ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان کې تیرکال دماشومانو پرضد دجنسي تیریو3852 پېښې رپورټ شوي

پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل تازه کلني رپورټ کې ویلي چې تېر کال 2021م کې د ماشومانو پرضد د جنسي زياتیو ټولې 3852 پېښې رپورټ شوي دي چې دا د کال 2020م په پرتله 30 فيصدي زياتې دي. د رپورټ ترمخه تېر کال د جنسي تیریو ښکار ماشومانو کې 2068 جينکۍ او 1784 تنکي هلکان شامل دي. رپورټ کې ويل شوي دې پېښو کې کې د جنسي تیري داسې 92 پېښې هم شاملې دي چې پکې ماشومان د جنسي تیري نه وروسته وژل شوي دي. د رپورټ ترمخه کال 2021م کې د ورځې په بنياد د لسو څخه زيات ماشومان د جنسي زياتي نخښه جوړ کړې شوې دي. د ساحل په رپورټ کې ويلي شوي چې تېر کال د ماشومانو خلاف د جنسي تیریو په ټولو 2275 پېښو کې 750 پېښې د بدفعلۍ، 676 د جنسي تیري ،561 د جنسي تېريو د هڅو او 133 پېښې د جنسي زياتي او د لوڅو وېډيوګانو جوړولو هم شاملې دي. د راپور د شمېرو له مخې د ماشومانو پرضد د جنسي زياتي 92 پېښې داسې هم رپورټ شوي چې پکې د جنسي زياتي ښکار شوي ماشومان وروسته وژل شوي دي. ډيوه سره خبرو کې د غېر دولتي تنظيم ساحل د مطبوعاتو لپاره سينېر پروګرام افسر ښاغلي وقاص وویل مونږ به مخکې فکر کولو چې يوازې جينکۍ د جنسي تېريو او زياتي نخښه ګرځي خو دا رپورټ ښکاره کوي چې د جنيکو د شمېرې برابر ماشومان هلکان هم د جنسي زياتي نخښه جوړېږي. هغه وايي دې رپورټ کې ويل شوي چې د هېواد د سر په هغو لسو اضلاع کې چرته چې ماشومان د جنسي زياتي ښکار شوي يوازې اته ضلعې په پنجاب صوبه کې دي. د نوموړي په وینا تېر کال 2021م کې د ماشومانو پرضد د جنسي تېريو په مهال 145 پېښې داسې هم مخې ته راغلي چې پکې د ماشومانو لوڅې لغړې وېډيوګانې هم جوړې کړی شوې دي. په رپورټ کې ويل شوي چې تېر کال 2021م کې د ماشومانو د تښتونې 1303 پېښې، د ورکيدو 438 او د کم عمرۍ د ودونو 80 پېښې رپورټ شوې دي. رپورټ کې راغلي چې د کشمير او ګلګت بلتستان په ګډون د هېواد د 205 ضلعو څخه د ماشومانو خلاف د جنسي جرمونو پېښې رپورټ شوي خو رپورټ بيا وايي چې په دې کې تر ټولو زیاتې پېښې د پنجاب صوبې د قصور څخه رپورټ شوي چې شمېره یې 298 جوړېږي. رپورټ زياتوي چې د جنسي تیري سره مخ شوؤ ماشومانو کې 54 فيصدي جينکۍ او 46 فيصدي هلکان شامل دي. رپورټ وايي چې د 6 او 15 کلونو د عمر ماشومان د جنسي تېريو نخښه ګرځېدلي او په دې کې د هلکانو تناسب تر ټولو زیات دی. په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر ډيوه سره ددې راپور په اړه خبرو کې وايي تېر کال 2021م کې روزانه د لسو څخه زيات ماشومان د جنسي زياتي نخښه جوړ کړې شوي خو زياتوي دا هغه شمېره ده  کومه چې له مطبوعاتو راټوله کړی شوې ده ګنې داسې شمیر له دې هم زيات کېدای شي. عمران ټکر وايي په تېرو وختونو کې د مرکز او صوبو په کچه نه يوازې ښه قوانین جوړ کړی شوي او سختې سزاګانې پکې هم شامل کړی شوې دي بلکې ادارې هم جوړې شوي چې پکې نېشنل کمېشن فار چاېلډ راېټس ،څلور واړه صوبو کې د چاېلډ پروټېکشن کمېشن ،بېوروز جوړ شوي دي او د ماشومانو عدالتونه هم جوړ شوي دي. چې د خېبرپښتونخوا د اتوؤ عدالتونو سره د هېواد په کچه یې شمېر 13 دی. خو دی وايي بيا هم د يو څيز کمی دی او هغه دا چې داسې شمېره باید په حکومتي کچه هم جاري کول پېل کړی شي. د ساحل په رپورټ کې ويل شوي چې د ماشومانو خلاف د جنسي زياتي په ټولو پېښو کې 63 فيصدي پېښې د پنجاب ،23 فيصدي د سند ،6 فيصدي د اسلام اباد  ،5 د خېبرپښتونخوا او 2 فيصدى پېښې پرله‌پسې د بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمير څخه رپورټ شوې دي. رپورټ کې ویل شوي چې کال 2021م کې د ماشومانو پرضد د جنسي زياتي 84 فيصدي پېښې د پولیس سره درج شوي دي. د رپورټ ترمخه د 5 کلونو د عمر 223 ماشومان د جنسي زياتي نخښه ګرځېدلې دي او په دې شمېره کې د کال 2020م په پرتله 22 فيصدي اضافه ليدل شوې ده.

