ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


څېړونکي: افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته سیمه کې داعش اؤ ټي ټي پي ډلې پیاوړې شوې دي

څيړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته په دې سيمه کې دداعش او تحريک طالبان پاکستان په څېر تنظيمونه پياوړي شوي دي، د دوي په بريدونو کې زياتوالی راغلی او دا په راتلونکي کې په افغانستان او پاکستان کي د خراب امنيت سوب ګرځېدای شي۔ څيړونکي وايي د افغان طالبانو واک کې له راتلو روسته په افغانستان کې جېلونو نه ګڼ شمېر د تحريک طالبان پاکستان او داعش غړي خوشې کړی شوي وؤ او د هغې وروسته د دواړو ډلو لخوا په بريدونو کې زياتوالی ليدل کيږي. دتحريک طالبان پاکستان او حکومت ترمېنځه مذاکرات راوان دی خود غېر دولتي تنظيم پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ سټډيز رپورټ ترمخه  د تېرې مئ په مياشت کې په پاکستان کې  29 بريدونه شوي چې 20 تنان پکې وژل شوي او يو 39کسان پکې ټپيان شوي وو. تحريک طالبان پاکستان د کوم بريد ذمه واري نه وه اخستې ځکه چې د حکومت سره يې اور بند اعلان کړی دی . د وي او ای ډيوه لخوا د راټولو کړل شوؤ شمېرو تر مخه د مئ په مياشت کې په پاکستان کې داعش ډلې د اتوؤ  او جون کې يې د څلورو بريدونو ذمه واري اخستې وه۔ دغسې په افغانستان کې داعش ډلې د مئ په مياشت کې 21، جون کې د 20 او روانه مياشت کې د دوو بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده. خبريال او څيړونکی رفعت الله اورکزئ وايی "د  ۱۵ اګست نه چې کله طالبان راغلل د داعش په حملو کې ډير زیاتوالی راغلی، د کابل په هوایي ډګر، د سني او شيعه مسلک لرونکو په جماعتونو بريدونه وشول، نو دا ډيره عجيبه خبره ده چې د طالبانو راتلو سره د داعش په طاقت کې ډېره اضافه وشوه" څيړونکي وايي افغانستان کي افغان طالبان لا هم د پاکستاني طالبانو په ضد عملياتو ته اماده نه ښکاري، کوم چې د پاکستان حکومت د پاره مشکلات زياتولی شي، د څېړونکو په وینا افغان طالبان د کور دننه د سياسي مخالفینو او دداعش په څېر د ډلو د بريدونو سره هم مخ دي، نو کمزوري واک لرونکي طالبان به ونه کړی شي چې د ټولو ډلو په خلاف ګامونه پورته کړي او دا به د ګاونډيو هېوادونو او د نړيوال امن د پاره ګواښ جوړيږي۔  دمردان دعبدالولي خان پوهنتون دنړیوالو اړیکو د زده کړو دڅانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وایي په پاکستان کې تحریک طالبان پاکستان اؤ‌ داعش اؤ په افغانستان کې داعش خراسان په راتلونکي کې امنیت لپاره ستر ګواښ دی. دهغه په وینا"دلته د پاکستاني طالبانو په طاقت کې زياتوالی راغلی او داعش هم دبريدونو ذمه واري اخلي، او افغانستان کې داسې ښکاري چې دطالبانو نه وروسته يو بل خطرناک ګروپ په افغانستان کې جوړيږي، په افغانستان کې ډيره خطره جوړيږي، دغسې هند کې هم داعش د بريدونو ذمه واري اخلي، نو ګاونډي ملکونو او د نړۍ هېوادونو له، د دې خطر په اړه ډېر سوچ پکار دی" څيړونکي وايي تر څو چي د پاکستان حکومت او ټي ټي پي تر مېنځه اور بند روان وي د مزاکراتو کاميابيدو تمه لرل کېدای شي خو دا به ډير وخت وغواړي ځکه چې د دواړو خواو نه وخت په وخت په يو بل مذاکراتو کې دغېر سنجيدګۍ نيوکې هم کيږي، دغسې افغان طالبان هم وايي داعش کوم لويې خطر نه ګڼې او ځاي په ځاي د دوي پر ضد عمليات ترسره کيږي۔

