ترکیه کې د موټرو په دوو جلا ټکرونو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي
په ترکیې کې سمیه ایزو مطبوعاتو او د روغتیایي چارو مامورینو د شنبې په ورځ اګست ۲۰ (زمري۲۹) ویلي چې د موټرو په دوو بیل بیلو ټکرونو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي او لس ګونه نور ټپي شویدي. لومړی ټکر د غازنتیپ په ولایت کې د یو بس موټر او یو امبولاننس تر منځ وشو چې ۱۶ تنه پکې ووژل شول او ۲۱ نور ټپي شول. د دې ولایت والي داود ګل ویلي چې پدې پیښه کې یو بس موټر د ایمرجنسي د ټیم او د یو امبولانس سره جنګیدلي. خو د DHA خبري اژانس بیا وایي چې یو مسافر وړونکی بس موټر د امبولانس، د اور وژنې د یو ټرک او د یو بل موټر سره جنګیدلی چې خبریالان پکې د ټکر ځای ته روان و. د سیمه ایزو مطبوعاتو په راپور کې ویل شوي چې څلور د عاجلو خدماتو کار کوونکي، درې د اور وژنې عمله او د الهاس خبري اژانس دوه خبریالان پدې پیښه کې وژل شويدي. په راپور کې ویل شوي چې پولیسو د بس موټر چلوونکی نیولی او پوښتنې ترې کوي چې معلومه کړي دا پیښه څه ډول وشوه. د دې پیښې څخه وړاندې څارنوالانو د یوې بلې وژونکې پیښې په هکله تحقیقات کول چې ۱۶ تنه پکې وژل شوي او ۳۰ نور ټپي شوي و. د ترکیې د عامیې روغتیا وزیر فخرالدین کوچا ویلي چې پدې پیښه کې د یوې لارۍ موټر چلوونکي خلک چې پیاده ګرځیدل، ووهل. ددغه چارواکي په وینا،په سیمه ایز وخت په ۱۰:۴۵ دقیقو یو مسافر وړونکي موټر په سیمه کې ټکر وکړ. دولت ګل زیاته کړه، کله چې د اطفایې او صحي کارکوونکو ټیمونه او نور اوړند کسان سیمې ته ورسیدل او غوښتل یې پيښې ته رسیدګي وکړي، دویم بس د لومړی بس په ۲۰۰ متري کې ټکر وکړ. هغه وویل:"دویم بس دې سیمې ته وښوید او د لومړی پيښې د ځواب لپاره پر راغلو ټیمونو او ټپیانو ولګید." دولت ګل زیاته کړه، په دې پيښه کې ۲۲نور کسان ټپيان شوي دي. د ترکیې د جمهور رئیس مرستیال فواد اوکتای ویلي دي چې د بیړني حالت کارکوونکو او خبریالانو په غازیانتپ ښار کې سړک ته نږدې، لومړی پيښې ته د رسیدګي او د دندې پرمهال ژوند له لاسه ورکړی دی. ترکیه پر سړکونو د مصونیت کمزورې سابقه لري. د ترکیې حکومت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په هغه هیواد کې پنځه زره و ۳۶۲کسان په ټرافیکي پيښو کې وژل شوي دي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
امريکا د اوکراين د ځواکونو حرکت نور توانمن کوي
واشنګټن- د اوکراين ځواکونو ته د امريکا لخوا د 775 ميلينه ډالرو نوې پوځي مرستې ورکول کيږي چې قابض روسي پوځ د خپلو سيمو نه وباسي او واک يې بيرته واخلي. پينټاګان د جمعې په ورځ د دې پخلی کړی چې د امداد ورکولو تياريانې روانې دي او دا به په تېر يو کال کې نولسم امدادي پيکېج وي چې امريکا يې اوکراين ته ورکوي. په نوي پوځي امداد کې د اوکراين 16 مهم توپخانې نظام ته بارود، ټينک شکن ګولې، د راډار خلاف استعمالېدونکي ميزايل او د ماين پاکۍ اوزار ورکول کيږي. د پينټاګان يو چارواکي ميډيا ته د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي دا صلاحيت به د اوکراين د ځواکونو حرکت نور تېز او قوي کړي چې په خصوصي توګه سويلي اوکراين کې خپل فعاليتونه نور مظبوط کړي. چارواکي وويل “دا روايت به روان وي چې تر څو اوکراين دې ته اړتيا لري. دا اخري ځل نه دی”. د نوي امداد مهمه برخه د هغه وسلو ده چې رسا ويشتل کوي او دا به د اوکراين د توغنديو نظام نور قوي کړي چې د 70 کيلوميټرو پورې به کار کوي. امريکايي چارواکي د اوکراين د صلاحيت په اړه وايي، کچرې دا نظام ورته ورکړل شي دا به ټوله لوبه بدل کړي او د اوکراين پوځ به د دې جوګه شي چې د روس کمانډ اينډ کنټرول مرکزونه او د رسد ډپوګان په نخښه کړي. د امريکا د دفاع وزارت يو چارواکي ويلي “مونږه وليدل چې د اوکرين د توغنديو نظام څومره په مهارت کار کوي. دا د اوږد واټن پورې ويشتل کونکي توغندي به حالات بدل کړي ځکه چې په جنګ کې يې ناشنا بدلون راوستلی دی”. دا نوی امداد په درې اونۍ کې منظور شو او دا د پينټاګان د يو بيلين هغه امداد نه بيل دی چې د اوکرين د امنيت د پاره اعلان کړل شوی دی او د دې کال د جنورۍ نه په دې خوا امريکا اوکرين ته د 10.6 بيلين ډالرو مرستې ورکړي. اوکريني چارواکو د امريکا او نورې غربي نړۍ نه د نورو وسلو غوښتنه کړې او دا يې ژر تر ژره غوښتلي. د امريکا د اوږد مزل ويشتونکي ميزايل نظام غوښتنه يې هم کړې چې د 300 کيلوميټره پورې ويشتل کولی شي. د اوکراين د دفاع وزير اولېکسي ريزنيکوف وي او ای ته ويلي “مونږ هيله کوو چې د ياد نظام په راکولو کې به سياسي پرېکړه وشي چې وتوانيږو د ډېرو نه ډېرو پوځيانو او عامو خلکو ژوند وژغورو”.
