې درکېدو پېښې سېوا شوي دي

د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د اتوار، پکشنبې، په ورځ شوي د احتجاج انتظام د بلوڅانو د يوالي کميټۍ کراچۍ او د بلوڅ بې درکه شویو کسانو دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم کړی و

20.06.2022 ډیوه

طالبان: ایران دې افغان کډوالو ته بشردوستانه اسانتیاوې برابرې کړي 

د کډوالو د نړیوالې ورځې سره جوخت د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د ایران له حکومت څخه وغوښتل چې پدې هیواد کې میشتو افغان مهاجرینو ته دې د بشردوستۍ اسانتیاوې برابرې کړي. 

20.06.2022 امریکا غږ

په امریکا کې د غلامۍ د ختمېد ورځ ولمانځل شوه

په ۱۸۶۳ کې د هغه وخت د امریکې صد اېبراهم لنکن د اېمېنسپېشن پراکلمېشن یا د ازادۍ اعلامیه جاري کړه چې ترمخه یې په امریکا کې د درې مېلین نه زیات تورپوستې افریقايي امریکایان د غلامۍ نه ازاد کړل

20.06.2022 ډیوه

اسلام اباد کې په پرلت ناست افغان کډوال: "دا وخت هيڅ شناخت نه لرو"

د افغانستان څخه کډه شوي د سلګونو په شمېره کې کډوال چې دا وخت د پاکستان پلازمينې اسلام اباد کې په احتجاجي پرلت ناست دي، وايي "دا وخت ځان بې شناخته کډوال بولي".

20.06.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more