15.05.2022 ډیوه

پېښور:د وسله والو برید کې دوه سکهان وروڼه وژل شوي

دپېښور دسربند تاڼې په حدودو بټه تل بازار کې داتوار په ورځ نامعلومو وسله والو دوه سکهان په یو وسله وال برید کې وژلي دي. وژل شوي سکهان خپلو کې وروڼه دي اؤ سرچینې وایي دوئ دبټه تل بازار کې دمصالحو روزګار کولو چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې اؤ وئ وژل. په سمدستي توګه ددې برید پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې داکتوبر میاشت کې په پېښور کې د ستنام سنګهـ په نوم یو سیکهـ وګړی په وسله وال برید کې وژل شوی ؤ نو دهغه پېښې ذمه واري وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې وه. د سربند تاڼې پوليسو ډيوه ته وويل وژل شوي سکهان د پېښور دډبګرۍ سیمې اوسيدونکي وؤ اؤ د خېبر ضلعې دباړي سیمې سره په پوله پرته د سربند بټه خېل بازار کې یې دمصالحو دوکانونه وو، دپولیسو له مخې د اتوار په ورځ د غرمې په وخت  دوه نامعلومه موټر سائيکلو سرو  يو بل ته نزدې بېلو بېلو دوکانونو کې په ناستو کنوال سنګهـ او رنجيت سنګهـ ډزې وکړې او دواړو  په هغه ځايې ساه ورکړه۔ پوليسو ډيوه ته وويل پېښه کې دککړو تنانو نيولو د پاره په سيمه کې د لټونې عمليات روان دي۔ په سربند کې د دوؤ سکهانو وروڼو د وژنې داپېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې پرون دخالي په ورځ دپېښور دترهګرۍ محکمې پولیسو سي ټي‌ ډي دعوه کړې وه چې دمارچ میاشت کې دپېښور په کوچه رسالدار کې دشوي ځانمرګي برید دپلان جوړونکي په شمول یې د وسله والې ډلې داعش دوه ترهګر وژلي دي. پېښور کې دترهګرۍ اؤ جرمونو په اړه رپورټنګ کوونکی تکړه خبریال خالد خان وایي هرکله چې هم قانون نافذونکو ادارو دداعش یا نورو وسله والو په ضد عملیات کړي نو دهغې نه سمدستي وروسته بیا په اقلیتونو یا دولتي کارمندانو دغسې بریدونه شوي اؤ هغې کې د زیاترو بریدونو پړه داعش قبوله کړې ده نو زیات احتمال شته چې ددې برید پړه هم داعش پغاړه واخلي. دپېښور دپولیسو ویاند مطبوعاتو ته جاري کړي خپل یو بیان کې ویلي چې ډزې نامعلومو کسانو کړي اؤ دې پېښه کې ۴۲کلن سلجیت سنګهـ اؤ ۳۸کلن رنجیت سنګهـ وژل شوي دي. په پېښور کې د اقلیتونو د حقونو مبارز صاحب سنګهـ مشال رېډیو ته ویلي چې د هغه د راټولو کړو شمېرو په اساس، په دې ښار کې د ۲۰۰۹م کال راهیسي شاوخوا ۲۱ سکهان وژل شوي دي. په خېبر پښتونخوا کې د لږکیو د حقونو مبارز هارون سربديال وايي په صوبه کې نزدې پينځه لکه دعيسایي مذهب لرونکي، اوياؤ زرو پورې هندوان او نزدې پينځلس زره سکهان  ژوند کوي، وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي تر ټولو زيات سکهان په پېښور کې اوسيږي، د خېبر،کرمې ، اورکزو او نورو قبائېلي ضلعو نه د ترهګرۍ ضد جګړې په وخت ګڼ شمېر سکهان پېښور ته راغلې وو، خو اوس په دې علاقو کې هم د دوي هدفي وژنې کيږي، چې ورسره ټول لږکي بيا ځان غېر محفوظ ګڼې۔ دخیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان هم ددې تازه پېښې نوټس اخستی اؤ د صوبې دپولیسو مشر ته امر کړی چې په پېښه کې دککړو مجرمانو دنیولو لپاره باید قاطع ګامونه واخلي. پخپل یو بیان کې وزیراعلا محمود خان ویلي دا پېښه دښار دامن ګډوډولو اؤ دمذهبونو ترمنځ دموجودې هم اهنګۍ خرابولو یو ناوړه کوشش دی اؤ دې کې ککړ کسان به دقانون له منګولو بچ پاتې نه شي. خبریال خالد خان وایي خیبر پښتونخوا کې چې کله هم امنیتي ځواکونو د ترهګرو ډلو په ضد څه رقم عملیات کړي نو هغې پسې جوخت بیا عموماًً صوبه کې په لږکیو بریدونه شوي اؤ ددغسې بریدونو ذمه واري هم زیاتره داعش ډله پغاړه اخلي. هغه وایي زیات پرون پولیسو دعوه کړې وه چې پېښور کې یې دداعش دوه وسله وال وژلي اؤ نن ورپسې پېښور کې دوه سکهان ووژلی شول نو زیات احتمال لري چې ددې پېښې پړه داعش قبوله کړي. ددې برید نه یوه ورځ وړاندې په شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې هم په پوځ ځانمرګي برید شوی چې پکې د دریوؤ پوځیانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي اؤ څو پوځیان نور ژوبل شوي هم دي. دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې تحریک طالبان حکومت سره وړومبی دلسو ورځو اوربند اعلان کړی ؤ اؤ‌اوس یې په دې اوربند کې پینځه ورځې نوره پراختیا هم اعلان کړې ده. په خېبر پښتونخوا کې دې نه وړاندې په پېښور،شبقدر او چارسده کې هم د سکهـ مذهب لرونکي په نخښه شوي دي، په پاکستان کې د لږکیو د حقونو د فورم چېرمېن او د سکهـ مذهب سره تعلق لرونکی راجېش سنګهـ ټوني وايي خپله یې هم پاکستان پريښی ځکه چې د وسله والو لخوا ورته دړکې ورکړل کيدې،  نوموړې ډيوه ته د وټس اېپ د لارې ويل د بدامنۍ دداسې پېښو له امله ګڼ شمېر سکهان يا د ملک نه بهر وځي او يا د خېبر پښتنونخوا نه خپل کاروبارونه او کډې د ملک نورو برخو ته وړي

15.05.2022 ډیوه

شریف: شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید درې پاکستاني عسکر وژلي

په شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید له امله درې پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

15.05.2022 امریکا غږ

د طالبانو د نوې پرېکړې په ضد د افغان صرافانو کاري اعتصاب

د صرافیو او پولي خدماتي جوازونو په اړه د طالبانو حکومت افغانستان بانک د نوو شرایطو له امله، صرافانو په ټول افغانستان کې کاري اعتصاب پيل کړی دی.

15.05.2022 امریکا غږ

د هند لخوا د غنمو د صادارتو بندولو د جي-۷ هیوادنه په قهر کړي

وروسته تر هغه چې د مارچ په میاشت کې په هند کې دومره ګرمي راغله چې ساری یې نه درلود او په حاصلاتو یې ناوړه اغیز وکړ، دې هیواد شنبې مې ۱۴(غوایي۲۴) نړۍ ته د غنمو صادرات بند کړل.

