ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


څيړونکي: پاکستان چې رياستي پالیسۍ نه وي سمې کړې د خړ فهرست څخه وتلو ته دې نه خوشاليږي

څیړونکي وايي، د پاکستان د پېسو د غېرقانوني انتقال او ترهګرۍ د مالي مرستو په ضد کارکوونکي ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس [اېف اې ټي اېف] د خړ فهرست نه د وتلو  تشه خبره غټه ګټه بلل کيږي، خو د پاکستان رياست ته به دا سوچ کول وي چې ولې دغه خړ فهرست ته تللی وو، هغه پاليسيانۍ به ورته بدلول وي.          

18.06.2022 ډیوه

کابل کې د سيکانو په درمسال بريد کې يو تن وژل شوی، اووه ژوبل شوي

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د سيکانو په يو درمسال وسله وال بريد شوی، په کابل کې د طالبانو د پوليسو ویاند په پېښه کې د درېو تنو د ژوبلېدو خبر ورکړی دی.

18.06.2022 ډیوه

د کابل په کارته پروان کې د 'اهل هنود پر عبادت ځای' وسله وال برید شوی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «کارته پروان» سیمه کې څو پرله پسې چاودنې تائید کړې او وایي چې تر دغه چاودنو وروسته څو تنه وسله وال په دغه سیمه کې د اهل هندو عبادت ځای ته داخل شوي دي.

