ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

01.09.2022 امریکا غږ

په روس کې د تېلو یو لوی چارواکی روېل مګنوف د روغتون له کړکۍ غورځېدلی او مړ شوی

واشنګټن - رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې د لوک ایل په نامه د تېلو د یوې روسۍ کمپنۍ چېرمن ۶۷ کلن روېل مګنوف د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ماسکو کې د روغتون له کړکۍ نه په غورځېدو مړ شوی دی. دا د روسي سوداګرو په مرموزه توګه د مړه کېدو ‌په کتار کې تر ټولو نوې پېښه ده. تر دې مخکې ځینې نورې ورته مړینې په دې توګه وې. لوینېډ شلمن: ۶۰ کلن شلمن د ګازپروم په ټرانسپورټي برخه کې مشر وو او د ګازپروم لپاره یې د پانګونې پروژې برابرولې. د هغه مړی د جنورۍ په ۳۰ نېټه د سېنټ پیټرز برګ په شمال کې د یوې کوډلې په تشناب کې موندل شوی وو. یوې سرچینې د روس ای آی اې خبري رسنۍ ته ویلي، چې د هغه مرګ ځان وژنه ښکاري. یوې سیمیزې خبري رسنۍ خبر ورکړی وو چې شلمان د خپلې پښې د ټپ له امله د ناروغۍ په رخصتۍ تللی وو. الېکزانډر تایولاکوف: ۶۱ کلن د ګزپروم د شرک اجرایه مشر وو او مړی یې د فیبروۍ په ۲۵ نېټه د هغه د کور په ګراج کې چې په سېنټ پیټرزبرګ کې وو وموندل شو. د همدې ورځې په سهار روس په اوکراین یرغل کړی وو.‌ نه ګازپروم او نه هم د سیمې د پلټنو کمېټې د هغه د مړینې په اړه کوم بیان خپور کړ او په نوایا ګزیتا ورځپاڼه کې دې ته هم د ځان وژنې نوم ورکړل شوی. میخایل واټفورډ: ۶۶ کلن واټفورډ په اوکراین کې زېږېدلی یو سوداګر وو چې د فیبروۍ په ۲۸ نېټه په انګلستان کې مړ وموندل شو. پولیس ویلي وو چې د هغه مرګ ته د شک په سترګه نه ګوری خو پلټنې کوي. ویلادیسلېو اوایف: د ګزپروم بېنک ۵۱ کلن مرستیال مشر ویلادیسلیو اوایف په ماسکو کې په خپل اپارتمان کې کې خپلې مېرمنې او یوې لور سره د اپرېل په ۱۸ نېټه مړه وموندل شول. د کومرسانت ورځپاڼې د پلټونکو له خولې ویلي، چې دوی باور لری چې اوایف لومړی خپله ښځه او لور ویشتي او بیا یې ځان وژل دی. سرګې پروتوسینیا: ۵۵ کلن سرګې پروتوسېنیا چې د روس د ګازو د تولیدونکې نواټېک کمپنۍ تر ټولو لوړ پوړې منیجر وو د اپرېل په ۱۹ نېټه د هسپانیا په یوه کور کې د خپلې ښځې او یوې لور سره یوځای مړه ومندل شول. د کټلان سیمیزو پولیسو ویلي، چې دوی باور لري چې ده هم لومړی خپله ښځه او لور ویشتلي او بیا یې ځان وژلی. ویلادیمیر لیاکېشېف: ۴۵ کلن لیاکېشېف د براتیا کراوېوېوې رسټورانټونو شریک وو او د خپلې ودانۍ په ۱۶ پوړ کې مړ موندل شوی وو. د روس د ار بي سي رسنۍ ویلي چې نوموړی مې په څلورمه نېټه په سر ویشتل شوی و. یوري ورانوف: ورانوف د اسټرا شېپېنک کمپنۍ چې له ګزپروم کمپنۍ سره یې قراردادونه لري مشر وو په لیننګراډ کې د یو کور د اوبو په حوض کې مړ ومندل شو. ار بي سي خبر ورکړی وو چې دی هم په سر ویشتل شوی او تفنکچه هم ورسره موندل شوې.    