05.07.2022 ډیوه

عمران خان: د پاکستان مستقبل روسیې سره تړلی دی

د پاکستان پخواني وزیر اعظم عمران خان يو ځل بيا روس ته د خپل سفر دفاع کړې او په اوکراین یې د روس دحملې له غندنې ډډه کړې ده. د جرمني نشرياتي ادارې ډوېچې وېلی سره خپله وروستۍ مرکه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ویلي دپاکستان مستقبل د روسیې سره تړلې دی خو وايي امريکا هم يو لويې طاقت دی او باید چې پاکستان ورسره ښې اړيکې ولري. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وویل چې په اوکراین د روس برید د هغه ماسکو ته د رسېدو وروسته شوی ؤ او دا چې هغه ته ددغه حملې اندازه نه وه. وايي که چيرې ده ته مالومه وه چې روسیه په اوکراین حمله کوي نو ده به دا دوره نه کوله. عمران خان په دغه مرکه کې يو ځل بيا د روس د سفر په مهال په ماسکو کې دخپل هغه ملاقات دفاع کړې چې کوم مهال روسي ځواکونو او ټېنکونه  په اوکراین د بريد لپاره ورننوتل. عمران خان ویلي هغه دا دوره نه شوه ځنډولی ځکه چې پاکستان ته د روس نه د تيلو او غنمو درامد کولو اړتیا وه. عمران خان دا هم ویلي چې د پاکستان مستقبل د روسیې سره تړلې دی. خو اقتصاد پوهان وايي که څه هم روس د پاکستان په نزدو ګاونډیو هېوادونو کې يو دی خو روس داسې نړیوال طاقت نه دی څنګه چې امریکا ده او نه روس د تجارت او سرمایه ګذارۍ په څانګو کې د امریکا او يورپي هېوادونو ځاې نيولی شي. د اسلام اباد په اسلامک انټرنېشنل يونيورسټۍ کې د اقتصاد دڅانګې استاد ډاکټر معراج الحق ډيوه ته وايي که په تاریخي توګه وکتل شي نو پاکستان د روس سره هغه شان تجارتي او اقتصادي اړېکې نه لري څنګه چې د غربي نړۍ سره لرى. وايي امریکا او يورپ د پاکستان د برامداتو لپاره يو تاريخي مارکیټ دی، وايي يورپي اتحاد او امریکا  د سر په هغو لسو هېوادونو کې دی چرته چې پاکستان تر ټولو زیات خپل مصنوعات برامد کوي. ډاکټر معراجِ بيا وايي پاکستان تر ټولو زیات مصنوعات ددغو هېوادونو څخه درامد کوي. دی زياتوي په بهرنيو هېوادونو کې میشت پاکستاني وګړي چې کومې پېسې پاکستان ته رالېږي نو په هغې کې هم د هغه پاکستاني وګړو برخه زياته ده څوک چې په امریکا او يورپ کې اوسېږي. دی وايي بلخوا د بهرني امداد په څانګه کې هم د پاکستان دننه د امریکا غټه برخه ده. وايي که په اوس وخت کې پاکستان وغواړي هم  چې د امريکا پرځائ روس سره خپل راتلونکی وتړى نو دا به ډېره ګرانه وي ځكه چې امریکا د روس په نسبت د پاکستان اقتصاد او تجارت لپاره زيات ګټور دی. شمېرې ښيي چې دا وخت د پاکستان او روس ترمنځ د دوه اړخیزه تجارت حجم 697 ميلېنه ډالره دی او پاکستان کې د روس قونصل جنرل په دې وروستیو کې ویلي وو چې دا حجم تېر کال 12 فيصدي نور هم کم شوی خو بلخوا په امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود احمد خان وېلی چې په تېرو يوولسو مياشتو کې کال په کال د پاکستاني مصنوعاتو په برامداتو کې  22 سلنه اضافه شوې ده او ددې حجم تېر کال 5 بيلېنه ډالرو ته سېوا شوی. اخوا د سياسي او نړیوالو اړیکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي د عمران خان د روس په اړه دا وروستی بيان د نوموړي د هغه سياسي مفکورې لړۍ ده کومه چې هغه د واک نه لرې کول د امریکا د سازش سره تړي. خورشید وايي د عمران خان دا بېان سياسي دی او له دې لارې دې پوځ او هغه سياسي خلک پرشا تمبول غواړي څوک چې د هېواد په سياست کې د وراني او وداني لاس لري. هغه واي دده د بېانونو روس ته ګټه دا ده چې پاکستان ګنګس شي نو د مغرب او امریکا څخه به لږ پشا شي او عمران خان ته ېې دا فاېده چې هغه قوتونه کوم چې دده خلاف کارېږي نو هغوي به په فشار کې راشي او پر شا به شي.

