ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


راپور: په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت له امله ښايي ځوانان د نشي توکو کر، او قاچاقو ته مخه کړي

د انسانانو د قاچاقو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا خپور شوي تازه راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې د روان خراب اقتصادي وضعيت او د بېروزګارۍ د کچې لوړېدو له امله ممکنه ده چې ځوانان د مخدره موادو کرلو او د هغې خرڅولو ته مخه کړي. په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې د قاچاق ښکار شوي زياتره ماشومانو باندې شاقه کارونه کېږي. د امريکې د بهرنيو چارو وزارت د انساني قاچاقو په اړه خپل تازه راپور کې ويلي چې افغانستان په هغه هېوادونو کې شامل دی چې د انساني قاچاقو سره د مبارزې وس نه لري. رپورټ زياتوي، چې د قاچاق ‌ښکار شوي اکثره افغان ماشومان په کورونو کې غلامي کوي، د خښتو په بټیو کې کار کوي، د کوکنارو کښت کوي او د نورو داسې شاقه کارونو کولو ترڅنګ د وسلې او د مخدره موادو قاچاق کولو باندې مجبوره دي. په افغانستان کې مېشت د پوهنتون استاد او د بشري حقونو فعال راز محمد فېضې وي او ای ډيوه ته وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې څوک ماشومان نه شي تښتولې خو هغه کسان چې د معاش ګټلو لپاره په غېر قانوني توګه په نورو هېودونو کې مېشت دي له سختو ستونزو سره مخ دي. نوموړي دا هم وويل: "هغه افغانان چې په پاکستان، ايران او ځينو نورو هېودونو لکه ترکیه کې دي هلته ډېري ماشومان په هغو کارخانو کې کار کوي چې ډېر زيات خطرناک توليدات کوي او انساني وجود ته زيان رسوي نو دا بېچاره ګان هلته پراته دي" ښاغلي فېضي زياته کړه چې دغه ماشومان د پوليسو له وجې بهر هم نه شي وتلی ځکه چې دوی په غېر قانوني توګه دغلته په دې خاطر ژوند کوي چې څه پېسې وګټي په هغې څه کورنۍ ته راولېږي او څه په خپله وکاروي.    په رپورټ کې دا هم شامل دي چې د افغانستان موجوده خراب اقتصادي وضعيت او بېروزګاري د دې لامل کېدلې شي چې ډېرې ځوانان د کوکنارو کښت پېل کړي او د نشيي موادو په سمګلنګ کې د ځوانانو څخه زياته ګټه ترلاسه کړل شي. په افغانستان کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوه عبادالله  وي او ا ي ډيوه ته وايي، که چېرې د افغانستان اقتصاد ښه نه شو او د طالبانو حکومت په رسمي ډول و نه پېژندل شو نو دا به نشه يي موادو او قاچاق ته زمینه برابره کړي. نوموړي وي او ای ډيوه ته دا هم وويل: " خراب اقتصادي وضعيت به قاچاق، مخدره موادو او نورو مسائلو ته زمينه برابري کړي او دا به مستقيما د نړۍ په نورو هېوادونو باندې تاثير لري" هغه زياته کړه چې د افغانستان د رسميت پېژندلو مسله نه يوازې د افغانستان په ګټه ده بلکې د نړۍ په ګټه هم ده: " که چرته نړۍ افغانستان په رسميت ونه پېژني نو اسلامي امارت مکلف دې چې د خپل فنډ کولو په خاطر د مختلفو لارو چارو نه استفاده وکړي، يو څه چې اوس په افغانستان کې بند دي هغه د موادو مخدرو کرکيله ده" نوموړي زياته کړه بايد په افغانستان کې د اقتصادي وضعيت ښه کولو لپاره ګاونډي هېوادونه او نړيواله ټولنه خپل رول ولوبوي چې د هېواد صنعت او تجارت مخ پر وړاندې لاړ شي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستيال ترجمان بلال کريمي وي او ای ډيوه ته وايي، چي په هيواد کې د اسلامي امارت د راتګ سره د هر ډول قاچاق مخه نيول شوي ده. نوموړي وي او ای ډيوه ته خپلو خبرو کي دا هم وويل: " د اسلامي امارت سره د قاچاق، د مافيايي کړیو د فعاليت، د جامعې د هر کشر سره د ظلم مخه نيول شوې ده او اسلامي امارت په دې برخه کې جدي دی" بلال کريمي زياته کړه چې د دوی حکومت د هغو ټولو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي چې چې دا هېوادوالو ورسره د لسيزو راهیسې لاس او ګريوان دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دغه رپورټ کې ليکل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ وروسته د کم عمره مزدورانو په شمېره کې زياتوالی راغلی او د 5 نه تر 17 کالو عمر پورې ۱.۶ ميلينه افغان ماشومان مزدوري کوي. د رپورټ ترمخه د جينکو په پرتله هلکان زيات د قاچاق يا سمګلنګ ښکار کېدلې شي.  

