ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


خلک: اروزګان کې د برښنا بيه لوړه شوې

که څه هم د افغانستان په نورو ولايتونو کې د برښنا قېمت ټيټ دی خو په اروزګان ولايت کې اوس هم د يوه کيلو واټ برښنا بيه د ۲۸ افغانيږ څخه نيولې تر ۳۹ افغانيو پورې رسيږي. اروزګان مېشتي وايي د برښنا د لوړو قېمتونو له امله برښنايي وسايل نه کاروي او يوازې په دومره اندازه برښنا استفاده کوي چې ضرورت يې وي. د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، له يوې خوا د دولتي برښنا قېمتونه لوړ دي او له بلې خوا د دغې برښنا فعاليت يوازې د ښار په يو کيلو مترۍ پورې محدود دی. خلک وايي دولتي برښنا ته د نه لاس‌رسي له امله اړ دي چې يو کيلو واټ برښنا په ۱۰۰ افغانۍ او دوه سوه کالدارې دخصوصي برښنا شرکتونو څخه وپيري. ددغه ولايت يو اوسېدونکی محمدنبي چې په ښار کې خياطي کوي په دې اړه ازادي راډيوته ته وويل: "دولتي برښنا يوازې د ښار په يو کيلو متر ساحه کې کار کوي يو کيلو واټ يې په ۲۸ افغانۍ دی خو بیا هم موږ ورته لاس‌رسی نه لرو. دلته يو شخصې شرکت دی پر موږ يو کيلو واټ برښنا په ۲ سوه کالدارۍ پيري اوس موږ د هغه څخه استفاده کوو د مياشتې زيات لګښتونه پر موږ راځي زموږ او د نور ولايتونو ترمنځ ولې توپيريز چلند کيږي حکومت باید ټولو افغانانو ته يو ډول خدامات وړاندي کړي." حکمت الله ودان بيا وايي، که څه هم په نورو ولايتونو کې د يوه کيلو واټ برښنا قېمت تر ۵ افغانيو پورې رسيږي خو زياتوي چې په ارزګان کې د برښنا لوړو بيو دوی له زياتو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وايي له ښار څخه بهر په هيڅ يوه سيمه کې نه دولتي او نه هم شخصي د برښنا شرکت فعاليت لري. ودان وايي د برښنا د لوړو لګښتونو له امله د ورځې نيمه مزدوري پر برښنا ورڅخه لګيږي او دوی يې د اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. هغه وايي: "په ارزګان کې د برښنا قېمت بيخي زيات لوړ دی زموږ وس نه په رسيږي دغه برق يوازې په ښار کې کار کوي د ښار څخه بهر په هيڅ ځای کې کار نه کوي په سل افغانۍ د هيچا وس نه په رسيږي دولت دې موږ ته يو ارزانه برښنا جوړ کړي ترڅو خلک په هره سيمه کې ورته لاس‌رسی ولري." د روزګان ولايتي مسولين هم د برښنا لوړ قېمتونه تاييدوي او زياتوي چې په دغه ولايت کې د برښنا شرکت لخوا عامو خلکو ته يو کيلو واټ برښنا په ۲۸ افغانۍ او دولتي ادارو ته يو کيلو واټ برښنا په ۳۹ افغانۍ ورکول کيږي. د اروزګان د ولايت مقام وياند احسان الله حماس وايي، پلان لري چې په دغه ولايت کې د برښنا قېمتونه ټيټ کړي. هغه وايي د امير المومنين په لارښوونه د افغانستان د برښنا شرکت مشر ارزګان ته په سفر ورغلی و ترڅو په دغه ولايت کې د برښنا شته ستونزې حل کړي. نوموړي وويل: "په روزګان کې دولتي برښنا د ملکي خلکو لپاره برښنا کيلو واټ په ۲۸ افغانۍ دی دولتي ادارو لپاره په ۳۹ افغانۍ دی د موسیساتو لپاره په ۴۲ افغانۍ کيلو واټ دی موږ پلان لرو چې د برښنا د قېمت ټيټولو لپاره هلې ځلې وکړو د اميرالمومنين په هدايت د مرکز څخه روزګان ولايت ته د برښنا وزير صاحب او مل پلاوی راغلی وه او دلته يې د کجکي پر بند باندې خبرې وکړي چې دغه برق ارزګان ته راولي." اروزګان چې د هېواد په جنوب کې پروت ولایت دی په تېرو څو لسيزو کې د حکومتونو لخوا ورته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

16.12.2022 ازادي راډیو

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

16.12.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

16.12.2022 امریکا غږ

انجلینا جولي د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دنده خوشې کوي

انجلینا جولي د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۶ (لیندۍ ۲۵) اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره د څه دپاسه ۲۰ کلونو کار کولو وروسته د UNHCR د ځانګړې استازې په توګه د دندې څخه استعفا کوي. 