15.05.2022 امریکا غږ

نور عالم خان وایي عمران خان یې په کور د برید لپاره بدمعاشان ورلېږلي وؤ خو کلیوالو یې زغلولي دي

دپاکستان تحریک انصاف نه مرور دقامي اسمبلۍ غړی نورعالم خان تور لکولی چې عمران خان تیره شپه دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ د مرستیال اسپیکر محمود جان په مشرۍ دده په کور د برید لپاره خپل یو شمېر بدمعاشان ورلیږلي خو وایي د کلیوالو په مقاومت یې دغه بدمعاشان په شا تګ مجبوره شوي دي. دخالي اؤ‌ اتوار په منځ شپه نورعالم خان یوه ویډیو په ټویټر خپره کړې ده چې پکې لیدل کیږي ګڼ خلک دشپې تیاره کې وسلې اؤ کوتکونه په لاس په سړک ولاړ دي اؤ چغې وهي چې "وتښتېدل" نور عالم خان وایي کله چې بدمعاشان (چې هغه ورته غنډه ګان لیکلي) دده په کور دبرید لپاره ورغلل نو دده کلیوال، همسایه ګان اؤ ګوندي پلویان ورپسې له کورونو ور ووتل اؤ هغوئ پشاتګ کولو ته اړ شول. نور عالم خان زیاته کړې ده چې ددې "غنډه ګردۍ" شاهدان پولیس هم دي خو دا یې نه ده واضحه کړې چې هغه پولیسو سره دبرید کوونکو پرضد مقدمه درج کړې ده که نا؟ وایس اف امریکه ډيوه په دې لړ کې دسیمې د پولیسو دمشر یا ډي ایس پي سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو دهغه موبایل فون څه ځواب نه ویلو. دپېښور سره تړاؤ لرونکی دقامي اسمبلۍ غړی نورعالم دتحریک انصاف نه مرور شوی اؤ تیره میاشت چې دپخواني وزیراعظم عمران خان پرضد اپوزیشن ډلو دبې باورۍ تحریک مخې ته راوړلو نو نورعالم خان ډاګیز اعلان کړی ؤ چې هغه به دخپل باور رایه عمران خان ته نه ورکوي. عمران خان اؤ دهغه دګوند پلویان دنور عالم پرضد سخت پاریدلي اؤ په زیاتره جلسو کې نورعالم خان په بدو نومونو یادوي. تر دې وړاندې هم پېښور کې دتحریک انصاف ګوند پلویانو دهغه د کور اؤ پېښور پریس کلب مخې ته دنور عالم خان پرضد احتجاجي مظاهرې کړې وې اؤ ددې ترڅنګ داسلام اباد په یو هوټل کې دتحریک انصاف دپلویانو اؤ دهغه ترمنځ دنښتې یوه ویډیو هم په دې وروستیو کې مخې ته راغلې وه. پېښور کې د واکمن ګوند یو مشر علي خان یوسفزي دنور عالم خان په کور د برید اوسنۍ هڅه غندلې ده اؤ په ټویټر یې لیکلي دي چې دا دافسوس مقام دی چې مرستیال اسپیکر دخلکو په راپارولو برید کوي. هغه ویلي "پښتنه ټولنه کې دچا په کور برید نه کیږي ،زمونږ څه روایات اؤ اقدار دي،دا عمل به ډیرې خطرناکې نتیجې ورکړي" بلاګر اؤ دټولنیزو رسنیو فعال ریاض علي طوري هم داپېښه غندلې اؤ په ټویټر یې لیکلي چې عمران خان په هیواد کې کډوډۍ اؤ ولسي فساد ته لمن وي. څېړونکي دپېښور پوهنتون استاد ښاغلي نواز مشال دې پېښې ته خپل غبرګون کې په ټویټر لیکلي دا فاشیسټانو مایوسي اؤ اؤ ډیر زر به پائ ته ورسیږي . هغه په نورعالم خان دغښتلي اوسیږو غږ هم کړی دی. پاکستان تحریک انصاف ګوند لا دنور عالم خان د دعوې په هکله خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې په کراتو کراتو ددې ګوند مشر عمران خان ویلي چې دهغه نه مرور کسان به خلک په خپلو سیمو کې نه پریږدي اؤ چې هر لوري ته ځي دمقاومت اؤ سپکاوي سره به مخ کیږي

15.05.2022 ډیوه

عمران خان: د وژنې سازش مې روان دی، ریکارډ کړې ویډيو کې مې د سازشیانو نومونه اخستي

دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان دعوه کړې چې دهیوا دننه اؤ بهر دهغه د وژلو سازش روان دی خو وایي ددغه سازس په ډاګه کولو ده پخپل ژوند یوه ویډیو ریکارډ کړې اؤ په خوندي ځائ کې یې اېښې ده چې پکې یې دسازش کوونکو نومونه په ډاګه کړي دي. دخالي په شپه دپنجاب سیالکوټ ښار کې یوې جلسې ته خپله وینا کې عمران خان ویلي دهغه د وژنې سازش د بندو تر دوازو ترشا روان دی خو وایي" ما ویډیو ریکارډ کړې اؤ په یو خوندي ځائ کې مې اېښې ده،که په ما هرڅه وشول نو دا ویډیو به دټول قام مخې ته راځي" هغه وایي د وژنې سازش یې دتیر هوړي یا ګرمۍ له موسم پیل شوی اؤ چې څوک ،څوک هم دې کې ککړ دي نو دیو،یو تن نوم یې په ریکارډ کړل شوې ویډيو کې اخستی دی. خو ددفاع وزیر خواجه اصف دعمران خان دا دعوه یو سیاسي چال بللی دی اؤ وایي چې دکومو خبرو دعوه عمران خان کوي دهغې حقیقت سره هیڅ تړاؤ نشته. یو شخصي ټي وي چینل سره خبرو کې خواجه اصف ویلي هغه دعمران خان په داسې رقم خبرو هیڅ باور نه کوي ځکه چې دا یو سیاسي چال دی اؤ دغسې چالونه پخوا هم ډيرو خلکو کړي وؤ. خواجه اصف وویل که چرې عمران خان وایي چې دا سازس په جولایي میاشت کې تیر شوی ؤ نو بیا یې هغه وخت ولې له دې سازشه خلک نه وؤ خبر کړي ځکه چې هغه مهال خو دی پخپله د هیواد حاکم ؤ؟ د واک څخه له لرې کیدو وروسته که یو خوا پخوانی وزیراعظم عمران خان په امریکې اؤ خپلو سیاسي مخالفینو د سازش تورونه لګوي نو اوس یې دهیواد طاقتوره پوځ ته هم په اشارو کې ګوته نیول پیل کړي چې ګنې پوځ هم دهغه دحکومت ختمولو په سازش کې شامل دی یا پوځ ددې سازش مخه نه ده نیولې. خو حکومت ،پوځ اؤ امریکې دعمران خان ددې بیانیې څو وارې تردید کړی دی . پخوانی وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کې د ولسي جلسو په ترڅ کې هیواد کې دعامو ټولټاکنو غوښتنې کوي. څېړونکي وایي عمران خان په دې پوهه دی چې که اوس په هیواد کې سمدستي انتخابات ونه شول اؤ موجوده حکومت پرځائ پاتې شو نو کال ،نیم وروسته به دده لپاره خپله بیانیه پرمخ وړل زیاته مشکله شي. څېړونکي مظهرعباس وایي عمران خان غواړي چې پوځ یا اسټبلشمنټ باید دده په پلوۍ خپل رول ولوبوي خو دپوځ ویاند میجر جنرال بابر افتخار اوړمه ورځ ویلي‌ وؤ چې زر انتخابات کول دسیاستمدارانو کار دی اؤ دپوځ دې کې هیڅ کردار نه شته. بل لوري ته دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وایي حکومت له انتخاباتو نه ویریږي خو اصل ستونزه داده چې تیر حکومت داقتصاد بېړه غرقه کړې ده . رسنیو ته ښاغلي رانا ویلي دعمران خان تیر حکومت وړومبی د نړیوالې مالیاتي ادارې سره تړون وکړو اؤ بیا یې له دغه تړون څخه په سرغړونه دتیلو اؤ بجلۍ بیعې راوغورځولې. هغه وویل پاکستان چې دا مهال په کومو اقتصادي ستونزو کې راګیر دی دمسلم لیګ نواز ګوند حکومت ددې دهواري توان لري خو دستونزو دهواري لپاره به ټول ګامونه دخپلو ایتلافي ګوند په سلا اؤ مشورې سره اخلي. همدا شان دپیپلز ګوند مشر اؤ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پخپل یو بیان کې ویلي چې عمران خان په ایین اؤ ادارو برید کړی اؤ اوس وایي چې ادارو دده پرضد دبې باورۍ دتحریک په ناکامولو کې دده مرسته ولې ونه کړه. هغه ویلي عمران خان غواړي چې دهیواد هره اداره باید دده لپاره لکه دده دګوند د ټایګرز فورس په څېر کار وکړي . دا په داسې حال کې ده چې پخواني وزیراعظم عمران خان اعلان کړی دی چې روانه میاشت به اسلام اباد کې د یو ستر ولسي لاریون لپاره پخپلو پلویانو غږ کوي اؤ دعمران خان په تیر حکومت کې دکورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید ویلي چې دا لاریون خونړی هم کیدای شي . خو د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب هم رسنیو ته ویلي چې حکومت به خپله موده پوره کوي اؤ چاته به هم د لاریون په نوم د اړي ګړي جوړولو اجازه ورنه کړي.

15.05.2022 ډیوه

شمالي وزیرستان: په پوځ چاودنه اؤ د هدفي‌ وژنې پېښو کې د دوؤ عسکرو په ګډون اته کسان وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې دپوځ په ګاډي بمي چاودنه اؤ دهدفي وژنې دوؤ بیلابیلو پېښو کې د دوؤ پوځيانو په شمول اته کسان وژل شوي اؤ شپږ تنان نور ژوبل شوي دی چې څلور پکې پوځيان هم شامل دی. پولیس سیمه کې دپوځ په ګاډي دبمي چاودنې پخلی کوي او وایي دا پیښه دشنبې یا خالي په ماښام د میرعلي تحصیل عیدک کلي سره نزدې شوې ده. د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه سره شریکو کړو معلوماتو کې ویلي د پاکستان دپوځ دګشتي پارټۍ ګاډی د معمول په ګزمه و چې چاودنه پرې شوې.  سرچینو ویلي چاودنه کې د پاکستان پوځ حوالدار زبیر او  سپاهي عزیز افسر په ټکي وژل شوي او څلور نور عسکر صوبیدار منیر، سپاهي قاسم ، لانس نائک عزیز ، اور سپاهي راشد ژوبل شوي چې پکې د دوو حالت مرګونی دی.  