23.07.2022 ډیوه

ګوتیریش د اوکراین د اودیسه ښار پر بندر د میزایلو برید غندلی  

د اوکراین پوځ د شنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري لومړۍ نیټه) وویل چې روسیې ددې هیواد د اودیسه ښار عمده بندر په میزایلو ویشتلی دی. د اوکرایني‌چارواکو په وینا دا کار په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جمعې د ورځې د موافقې خلاف دی چې د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاس لیک شوې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم د شنبې په سهار جولای ۲۳ (زمري اول) د اوکراین په بندري ښار اودیسه باندې راکټي بریدونه وغندل. دغه سرحدي ښار د اوکراین د غله جاتو د صادردیدو لپاره د روسیې او اوکراین د ترلاسه شوي قرار داد لپاره خورا مهم دی. د ښاغلي ګوتیریش د ویاند مرستیال فرهان حق د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل:" د روسیې د فدراسیون، اوکراین او ترکیې له خوا د ترلاسه شوي‌ قرار داد پوره تطبیق ډیر مهم دی." په اوکراین کې په داسې حال کې د نښتو د ډیریدو خبر ورکول کیږي چې متحدو ایالتونو له اوکراین سره د ۲۷۰ میلیونو ډالرو نوې امنیتي بستې اعلان وکړ چې پکې د HIMARS په نامه ګرځنده دقیق هدف ویشتونکي راکټي سیستمونه هم شامل دي. بلخوا د بریټانیا دفاع وزارت د شنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري لومړۍ) وویل په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په اوکړاین کې په داسې حال کې درندې نښتې شوي چې اوکرایني ځواکونو د هغه هیواد په خیرسون کې د روسي ځواکونو په وړاندې خپلو تهاجي بریدونو ته دوام ورکړی دی. یاد وزارت په یوې بیانیه کې چې په ټویټر خپره شوې څرګنده کړې، روسیه احتمالا هڅه کوي چې د توپونو په انداختونو سره د اوکرایني ځواکونو برید شنډ کړي.  اوکراین له روسیې سره د جګړې په هدف د جنګ په لومړیو کرښو کې حد اقل د هیمارس اته راکټي سیستمونه ځای پرځای کړي دي او څلور نور یا سیمې ته رسیدلي او یا هم د رسیدو په حال کې دي. د امریکا په وروستیو نظامي مرستو سره به اوکراین ته د HIMARS د مرسته شویو راکټي سیستمونو شمیر ۱۶ ته لوړ شي. اوکراین همدارنګه له هغو منځني واټن ویشتونکیو راکټي سیستمونو څخه هم په جګړه کې کار اخلي چې د جرمني او بریټانیا له خوا یاد هیواد ته ورکړل شوي دي. د جګړو تر څنګ روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ د یو قرار داد په لاسلیک کولو سره نړۍ ته د اوکراین د میلیونونو ټنه غله جاتو د لیږد زمینه مساعده کړه. اوکراین چې په نړۍ کې د غله جاتو یو ستر صادرونکی هیواد دی، پر هغه هیواد د روسیې د برید له پیل څخه ندی توانیدلی چې نړۍ ته خپل محصولات صادر کړي. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د جمعې په ورځ جولای ۲۲ د خپلې ورځنۍ وینا پرمهال وویل:"د تیر کال کابو ۲۰ میلیونه ټنه محصولات به صادر شي. همدارنګه ددې امکان به هم وي چې د سږ کال محصولات چې اخیستل شوي وپلورل شي." زیلنسکي اټکل وکړ چې هیواد یې اوس مهال د کابو ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت غله جات لري.

23.07.2022 امریکا غږ

د افغانستان بیلابیلې سیمې ویجاړونکو سیلابونو زپلي دي

په وروستیو اونیو کې د افغانستان بیلابیلې سیمې د ویجاړونکو سیلابونو شاهدې وې. راپورونه وايي په ځینو سیمو کې دې سیلابونو خلکو ته پر مرګ ژوبله سربېره، کورونه، پلونه او کرنیزې مځکې ویجاړې کړي دي او ګن شمېر څاروي یې هم له منځه وړي دي. د افغانستان په خورو ورو سیمو کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتي مرګ ژوبلې او مالي زیان دقیقې شمېرې نه دي څرګندې. دلته درسره یو شمېر هغه ویډیويي تصویرونه شریکوي چې د ازادي راډیو مخاطبانو له خپلو سیمو را استولي دي.

23.07.2022 ازادي راډیو

پاکستان کې دبجلۍ نرخ کې دنورې اضافې منظوري ورکړل شوې ده

په پاکستان کې د بجلۍ د قیمتونو د تړلو ادارې نیپرا د بجلۍ په بنیادی شرحه کې د 7 روپو او 91 پیسو داضافې منظوری ورکړې او پلان لري چې د  جون د میاشتې  دپاره د فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کې د 9روپو نه تر 11 روپو دیو یونټ بجلۍ نرخ زیات کړي. په خیبر پښتونخوا کی اولس او تاجرانو دا بیعې رد کړې دي او وایي د دی فیصلې په ضد به هایی کورټ ته لاړ شي د مردان ښار ځایي اوسيدونکی  ستار خان وي او ای ډیوه ته وایي د جون په میاشت کې هغوی په کور کې نه وؤ او د 10 یونټو د بجلی بل ورپسې 1391 روپۍ راغلی دی چې پکې د بجلۍ قیمت 94 روپی او فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کې 1230 روپی اضافی بل جوړ شوی. هغه وایي د پنځوؤ کسانو کورنۍ لري، مجموعي 100 نه تر 150یونټو پورې د بجلۍ استعمال کوي او دبجلۍبل یې د 5000 روپو نه زیات جوړیږي چې له وجې یې د کور نور ضرورتونه پوره کول ګران شوي دي. "په جون او جولايي کی کم نه کم د بجلۍ 5000 روپۍ بل راځي په 30000 روپو کې چې 5000 روپۍ بل لاړ شپ او لس زره روپۍ د کور خرچه شي او بیا د کور کرایه پنځه زره روپۍ ده نو  پاتی لس زره روپۍ به د کور نور خرڅونه څنګه پوره کوي "   د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د شرطونو پوره کولو دپاره نیپرا د بجلۍ دیو یونټ قیمت کې د7روپو او 91 پیسې  داضافې له منظورۍ ورکولو  وروسته ویلي  دا قیمت به په څلور میاشتو ( جولایي- اکتوبر )کې لګولی شي خو د 50 یونټو نه دبجلۍ د کم استعمال صارفینو نه به دا قیمتونه نه اخستل کیږي. تر دې وړاندې  د جون د میاشتې دپاره نیپرا د فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کې 4روپې او 30 پیسې یونټ لګولې وې چې پکې د 350 یونټو د استعمال په سر د 7000 روپو بل جوړیږي او په دې کې 900 روپۍ جي ایس ټي او تر 2000 روپو پورې د فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کې د صارفینو نه اخستل شوې وې. په خيبر پښتونخوا کې سوداګر وایي یو اړخ ته په شته بجلۍ کې صوبه د بجلۍ نه محرومه ده او بل اړخ ته د پاکستان د اساسي قانون باوجود هغوي ته ګرانه بجلي ورکول کیږي. د خیبر پښتونخوا د مرکزي تنظیم تاجرانو عمومي سېکتر ظاهر شاه وي او ای ډیوه ته وايي د پاکستان اساسي قانون  18م ترمیم  د صوبې خلکو ته اختیار ورکوي چې د اوبو په ذریعه جوړیدونکې ارزانه بجلي استعمال کړي او هغوی به د فیول پرایس ایډجسټمنټ په ضد په هایکورټ کې دا فیصله چیلنج کړي. "د اتلسم ترمیم لاندې مونږ ولې د خپل حق نه محرومه یو، په دې حواله به د خيبر پښتونخوا د سوداګرو مرکزي تنظیم عدالت ته ځي ځکه چې د وړاندې نه په صوبه فیول پرایس ایډجسټمنټ او مالیا نه لاګو کیږي " د پاکستان مرکزي د بجلۍ د اخستو اداره سنټرل پاور پرجیزنګ ايجنسی،(سي پي پي ای) وایي د جون په میاشت کې د صارفینو نه د خشاک په مد کې  5روپی 93 پیسې د یو یونټ اخستل شوي خو  په نړیوال مارکیټ کې د تیلو او ګیس ( ایل این جی) د ګرانو بیعو له وجې 15 روپی او 84 پیسې یونټ لګښت راغلی  او راتلونکو میاشتو کې 9 روپی یونټ اضافي لګول شوی او دا بلونه به د ټولو صارفینو نه اخلي.