18.06.2022 امریکا غږ

ځینې ښځینه ورزشکارانې: طالبان لا هم د ورزشي فعالیتونو اجازه نه راکوي

یو شمېر افغان ښځینه ورزشکارانې وايي، د لسو میاشتو په تېرېدو او د طالبانو له ژمنو سره سره لا هم دوی ته د ورزشي فعالیتونو اجازه نه ورکول کېږي. د داسې یوه هېواد لپاره د بریا هڅه چې په کې حاکم نظام ان د فوټبال دغه ښځینه لوبغاړو ته د ورزش اجازه هم نه ورکوي. خو دوی د خپل هېواد اوسېدونکو ته د ویاړونو د راوړلو په تکل کې دي. د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبغاړو پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنېدو پر مهال له دې هېواده تر وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې، د اسټرالیا د ویکتوریا ایالت د فوټبال په سیمه ییزو سیالیو کې ګډون وکړ. خو دلته په افغانستان کې د لسو میاشتو په تېرېدو لا هم مېرمنو ته د ورزش اجازه نه ده ورکول شوې. ښځینه ورزشکارانې وايي، که څه هم د طالبانو حکومت په دې اړه په وار وار ژمنې وکړې، خو په خبره یې دا ژمنې لا هم ژمنې پاتې دي. دوی وايي، د طالبانو حکومت ویل چې د مېرمنو د ورزش لپاره د یو خوندي چاپېریال د رامنځته کولو په هڅه کې دي خو زیاتوي، چې لا هم د ښځینه ورزشکارانو لپاره د طالبانو په تعریف برابر خوندي چاپېریال نه دی رامنځته شوی. د کابل په ښار کې مېشته د پارا المپیک یوه ورزشکاره چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل، چې ټولې ښځینه ورزشکارانې د خپل راتلونکې په اړه سختې اندېښمني دي. هغه وايي: "زموږ د ورزشکارانو اندېښنې بیخي زیاتې دي، چې ولې اسلامي امارت زموږ په اړه یوه سمه پرېکړه نه کوي، دوی غواړي چې افغانستان د پرمختګ پر ځای په شاه تګ وکړي، دوی خپلې کړې پرېکړې بېرته نه اخلي، واقعا موږ ډېرې خفه یو." دا وايي، د هغې لېوالتیا له مخې، چې له ورزش سره یې لري اوس په شخصي ډول دا کارکوي او، چې کله یې ترې طالبان پوښتنه ورته وايي، ناروغه ده ډاکتر ورته د ورزش کولو ویلي دي. نوموړې وايي، اوسمهال په افغانستان کې پاتې زیات شمېر ښځینه ورزشکارانې له دې هېواده د وتلو په هڅه کې دي. حفیظه بهمني، چې په افغانستان کې د موتای ورزش استاده وه او سلګونه شاګردان يې درلودل د طالبانو له راتګ وروسته يې هېواد پرېښود. نوموړې اوسمهال په استرالیا کې ژوند کوي، وايي هڅه کوي چې دغلته مېشتو افغان نجونو ته چې له ورزش سره مینه لري د روزنې یو مرکز جوړ کړي. نوموړې له طالبانو غواړي، چې باید په کور دننه ښځینه ورزشکارانو ته د فعالیت اجازه ورکړي. هغه زیاتوي: "زه له حاکم نظامه هیله کوم، دا ترې غواړم بلکې جدي یې وایم چې دوی باید پر ښځو لګولي محدودیتونه بېرته واخلي، او اجازه ورکړي چې مېرمنې ورزش وکړي، زده کړې وکړي او خپل راتلونکې په خپله وټاکي." ښځینه ورزشکارانې دغه شان له نړیوالې ټولنې غواړي، چې په دې برخه کې پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي څو د ښځو حق ورکړي پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسي، چې نږدې لس میاشتې ترې تېرېږي په کور دننه د ښځو په ورزشي فعالیتونو او له شپږمو ټولګیو پورته په زد کړو بندیزونه لګېدلي دي. دغه شان طالبانو پر ښځو حجاب جبري کړی او له محرم پرته سفر نه شي کولای. که څه هم څو میاشتې وړاندې د طالبانود حکومت د بدني روزنې او ورزش ریاست ژمنه کړې وه چې د ښځو د ورزش لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کوي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی. د طالبانو د المپیک د ملي کمېټې او بدنې روزنې ریاست د نشراتو مسوول محمد الله احساس ازادي راډیو سره په خبرو کې یو وار بیا ورته ژمنه تکراروي خو وايي ،لا هم وخت شته چې په دې اړه یو خوندي چاپېریال رامنځته او پرېکړه وشي. هغه وویل: "د افغانستان د بدني روزنې او ورزش اداره په دې کار کوي څو په کور دننه د ښځینه ورزشکارانو لپاره، خوندي چاپېریال او مناسب یونیفورم برابر کړي په دې اړه د اسلامي امارت د مشرتابه پرېکړې ته انتظار باسو." که څه هم احساس نه وايي، چې د دوی په اصطلاح ښځینه ورزشکارانو ته به کله خوندي چاپېریال رامنځته کېږي، خو له دې وړاندې د طالبانو د المپیک ملي کمېټې مسوولینو د ډېر ژر خبره کړې وه هغه چې لا تر اوسه عملي شوې نه ده. هڅه مو وکړه، چې د ښځینه کرکټ لوبغاړو د برخلیک په اړه د کرکټ بورد له ویاند فرید هوتک نظر هم ولرو خو نوموړي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې نږدې په هره برخه کې د نجونو لوبډلې موجودې وې. له فوټبال نیولې، تر کرکټه او دغه شان د تکواندو، ځغاستې، بایسکل چلونې، موی تای، جمناسټیک، پارا المپیک، جوجیستو، بدن جوړونې، ساحلي فوټبال، سنوکر او یو شمېر نورو برخو کې د مېرمنو ملي لوبډلې موجودې وې خو د طالبانو له راتګ وروسته د دوی فعالیتونه په ټپه ودرېدل، ډېری دوی له افغانستانه ووتې او یو شمېر چې په هېواد کې پاتې دي، هم د شته محدودیتونو له امله لا هم غواړي له دغه هېواده ووځي.

18.06.2022 ازادي راډیو

انګلستان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ډیرو منډو کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

د انګلستان د کرکټ ملي لوبدلې جمعه جون ۱۷ (غبرګولي۲۷) د هالنډ لوبډلې خلال د کرکټ په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ډیرو منډو کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

18.06.2022 امریکا غږ

آیا جمهور رئیس جو بایډن به د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري؟

پداسې حال کې چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن بله میاشت منځني ختیځ ته د خپل رسمي سفر په لړ کې سعودي عربستان ته ولاړ شي خو لا معلومه نده چې آیا ددې هیواد د ولیعهد محمد بن سلمان سره به مخامخ وګوري که نه.

