شاته

امریکا کې د استقلال په رسم ګذشت کې ډزې شوي؛ شپږ تنه وژل شوي

د امریکا دمتحدو ایالتونو د شیکاګو په ښار کې پولیس وايي چې د استقلال د ورځې د نمانځنې په رسم او ګذشت کې ډزې شوي او لږ تر لږه شپږ تنه پکې وژل شوي دي.

چارواکي وايي په برید کې ۲۴ تنه نور ژوبل شوي دي او روغتون ته انتقال شوي.

پېښه د دوشنبې په ورځ جولاۍ څلورمه (چنګاښ ۱۳) په ځایي وخت د سهار په لسو بجو د هالینډ په پارک کې رامنځته شوې ده. پولیس وايي چې لا هم د بریدګر لټون روان دی.

د شیکاګو سن-ټایمز ورځپاڼه وايي چې دغه برید د رسم او ګذشت مراسم هم ګډوډ کړي دي. د دغه اژانس یو خبریال په سیمه کې درې مړي هم لیدلي دي چې پراته وو.

له برید وروسته ډېر خلک له سیمې تېښتې ته اړ شوي او ځینو نورو یې بیا ځانونه پټ کړي و.

په ټولنیزو رسنیو کې په وینو د یوې لړلې څوکۍ تصویرونه هم خپاره شوي دي چې د دغه برید حالت انځوروي.

د ګینا ترویاني په نوم یوه مېرمن، چې خپل زامن یې رسم ګذشت ته راوستي وو، وايي چې لومړی یې لوړ غږ واورېده او بیا یې خلک ولیدل چې اخوا دیخوا تښتي او چیغې وهي چې ډزې دي.

د جولاۍ څلورمه په امریکا کې د استقلال ورځ په توګه نمانځل کېږي او په ټول هیواد کې رسمي رخصتي وي.