23.07.2022 ډیوه

سپریم کورټ ته دپنجاب اسمبلۍ د ډپټي اسپیکر رابلل کیدو پسر دپاکستان سیاست کې نوې ناندرۍ راپورته شوي

دپاکستان تحریک انصاف اؤ مسلم لیک (ق) لخوا دحمزه شهباز دپنجاب صوبې د وزیراعلا ټاکل کیدو پرضد سپریم کورټ ته رجوع کولو پاکستان کې نوې ناندرې راپورته کړي اؤ اؤ واکمن ایتلاف پي ډي ایم خبرداری ورکړی چې هیواد کې به دانصاف یو شان معیار خپلول اؤ ادارو ته به یوازې خپل اییني کردار خپلول وي. دسپریم کورټ لخوا دپنجاب اسمبلۍ د ډپټي اسپیکر په رابلل کیدو هم په سوشل میډیا سخت ټکونه شوي دي اؤ پوښتنه راپورته کړل شوې ده چې په تیر وخت کې کله دقامي اسمبلۍ ډپټي اسپیکر یو لانجمن اؤ غیر قانوني رولنګ ورکړی ؤ نو په هغه وخت سپریم کورټ ولې دقامي اسمبلۍ اسپیکر نه ؤ رابللی. دجمعې په ماښام پنجاب اسمبلۍ کې دپي‌ ډي ایم دامیدوار حمزه شهباز اؤ دتحریک انصاف اؤ مسلم لیګ ق دامیدوار ترمنځ د وزیراعلا دڅوکۍ لپاره شوې ټاکنه کې حمزه شهباز 179 اؤ پرویز الهي 186 رایې اخستې وې خو داسمبلۍ ډپټي اسپیکر د مسلم لیګ ق دلسو غړو رایې ناچله ګرځولې وې چې دمسلم لیګ ق امیدوار ددې پرضد شپه په شپه سپریم کورټ ته عریضه کړې ده. دخالي په ورځ دسپریم کورټ درې کسیز پینج ددې عریضې دابتدایي اوریدنې‌ په مهال دپنجاب اسمبلۍ ډپټي اسپیکر په شخصي حیثیت کې محکمې ته رابللی دی . دا بینچ چې مشري یې دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي عمر عطا بندیال پغاړه لري پکې جسټس اعجاز الحسن اؤ جسټس منیب اختر هم شامل دي. خو واکمن ایتلاف پي ډي ایم پخپله یوه ګډه اعلامیه کې غوښتنه کړې ده چې دا ډيره مهمه معامله ده ځکه نو د اوریدنې لپاره دې یې فل کورټ تشکیل کړل شي. د سپریم کورټ لخوا دپنجاب اسمبلۍ د ډپټي اسپیکر په رابللو په سوشل میډیا سختې نیوکې شوي دي اؤ خبریال مطیع الله جان په ټویټر لیکلي دسپریم کورټ لخوا د ډپټي اسپیکر رابلل به دصوبایي اسمبلۍ اؤ منتخب ایوان سپکاوی وي دخبریال مطیع الله جان ددې ټویټ په ځواب کې وتلي صحافي ابصار عالم لیکلي نو بیا دې صوبایي اسمبلي اؤ منتخب ایوان هم راپورته شي اؤ سبا دې مشر قاضي راوغواړي ،په پبلک اکاونټس کمیټۍ کې اؤ دبجټ حساب دې ترې وغوښتل شي چې ولې یې دحساب کتاب نه ډډه کوي بلاګ لیکونکي وقاص ګورایه پوښتنه راولاړه کړې ده چې ایا اوس به سپریم کورټ دا پرېکړه کوي چې مسلم لیګ قاف به یوازې دعمران خان سره ایتلاف کوي خبریال طلعت حسین وایي عمران خان پخپله یا دخپلو ایتلافیانو دلارې دخپل سیاست اؤ طاقت بچ کولو لپاره نن عدالت ته داسې ورځي لکه مخکې چې به پینډۍ اؤ ابپاره ته ورتللو. خو هغه وایي دا ځل به دپنجاب د وزیراعلا په انتخاب کې ورته مرسته هغه وخت ترلاسه کیږي چې ججان صاحبان دخپلې تیرې فیصلې نه په بشپړ ډول مخ وګرځوي اؤ یو "د ژغورنې اپریشن" وکړي په عین حال کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان یو وارې بیا ادارو نه دمداخلت غوښتنه تکرار کړې ده اؤ ویلي یې دي مونږ دسریلنکا په څېر دحالاتو نه په ډیره فاصله نه یو ولاړ . په ټولنیزو رسنیو خپل بیان کې عمران خان ویلي یوازې په دریوؤ میاشتو کې زرداري اؤ شریف مافیا ملک په سیاسي اؤ معاشي توګه په ګونډو ودرولی دی . هغه تور لګولی چې دا مافیا د۳۰کالو نه دخپل لوټ کړي دولت بچ کولو لپاره ملګ تباه کوي اؤ پوښتنه یې کړې ده چې ترڅو پورې به ریاستي ادارې ددې اجازت ورکوي؟ خو بل لوري ته واکمن ایتلاف پي‌ ډي‌ ایم تور لګولی چې عمران خان په سیاست کې پرله پسې انتشار پیدا کوي چې مقصد یې داحتساب څخه ځان بچ کول ، خپلې کرپشن پټول اؤ دغلا په دروازه اقتدار ترلاسه کول دي. پخپله ګډه اعلامیه کې پي ډي ایم دپاکستان دسپریم کورټ دمشر قاضي نه غوښتنه کړې ده چې دپنجاب د وزیراعلا دانتخاب په هکله دمقدمې اوریدنه باید فل کورټ وکړي اعلامیه کې ویل شوي چې دانصاف تقاضه داده چې دسپریم کورټ ټول ججان باید دنظرثانۍ په خواست اؤ نورو عریضو اوریدنه په یو وخت وکړي اؤ خپله پریکړه صادره کړي ځکه چې دا ډیرې مهمې قامي،سیاسي اؤ اییني معاملې دي اؤ ددې نتیجه کې پیدا شوې بې ثباتي  دقامي معیشت دسقوط دخطرې،ګرانۍ اؤ بې روزګارۍ په شکل کې ولس ویني. تر دې وړاندې سپریم کورټ دپاکستان دصدر په ریفرنس دایین د 63 ای مادې دتشریح په ترڅ کې پرېکړه کړې وه چې دګوند نه د اوښتي یا منحرف غړي رایې به په شمیر کې نه راوستل کیږي چې ددغه پرېکړې په اساس دتحریک انصاف نه داوښتو 25 دصوبایي اسمبلۍ دغړو غړیتوب ختم کړل شوی ؤ . دپنجاب اسمبلۍ دپټي اسپیکر دحمزه شهباز د بیا وزیراعلا ټاکل کیدو داعلان په موقعه ویلي چې هغه دمسلم لیګ ق دلسو غړو رایې دسپریم کورټ ددغه فیصلې په اساس رد کړي دي.