دمیر علي پولیسو تاڼې چارواکو وي او ای ډیوه ته وویل چاودنه د پوځ په ګاډي شوې خو تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې دا یو برید ځانمرګی ؤ‌ که په دسړک پغاړه بارودي توکي ښخ کړی شوي وؤ. دپولیسو په وینا چاودنه کې د علاقې یوه ماشومه جینۍ هم وژل شوې او ورسره نیزدې سرویس ډیک کې دوه نور کسان ژوبل شوي دي. چې میر علي سیمه کې روغتون ته وړل شوي. دپېښې سره سم په سمدستي توګه پولیس او نور امنیتي ځواکونه دې پیښې ځائ ته رسیدلې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.  تر دې مهاله چا ددې پېښې ذمه واري په غاړه نه ده اخستې. دافغانستان سره په پوله پرتې دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات پيل کړي چې پکې ديادې سيمې  وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې.  خو ولې وخت په وخت په قبایلي ضلعو کې په پاکستاني عسکرو دغه رقم بریدونه کیږي او په څنګ کې يې هدفي وژنې هم روانې دي چې ورسره د پاکستان د پوځ لخوا د عملیاتو په کامیابۍ او سېمې د ترهګرو نه د پاکولو په دعوو نيوکې راپورته کیږي. په عین حال کې د شمالي وزیرستان د پولیسو ددفتر چارواکي وایي میرانشاه  ته څیرمه د شمالي وزیرستان په ډانډي درپه خېل سیمه کې په یوه وسله وال برید کې پینځه کسان وژل شوي  دي. د پولیسو په وینا دا پیښه هم د شپې پرمهال را مینځته شوې چې پکې نامالومه کسانو په یو ګاډي ډزې کړې دي اؤ پینځه کسان یې وژلي دي. وژل شوي کسان میرانشاه سیمه کې روغتون ته وړل شوي اؤ د روغتون سرچینې وي او ای ډیوه ته ویلي وژل شوؤ کې د دریوؤ پیژنګلو دګل نایب جان، نصیر الله او درې کلن ماشوم ذوالقرنین په نومونو شوې ده.  پولیسو ویلي دا یوه هدفي پیښه وه او پلټنې یې پیل کړې.  په شمالي وزیرستان کې  د هدفي وژنې وروستۍ پیښه د اپریل په  27م شوې وه. دپي ټي ایم دشمیرو تر مخه شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا نیزدې 440 ځایي کسان په هدفی بریدونو کې وژل شوي دي. د دوی په خبره داپریل میاشت کې د هدفي وژنو په لسو بریدونو کې 12 کسان وژل شوي چې زیاتره پکې ځوانانان دي.  همدا شان تیره میاشت په شمالي وزيرستان کې په امنیتي عسکرو یو شمیر بریدونه شوي چې پکې د اپریل په  14مه نیټه شوي یو ترهګریز برید کې  اووه پاکستاني پوځیان وژلي شوي وو. د اپریل په 23 په یو بل وسله وال برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.ددې بریدنو ذمه وارۍ تحریک طالبان په غاړه اخستې وې. اسلام اباد کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو دانسټيټيوټ په نوم څېړنيزې غېر دولتي ادارې (پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز) په خپل یو تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د مارچ د میاشتې په پرتله د اپرېل په مياشت کې وسله وال بريدونه 24 سلنه/ فيصده سېوا شوي وو.  د ادارې د رپورټ ترمخه تيره مياشت زيات وسله وال بريدونه په قبایلي ضلعو او خېبرپښتونخوا کې ترسره شوي او په پنجاب صوبه کې يو بريد هم نه دی شوی.  پي ايي سي اېس اېس چې دغه رپورټ د وي او اې ډیوه سره شريک کړی ؤ، پکې ويل شوي، د اپرېل په مياشت کې په پاکستان کې په 34 وسله والو بريدونو کې د 34 امنيتي سرتيرو، 13 ملکي وګړو او اتوؤ وسله والو په ګډون 55 کسان وژل شوي وو. لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان مطبوعاتو سره په شريک کړي بيان کې دعوه کړې چې د اپرېل په مياشت کې يې 54 حملې کړي، چې 14 پکې په شمالي او 13 په جنوبي وزيرستان کې ترسره شوې وې. ټي ټي پي په پاکستان کې خپل بريدونه وروسته له هغې سېوا کړي چې د کله نه تير کال د اګست په مياشت کې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي دي، پاکستان څو ځله دعوې کړي چې د پولې د پورې غاړې افغانستان نه ترهګر د پولې دې اړخ ته بريدونه کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه دعوې په کلکه رد کړي دي. په شمالي وزیرستان کې تازه برید په داسې حال شوي چې تحریک طالبان پاکستان د مې تر 15مې حکومت سره د ډز بندې اعلان کړی دی.  او د لا قانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان سره دخبرو د پاره د پاکستان د حکومت له خوا افغانستان ته لیږل شوې د جنوبي وزیرستان دمسیدو دمشرانو دجرګې اؤ ټي ټي پي دمشرانو تر منځ لومړنۍ رسمي غونډه افغانستان کې شوې ده چې پکې تحریک طالبان پاکستان هم حکومت سره د خبرو کولو باور ورکړی دی.  بل لور طالب سرچینو د پاکستان په زاندانو کې بند 102 کسانو د خوشي کېدو پخلی کړې چې پکې د تیزندۍ په سزا محکوم د سوات دطالبانو ویاند مسلم خان او محمود خان هم شامل دي.