01.09.2022 ډیوه

د ملګروملتونو د اټومي څار د نړیوالې ادارې پلټونکي ژپوريژیا ته رسېدلي دي

 واشنګټن - رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې د ملګروملتونو د کارپوهانو ډله د اوکراین ژپوریژیا اټومي بټۍ ته د زیارت یا پنجشنبې په ورځ رسېدلې ده چې له یادې کارخونې څخه د وړانګو د خپرېدو ګواښ  وارزوي. تمه ده د ملګروملتونو د اټومي څار د نړیوالې ادارې پلټونکي به همدا نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د اوکراین د ژپوریژیا په اټومي کارخونه کې خپل کار پیل کړي. دوی به د یادې کارخانې خوندیتوب او امنیتي مسلې و ارزوي چې نړیوال په دغه سیمه کې د جګړې له امله ورسره په اندېښنه کې دي. روس او اوکراین یو او بل په دې تورنوي چې ددغه ماموریت د سبوتاژ کولو کوښښ ‌یې وکړ. د ژپوریژیا کارخونه د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې ده خو د اوکراینیانو لخوا چلول کېږي. د اټومي انرژې د نړیوالې ادارې مشر رفایل ګراسي خبریالانو ته وویل، کارخونې ته څېرمه د نني سهار په ګډون پوځي فعالیتونه زیات شوي. خو هغه وویل، "د مسلې په اړه مثبتو او منفي ته په کتلو سره او مونږ چې دومره راغلي یو نو مونږ نه درېږي." اوکراین او روس په وار وار یو او بل تورنوي چې کارخونې ته څېرمه توغنديز بریدونه کوي کومه چې د اروپا تر ټولو ستره اټومي بټۍ او د اوکراین لپاره د انرژۍ مهمه سرچینه ده.

01.09.2022 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

01.09.2022 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو چارواکي: ویغور مسلمانانو سره د چین سلوک ممکنه ده چې د بشري حقونو پرضد جرمونو وموندل شي

هغه په خپل رپورټ کې وايي “د ويغورو او نورو مسلمانانو ډلو د يو اړخيز او انتقامي کاروايۍ په ترڅ کې نيول او بندي کولو کچه ښايي چې د دغه خلکو بنيادي انساني حقونه پايمال کيږي او دا امکان لري چې د نړيوال جرم سره سره په خصوصي توګه د بشري حقونو خلاف يو جرم وګرځول شي

01.09.2022 ډیوه

د پاکستان سیلاب ځپلو سیمو کې د ککړو اوبو له کبله ناروغۍ خپرې شوي

د پاکستان د عامې روغتیايي چارواکو نن پنجشنبې اول سپتمبر (وږي ۱۰مه) د دغه هېواد په سېلاب ځپلو سیمو کې د ککړو اوبو له امله د ناروغیو د خپرېدو خبرداری ورکړ.  

01.09.2022 امریکا غږ

عدالت دترهګرۍ مقدمه کې دعمران خان ضمانت تر ۱۲ ستمبر وغځولو

پخوانی وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دامهال دترهګرۍ دمقدمې ترڅنګ د اسلام اباد ښځينه قاضي زيبا چودهري او پوليس چارواکو ته د دړکو ورکولو پسر د عدالت د سپکاوي کارروایۍ سره هم مخ دى

01.09.2022 ډیوه

آی اېم اېف سریلانکا ته د اقتصاد رغولو لپاره ۲.۹ بیلینه ډالره پور ورکوي

واشنګټن - نړیوالي مالي ادارې یا آی ایم اېف د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې دوی له سریلانکا سره د کارکونکو په کچه یوې موافقې ته رسیدلي چې په راتلونکو څلورو کالو کې به دغه هېواد ته ۲.۹ بیلینه ډالره ورکول کېږي چې دغه هېواد پرې له اقتصادي بحران څخه راووځي. د آی ایم ایف یوه ډله چې دا مهال له سرېلانکا څخه لیدنه کوي په یو بیان کې ویلي، دغه لومړنی تړون باید د یادې ادارې له اجرایوي بورډ یا اېکزېکېټیو بورډ لخوا تصویب شي. سریلانکا په دې وروستیو کې تر ټولو خراب اقتصادي بحران سره مخ ده چې د بهرنیو پیسو د جدي کموالي له امله د لومړنيو اړینو توکو لکه تېلو، درملو او د خوراکي توکو کموالی هم رامنځ ته شوی. دغه هېواد د نېږدې اوه بیلینه ډالرو پور بېرته ورکول هم ځنډولي دي چې باید سږ کال یې ورکړی وای. ددغه هېواد ټوله بهرنۍ قرضه ۵۱ بیلینو ډالرو ته رسېږي له کومې چې ۲۸ بیلینه یې باید تر ۲۰۲۸ کاله پورې بېرته ورکړي. آی ایم ایف ویلي، د سرېلانکا اقتصاد ښايي ۸.۷ فیصده ژوبل شي او انفلېشن ښايي‌ تر ۶۰ فیصدو زیات شي. په بیان کې وړاندې راغلي، "ددغه شاتګ په غبرګون کې به د فنډ په ملاتړ د یو پروګرام لاندې د اقتصاد د ثبات کوښښ‌ وشي، د سرېلنکا د خلکو ورځنی ژوند به وژغورل شي او د اقتصادي رغونې لپاره شرایط برابر شي تر څو دوامداره او پایداره پرمختګ رامنځ ته شي."