طالبان له روسیې چارواکو سره د یو میلیون متریک ټنه تیلو په واردولو خبري کوي
طالب چارواکي وايي له روسیې څخه د یو میلیون ټن متریک تیلو د واردولو په اړه د یاد هیواد له چارواکو سره په خبرو بوخت دي او دغه تیل به احتمالا د ممیزو، د درمل جوړیدو د خامو موادو او نورو منرالي موادو په بدل کې وارد شي.
د انډونیزیا د بالي په چاودنو کې د ککړ کس د ممکنه خوشې کېدو پرسر سخت غبرګون راپارېدلی
واشنګټن - د پاکستان نه په کال 2011 کې ګرفتار کړی شوی د انډونیزیا بالي بمي چاودنو کې ککړعمرپتیک امکان دی په پی رول خوشې کړی شي په کومه چې داخل او خارج کې سختې نیوکې شوي. داسې امکان دی، چې په کال 2002 د انډنیزیا بالي خونړیو بمي چاودنو ذمه واره تن عمرپتیک په پيرول خوشې کړی شي. دا خبره په قانوني چارو خبر یو ځايي چارواکي کړې ده. د دې خبر په خپریدو په بمي چاودنو کې د قرباني شویو ځايي او بهرنیو خلکو خپلوخپلوانو سخت غبرګون څرګند کړی دی. عمر پتیک چې په سر یئ د یو ملین ډالرو انعام وو، په کال 2011 کې د جرم نهه کال پس د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې نیول شوی وو چرته چې هم دغه کال د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن هم په دغه ښار کې څو میاشتې دده د نیول کیدو ورستو د امریکا لخوه برید کې وژل شوی وو. عمرپتیک چې القاعده سره تړلې جامعیه اسلامیه ډلې سره اړیکې لري په کال 2012 کې د شلو کالو لپاره هغه مهال جیل ته ولیږل شو کله چې دی د بالي په یو نائټ کلب کې بمي چاودنه کې د پیښې کیدو لس کاله پس ککړ ثابت شو. دغه چاودنو کې 202 کسان وژل شوي وو چې پکې 88 د اسټریلیا وګړي وو. عمرپتیک باندې په کال 2000 کې په یو چرچ خونړۍ بمي چاودنه کې د رول لرلو جرم هم ثابت شوی وو. ده ته د اګست میاشتې په 17مه نیټه د انډونیزیا خپلواکۍ ورځې د لمانځلو په تړاؤ د بند سزه کې کمۍ راوستل شوی وو کوم چې عموماً په دغه ورځ یاد هیواد کې کیږي. د انډنیزیا ختیځ جاوه صوبې د قانون او بشري حقونو دفتر یو مشر ويلي په بند کې په دریو کې دوه برخې سزه تیرولو ورستو عمرپتیک په قانوني توګه حق لري چې په پی رول باندې خوشي شي. دغه چارواکی ضائروجي چې هم په یوه نوم يي خپله پیژندږلو رائټرز خبري ادارې ته کړې وايي دا معامله اوس د انصاف وزارت ته د منظورۍ لپاره لیږل شوې ده. د پیښې ښکار شوې یوې ښځې تهائيولینا مارپونګ رائټرز خبري ادارې ته ویلي طمه کوي چې حکومت او په خصوصي توګه صدر جوکو ویډوډو به د خوشې کیدو دا پریکړه رد کړي. نوموړې د چاودنې په وخت د نائټ کلب خوا ته د تیریدو په وخت په لاسو سوزیدلې او وايي چې دردونو یئ د سترګو اوښکې وچې کړي خو لا یې هم اندامونه هغه درد محسوسوي. په پریکړه اسټریلیا کې هم سخته غصه راپاریدلې او وزیراعظم انتوني البینس ویلي د پټیک په خوشې کیدو به په اغیزمنه شوو کورنیو ډیر بد اغیز وشي. په کوینزلینډ کې رائټرز خبري ته نوموړي ویلي هلته به یو نظام وي چې په کلیزو لمانځلو به سزاګانې کمیږي خو کله چې یو تن انتهايي په لوۍ شمیر د قتلونو جرم کړی وي نو بیا به ددوۍ غبرګون ډیر سخت وي او زیاتوي چې حکومت به یې دا ستونزه د انډونیزیا سره راپورته کوي. د بالي بمي چاودنو مرکزي مجرم حمبلي چې انصپ نورجمان په نوم هم پیژنده شي دې وخت په ګوانتناموبی کیوبا کې په بند کې پروت دی او د کال 2006 نه عدالت ته د وړاندې کیدو په انتظار دی.