15.05.2022 ډیوه

د اسټرالیا د کرکټ یو پخوانی لوبغاړی د موټر په ټکر کې مړ شوی

د اسټرالیا د کرکټ ملي ادارې ویلي چې پخوانی لوبغاړی انډریو سایمنډز د ۴۶ کالونو په عمر د دې هیواد په شمال ختیځه برخه کې د موټر په ټکر کې مړ شوی.

15.05.2022 امریکا غږ

د مسیدو جرګه وایي ټي ټي پي پاکستان سره خبرو ته تیاره شوې ده

لا قانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره دخبرو د پاره د پاکستان د حکومت له خوا افغانستان ته لیږل شوې د جنوبي وزیرستان دمسیدو دمشرانو دجرګې اؤ طالبانو تر منځ لومړنۍ رسمي غونډه افغانستان کې شوې چې پکې تحریک طالبان پاکستان هم حکومت سره د خبرو کولو باور ورکړی دی.  بل لوري ته طالب سرچینو د پاکستان په زندانو کې د بندي 102 کسانو د خوشي کېدو پخلی کړی چې پکې د تیزندي په سزا محکوم د سوات طالبانو ویاند مسلم خان او محمود خان هم شامل دي.  دجرګې غړي وایي د داوړو خواؤ  نه دوئ ته د خبرو باور ورکړل شوی او تر هغې په ډز بندۍ اتفاق شوی تر څو چې د خبرو لړۍ روانه وي.  دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني حکومت له تیرو شلو کلنو راهسې د ترهګری پرضد په یوه نه ختمیدونکي شکمنه جګړه بوخت دی او په دې پوځي عملیاتو او دتندلاریتوب پیښو کې زیات د پښتون میشتو سیمو خلک ځپل شوي دي. خو د مسیدو جرګې مشران او په خپله حکومتي چارواکي وایي چې د خبرو مقصد روانې شل کلنې جګړې ته د پایې ټکی کېښودل دی.  تحریک طالبان پاکستان ډله په امریکایي ډرون برید کې د وژل شوي بیت الله مسید په مشرۍ په کال 2007 م کې په جنوبي وزیرستان کې جوړ شوې او ددسمبر دمیاشتې په 25مه نیټه 2008 کال کې وروسته له هغې پاکستاني حکومت لا قانونه ګرځولی چې دغلته یې د القاعده ، ازبک، تاجک او افغان طالبانو په لمسه په ملک کې د اسلامي نظام په ځائ کولو لپاره وسله واله مبارزه پیل کړې وه.  انتظامیه پخلی کوي چې مسیدو جرګه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو سره لیدلو وروسته بیرته واپس جنوبي وزیرستان واڼه ته ستانه شوی دي.  د جنوبي وزیرستان انتظامیه تیره ورځ تایيد کړې وه چې تحریک طالبان سره د مسید قبیلې مشرانو دیرش کسیزه جرګه دجنوبي وزیرستان انګور اډې د لارې پکتیکا ته لیږل شوې او دوی ته په حکومتي کچه د مسیدو وسله والو سره د مذاکراتو کولو باور ورکړی شوی دی. د مسیدو دیرش کسیزه قامي جرګه تیره اوونۍ په ټانک کې وروسته له هغې جوړه شوې چې تیره میاشت د جنوبي وزیرستان مکین او شوال سیمې کې بیا ځایې خلکو ته د کورونو پریښولو ویل شوي وو . دمسید قام مشرانو ویلي وؤ په دې اړوند به دوئ د دواړو خواؤ حکومت او طالبانو سره خبرې کوي. ځینې سرچینې وایي دغې جرګې ته د پاکستان دامنیتي ادارو او پوځ ملاتړ هم تر لاسه دی خو پوځ په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي . د افغانستان نه راستانه شوې د مسیدو جرګې ځینې غړو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وي او ډیوه ته وویل چې د تحریک طالبان پاکستان له مشر مفتي نورولي سره خبرې ډېرې دوستانه وې او په څو ورځو کې به د دوی له لوري مثبت ځواب راشي. هغوي وویل تحریک طالبان دوی ته د حکومت سره خبرو کولو پوره باور ورکړي  دی. هغوئ زیاته کړه دوی د میډیا سره خبرو کولو نه منعې کړل شوي او تحریک طالبان به په خپله ورځ ،دوه کې رسمي بیان جاري کړي.  د پاکستان حکومتي سرچینې تاییدوي چې دمسیدو جرګې په واڼه سیمه کې پوځي او حکومتي چارواکو سره نن دتحریک طالبان پاکستان غوښتنې شریکې کړې.او د جرګې هڅې یې ستایلې دي.  اخوا ځینې طالب سرچینو ویلي د مسیدو جرګې سره د تحریک مشر مفتي نور والي په مشرې خبرې شوي چې پکې د نورو سیمو مشران هم شامل وو.  جرګې ته ویل شوي چې که څه هم د تحریک مشر مسید دی خو دوی په غټه کچه مذلکراتو کې سنجیده دي چې په هغې کې د تحریک د ټولو سیمو نمایندګي شامله وي.  دوی وویل د دوئ ډز بندي تر 15 مې په ځائ ده او که تر دې وخت جرګې دوئ ته مؤثر ځواب ویلو بیا به دې ډز بندي کې نوره پراختیا کولی شي.  پاکستاني طالبانو روانه میاشت لومړۍ لس ورځې او بیا یې د مې 15 نیټې پینځه ورځې ډز بندي کې نوره پراختیا کړې ده.  تیره ورځ یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویلي وؤ د مسیدو جرګې لخوا دوی ته د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو کولو ویل شوي او دوی ته پوره باور ورکړل شوی دی. هغه زیاته کړې وه که خبرې نه منل کیږي د ادارې دریځ واضح دس او چاته د امن خرابولو اجازه نه ورکوي. دې نه وړاندې امنیتي سرچينې وي او اې ډيوه ته تاييد کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو پروسه پرمخ په وړلو او اعتماد جوړولو لپاره د هغوي یو سل نه زیات بندیان مرحله وار خوشي کړی شوي دي چې پکې ځینې مهم کسان هم شامل دي . دمشال راډیو په رپوټ کې د سرچينو له قوله ويل شوي چې مسلم خان او محمود خان په وروستيو کې د پوځ د حراستي بند څخه ويستل شوي او افغان طالبانو ته سپارل شوي دي.  خو د پاکستان حکومت او پوځ او بل لوري ته ټي ټي پي په دغه اړوند په خپله په رسمي ډول څه نه دي ویلي. خو طالب سرچینو وي او اي ډیوه ته پخلس وکړو چې 102 کسان خوشي کړی شوي چې په هغې کې د سوات د طالبانو ویاند مسلم خان او محمود خان هم شامل دي. دوئ 2009 م کال کۍ د سوات ذعملیاتو پرمهال نیول شوي وؤ او پوځي عدالت دوی ته د ترهګرۍ په پیښو کې په 28 دسمبر 2016 کې د تیزندي سزا اورولې وه .

15.05.2022 ډیوه

د امریکا د نیویارک په ایالت کې یو ۱۸ کلن وسله وال ۱۰ تنه وژلي

د متحده ایالاتو د نیویارک په ایالت کې چارواکي وایي یو سپین پوستي ۱۸ کلن هلک چې نظامي ډوله جامې او د مرمۍ ضد واسکټ یې پر تن و، شنبه مې ۱۴ (غوایي۲۴) په یوې مغازې کې دننه او د مغازې نه بهر په خلکو ډزې کړې، لږ تر لږه ۱۰ تنه یې وژلي دي.

15.05.2022 امریکا غږ

بایډن د اماراتو نوي رئیس شیخ محمد ته د هغه د ټاکل کیدو مبارکي وویله

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د شنبې په ورځ مې ۱۴ (غوایي ۲۴) د متحده عربي اماراتو نوي رئیس شیخ محمد بن زید آل نهیان ته د هغه هیواد د نوي رئیس په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله. شیخ محمد وروسته له هغه د اماراتو رئیس شو چې ناسکه ورور یې شیخ خلیفه بن زید آل نهیان د جمعې په ورځ مړ شو. بایډن په یوې اعلامیه کې ویلي:" زه د متحده عربي اماراتو د رئیس په توګه خپل پخواني ملګري شیخ محمد بن زید آل نهیان ته د هغه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وایم." په بیانیه کې زیاته شوې، متحده ایالات د اماراتو له نوې رئیس سره د دواړو هیوادونو او ددغو هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو پراخیدو ته سترګي په لار دي. د متحدو ایالتونو د جمهور رئیس د مرستیالې کاملا هریس دفتر د شنبې په ورځ د یوې بیانې په خپرولو سره وویل ټاکل شوېده میرمن هریس د دوشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشري متحدو عربي اماراتو ته سفر وکړي او د جمهور رئیس بایډن او د امریکا د خلکو په استازیتوب د هغه هیواد له چارواکو سره د پخواني رئیس د مړینې له امله د خواخوږۍ مرابت وړاندې کړي. هریس به په ابوظبي کې له شیخ محمد سره په ملاقات کې د دواړو هیوادونو د اړیکو په قوت او په راتلونکو میاشتو او کلونو کې د اړیکو د پراختیا لپاره په خپله لیوالتیا بحث وکړي. کارپوهان وایي چې ۶۱ کلن شیخ محمد یو مسلکي پوځي دی او له ډیره وخته راهیسې د ابوظبي په واکمنۍ کې مهم کس شمیرل کیږي. نوموړي وروسته له هغه د رهبري رول پر غاړه واخیست چې د هغه ناسکه ورور شیخ خلیفه د ۲۰۱۴ کال راهیسې د مغزي سکتې له امله د عام محضر څخه ګوښه شو. د فرانسې خبري اژانس د رپوټ پر اساس د شیخ خلیفه له مړینې وروسته ۶۱ کلن شیخ محمد بن زید آل نهیان د فدرالي شورا له لورې د رایو په اتفاق وټاکل شو او پدې توګه د تیلو ددغه بډایه هیواد واکمن شو چې پلار یې په ۱۹۷۱ کال کې د هغه بنسټ ایښی و.