18.06.2022 امریکا غږ

شهباز شريف، جنرل باجوه: د اېف اې ټي اېف شرطونه پوره کول غټه لاسته راوړنه ده

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه په نړیواله کچه د پېسو د غېرقانوني انتقال او ترهګرۍ د مالي مرستو په ضد کارکوونکي ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس [اېف اې ټي اېف] شرطونو پوره کولو ته غټه لاسته راوړنه ويلي دي.

18.06.2022 ډیوه

پاکستان د ترهګرۍ سره د مالي مرستو د څار ادارې د "خړ لست" څخه وتو ته نږدې شوی

یوه نړیواله اداره چې په ۲۰۱۸ کال کې یې پاکستان لدې کبله چې د پیسو د تطهیر او د تروریستي فعالیتونو د تمویل د مخنیوي لپاره یې کافي کار نه کاوه او دا هیواد یې په خړ لیست کې شامل کړی و، جمعه جون ۱۷ (غبرګولي۲۷) ویلي چې پاکستان د عمل هغه پلانونه په نړیواله کچه پرې موافقه شوې وه، په بنیادي توګه بشپړ کړي.

18.06.2022 امریکا غږ

بلوچستان: هرنايي کې د سکرو په مزدورانو وسله وال بريد کې  دوه کسان ټپيان شوي

د بلوچستان د هرنايي ضلعې په کهوسټ سممه کې د سکرو/کولې د مزدورانو پر کېمپ وسلوال برید شوی، دوه تنه پکي ټپیان او شاوخوا  پینځه لادرکه شوي دي.

18.06.2022 ډیوه

سروی: امریکایان په کال کې تر دولسو پورې کتابونه لولي

د پيو ريسرچ سېنټر نومې څېړنې ادارې د سروی ترمخه امريکايان په کال کې اوسطاً د لسو نه تر ۱۲ پورې کتابونه لولي خو د څېړنې یوې بلې ادارې ګېلېپ سروی موندلي چې په امریکا کې د کال ۲۰۱۶ نه تر د ۲۰۲۱ پورې د کتابونو د لوستونکو په شمېره کې کمی ليدل کېږي کتاب لوستلو ته د امریکایانو پام ګرځولو په غرض لیکوالان او د کتابونو چاپ کوونکي د پوهنتونونو او د مختلفو تنظیمونو په مرستي د کتابونو مېلې کوي. دغه شان یوه غونډه د کېلېفورنیا په سان فرانسسکو ښار د بي ايريا بک فيسټيول په عنوان جوړه شوي وه چې ليکوالانو پکې د خپلو لوستونکو سره ولېدل مخامخ او د هغوی د سوالونو ځوابونه یې هم ورکړل. کيتهرين سيګرسن د یوې رسالې مديره او چاپ کوونکي ده، وايي دغه شان غونډې د ليکوالو او لوستونکو لپاره مهمي وي چېرته چې يو خوا ليکوالان او کتابونه چاپ کوونکي د خپلو کتابونو او رسالو لوستونکو سره اړيکي مضبوطوي نو بلخوا ليک لوست سره علاقه لرونکي خلکو ته هم موقع په لاس ورشي چي خپل کار د چاپ کولو لپاره مرستي تر لاسه کړي. نوموړي زياتوي چي کرونا د وبا له امله تيرو دوو کالو کې د کتابونو چپايي زيان رسېدلی خو د خپلو لوستوونکو سره یې اړيکې د انټرنيټ له لاري برقرار ساتلي."خو خلکو سره مخامخ خبري کول او د هغي خوشالي محسوسولو کښې چي کوم خوند وي هغه د کمپيوټر له لاري ممکن نه وي." په ټيکنالوجۍ کي د ترقۍ وروسته ځوان نسل زياتره د انټرنيټ له لاري کتابونه يعني اي بکس لوستل خوښوي خو اوس هم ډیر خلک کتاب د کاغذ په پاڼه لوستل خوښوي. د ماشومانو لپاره د قيصو د کتاب لیکوال کرسټن ايسپينوزا وايي چي د هغه لپاره کتاب لوستلو سره سره د کتاب احساس او د کاغذ د پاڼو خوشبو ډير اهميت لري. د کتابونو دي نړيواله ميله کي د نړي د بيلا بيلو هيوادونو او د امريکي د مختلفو رياستونو څخه په سلګونو ليکوال او په زرګونو لوستونکي د دوه ورځو لپاره ګډون کوي. يوه کتاب لوستونکي ليسلي نيون چي د اوکلينډ ښار نه دي ميلي ته راغلي، وايي"زه فکر کوم داسي ميلي په ټولنه ډير مثبته اغيزه لري۔ دلته خلکو ته ګنړ شمير قيصي او د نورو خلکو د نقطه نظر اوريدو ښۀ موقع تر لاسه کيږي." په دي کتابي ميله کې هر يو تن د خپلي خوښي کتابونو په لټون کي وي۔ د کتابونو يو سټال کې د سان فرانسسکو اوسيدونکي شان براکه ځان لپاره "وينټيج پيپربيک" یعني  هغه پخواني کتابونه چي نور نه چاپ کيږي  اخستو له راغلی و. شان براکه وايي د هغه لپاره دا ميله په دي  ګټه وره ده چي دلته اکثره هغه پخواني کتابونه چي تاريخي او کلتوري اهميت لري په اسانه تر لاسه کيږي۔ هغه خپل لټون ته "د تريژر هنټ" يعني د خزاني  لټون نوم ورکوي. دا ميله د لويو تر څنګ د ماشومانو لپاره هم اهميت لري۔ دلته که يو اړخ ته د ماشومانو لپاره د کتابونو لوستلو او د کتابونو په سټالونو د مختلفو فعاليتونو ځانګړي بندوبست شوي وي بل اړخ ته يو شمير بنسټونه ماشومان ښه ليکوال جوړيدو لپاره ويړيا تربيه ورکوي. رابن فلوريز د رايټر کوچ کنيکشن په نوم يوي اداري سره کار کوي چي د مډل او د هايي سکول ماشومانو ته د مضمون او قيصې ليکلو تربيت ورکوي، وايي "مونږ د طالبعلمانو ښه ليکوال جوړيدو کې او د هغوي تنقيدي فکر رابرسيره کولو کې مرسته کوو۔ غواړو چي يو داسي با صلاحيته نسل تيار کو چي خپل فکر او نظريه خلکو ته په وضاحت سره وړاندي کولي شي." نوموړي زياتوي چې د کتابونو داسي مېلې نوري هم زياتول پکار دي چي خلکو ته په ټولنه کي د علم و ادب په ميدان کي روان پرمختګونو په اړه معلومات او پوهه ورکړي.  