23.07.2022 ډیوه

د نفتي موادو لوړې بیې؛ طالبان له ایران څخه شاوخوا ۳۵۰زره ټنه نفتي مواد واردوي

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په افغانستان کې د تېلو او مایع ګاز د بیو ټيټېدو په هدف له ایران څخه د نژدې ۳۵۰زره ټنو نفتي موادو واردولو خبر ورکړی دی.

23.07.2022 امریکا غږ

پاکستان له افغان سېلاب ځپلو سره د تازه مرستو خبر ورکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له سېلاب ځپلو سره د مرستې په هدف افغانستان ته د تازه بشري مرستو لېږلو خبر ورکړی دی او ویلي دي چې دغه هیواد له افغان سېلاب ځپلو سره بشري مرستو ته ژمن دی.

23.07.2022 امریکا غږ

خبریاله سلګۍ احساس: د طالبانو په نوم وسله والو ګواښلې او ډبولې یم

په ننګرهار کې د سلګۍ احساس په نوم یوه خبریاله ادعا کوي٬ چې پرون د طالبانو په نوم ځینو کسانو ګواښلې او وهلې ده. سلګۍ احساس په ننګرهار کې له خصوصي رسنیو سره کار کړی. هغه ادعا کوي٬ چې پرون د دې ولایت د سره‌رود ولسوالۍ په بالاباغ سیمه کې د یو شمېر وسله‌والو له‌خوا چې ځانونه یې طالبان معرفي کول، ورسره تاوتریخوالی شوی. سلګۍ نن ازادي راډیو ته وویل، برید کوونکو پرې ډزې کړي او د سپکاوي په ګډون یې، د ټوپکو په کنداغونو په سر او د ولو په منځ کې پرې درانه درانه ګوزارونه کړي. هغې زیاته کړه: "ما لاسونه پورته کړل، چېغه مې کړه، ټیلیفون راڅخه ولوېد. ښکته لاندې د سیند پر غاړه ښځې هم ناستې وې. هغوی هم راغلې چېغې یې کړې. دې لور ته یو دوه کاکان وو، هغوی هم راغلل. له ما موبایل لوېدلی و، کله چې مو پورته کاوه، پر ما یې ګوزار وکړ، د اوږو په منځ یې ووهلم، زه په ګونډو شوم، دویم ګوزار یې زما په سر وکړ، بیا نوره نه‌یم پوهه شوې." هغه زیاتوي، وړاندې له دې چې بې هوښه شي، د وسله‌والو دا خبره یې اورېدلې، ځکه له دې برخلیک سره مخ ده چې د دوی له ګواښونو سره سره، ولې په کور نه‌ده ناسته. سلګۍ زیاتوي، له وړاندې یې کورنۍ ته ګواښونه کېدل٬ چې باید له دندې لاس واخلي او په کور کېني، خو اوسنیو حالاتو کې اقتصادي ستونزو د دې اجازه نه ورکوله چې په کور کې پاتې شي. سلګۍ احساس وړاندې د انعکاس په نوم په ننګرهار کې له یو خصوصي راډیو تلوېزیون سره کار کوه، خو اوس په سره رود ولسوالۍ کې یوې خصوصي ادارې سره کار کوي. د انعکاس راډیو تلوېزیون د طالبانو له راتګ وروسته وتړل شو، خو وړاندې یې څو تنه ښځینه خبریالانې له برید سره مخ شوي او وژل شوې دي. سلګۍ احساس اوس له طالبانو غواړي٬ چې دا پېښه وپلټي او د دې امنیت خوندي کړي. له طالبانو مو په دې اړه وپوښتل، خو ځواب یې رانه کړ. خو د سویلي اسیا د خبریالانو ټولنې یا سارک یوه اعلامیه کې پر دې افغان ښځینه خبریالې برید غندلی او له طالبانو یې غوښتي٬ چې له دې ډول پېښو سملاسي لاس په سر شي. سارک یوه اعلامیه کې لیکلي، سلګۍ احساس وهل شوې او د وهلو پر مهال بې‌هوښه شوې او د سیمې د خلکو له‌خوا روغتون ته وړل شوې ده. د سویلي اسیا د خبریالانو ټولنې له طالبانو غوښتي٬ چې د خپلو هغو وسله‌والو پر وړاندې چې په دې غیر انساني حرکت کې لاس لري اقدام وکړي او په افغانستان کې د مطبوعاتو او بیان ازادۍ او د خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي. سره له دې چې طالبان وايي، په افغانستان کې د خبریالانو خوندیتوب او د بیان ازادۍ ته ژمن دي، خو له هغې نېټې چې دوی بیا واکمن شوي، اطلاعاتو د لاسر‌سي په ګډون له خبریالانو سره د دوی د بد چلند په اړه شکایتونه مخ په ډېرېدو دي. د تېرې اوونۍ کیسه چې لا توده روانه ده، د طالبانو د یوې اسټرالیوۍ خبریالې لین او ډونیل نیول دي. لين او ډونېل یوه ورځ وروسته تر نیول کېدو، د جولای په ۲۰مه له افغانستانه ووته او پاکستان ته ولاړه. هغې له افغانستانه تر وتو وروسته پر فارن پالیسي انلاین په یوه مطلب کې ولیکل، له دې وروسته به هېڅکله نه دا او نه نور لویدیځ خبریالان افغانستان ته ولاړ شي. طالبانو پرون هغه پر جاسوسۍ تورنه کړه، خو لین او ډونیل نن د طالبانو دا خبره په تمسخر واخیسته او په خپله ټویټرپاڼه یې ولیکل، طالبان نه‌شي کولای پر ده لګېدلی تور ثابت کړي. له خبریالانو او د افغانستان له رسنیو د ملاتړ بنسټونه دا نیوکه هم کوي٬ چې طالبان د خبریالانو د غږ د خاموشه کولو لپاره پر هغوی بېلابېل تورونه لګوي او توطیې ورته جوړوي. د دې کار ښه بېلګه په ارزګان کې د دوو خبریالانو نیول دي چې طالبانو پرې د اخلاقي تورونو ادعا وکړه، خو بېرته د طالبانو محکمې دوی بې‌ګناه وبلل او له بنده ازاد شول.