16.12.2022 امریکا غږ

احتجاج: محمود خان اڅکزی وایي د سپریم کورټ قاضیان دې ووایي علي وزیر په جېل کې روا ساتل شوی که ناروا

اسلام اباد/ واشنګټن ــــ پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جمعې په ورځ [16 دسمبر] د علي وزير د خوشي کولو دپاره د هېواد د نورو برخو په څېر په اسلام آباد او د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې احتجاجي مظاهرې کړې دي او د هغه د خلاسون کلکه غوښتنه یې کړې ده. د ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه ښار کې د احتجاجي مظاهرې رهبري کوله چې په زرګونو کسانو پکې ګډون کړی وو او د ښار پر بېلابېلو سړکونو یې لاریون وکړ، دوی په لوړ اواز داسې شعارونه ورکول: "«د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر خوشي کړئ»، «د علي وزیر خلاف مقدمې دې ختمې شي»، «موږ په پښتونخوا وطن کې امن غواړو»". ښاغلي اڅکزي وروسته د ښار پر باچا چوک احتجاجي غونډې ته په وینا کې د پیپلز ګوند، مسلم لیګ ن او جمعیت علمای اسلام پر ایتلافي حکومت نیوکه وکړه، چې وایي دوی د جمهوریت د پلوۍ دعوې کوي خو په سیند کې راو انوار- چې ورباندې د 444 قتلونو تور دی ازاد ګرزي- مګر علي وزیر په زندان کې دی: ښاغلي اڅکزي وویل د پاکستان د سپریم کورټ قاضیان اطهر من الله او جمال مندوخېل دې ریښتیا ووایي چې علي وزیر په جېل کې "روا ناست دی که ناروا"، وایي دوی دې د علي وزیر د بندي کېدو په اړه له خپل اړخ سوموټو اقدام وکړي: "که د علي وزیر په ګډون بغیر له انصافه په زندانونو کې زموږ د بچیانو د ساتلو عمل ونه درول شو، د پاکستان جېلونه به موږ داسې ډک کړو چې ځای به پکې پاته نه شي او بیا به پښېمانه یې". د اسلام اباد پريس کلب مخې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په لسګونو کارکنانو د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزير د خوشي کولو په حق کې احتجاجي مظاهره وکړه. احتجاج کوونکو وويل د پارلېمان منتخب غړي د تېرو دوو کالو راهیسې په جېل کې بندي دی خو په يو جمهوري حکومت کې د پارليمنټ په غونډه کې د هغه د ګډون ارډر نه ورکول کيږي په کوم چې د دوی په وینا پښتون ولس ډېر انديښمن دی. وي او اې ډيوه سره په خبره کې يو احتجاج کوونکی خالد خان وويل، علي وزير يواځې "د پښتون قام د ستونځو او د خپلواکۍ خبره کړې ده او د محکومې طبقې لپاره يې آواز پورته کړی دی"، وایي نوموړي داسې خبره نه ده کړې چې د پاکستان د دستور خلاف وي. علي وزیر د 2020م کال د دسمبر پر 16مه په پېښور کې نیول شوی وو او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږل شوی وو. په هغه تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي، خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي اجمل خان چې په اسلام اباد کې ياد احتجاج ته راغلی وو، وي او اې ډيوه ته وويل، چې "په پاکستان کې د يو پارليمان غړي سره دا چلند کيږي نو د عام پښتون وګړي به څه حال وي؟". په علي وزیر تراوسه پورې شپږ مقدمې شوي، په يوه مقدمه کې په کراچۍ کې بري شوی، په درېو مقدمو کې ورته د کراچۍ عدالتونو ضمانتونه ورکړي، اوس پرې درې مقدمې په خېبرپښتونخوا کې روانې دي، يو د ميرانشا، يو د ډېره اسماعيل خان او یوه په چارسده کې ده. په احتجاج راوتلي د پښتونخوا ملي عوامې پارټۍ غړو ويل پښتانه د بې امنۍ تنګ راغلي دي او له رياسته تل پاتي امن غواړي۔ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې حاجي عبدالحکيم وايي "هغه سړی چې هره ورځ په خپله علاقه کې مړي ويني، چاودنې ويني، نو موږ د رئاست نه غوښتنه کوو چې دا ظلم دې بند کړی شي". احتجاج کوونکو د مسلم ليګ ن مشري کې د پي ډي ايم په ايتلافي حکومت هم نیوکې وکړې چې تر اوسه يې د يو منتخب پارليمان غړي په قضيه کې خپل کردار ونه لوباوه. علي وزير ته په خېبرپښتونخوا کې په يوه مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی خو په دوه نورو کې ورته لا ضمانت نه دی تر لاسه شوی چې په هغو کې يې ضمانت وشي نو هغه به خوشی شي.