01.09.2022 ډیوه

دسیلاب ځپلو عارضي کیمپونو کې میرمنې دخپلو مخصوصو بیماریو په وخت مشکلاتو سره مخ کیږي

عایشه بي بي وايي په يو روغتون کې يې څه وخت د پاره دماشومانو د زیږون په وارډ کې کار کړی دی، کله چې سېلاب راغلی او کور يې پريښودو نو د نور قيمتي سامان په ځائ یې هغه سامان دځان سره راواخستو چې د ښځو د ماهوارۍ په وخت کې په کار راځي

01.09.2022 ډیوه

پښتونخوا کې سیلاب ځپلي افغان کډوال وایي دوئ دمرستو نه محروم پاتې شوي

ميرمن بشيره د خويشګي افغان کيمپ کډواله ده، د سړو جامي په تن خپل د ختو ګټو هغه ویجاړ کور ته ګوري چې سيلاب وړي دی،وايي "دا وخت مونږ ډېر د بي وسۍ په حالت کې يو، نه د څښلو صفا اوبه لرو او نه راسره چا کومې طبي مرستي کړي ، مونږ هر څه ته اړتيا لرو ځکه چې زمونږ هر څه په سيلاب کې لاهو شوي دي

01.09.2022 ډیوه

امریکایي مشاور:نه غواړو چې پاکستان باید امریکا اؤ چین کې یو غوره کړي

د پاکستان او چين حکومت د ډېرک شول دې بېان ته لا څه غبرګون نه ښودلی خو دواړو هېوادونو په ماضي کې د لودیزې نړۍ او امریکا لخوا دا تورونه رد کړي چې ګواکې په پاکستان کې د سي پېک پروژې لاندې د چين درنه سرمایه کاري د پاکستان لپاره د پورونو لومه ثابېتېدای شي

01.09.2022 ډیوه

رپورټ: د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د خیچنو اوبو دلاسه ناورغۍ خپرېږي

د بشري امداد دپاره د متحده قومونو ادارې ویلي  په پاکستان کې قریباً یو مېلین کورونو ته نقصان رسېدلی ترپېنځو لکو پورې خلک بې کوره شوي اوس د خپلوانو سره او یا په امدادي کېمپونو کې ورځې شپې تېروي

01.09.2022 ډیوه

طالبان: یو کال کې له دوه میلیون څخه زیاتې الکترونیکي تذکرې ویشل شوې

د طالبانو د حکومت د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې پر افغانستان باندې د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته په تیر یو کال کې يې دوه میلیونه او ۱۷۷ زره الکټرونیکي تذکرې خلکو ته ویشلي دي.

01.09.2022 امریکا غږ

په لاهور کې د مومندو  ضلعې د وژل شوې ماشومې خپلوان د انصاف غوښتنه کوي

د پاکستان د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې د مومندو يوه لس کلنه ماشومه وژل شوې، خپلوان يې دعوه کوي د ماشومې سره جنسي تیری شوی او وژل شوې ده. د لاهور پوليس وايي د ماشومې وژونکی تورن کس يې نيولی او د جنسي تيري په اړه د طبي معاينې رپورټ تراوسه نه دی ترلاسه شوی.

01.09.2022 ډیوه

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو کال پوره کېدو په مناسبت طالبانو د "ازادۍ ورځ" ولمانځله

رویټرز وايي افغانستان نه د بهرني ځواکونو د انخلا عمل (بهیر) تېر کال د اګست د میاشت د 30 نېټې په نیمه شپه د اخېري امریکايي عسکر په وتلو سر ته ورسېدلو او طالبان چې د تېرو شلو کلونو راهسې د امریکې او نېټو ځواکونو خلاف جنګېدل یو وارې بیا د کابل واکداران شول

01.09.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more