14.05.2022 امریکا غږ

يورپين يونين وايي، له ايران سره په ايټمي پروګرام د خبرو بيا شروع کولو په لړ کې پرمختګ ويني

‎واشنګټن- د يورپين يونين د خارجه پاليسۍ مشر جوزف بوريل د جمعې په ورځ ويلي، هغه په دې باور دی چې د يونين د استازي او ايراني چارواکو ترمنځ په تهران کې مثبتې خبرې شوي چې هيله ده د دوه مياشتو له ځنډ نه وروسته د ايران په ايټمي پروګرام بيا خبرې پيل شي. د دې کال مارچ کې له ايران سره په کال 2015 کې په ايټمي پروګرام د شوي تړون بيا په ځای کولو خبرې ودرېدې ځکه چې ايران غوښتنه کوله امريکا دې وړومبی د ريولوشنري ګارډ کور لا پاسداران انقلاب نوم د ترهګر تنيظوونو د نوملړ نه وباسي. بوريل دا وينا وروسته له هغې وکړه چې د يورپين يونين استازی اينريک مورا د تهران نه بيرته يورپ ته ستون شو او دا پيغام يې ورکړو چې کارونه به هغسې پاتې نه شي چې څنګه وو. بوريل وويل د ايران رويه ډېره مثبته ده. جوزف بوريل په جرمني کې د جي سيون هېوادونو د خارجه چارو د وزيرانو غونډې ته وويل “دا کارونه د سترګو په رپ کې نه کيږي. بلکې وبه وايو چې خبرې ودرېدلې وې او بيا په دې هيله پيل شوې چې کومې حتمي نتيجې ته ورسو”. په مارچ کې تر ډېره حده په دې اتفاق شوی و چې د لوظنامې د بيا په ځای کولو سره به ايران په ايټمي پروګرام لګېدلي بندېزونه عملي کړي او په بدل کې به يې په ايران لګېدلي اقتصادي بندېزونه اوچت کړل شي. البته دا خبرې اترې د روس د غوښتنو او د ايران په دې ټينګار کولو چې پاسداران دې د امريکا د ترهګرو د نوملړ نه اوباسي له کبله ودرېدلې. ځينې غربي چارواکي ناهيلې دي او وايي څنګه به ايران دې ته مجبور کړل شي چې خپل ايټمي پروګرام محدود کړي چې ان تر دې غټ طاقتونه په اوکرين د روس د يرغل په سر په خپلو کې تقسيم دي. خو بوريل وايي “دا د توقع نه زيات کار شوی. خبرې بندې شوې وې خو اوس بيا پيل شې”. د يورپين يونين يو چارواکي وويل “د لوځنامې پورې د رسېدو په لار کې ډېر خنډان دي” او زياته يې کړه خو بيا هم ايران او امريکا سره خبرې کوي. د ايران وزير خارجه حسين امير عبدالاحيان ويلي د مورا سفر يو فرصت برابر کړو چې په خبرو باقي پاتې مسلې حل کړو. هغه وويل “يوه ښه او باوري لوځنامه کېدلی شي که امريکا سياسي فيصله وکړي او خپلې کړې ژمنې پوره کړي”. يو فرانسوي سفير چې نوم يې نه دی ښودل شوی ويلي باور نه کوي په نزدې راتلونکي کې امريکا داسې کوم پلان لري چې د ايران دغه مهم امنيتي ځواک د بهرني ترهګرو د نوملړ نه وباسي. روانه اونۍ مورا تهران ته په دې خاطر تلی و چې يو اخري کوښښ وکړي د کال 2015 لوځنامه بيره په ځای کړي د کومې نه چې په کال 2018 د امريکا پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ يو طرفه وتلی و. برطانيه، چين، فرانس، جرمني او روس هم د لوځنامې برخه وو. په يوه حيرانونکې پېښه کې مورا او د هغه د ډلې نور غړي د ايران نه په واپسۍ په فرينکفرټ هوايي ميدان د څو ساعتونو د پاره ايسار کړل شول چې بيا يې پخپل ټوېټر ليکلي “مونږ يې د يو بله بيل کړي وو او د دې نه انکاري وو چې راته د ايسارولو وجه وښايي. ماته ښکاري دا د ويانا کنوينشن نه سرغړونه ده”. د جرمني د داخله چارو وزارت وياند په يو بيان کې ويلي پوليس به په دې خپل بيان ورکړي خو “د دې نورې ډېرې وجې کېدلی شي چې د پرواز او د سفر د لارې سره تړلې وي. ضروري نه ده دا په کوم تن پورې اړه لري”.    