05.07.2022 ډیوه

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستۍ زلزلې په شاوخوا ۲۰زره ښځو ناوړه اغېز کړی

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله نژدې ۲۰زره ښځې هم چې له ډلې یې ۲زره امیندواره دي اغېزمنې شوي دي.

05.07.2022 امریکا غږ

طالبان: ایران هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور باسي

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو بهیر کې یاتوالی راغلی دی او په تیرو پنځو ورځو کې زرګونه کډوال له دغه هیواد څخه په زوره ایستل شوي دي.

05.07.2022 امریکا غږ

طالبان: افغانستان کې ځینې کړۍ د نفتي مواد د بیو په لوړېدو کې لاس لري

په افغانستان کې په بېساري توګه د نفتي موادو د بیو لوړېدو سره طالبان وايي، یو شمېر کړۍ په دغه هیواد کې د نفتي موادو د بیو لوړېدو کې لاس لري.

05.07.2022 امریکا غږ

شپني په ترکیه کې دافغانانو لپاره دکار یو ښه فرصت دی

که چیرې تاسو شپني کړي وي یا دغه کارته لیواله یاست شاید ترکیه کې درته کار پیدا سي. ګڼ شمیر افغانان هلته ځکه شپني کوي چې خپله ترکان دغه کار سره دومره علاقه نلري . په دغه رپوټ کې په ترکیه کې یوشمیر افغان شپنو سره خبرې سوي دي .

05.07.2022 ازادي راډیو

خېبرپښتونخوا: په 24 ساعتونو کې په پوځ او پوليسو درېم بريد شوی، دوه نور پولیس وژل شوي

د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې ډیره اسماعیل خان کې د ډیوټۍ پرمهال د ټرېفک پولیس دوه اهلکار د نامالومه کسانو په ډزو کې وژل شوي دي. دا په تیرو 24 ساعتو کې درېم برید دی چې د خېبرپښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې ترسره شوی دی.

05.07.2022 ډیوه

جنرل باجوه: پوځ او ايي اېس ايي دې ځان د سياست څخه لرې وساتي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه پوځ او استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي]  ته په تازه لارښوونه کې ويلي چې د پوځ لوړ پوړي او په مهمو څوکو ناست افسران دې ځان د سياست نه لرې وساتي او د سياستوالو سره د اړيکو دې ډډه وکړي.