18.06.2022 ډیوه

برتانیې امریکا ته د جولیان آسانژ په سپارلو موافقه وکړه

د برتانیې حکومت جمعه جون ۱۷ (غبرګولي۲۷) موافقه وکړه چې د ویکي لیکس باني جولیان آسانژ متحده ایالاتو ته وسپاري.

18.06.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

18.06.2022 امریکا غږ

د روس صدر پوتین وايي په يورپین یونین کې د اوکراین شاملېدو سره څه مشکل نه لري

د اوکراین صدر ولادمیر زېلېنسکي د يوربین کمېشن د دې فېصلې هرکلی کړی چې په یورپین یونین کې شاملېدو دپاره یې اوکراین ته د امیدوار درجه ورکړې او د روس صدر ولادېمیر پوتین په خپل هېواد د مغربي ملکونو پابندۍ "احمق" ګام بللی او ویلي یې دي چې په يورپین یونین کې د اوکراین شاملېدو سره څه مشکل نه لري. د وي او ای د رپورټ ترمخه، پوتین د جمعې په ورځ د سېنټ پیټرزبرګ انټرنېشنل اکنامک فورم غونډې ته وېنا کې په مغربي ملکونو د "سامراجي غرور" الزام پورې کړو او ویې وېل مغربي ملکونو د بندیزونو دلارې روس تباه کول غواړي. هغه وویل په اوکراین کې "خصوصي پوځي" عملیات به دوام لري او د روس به د مغربي ملکونو د "دښمنۍ " په ضد د خپله خپلواکي مضبوطوي. په اوکراین د یرغل په اړه صدر پوتین وویل د ګواښونو او خطراتو په نتاظر کې که څه هم د "خصوصي پوځي عملیاتو" فېصله مشکل مګر دا ضروري وه. صدر پوتين وویل امریکا د "تاریخ تګ" بدلول غواړی. هغه په مغربي ملکونو الزام پورې کړو چې د روس په ضد جذبات راپارول او د پوځ دلارې د اوکراین خاوره نیول غواړي. په داسې مهال چې صدر پوتین د اوکراین په اړه خبرې کولې روسي ځواکونو د اوکراین مشرقي دونباس سیمه کې جګړه دوامداره ساتلې وه. اوکرایني مامورینو وویل روسي ځواکونو د جمعې په ورځ هم په سلوینسک او سوېیرودونېڅک ښارونو حملې جارې ساتلې وې. روس او اتحادیان یې وايي د دونېڅک نیمه برخه او د لوهانسک ټوله علاقه یې نیولې ده. دونباس په دونېڅک او لوهانسک سیمو مشتمل دی. د سوېیردونېڅک ښار او شا او خوا کلي په لوهانسک کې او لا د اوکراین په قبضه کې دي. بلخوا د یورپين یونین مشرې اورسولا وان ډر لېن د جمعې په ورځ وویل چې په یورپين یونین کې شاملېدو دپاره د اوکراین امیدوار وګڼل شي. د دې نه وړاندې صدر زېلېنسکي د جمعې په ورځ د ټویټر دلارې د یورپين د فېصلې هرکلی وکړو. هغه وویل په یورپين یونین کې د اوکراین د شاملېدو په لړ کې دا لومړی ګام دی او "یقیناً مونږ به فتحې ته نزدې کړي." پوتین وویل د 27 ملکونو اتحاد یورپين یونین کې د اوکراین د شمولیت مخالفت نه کوي ځکه چې د نېټو برعکس دا پوځي ایتلاف نه دی. بلخوا، فرانس ورستی يورپي ملک دی چې په مکمله توګه د روس د قدرتي ګېس رسد ورته قطع شو. مسکو اټلي او سلوېکیا ته هم رسد کم کړی. جرمني او اسټریا هم ځپل شوي. يورپ د قدرتي ګېس 40 فیصد برخه د روس اخلي. هغه درې امریکایان چې په رضاکارانه ډول د روس په ضد جنګ دپاره اوکراین ته تللی وو بې درکه شوي دي او د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ وویل د بې درکه امریکایانو په اړه څه معلومات نه لري چې چېرته دي. صدر بایډن وویل امریکایان باید اوکراین ته نشي لاړ. یادونه: د وي او ای د دې رپورټ دپاره څه معلومات د ای پي، ای اېف پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي  

18.06.2022 ډیوه

اسلام اباد هايي کورټ د بې درکه کسانو په اړه د عدالتي احکاماتو په نه عملي کېدو ناخوښي څرګنده کړې