23.07.2022 ازادي راډیو

لکي مروت نه دپولیو بله تازه پېښه رپورټ شوې،سږکال پاکستان کې ۱۳دپولیو کیسونه مخې ته راغلي

خیبر پښتونخوا کې د پولیو یوه بله تازه پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره سږکال پاکستان کې دپولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمیره ۱۳ؤ ته رسېدلې ده . ددپاکستان د روغتیا قامي ادارې پخلی کړی دی چې دپولیو دا تازه پېښه دخیبر پښتونخوا لکي مروت سیمه کې مخې ته راغلې چرته چې د یونیم کال یو ماشوم ته دپولیو وایرس ورپورې کیدو پخلی شوی دی. دپاکستان ډاڼ ورځپاڼه وایي خیبر پښتونخوا په ځانګړي‌ ډول شمالي وزیرستان څخه دپولیو دا پېښې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې پاکستان دپولیو نه دپاک هیواد درجې ترلاسه کولو ته نزدې شوی دی اؤ د روغتیا محکمې چارواکي قبایلي ضلعو نه په لویه شمیره دپولیو پېښو مخې ته راتلو اندېښمن کړي دي. ډاڼ ورځپاني دصحت دمرکزي سیکرټري ډاکټر فخرعالم عرفان له خولې لیکلي "مونږ خیبر پښتونخو اؤ دهیواد دنورو برخو دخلکو ترمنځ په کثرت سره د راشه درشه په دې کې بریالي شوي یو چې دا وایرس رانه په نورو سیمو کې خور نه شي" تر دې تازه پېښې وړاندې چې د روان کال په اوږدو کې په خیبر پښتونخوا کې دپولیو ۱۲ پېښې مخې ته راغلې دي اؤ په حیرانوونکي ډول دا ټولې پېښې افغانستان سره په پوله پرتې دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان څخه رپورټ شوي دي. دشمالي وزیرستان نه په دومره لویه شمیره کې دپولیو دپېښو مخې ته د راتلو په اړوند چارواکې وايي چې سيمه کې ځینې والدین خپلو اولادونو ته پوليو ضد څاڅکي نه ورکوي چې له دې امله په دې وروستیو کې دلته دپولیو دمثبتو پېښو کچه لوړه شوې ده. تيره میاشت هم د شمالي وزیرستان نه د پوليو درې پېښې مخې ته راغلې وې. په دې وروستیو کې د شمالي وزیرستان د صحت ضلعي مشر ډاکټر شمس الرحمان وي او اې ډیو سره خبرو کې ویلي په شمالي وزیرستان کې خلک اوس هم ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه ډډه کوي، نو ځکه ماشومان د پوليو ښکار کيږي. د نوموړي په وينا سږکال د اپريل په دوه ويشتمه نيټه شمالې وزيرستان کې د پولېو کېس رپورټ کېدو وروسته اوسه پوري د پولېو ضد پنځه کمپاينونه شوي دي او بل به د اګست دمياشتې پنځلسمې نيټي نه شورو کيږي. د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر وايي په پاکستان او بيا په ځانګړې توګه پخوانيو قبايلي سيمو کې د پوليو پرضد منفي پروپيګنډي هيواد نه د پولېو رنځ ختمولو ته ډير زيان رسولی دی. هغه وي او ای ډيوه ته وايي که دې لړ کې د جومات د ممبر نه د ولس د پوهاوي په اړه خبره و شې نو والدين به خپلو بچو ته د پوليو نه دبچ کيدو څاڅکو ورکولو ته اماده شي۔ د چارواکو په وينا د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې چې پکې شمالي او جنوبي وزيرستان، ډېره اسماعيل خان، بنو، ټانک او لکي مروت شامل دي د پولیو وايرس په حواله ډېرې حساسې ضلعې دي. پاکستان کې چارواکي وخت په وخت دعوې کوي چې د ملک نه به د پوليو نوغی وباسي او په دغه لړ کې يې تر ډېره حده کاميابي ترلاسه کړې چې هر ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي، خو چارواکي وايي په ځينو ځايونو کې اوس هم د دغه ستونزې سره مخ دي چې مياندې اؤ پلاران خپلو بچو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو څخه ډډه کوي.

23.07.2022 ډیوه

البانیا کې د "خپلواک ایران نړیواله سر مشریزه" د امنیتي ګواښ له کبله وځنډیده

د ایران د حکومت د مخالفینو یوه غونډه چې ټاکل شوې وه د روانې اوونۍ په پای کې په البانیا کې د مجاهدین خلق په مرکزي دفتر کې شوې وه، د امنیتي ګواښ له کبله وځنډیده.