16.12.2022 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

16.12.2022 امریکا غږ

پاکستان د سرحدي نښتو په اړوند د طالبانو لوړپوړی دپلومات احضار کړی

پاکستان د جمعې په ورځ دسمبر په ۱۶مه(لیندۍ ۲۵) د طالبانو یو جګپوړی استازی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرله پسې سرحدي نښتو په اړوند احضار کړ؛ هغه نښتې چې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان شوي دي. 

16.12.2022 امریکا غږ

د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

16.12.2022 امریکا غږ

پاکستان مودي ته د 'گجرات قصاب' خطاب وکړ؛ هند پاکستان د 'تروریزم مرکز' وباله 

د هند د بهرنیو چارو وزیر پاکستان د "ترهګرۍ په مرکز" تورن کړ او د هغه پاکستاني سیال په یوه لفظي جګړه کې د هند صدراعظم نریندرا مودي "د ګجرات قصاب" وباله.

16.12.2022 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

16.12.2022 امریکا غږ

روسیې امريکا ته خبرداری ورکړی چې اوکراين ته پيټريټ توغندیو لېږلو څخه دې ډډه وکړي

واشنګټن- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت امريکا ته خبرداری ورکړی چې که چیرې امريکا اوکرين ته پيټريټ ميزايل ورکړل، روس به دا قهر پارونکی ګام وبلي او کېدای شي کرېملېن ورته ځواب ووايي. د وزارت وياندې ماريا زخاروا ويلي د امريکا لخوا په اوګرين کې پيټرېټ توغندي لګول چې د روس د هوايي حملو مخه پرې ونيسي به په دې معنا وي چې امريکا غواړي  هلته خپل رول زیات کړي او د کيف د حکومت سره مرسته کول غواړي چې د روس د لسو مياشتو جنګ په شا وتمبوي خو دا به ممکن خپلې اغېزې ولري. وياندې دا څرګنده نه کړه چې روسیه به څه قسم غبرګون وښيي خو ويې ويل چې امريکا دې د روس د خبرداري نه صحيح جاج واخلي چې دغه وسله لېږل به روس ته د حملو کولو يو قانوني هدف ورکړي. هغې وويل د امريکا وسلې اوکراين ته لېږل د وړاندې نه ښيي امريکا په دې جنګ کې فريق دی. امريکا دې اوونۍ خبريالانو ته منلي چې د لوظنامې په ترڅ کې اوکرين ته پيټريټ ميزايل لېږي د کومو غوښتنه چې ولسمشر ولاډيمير زېلېنسکي کړې چې د روسي هوايي حملو نه خپله دفاع وکړي او خپل بنيادي انفراسټرکچر لکه د بجلۍ او اوبو سپلاي بچ کړي.  د وايټ هاوس او د پينټاګان چارواکو په دوامداره توګه ويلي چې د اوکرين هوايي ځواک توانمندول يې لومړيتوب دی خو دا اونۍ يې ښکاره کړه چې پيټريټ توغندي هم ورکوي. البته د روس د اوکرين په انفراسټرکچر د بمبارۍ په ترڅ کې امريکايي چارواکو به ويل پرېکړه يې کړې چې د اوکرين هوايي دفاعي نظام قوي کول ضروري دي. امريکايي چارواکو د زيارت/پنج شنبې په ورځ ويلي دوی د اوکرين د جنګي ځواک د غړو د روزنې عمل نور هم غځوي او دا نوي هدايات په جرمني کې ګريفېنور تربيتي مرکز ته ورکړل شوي.