اسلام اباد هایکوټ د بې درکه تنانو د لټون په اړه په عدالتي احکامات د عمل نه کېدو په اړه ناخوشي څرګنده کړې ده او د عدالت مشر جج اطهر من الله ویلي وزير اعظم او رياستي ادارو د عدالتي حکم د نه منلو ذمه وار دي او که چېرې دوی بې وسه دي نو ښکاره دې کړي چې بیا عدالت د چا په ضد اقدامات وکړي. د بى درکه خبريال مدثر نارو مقدمه د اورېدلو په وخت جسټس اطهر من الله وويل حکومت د عدالت په احکاماتو عمل کوولو کې ناکامه شوى دى. د حکومتي وکیل دريځ و چې د بې درکه تنانو په اړه حکومت د مرکزي وزيرانو کمېټي جوړه کړې خو جسټس اطهرمن الله تکرار کړه چې عدالت د مدثر نارو او د نورو بې درکه تنانو عدالت ته د حاضرولو حکم جاري کړى و او په عمل پې ولى نه دى شوى؟ جسټس اطهر من الله پوښتنه وکړه چې د وزيرانو کمېټۍ تر اوسه څو مره ناستې کړې دي؟ خبريال مدثر نارو چې د کال ٢٠١٨ راهڅسى ورک دى او عام تاثر دى چې د پاکستان د پوځي ايسټيبليشمنټ په تګلارو د نيوکو په سر هغه په جبري ډول اوچت کړى شوى دى. حکومتي وکیل هايکوټ ته وویل حکومتي کميټي به د مدثر نارو د لټون په اړه استخباراتي ادارو سره تماس ونيسي او رپورټ به د مقدمې په قضي اورونه کې عدالت ته وړاندې کړي. د اورېدنې په وخت جسټس اطهر من الله د بې درکه تنانو په مقدمه کې د عدالت معاون ټاکل شوي د بشري حقونو فعالې او د ډيفينس آف هيومن رايټس نومى تنظيم مشرې آمنه مسعود په سپارښتنو د عمل په نه کېدو تشویش څرګند کړو او د کورنيو چارو وزارت چارواکو نه یې په دې اړه سپيناوى وغوښتلو. آمنه مسعود پاکستان کې د خلکو جبري اوچتولو پيښو د مخنيوي لپاره دا واقعات د سزا وړ جرم ګرځولو ، په دې اړه حقيقت او پخلاينه کميشن د جوړښت د متاثره کورنيو سره مالي مرستو او د بې درکه تنانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کميشن د ختمولو سپارښتنى کړى دي. وي اواى ډيوه سره خبرو کې آمنه مسعود وويل هغې جسټس اطهر من الله ته دا مشوره هم ورکړه چې عدالتي احکامات عملي کولو په ترڅ کې دى وزير اعظم شهباز شريف او د دفاع وزير عدالت ته راوبلي. د خواست کوونکو وکيل دا تور هم لګولى چې د پوځي عدالتونو په اړه قانون معياد پاى ته د رسېدو باوجود يو شمېر بې درکه تنانو ته د جیلونو کې سزا ورکړى شوى او بيا د دوي کورني خبر کړى شوى دي. د بشري حقونو تنظيمونه او عدالتونه د خلکو جبري اوچتولو پيښو په سر پوځي استخباراتي ادارو پله ګوتى اوچتوي خو د پاکستان پوځ دا تورونه ردوي. د بې درکه خلکو د لټون لپاره جوړ حکومتي کميشن د ٦،٤٥٨ تنانو د لټون خو اوس هم ٢،٢٣٨ د بې درکه کيدو پخلى کوي کميشن دا هم نه ښايي خوشى کړى شوى تنان د چا په ولقه کې وو او د دوي په ضد څه اقدامات شوي دي.  

18.06.2022 ډیوه

اېف ای ټي اېف پاکستان په خړ فهرست کې برقرار ساتلی خو وايي ترهګرو د پېسو په مخنیوي کې یې پرمختګ کړی