14.05.2022 ډیوه

امریکا د "اسین" سره د اړیکو د نوې پړاو هرکلی وکړ

جمهور رئیس جوبایډن د جمعې په ورځ مې ۱۳(غوایي ۲۳) په واشنګټن کې د جنوب ختیځې آسیا د ملتونو سازمان (اسین) مشرانو سره په لومړۍ غونډه کې د واشنګټن او "اسین" د لسو هیوادونو د بلاک ترمنځ د اړیکو د "نوې پړاو" د پیل خبر ورکړ. دواړو لورو له دوه ورځنیو خبرو وروسته د مشترکې تګلارې بیانیه هم صادره کړه، هغه بیانه چې د شنونکو په اند له ستراتیژیک مشارکت څخه پراخ ستراتیژیک مشارکت ته د دوی د اړیکو لیږد انځوروي. د اوکراین په مسله کې د غونډې ګډونوالو د هغه هیواد په حاکمیت، سیاسي خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار وکړ. هغه بیان چې یو سیمه ایز کارپوه وایي دا د اسین د پخوانیو بیانونو په نسبت متفاوت دی. په بیان کې پر اوکراین د روسیې برید غندل شوی ندی. بایډن هیله من دی چې د اسین هیوادونه تشویق کړي څو د اوکراین په وړاندې د روسیې د برید له امله د مسکو په وړاندې خپل موقف سخت کړي. دا لومړی ځل وو چې د اسین مشران په واشنګټن کې راغونډ شول او د ۲۰۱۶ کال څخه راپدیخوا یې د متحدو ایالتونو جمهور رئیس مشري وکړله. د بایډن حکومت هیله من دی چې دا هڅې ښکاره کړي متحده ایالت د هندو پسفیک او د چین په اوږدمهاله ننګونو تمرکز کوي. بایډن د اسین مشرانو ته وویل چې "په راتلونکو ۵۰ کلونو کې به زموږ د تاریخ تر ټولو غوره قرار داد د اسین په هیوادونو کې لیکل کیږي او له تاسې سره زموږ اړیکي د راتلونکې دي ، په راتلونکو کلونو او لسیزو کې." بایډن د امریکا- اسین اړیکي‌ (مهمې) وبللې او ویې ویل:"موږ نوی پړاو پیلوو- د امریکا او اسین په اړیکو کې یو نوی پړاو." د جمهور رئیس بایډن مرستیالې کاملا هریس وویل چې متحده ایالات به د "نسلونو" لپاره په جنوب ختیځې آسیا کې پاتې شي. هغې د سیندونو د آزادۍ په پاتې کیدو ټینګار وکړ، هغه څه چې متحده ایالات وایي د چین له خوا ننګول کیږي. د آسین په ډله کې بروني، کمبودیا، اندونیزیا، لاووس، مالیزیا، میانمار، فلیپین، سینګاپور، ټایلنډ او ویتنام غړیتوب لري. دا غونډه د بایډن په کوربه توب د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې پیل شوه او متحدو ایالتونو په یاده سیمه کې د بنسټونو، امنیت، د ویروسونو په وړاندې د چمتوالي او د پاکې انرژۍ په ګډون یو شمیر برخو سره د ۱۵۰ میلیونو ډالره ژمنه وکړه.

14.05.2022 امریکا غږ

د بلوچستان په ډیرہ بګټي ضلع کې له هیضې یا کلورا څخه د مړو شمېر شپږو ته ورسېد

 د ډيره بګټي ضلعې د صحت محکمې مشر يا ډي اېچ او محمد اعظم بګټي وايي، د کلورا یا هېضې وبا له کبله د مړو شمېر شپږ تنو ته رسېدلی. "شپږ مړه دي، دوه ماشومان دي او د نورو مړو عمرونه له شپيتو کالو زيات دي" بګټي وايي، نن د خالي یا شنبې په ورځ تر غرمې پورې يو سل څلوېښت نور اغیزمن په روغتونونو کې داخل شوي دي. دی زیاتوي، له هېضې څخه د اغېزمنو نارغانو شمېر تر 2100 زيات شوی دی او لا هم دا ناروغۍ په خپرېدو ده. خو د ډيره بګټي د پير کوه ځايي اوسېدونکي مدني فعال نورحسن رسنيو ته ويلي، چې له تيرې يوې مياشتې د هېضې  وبا له امله نولس کسان مړه شوي دي. "تر اوسه پورې د ابو د نشتوالي او د هېضې له ناروغۍ څخه د مړو شمېر نولس ته رسېدلی، زموږ ضلعي او د صحت محکمې چارواکي هغه مړي يادوي چې يوازې په روغتونونو کې يې ساه ورکړې، خو په مجموعي توګه له خرابو اوبو او هېضې وبا څخه زيات خلک مړه دي خو دوی یې ښکاره کول نه غواړي"۔  د بلوچستان د صحت محکمې سيکرټري صالح بلوڅ په خبره دوی د نولس تنو د مړه کېدو خبره کېږي خو وایي دوی به پوره پلټنې کوي چې نولس تنه که مړه هم دې نو د مرګ علت يې يوازې هېضه ناورغي ده که کوم بله وجه هم کېدای شي. " دلته مير صاحب وويل، چې نولس کسان مړه شوي، د نولس مړو به بيا موږ معلومات راټولوچې له هېضې پرته هم هغوی ته کومه ناروغي وه او که نه؟"  د بلوچستان د صحت محکمې رپورټ دی چې د ضلع ډيره بګټي له مرکز څخه پينځويشت کیلو ميتره ليري پرته سيمه پير کوه سيمه کې د اپرېل د مياشتې پر اولسمه د هېضې وبا لګېدلې او لا هم مخ پر زياتېدو ده، دې ناروغۍ د هر عمر خلک  اغېزمن کړي دي، خو ډاکټران وايي، چې سپېن ږيري او ماشومان ترې زيات اغېزمن شوي دي. د ډي ايچ او محمد اعظم په خبره په ځايي درې روغتونونو کې د ناروغانو لپاره ځای کم شوی دی او اوس يې د روغتونونو په دالانونو (تالار)کې ټېنټونه لګولي او هلته د ناروغانو درملنه کوي۔ د مدني فعال نور حسن په خبره د پير کوه په سيمه کي له تېر يو کال د باران د نه کېدو له امله په سيمه کې اوبه زياتې کمې شوې دي او خلک د کوړمونو او تالابونو خرابو اوبو څښلو ته اړ دي. د ډي ايچ او محمد اعظم بګټي په خبره د هم دې خرابو اوبو د  څښلو له وجې خلک پدې ناروغۍ اخته کېږي.  د بلوچستان د صحت محکمې سيکرټري صالح ناصر  په پير کوه سیمه کې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، په سېمه کې د ناروغي د کابو کولو لپاره تر دریو اونيو پوري وخت په کار دی.  ناصر زياتوي، چې ايمرجنسې فنډونه يې زيات کړي او د يوه ايمبولنس په ګډون د پنځوسو لکو کسانو لپاره درمل به هم په يوه ورځ کې ورورسيږي، او د يادې سيمې د اوبو تالاونه د صفايي او اغېزمنو ته د صفا اوبو ورکولو لړۍ يې پېل کړې او زیاتوي، چې " د راروانو دریو اونيو پورې به دا وبا قابو کړو".  د ډاکټر بګټي  په خبره چې ټولو خلکو ته د پاکو اوبو نه رسېدو له امله خلک لا هم د هغو خرابو اوبو څښلو ته اړ دي او له همدې کبله ناروغي مخ پر زياتېدو ده. د ډاکټرانو په وينا هيضه ناروغي د ناپاکو اوبو یا وا يرس وهلو اوبو د څښلو له امله لګېږي، پدې ناروغۍ اخته کس د نس ناستي او کانګو له امله کمزوری کېږي او د بدن اوبه یې کمېږي. ډاکټران وايي، که د دې ناروغانو پر وخت درملنه ونشي له مرګ سره مخ کېدی شي.

14.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more