23.07.2022 امریکا غږ

آیا ټرمپ د امریکا په کانګریس د برید په قضیه کې تورن کیدی شی؟

د متحده ایالاتو د کانګریس د استازو مجلس یوې ځانګړې ډلې د کانګریس په ماڼۍ د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو پر وخت د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پلویانو د بلوا په هکله ۸ استماعیه غونډه وکړلې.

23.07.2022 امریکا غږ

په سوشل مېډیا د حمزه شهباز په ټاکنه د نیوکو ترڅنګ عمران خان ته هم د هغه تېروتنې وریادې کړل شوې دي

دپاکستان دغټې صوبې پنجاب د وزیراعلا په انتخاب سوشل میډیا کې تاوده بحثونه پیل شوي دي اؤ د زیاتو رایو په مقابله کې دکمو رایو په ترلاسه کولو دحمزه شهباز په وزیراعلا ټاکل کیدو که چرته جمهوریت خوښو خلکو ټکونه کړي نو هلته ددې عمل دپیل پړه په پخواني وزیراعظم عمران خان اچول شوې ده . ګڼ شمیر خبریالانو، سیاسي اؤ مدني فعالینو بیا دعدلیې دتیر وخت په پرېکړو هم نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي که چرې عدلیې په تیرو وختونو کې بې پلوه فیصلې صادر کړې وې نو نن به هیواد دسیاسي ناقرارۍ سره نه مخ کیدلو. دا په داسې حال کې ده چې دجمعې په ماسخوتن دپنجاب صوبې د اعلا وزارت لپاره دپاکستان تحریک انصاف اؤ مسلم لیګ(ق) کوند شریک امیدوار چوهدري پرویز الهي دخپل مخالف کاندید حمزه شهباز د179 ووټونو په مقابله کې 186ووټونه اخستي خو داسمبلۍ ډپټي اسپیکر دمسلم لیګ(ق) ګوند دغړو 10 رایې ناچله ګرځولي اؤ د وزیراعلا په توګه یې دحمزه شهباز دکامیابۍ اعلان کړی دی. دپنجاب صوبې د وزیراعلا په څوکۍ دپرویز الهي ګټه هغه وخت په تاوان کې بدله شوه چې کله مسلم لیګ(ق) ګوند مشر چوهدري شجاعت حسین دخپل ورور چوهدري پرویز الهي دملاتړ نه لاس راښکلو اؤ دخپل ګوند لسو دپارلیمان غړو ته یې دیو خط دلارې لارښوونه وکړه چې خپلې رایې به حمزه شهباز ته ورکوي. خو دچوهدري شجاعت دلارښوونې باوجود دهغه دګوند غړو خپلې رایې چوهدري پرویز الهي ته ورکړې. د حمزه شهباز د وزیراعلا ټاکل کیدو نه وروسته دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپلو پلویانو داحتجاج غږ کړی دی اؤ ویلي یې دي په پنجاب اسمبلۍ کې چې څه وشول هغه پرې حیران دی. خو د ریلوی مرکزي وزیر خواجه سعد رفیق په ټویټر دعمران خان ددې خبرې جواب کې لیکلي کله چې په سینیټ کې اکثریت په اقلیت کې بدل کړی شوی ؤ اؤ قامي اسمبلۍ کې ایین پامال کړی شوی ؤ هغه وخت ستا حیرانتیا اؤ‌ غیرت چرته اوده شوي وؤ؟ د حمزه شهباز دکامیابۍ داعلان سره سم پاکستان تحریک انصاف اؤ مسلم لیګ (ق) ګوند په ټول هیواد کې احتجاجونه کړي دي اؤ هم یې دډپټي اسپیکر دپرېکړې پرضد شپه په شپه سپریم کورټ ته عریضه کړې ده. خو خبریال شاهزیب خانزاده وایي درې نیمې میاشتې وړاندې تحریک انصاف همدا ویل چې دپارلیمان کارروایۍ کې دلاسوهنې واک سپریم کورټ نه لري،د ډپټي اسپیکر قاسم سوري د رولنګ رد کولو واک نه لري اؤ نن هم هغه تحریک انصاف سپریم کورټ نه دپنجاب اسمبلۍ د ډپټي اسپیکر د رولنګ رد کولو غوښتنه کوي په مرکز کې دحکومت دایتلافي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري دپنجاب صوبې داعلا وزیر دټاکنې نه یوه ورځ وړاندې چوهدري شجاعت حسین سره دپینځوؤ ساعتو یوه اوږده لیدنه کړې وه اؤ هغه نه یې دحکومتي ګوند دکاندید حمزه شهباز لپاره سیاسي ملاتړ غوښتی ؤ. کله چې حمزه شهباز دپنجاب صوبې وزیراعلا غوره شو نو د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په ټویټر ولیکل "یو زرداري پرټولو وزن لري"   خو خبریال محمود جان بابر بیا دتیرو وختونو دپاکستاني سیاستدانانو کړنې په ټویټر په دې ټکو یادې کړې دي یوه ورځ وه چې عمران خان اؤ اصف زرداري په ګډه دسینیټ دچیرمن ټاکنه کې میرحاصل بزنجو راپرځولی ؤ اؤ صاق سنجراني باندې یې ګټلې وه ، حالانکې بزنجو صیب پوره اکثریت هم په لاس کې لرلو ، نن هم هغه عمران اؤ زرداري یو بل ته مقابله کې ولاړ دي ، دواړه په دې بې اصولۍ کې شریک وؤ خبریال عادل شاهزیب وایي اکثریت دپرویز الهي سره دی ،اییني اؤ جمهوري تقاضه ده چې باید هم هغه وزیراعلا جوړ شي ، هره مهم جویي به د ن لیګ لپاره د زیان سوب جوړیږي،هر څو که خان صیب په سینیټ کې اکثریتي امیدوار حاصل بزنجو مرحوم په همداسې مهم جویۍ دباییلات سره مخ کړی ؤ خو که نن دا عمل تکرار شي نو هیواد به دسریلنکا په څېر حالاتو سره مخ شي دجماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق په ټویټر لیکلي پاکستان دقانون په سرلوړۍ اؤ روڼ انده جمهوري عمل پرمخ تللی شي ، که ولس دفیصلو کولو نه محروم وساتل شو نو حالات به د بد نه بدتر شي . هغه وایي که کرپټ سرمایه دارو په دولت دپولنګ سټیشنو، ووټو اؤ داسمبلۍ دغړو داخستو عمل ته دوام ورکړو تو دایین اؤ جمهوریت نه به دخلکو باور پورته شي پاکستان تحریک انصاف ګوند اؤ مسلم لیګ ق د حمزه شهباز د وزیراعلا ټاکل کیدو پرضد دشپې ناوخته سترې محکمې ته عریضه کړې ده اؤ ټاکل شوې ده چې نن دخالي په ورځ به ددې عریضې اوریدنه کیږي خو په عین حال کې دخالي په سهار دپنجاب نوي ټاکل شوي وزیراعلا حمزه شهباز دخپل منصب سوګند اخستي دي اؤ خپلې ذمه وارۍ یې سمبال کړي دي