16.12.2022 ډیوه

د بنګله دېش د بېلوالي 51 کاله: څېړونکي وایي پاکستان باید زدکړه وکړي او د هغسې پېښې د تکرار سبب نه شي

واشنګټن ـــــ بنګله دېش د دسمبر شپاړسمه له دې کبله د «کامیابۍ د ورځې» په توګه لمانځي چې وایي پاکستاني پوځ ته یې په ډاکه کې "ماتې ورکړې وه"، څېړونکي وایي پاکستان باید له هغې پېښې زدکړه وکړي او له خپلو خلکو، د هغوی له ژبې او حقونو سره داسې چلند ونه کړي چې بیا 51 کاله مخکینۍ پېښه تکرار شي. تاريخپوه او ليکوال پروفېسر سيد وقار علي شاه وايي، دغه به په تاريخ کې همېش د تورې ورځې په توګه ياد ساتل کيږي چې اکثريت د "ناانصافۍ او زياتي" د لاسه په دې مجبوره کړی شو چې له اقليته بېل شي: "دا په تاريخي توګه يواځینی ځانګړی مثال دی چې اکثريت د لږکيو څخه تښتېدلې دي، د غربي پاکستان له خوا د ختيځ پاکستان وګړو ته هغه درناوی يا حقونه نه ورکول کېدل، هغوی 56 فیصده ابادي وه خو بيا هم بنګله د قامي ژبې په حېث نه منل کېدله، د هغوی ډېرې ګېلي وي خو د هغوی ګیلو ته د دويمې درجې د وګړو په حیث کتل کېدل، ځکه ددې نتيجه د هيواد بېلېدو صورت کې وليدل شوه". شپاړسم دسمبر 1971م کال هغه ورځ ده چې په 1947م کال کې جوړ شوي پاکستان څخه د هغې وخت مشرقي پاکستان په نامه ياده برخه بېله شوه چې نن يې نړۍ د بنګله دېش په نوم د يو خپلواک هېواد په حيث پېژني. د مشرقي پاکستان تر بېلدو وړاندې چې دغلته احتجاجونه او سياسي تحريک هم روان وو او بيا ددې صورتحال د قابو کولو دپاره د مارچ په مياشت کې پوځي عمليات روان کری شول خو په دسمبر 1971م کې د پاکستان پوځ تسليم شو او دغه برخه بېله شوه. په دغه موضوع وخت په وخت بحثونه اورېدل کيږي خو په وروستيو کې له خپلې څوکۍ تر ريتايرډ کېدو وړاندې د پاکستان د پوځ د مشر جنرل باجوه دې خبرې دا بحث يو وار بيا روان کړ، چې ویل یې د 1971م کال دغه ناکامي د پوځ نه بلکې د سياسي مشرانو په غاړه ده. خو يوه اوونۍ وروسته له هغه چې د پوځ پخواني مشر جنرال قمر جاوید باجوه د ختیځ پاکستان ماتې د "سیاسي ناکامۍ" په توګه یاده کړه، د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري دا دعوه په پټه خوله رد کړه او ټینګار یې وکړ چې د ډاکې ماتې په حقیقت کې یوه "پوځي ناکامي" وه چې د ذوالفقار علي بټو په مشرۍ پیپلز ګوند لپاره یې چېلنجونه راوړي وو. بلاول بټو ویلي وو چې تر هغې پېښې وروسته خلک مات شول او ټولې هيلې يې له لاسه ورکړې وې، خو کله چې ذوالفقار علي بټو حکومت واخيست هغه ملت جوړ کړ: "د خلکو باور یې بېرته واخیست او بالاخره یې زموږ 90,000 سرتیري بیرته کور ته راوستل چې د پوځي ناکامۍ له امله د جګړې بندیان شوي وو او دا هر څه د امید د سیاست، د یووالي او شمولیت له امله ممکن شوي وو". د پېښور پوهنتون د سيمه یيزو مطالعاتو د مرکز پخوانی مشر پروفېسر ډاکټر سرفراز خان وايي، پکار نه ده چې تاريخ ګډوډ کړل شي بلکې پر ځای ددې د تېروتنو څخه زدکړه کول پکار دي او له هغه څه تکرارولو ډډه کول ضروري دي چې د هېواد د دوه ځايه کېدو سبب شوي وو.

16.12.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

16.12.2022 امریکا غږ

د روسیې تازه بریدونو د اوکراین پر سترو ښارونو برښنا پرې کړې 

پر اوکراین باندې د جمعې په ورځ ډسمبر ۱۶ (لیندۍ ۲۵) د روسیې د میزایلو تازه بریدونو په نتیجه کې ددې هیواد په لویو ښارونو کې د اوبو رسولو شبکې له کاره لویدلي او بریښنا پداسې حال کې پرې شوې ده چې د تودوخې درجه د سانتیګراد په کچه صفر څخه ښکته ده.

16.12.2022 امریکا غږ

ژوند په امریکا کې

"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.

16.12.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more