شمالي وزیرستان: پوځ د حافظ ګل بهادر ډلې د يو کمانډر په ګډون د دوه ترهګرو د وژلو دعوه کړې
د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پختونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزيرستان کې وسله والو سره جګړا کې د حافظ ګل بهادر ډلې د مهم کمانډر حبیب الله په ګډون د دوو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.
خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې بارانونو او سېلابونو نور ځاني او مالي تاوانونه اړولي
په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د بارانونو او سېلابونو له امله نور ځاني او مالي تاوانونه اوښتي، په چترال کې د سېلاب له امله پينځه تنه مړه شوي او د بلوچستان صوبې د خېبرپښتونخوا، سيند او پنجاب سره ټولې لارې د سېلابونو له امله اغېزمنې شوي او بندې شوي دي.
امریکا اوکراین ته د ۷۷۵ ملیون ډالرو په ارزښت نوې نظامي مرستې ورکوي
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت جمعه اګست ۱۹ (زمري۲۸) د اوکراین سره د ۷۷۵ ملیارد ډالرو په ارزښت د نویو نظامي مرستو اعلان وکړ او وې ویل چې پدې مرستو به نه یوازې اوکراین وکړی شي په جګړې کې برلاسي تر لاسه کاندي بلکې هغه سیمې به هم بیرته ونیسي چې روسي ځواکونو قبضه کړي.
باجوړ کې د امن غوښتو دپاره احتجاجي پرلت شوی
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ کې د امن د غوښتنې دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی شوی دی، دا پرلت په داسې حال کې پېل کړی شوی چې هم پرون د جمعې په ورځ په باجوړ کې په یوه چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او داعش بيا د دغه چاودنې زمه واري منلې ده.
دپلوماتان: ملګري ملتونه د جګپوړو طالب چارواکو په سفر کولو د بندیز معافیت ختموي
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په جګپوړو طالب چارواکو د سفر کولو د بندیز معافیت پای ته ورسوي او تر هغه وخته به دا بندیز پخپل حال وي چې ددې شورا غړي د معافیت د نیټې پر سر موافقې ته نه وي رسیدلي.
د زېږون پرمهال د افغان ميندو مړينه په ډېرېدو ده
په افغانستان کې د زرګونو قابلو د روزل کېدو له کبله په اولاد د میندو مړینې خورا کمې شوې وې خو اوس یو وار بیا د زېږون په مهال د میندو مړینې په ډېرېدو دي. د روغتیا متخصصان اندېښنه لري چې د قابلو او نورو ښځینه روغتیاپالو د روزلو بهیر به نور هم ټکنی شي ځکه چې طالبان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ايمنسټي انټرنېشنل غوښتلي په شهباز ګِل د تشدد د تورونو پلټنې دې وشي
د بشري حقونو دپاره کار کوونکې نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنيشنل د سويلي اسيا څانګې ويلي، "د شهباز ګِل وکيلانو تورونه لګولي چې په ګِل تشدد شوی، اداره په دې اندېښنه لري او د دغو تورونو د سمدستي، موثره او بې طرفه پلټنو "کولو غوښتنه يې کړې ده.
سرچینه: طالبانو امریکايي فلمساز او د هغه ترجمان په کابل کې نیولی
د شيېرر او د فېض بخش د نیول کېدو سبب لا نه دی معلوم خو دواړه کسان د کابل په هغه برخه کې نیول شوي چې د جولای په 31 نېټه پکې د القاعده مشر اېمن الظواهري په امریکايي ډرون حمله کې وژل شوی دی
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
سږکال په مکسیکو کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی و
د بشري حقونو د یو سازمان په تازه راپور کې ویل شوي چې د روان میلادي کال د پیل راهیسې په مکسیکو کې ۱۸ خبریالان وژل شوي او پدې سره دا کال پدې هیواد کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی دی.