23.07.2022 ډیوه

د کونړ قومي مشرانو له طالبانو د نجونو د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه وکړه

پر طالبانو یو ځل بیا غږ شوی، چې د نجونو ثانوي ښوونځي پرانېزي. په کونړ کې پرون په یوه لویه غونډه کې قومي مشرانو دا غوښتنه وکړه. د کونړ په مرکز اسعدآباد کې پرون په یوه لویه غونډه کې، چې د طالبانو ځینو مشرانو هم ګډون په کې کړی وو، د افغان نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لېسو د پرانیستو غوښتنه وشوه. په غونډه کې یوه قومي مخور او دیني عالم مولوي سید ولي الله ټینګار وکړ، چې د طالبانو حکومت باید د ټولنې په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د زده کړو امکان برابر کړي. دې دیني عالم له غونډې وروسته له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د خپلو څرګندونو په اړه نور وضاحت هم ورکړ. مولوي سید ولي الله زیاته کړه: "یو اسلامي دولت ښځینه ډاکټرې ته اړتیا لري. یوې ښځېنه معلمې ته اړتیا لري او حتی په ځینو حالاتو کې ښځینه پولیسو ته اړتیا لري. دا ټول ارګانونه دې ته هم اړ اړتیا لري چې باید تعلیم وکړي. دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده او اسلامي امارت باید په دې برخه کې سوچ او فکر وکړي." مولوي سید ولي الله په غونډه کې ټینګار وکړ، چې طالبان باید افغان نجونو ته د اسلامي اصولو او حجاب په رڼا کې د زده کړو اجازه ورکړي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي پرون پر ټویټر په یو بیان کې ولیکل، چې په کونړ کې د دیني عالمانو، مشرانو او مخورو د هغې غونډې کلک ملاتړ او هرکلی کوي چې په کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه شوې. د کرزي په ټویټ کې راغلي، چې دی د هېواد پرمختګ او آبادي د نجونو او هلکانو له تعلیم سره تړلي بولي او د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کوي څو په دې اړه د هېواد د عالمانو او مشرانو غږ ته درناوی وکړي او د نجونو ښوونځي بېرته پرانېزي. پر عامو افغانانو او قومي مشرانو سربېره د طالبانو ځینو مشرانو او له هغې ډلې د بهرنیوچارو وزارت معین شېرمحمد عباس ستانکزي هم د نجونو د تعلیم په پلوي یو لړ څرګندونې کړي او زده کړې یې د نجونو اسلامي حق بللی دی خو د طالبانو چارواکو د دې حق د مخنیوي لپاره واضح دلیل نه دی بیان کړی.

23.07.2022 ازادي راډیو

د پاکستان د پوځي مشرانو غونډه کې د پښتونخوا، بلوچستان اؤ افغانستان په وضعیت بحثونه شوي

دپاکستان پوځي مشرتابه په داسې حال کې دهیواد دلویدیزو پولو،خیبر پښتونخوا، بلوچستان اؤ افغانستان په اړه دیوې مهمې غونډې په ترڅ کې غور اؤ بحثونه کړي چې په دغه هیواد کې سیاسي ناقراري عروج ته رسېدلې ده اؤ څېړونکي وایي چې دهیواد اقتصاد په چټکتیا سره دځپل کیدو یا سقوط لوري ته روان دی. دپاکستان دپوځ دعامه اړیکو څانګې ایي ایس پی ار ویلي دګډو ځواکوند دکمیټې دمشر جنرال ندیم رضا سره په مشرۍ دپوځ دټولو څانګو دمشرانو ترسره شوې غونډه کې دپاکستان ددفاعي اؤ قامي سلامتیا په وضعیت هم خیالات تبادله کړل شوي دي. دبیان تر مخه دې غونډه کې دګډو ځواکونو دکمیټې دمشر جنرال ندیم رضا ترڅنګ دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه،دسمندري ځواکونو مشر ایډمرل محمد امجد خا نیازي اؤ دهوایي ځواکونو مشر اییر مارشال ظهیر احمد بابر سندهو درلودو. بیان کې ویل شوي پوځي مشر تابه ته دهیواد دقامي سلامتۍ د وضعیت په ځانګړي توګه دلویدیزې پولې،خیبر پښتونخوا ؤ بلوچستان په اړه احوال تیر کړل شوی دی اؤ ددې ترڅنګ په دې غونډه کې افغانستان کې دامنیت په ارزښت اؤ د وسله والو ځواکونو دمسلکي تیاریو په اړه هم خبرې اترې شوې دي. بیان وایي پوځي مشرتابه دپوځ په چمتووالي ډاډ اؤ باور ښکاره کړی اؤ ټولو ګواښونو ته یې په کوټلي توګه دځواب ویلو هوډ هم څرګند کړی دی. دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوې چې په دې وروستیو کې دپاکستان په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې اؤ ددې ترڅنګ هیواد دسختې سیاسي ناقرارۍ سره هم مخ شوی دی. دڅېړونکو وینا ده چې پاکستان کې دوروستۍ سیاسي بې ثباتۍ له امله دهیواد اقتصادي وضعیت په چټکتیا سره دځپل کیدو لوري ته روان دی اؤ دا مهال ورځ تر بلې پاکستاني روپۍ خپل ارزښت دلاسه ورکوي. دجمعې په ورځ پاکستان کې دیو امریکایي ډالر نرخ ۲۲۸ روپو ته لوړ شوی دی چې تر دې وړاندې دپاکستان په تاریخ کې ددغه هیواد د روپۍ یا پیسو ارزښت دومره نه دی غورځيدلی. خو په عین حال پاکستان سیاسي فعالین،دبشري حقونو تنظیمونه اؤ اؤ دمدني ټولنې غړي بیا دپاکستان ددې بد سیاسي اؤ اقتصادي وضعیت پړه دهیواد په طاقتور پوخ اچوي اؤ تور لګوي چې پوځ ټول عمر نه یوازې په سیاست کې لاس وهنه کړې ده بلکې دترهګرو  په سرپرستۍ کولو یې پاکستان په نړۍ کې بې اعتباره کړی اؤ نن هیڅوک دې هیواد سره مرستې کولو یا پور ورکولو ته تیار نه دي. خو پوځ دا تورونه مدام رد کړي اؤ وایي دسیاست سره هیڅ سر وکار نه لري. د اقتصادي چارو خبریال او کارپوهه طاهر امين ډيوه ته ویلي د پاکستان تجارتي خساره 48 بيلېنه ډالرو ته رسېدلې ده او د شمېرو ترمخه د تېر کال راهيسې په بجټ خساره کې هم 9 فيصدى اضافه شوې او دا خساره دا وخت 5100 ارب روپو ته جګه شوې ده. هم دا راز د کرنټ اکاونټ خساره په 17 بيلېنه ډالره ولاړه ده او په تېرو څلورو مياشتو کې د بهر ملکي زر مبادلې په ذخيره کې هم 7 اربه ډالره کمی رېکارډ شوی او د پاکستان د مرکزى بنک ترمخه د دوي سره اوس مهال د زرمبادلې ذخیره تر 9.3 بيلېنه ډالرو لاندې راغلې ده. په عین حال کې په اسلام اباد کې پالیسي ریسرچ سینټر پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS په خپله یوه وروستۍ څیړنه کې په ډاګه کړې چې وسله واله ډله ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ سلامتیا او لویدیزو پولو د پاره خطر جوړ شوی دی- د PIPS مشر محمد عامر رانا  تیره ورځ وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ چې پاکستان دا وخت د افغان طالبانو سره هم پیچیده اړیکې لري. د پاکستان د حکومت او پوځ له اړخه د افغان طالبانو د حکومت په منځګړیتوب د تیر کال راهسې د ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې روانې دې- خو لاتراوسه څه پرمختګ پکې نه دی شوی او د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو ویلي د ټي ټي پي سره به داسې څه معاهده نه کېږي چې د ملک د ایین خلاف وي. په پاکستان کې دبیلابیلو سیاسي ګوندونو او څیړونکو له اړخه د ټي ټي پي سره دسولې په خبرو نیوکې کیږي او پوښتنې رابرسیره کیږي چې د دغه خبرو په نتیجه کې د سولې باور به ځوک ورکوي؟ او دا چې ټي ټي پی سره خبرې دې د پارلېمنټ د نظر نه بهر نه وي.