په نړیواله کچه پېسو د غیرقانوني انتقال په ضد کارکوونکي ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس، اېف ای ټي اېف، د پاکستان نوم په خړ فهرست کې برقرار ساتلی خو ویلي يې دي چې ترهګرو د مالي سرچینو او غیرقانوني پېسو ته قانوني رنګ د ورکېدو په مخنیوي کې اسلام اباد پرمختګ کړی دی. د وي او ای رپورټ وايي د جمعې په ورځ د جرمني په سرښار برلن کې د اېف ای ټي اېف د اعلان په ترڅ کې پاکستان د ادارې د خړفهرست نه وتلو ته نژدې شوی دی. د رویټرز خبري ادارې ترمخه د اېف ای ټي اېف صدر مارکس پلېیر وویل د پاکستان نوم به هغه وخت د خړ فهرست نه لېرې کولی شي چې اېف ای ټي اېف د هغو اصلاحاتو تصدیق وکړي چې پاکستان د ادارې په سفارشاتو کړي دي. پلېیر وویل په موقع د معاینې مقصد دا خبره یقیني کول دي چې د پاکستان اصلاحات مستقل دي او دوامداره دي. د وی او ای د رپورټ ترمخه د غیر قانوني پېسو د انتقال او ترهګرو د مالي سرچینو په ضد د کمزوري انتظام په سبب اېف ای ټی اېف په کال 2018 کې د پاکستان نوم په خپل خړفهرست کې شامل کړی و. په خرفهرست کې د شاملو ملکونو دپاره دا په اقتصادي توګه د تاوان خبره وي او غیرملکي سرمایه کاران ورته مخه نه کوي. د اېف ای ټي اېف په تور فهرست کې هغه ملکونه وي د ادارې سره مرسته نه کوي او د ترهګرو د مالي وسایلو او د پېسو د غیرقانوني لېن دېن ملاتړي ګڼل کېږي. په تور فهرست کې ملکونه په نړیواله کچه د اقتصادي پابندیو سره او د نورو ملکونو مالیاتو ادارو سره په لېن دېن کې د قدغنونو سره مخامخ کېږي. د اېف ای ټي اېف په تور فهرست کې دا وخت ایران او شمالي کوریان یوازني ملکونه دي. په برلن کې د اېف ای ټي اېف د غونډې وروسته مارکس پلېیر وویل ادارې د اسلام اباد پرمختګ ته کتنه وکړه او اداره دې نتیجې ته ورسېدله چې پاکستان په 34 نقطو په پراخه کچه پرمختګ کړی دی. پلېیر وویل اېف ای ټي اېف دا سپارښتنه کوي چې د پاکستان د پرمختګ دې "ان سایټ" یا په موقع کتنه وکړی شي. هغه وویل چې پاکستان په دغه کتنه کې کامیاب شي نو نوم به یې د خړ فهرست نه لېرې کړی شي. پلېیر ونه وېل چې د اېف ای ټي اېف چارواکي به کله د معاینې دپاره کله پاکستان دوره کوي خو د برلن په شان د ادارې بله غونډه د اکتوبر په میاشت کې کېدوونکي ده. هغه وویل د پاکستان په اړه د معلوماتو په بنیاد فېصله کوولو کې به دغه غونډه مرسته وکړي. د اېف ای ټي اېف صدر وویل پاکستان دا خبره څرګنده کړې ده چې د ترهګرو د مالي سرچنیو تعقب او تحقیقات کوي او د هغو تنظیمونو د مشرانو خلاف قانونی اقدامات کوي چې ملګرو ملتونو ترهګر بللي دي. پلېیر د پاکستان د اصلاحاتو ستاینه وکړه چې د هېواد د "ثبات او امنیت" دپاره به ښه وي. هغه وویل د دغو اصلاحاتو د لارې به پاکستاني چارواکي کولی شي چې په موثره ډول د مني لانډرنګ یا د غیرقانوني پېسو او د ترهګرو د مالي وسایلو مخه ونیسي. رویټرز په خپل رپورټ کې وویل د دې باوجود چې پاکستان لا د خړ فهرست نه وتلی نه دی، پاکستاني مامورینو د اېف ای ټي اېف د اعلان هرکلی وکړو. د رویټرز ترمخه، د پاکستان نایب خارجه وزیرې حنا رباني کهر چې په برلن کې د اېف اي ټي اېف په غونډه کې شریکه وه، وویل د اېف ای ټي اېف د اعلان سره د ادارې د خړ فهرست نه د پاکستان د وتلو عمل شروع شو. د پاکستان خارجه وزارت په خپل بیان کې وویل د اېف ای ټي اېف سفارشات د عملي کولو او د مني لانډرنګ او د ترهګرو د مالي وسایلو د مخنیوي په لړ کې پاکستان ډیر کار کړی دی. د وي او ای د رپورټ ترمخه د جمعې په ورځ د اېف ای ټي اېف د اعلان په اړه د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان وویل دا د هغه حکومت وو چې د اېف ای ټي اېف د خړ فهرست نه د پاکستان د وتلو دپاره یې لاره هواره کړې وه. عمران خان په ټوېټر یو پېغام کې وویل پاکستان نه یوازې دا چې د تور فهرست نه بچ شوي بلکې د اېف ای ټي اېف د 34 ټکو په سفارشاتو کې یې 32 عملي کړي و او حکومت یې په باقي پاتې دوو نقاطو د اپرېل په میاشت کې رپورټ وړاندې کړی و چې په بنیاد یې اېف اي ټي اېف وویل د پاکستان تګلاره مکمله شوه. د بي اېم ای کېپېټل سېکیورټيز مالياتي کمپنۍ سعد هاشمي رویټرز خبري ادارې ته وویل خړ فهرست نه د وتلو په نتیجه کې په پاکستان کې د غیرملکي سرمایه کارۍ لاره خلاصه شي. یادونه: د دې خبر څه معلومات فرېنکفرټ نه رویټرز خبري ادارې د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي  

17.06.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more