05.07.2022 ډیوه

پاکستان: د ايي اېم اېف سره د قرض د معاهدې ماتېدو خبرونه ناسم دي

د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ويلي، د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د قرض د تړون ماتېدو خبرونه ناسم دي، او د ايي اېم اېف سره د قرض/ پور ترلاسه کولو پروګرام په خپل ځای دی. پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ [څلورمه جولايۍ] د ګلوبل وېلج سپېس په نوم وېب پاڼه خبر خپور شوی وو چې مالياتي نړيوالې ادارې د پاکستان نه غوښتنه کړې چې د احتساب قامي ادارې [نېب] قانون ته بيا کتنه وکړي، خو بل لور ته پاکستان نورو مالياتي اړونده قوانينو عملي کولو ته تيار دی. مفتاح اسماعيل په ټويټر ويلي، "داسې خبرونه مې ليدلي چې د غبن پرضد قانون په تړاو ايي اېم اېف د پاکستان د پور پروګرام ځندولی يا وروسته کړی دی، دا هیڅ حقیقت نه لري د ايي اېم اېف سره پروګرام په خپل ځای دی". د تېرې میاشتې جون په 28نېټه د خزانې وزیر ويلي وو، د ايي اېم اېف څخه ورته د پور ترلاسه کېدو په اړه د اوومې او اتمې جايزې دپاره د پاليسيانو يادداشت ترلاسه شوی دی. د پاکستان اقتصاد د سخت فشار سره مخ دی، پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې بې قدره شوې او د ونډو بازار په وروستيو کې راغورځېدلی وو. اقتصاد پوهان وايي، د ايي اېم اېف څخه د قرض نه ترلاسه کېدو له امله روپۍ د فشار سره مخ ده او پانګه وال زړه نه ښه کوي چې پانګونې وکړي. د اقتصاد پوهانو په خبره پاکستان د ايي اېم اېف په غوښتنه ځينې اضافي او سخت ټېکسونه هم لګولي چې د هغې له امله هم اقتصادي ستونزې جوړې شوي دي. پاکستان په وروستيو کې د مې د مياشتې د 27 نېټې څخه د روانې میاشتې جولايۍ د لومړۍ نېټې پورې په 33 ورځو کې پټرول څلور ځله ګران کړي او په يو ليټر پټرولو کې نزدې 100 روپۍ اضافه شوې ده. د مې په مياشت کې د 30 روپو تيلو ګرانولو په وخت د خزانې وزير ويلي وو، ملک د مالي تاوان سره مخ دی، او دغه ګام اخستل د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) څخه د پور/ قرض اخستو دپاره اخستل شوی دی. د مې په میاشت کې ايي اېم اېف په پاکستان ټينګار کړی وو چې د ادارې سره د پور اخستو د پروګرام د بحالۍ دپاره به په تيلواو بجلۍ ورکوونکي مراعات ختموي. مفتاح اسماعيل هغه وخت ويلي وو، حکومت په پټرولو او ډيزلو د 120 ارب روپو سبسډي/ مراعات ورکوي، او تور يې لګولی وو، چې د تحریک انصاف د تېر حکومت له امله ډالر په بره خيژي او د روپۍ قدر کميږي. اقتصاد پوهان وايي د ايي اېف لخوا پاکستان ته په وړاندې کړی شوي وو شرطونو کې ځینې اوس هم نه دي پوره کړی شوي خو ويل کيږي د پور ترلاسه کېدو دپاره اړين شرطونه پوره کړی شوي او عملي شوي چې پکې په تيلو او بجلۍ سبسډي يا مراعات ختمول او نوي ټېکسونه لګول شامل دي. خو څيړونکي وايي دا لنډ مهاله پاليسیانې دي پاکستان ته به د خپل اقتصاد په خپلو پښو ودرولو دپاره ګامونه پورته کول وي. پاکستان کې د تيلو د ګرانۍ او د ډالر په مقابله کې د روپۍ د قدر کمېدو سره عامه ګراني سېوا شوې او حکومت مني چې ګراني سېوا شوي خو حکومت ورسره دعوه هم کوي چې په راتلونکو څو مياشتو کې به حالات ښه شي.

05.07.2022 ډیوه

د غوښتنو نه منلو په صورت کې د ګوادر د بندولو دهړکه ورکړل شوې

د  پاکستان د بلوچستان صوبې د ساحلي ښار ګوادر د حقوقو د غوښتنې غورځنګ مشر مولانا هدایت الرحمن بلوڅ ګواښ کړی، که چېرې  صوبايي حکومت له خوا یې غوښتنې ونه منل شي، نو د جولايۍ له 21مې به د ګوادر بندر وتړي. مولاناهدایت الرحمن  د جماعت اسلامي صوبايي جنرل سيکرټري هم دی.

05.07.2022 ډیوه

امریکا وایي ښایي د الجزیرې خبریاله اسرائیلو وژلې وي خو دا کار یې په قصدي توګه ندی کړی

د امریکا متحده ایالات دوشنبه جولای ۴ (چنګاښ ۱۳) دې نتیجې ته رسیدلي چې د الجزیرې خبریاله شرین ابو عاقله ښایي د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوې وي او د محاسبې غوښتنه یې کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې داسې هیڅ دلیل نشته اسرائیلي ځواکونو به دا کار په قصدي توګه کړی وي.

05.07.2022 امریکا غږ

سږ کال نږدې ۱ ملیون کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړل شوې

د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا چې د کرونا وبا د لومړي ځل لپاره په ټولې نړۍ کې خپره شوه او د نورې نړۍ په شان سعودي عربستان هم د خلکو په تګ راتګ بندیزونه او محدودیتونه وضع کړل، د لومړي ځل لپاره د نورو هیوادونو څخه خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې سعودي عربستان ته د حج د فریضي د ادا کولو لپاره ورشي.

05.07.2022 امریکا غږ

پوتین د لوهانسک په ولایت کې د بري اعلان وکړ

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین دوشنبه جولای ۴ (چنګاښ۱۳) د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک په ولایت کې وروسته تر هغه د بري اعلان وکړ چې اوکرایني ځواکونو د لیسیچانسک ښار چې د هغوي وروستی قوي مرکز و ، پریښود.

05.07.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

05.07.2022 امریکا غږ

امریکا کې د استقلال په رسم ګذشت کې ډزې شوي؛ شپږ تنه وژل شوي

د امریکا دمتحدو ایالتونو د شیکاګو په ښار کې پولیس وايي چې د استقلال د ورځې د نمانځې په رسم او ګذشت کې ډزې شوي او لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.

04.07.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more