23.07.2022 ډیوه

طالبان: د خبریالانو په نامه د استخباراتو مامورین خپل هېواد کې نه پرېږدو

په افغانستان کې دطالبانو حکومت اعلان کړی چې دوئ د خبریالانو په نامه د استخباراتو مامورین په خپل هېواد کې نه پریږدي. دخبریالانو دحقونو دنړیوالې کمیټې ددې غوښتنې په غبرګون کې چې طالبان باید دهغه اسټریلیايي خبریالې څخه بخښنه وغواړي چې طالبانو په زور بخښنې غوښتو ته اړ کړې وه، دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي استرالیایي خبریاله لېن اودانیل په واقعیت کې غوښتل په افغانستان کې د نظام پر خلاف پروپاګند وکړي. هغه پخپل یو ټویټ کې تور لګولی چې دغې اسټریلیایي خبریالي په افغانستان کې استخباراتي ماموریت ترسره کول غوښتل چې په دې له هېواده شړل شوې او نور به د ابد لپاره افغانستان ته نه راپریښودل کیږي. اسټرېلیایۍ خبریاله لېن اودانیل چې په افغانستان کې یې د مختلفو خارجي رسنیو سره کار کړی دی، وايي چې طالبانو هغه د خپلو لیکل شویو خبري رپوټونو په وجه، په جبر سره بخښنې غوښتلو ته مجبوره کړې ده او ګواښلې یې ده چې که داسې ونکړي، نو بندیوانه به شي.  لېن اودانیل ویلي چې هغه اوس د افغانستانه بهر وتلې ده.   لېن اودانیل زیاتره وخت افغانستان کې دښځو دحقونو اؤ دجینکو دکم عمرۍ په اړه رپورټونه برابرول اؤ ددې ترڅنګ یې دافغانستان دسیاسي حالاتو نه هم خلک باخبره ساتل د فارن پالیسي مجلې خبریالې لېن اودانیل دچهارشنبې په ورځ‌ په ټویټر لیکلي وؤ "د طالبانو استخباراتو وویل، د بخښنې غوښتلو یو ټویټ وکړه، که نه جېل ته ځه. بس هرڅه چې کیږي. هغو راته ویل، ما ټویټ ولیکل. د هغو خوښ نه شول. ټویټ مې لېرې کړ، بیا مې اېډیټ او خپور کړ. زما ویډیو یې جوړه کړه چې (په کې) وایم په ما جبر نه دی شوی. هغه یې هم بیا ځلي جوړه کړه. د لېن اودانیل ددې څرګندونو نه وروسته په طالبانو دبیلا بیلو اړخونو سختې نیوکې شوي اؤ دخبریالانو نړیوالې کمټې هم پخپل یو بیان کې دطالبانو په حکومت غږ کړی دی چې باید له یادې خبریالې بخښنه وغواړي. لېن اوډونېل په ۲۰۱۰ کال کې د افغان ښځو د حالاتو متعلق د خپل یو لړ رپوټونو په سر د بشري حقونو د مطبوعاتو اېوارډ اخېستی دی. طالبان وخت ناوخت د جرنلسټانو سره په تشدد او بدې رویې تورن شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما نن د شورو/چهارشنبې په ورځ د "افغانستان بشري وضعیت" په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړی ؤ  او په کې یې ویلي چې د تېر اګسټ راهیسي افغانستان کې شپږ افغان خبریالان وژل شوي، ۱۲۲ پخپل سر نیول شوي،له ۵۸ خبریالانو سره ناوړه چلند شوی او ۳۳ نور ګواښل شوي دي.

23.07.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more