ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


جنرال مایکل کوريلا:امریکا د ټي ټي پي لخوا د پاکستان سلامتيا ته په ورپېښ خطر اندېښه لري

د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان لخوا دترهګرۍ په پېښو کې د پرله پسې اضافې په ترڅ کې د امریکا لوړ پوړي پوځي کمانډر جنرل ماېکل کوريلا ویلي چي امریکا د ټي ټي پي لخوا د پاکستان سلامتيا ته په ورپېښ خطر اندېښه لري. دا خبره نوموړي پداسې حال کې کړې چې په افغانستان کې پټ پاکستاني طالبانو د پاکستان په زمکه خپلې حملې زیاتې کړې دي. په دې وروستیو کې د پاکستان په سفر تللي د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال ماېکل اي کوريلا د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون سره مرکه کې د پاکستان او امریکا ترمنځ په پوځي اړيکو، دوه اړخیزه تعلقاتو، ترهګرۍ ضد جګړه او د تحريک طالبان پاکستان لخوا دې هېواد ته په ورپېښو ګواښونو خبرې اترې کړې دي. د امریکا د سېنټ کام پوځي مشر جنرال ماېکل کوريلا د ترهګرۍ ضد د پاکستان هڅې د سيمه ايز ثبات او سلامتيا لپاره مهمې ګرځولې دي او ویلي یې دي چې امریکا د پاکستان د پوځ د نوي سرلښکر جنرال سيد عاصم منير سره په ګډه کار کولو ته سترګې په لاره ده. د امریکا د سېنټ کام مشر جنرال مايکل اي کوريلا په پاکستان دننه د لا قانونه تحریک طالبان پاکستان لخوا مخ په زیاتیدو نکو بريدونو باندې دا اندېښنه په داسي حال کي څرګنده کړې چې ټي ټي پي پدې وروستیو کې د پاکستان حکومت سره ډزبندي ماته کړې او د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې یې په امنيتي ځواکونو او په ځانګړي ډول پولیسو باندې حملې زیاتې کړي دي. امریکا د دسمبر په لومړۍ نېټه د القاعده برصغير د دريوؤ مشرانو سره د تحريک طالبان پاکستان دويم مشر قاري امجد هم نړيوال ترهګر ګرځولی دی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن ویلي ؤو امریکا ژمنه ده چې په افغانستان کې د القاعده برصغير او ټي ټي پي لخوا د ګواښونو مخنيوي وکړي. په ترهګریزو فعالیتونو نظر لرونکی او د خېبرپښتونخوا د پولیسو پخوانی مرستیال مشر اختر علي شاه ډيوه سره خبرو کې وايي پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا مالي او تکتيکي مرستو ته اړتيا لري. هغه وايي له دې مخکې هم دترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان ته د امریکا کومک ترلاسه و او امریکا په افغانستان کې هم د ترهګرۍ خلاف جګړه کې اږوده تجربه لري. ښاغلی اختر علي شاه وايي امریکا د خفيه مالوماتو او په نورو مدونو کې د پاکستان ملاتړ کولی شي. د امریکا د ګډو ځواکونو دمشر جنرال ماېکل اي کوريلا وېنا وه چې د پاکستان او امریکا سټراټيجکي تړون د سيمې ثبات او امنیت ته تقويه ورکوي او وايي چې امریکا د تحريک طالبان پاکستان لخوا ددغه هېواد سلامتيا او ثبات ته په ورپېښ خطر اندېښه لرى. د لا قانونه تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولي محسود د امريکې ټي وي چېنل سي اېن اېن سره خپله تازه مرکه کې دا تاثر رد کړی چې ګواکې چې دافغان طالبانو حکومت د دوي سره په پاکستان حملو کې مرسته کوي او دافغانستان خاوره دپاکستان پرضد دبریدونو لپاره کاروي. نوموړي دعوه کړې چې ټي ټي پي په پاکستان د حملو لپاره هم د پاکستان زمکه کاروي. خو د فاټا ريسرچ سنټر اسلام اباد څېړنکار منصور خان مسيد ډيوه سره خبرو کې د نور ولي مسيد مرکه ډپلومېټک مرکه ګرځوي او وايي دا هر چاته مالومه ده چې تحريک طالبان پاکستان په افغانستان کې ځالې لري او کورنۍ یې هم هلته اوسېږي. په دې وروستیو کې دپاکستان او افغانستان ترمنځ په پولو د حملو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې کشيده شوي دي او پاکستان په افغانستان د واکمنو طالبانو څخه غواړي چې د پاکستان په خاوره د پولې پورې غاړې څخه بريدونو کې دککړو کسانو خلاف کاروايي وکړي. تېره میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو مرستيالې وزيرې حنا رباني کهر هم د کابل يو ورځنی سفر کړی و او په افغانستان واکمنو طالبانو سره یې په شریکه پوله په راپورته شوو ستونزو خبرې کړې وې. پاکستان طالب چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دوى دې ترهګرو ته د بيا منظم کېدو او حملو کولو لپاره د خپلې خاورې کارولو اجازه ورنکړي او نړیوالو سره کړي لوظونه دې پوره کړي. امریکا هم په دې وروستیو کې ویلي وو که نړیوال ترهګر په افغانستان کې بيا منظم شول نو پرضد به يې سخته کاروايي کولی شي.

18.12.2022 ډیوه

دپښتونخوا اسمبلۍ اپوزیشن غړي دعمران خان لخوا داسمبلیو ماتولو اعلان سیاسي چال بولي

د خېبر پښتونخوا د مخالفه سياسي ګوندونو غړي او څيړونکي وايي د عمران خان د اسمبليو ماتولو اعلان يو سياسي چال دی خو د پاکستان تحريک انصاف د صوبایي اسمبلۍ غړي وايي دوي د اسمبليو ماتولو په خبره کلک ولاړ دي۔  د مخالفه سياسي ګوندونو غړي وايي که چرته اسمبلۍ ماتې کړی شي نو صوبه کې به ضمني انتخابات کیږي يا به ګورنر راج لګولی شي. د اليکشن کمېشن چارواکو هم ویلي که د ضمني ټاکنو اعلان وشي د ایين سره سم دوي خپلو ذمه واریو پوره کولو ته تيار دي۔ د پاکستان مسلم ليګ (ن)د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي اختيار ولي وي او ای ډيوه ته وويل عمران خان به هيڅ کله هم د اسمبلیو ماتولو ګام پورته نه کړي ځکه چې هغه د خېبر پښتونخوا د حکومت وسایل د خپلو سياسي ګټو د پاره کاروي۔ نوموړي وويل که بيا هم د اسمبلیو ماتولو اعلان وشي دوي به ضمني انتخابات کوي او يا به صوبو کې ګورنر راج لګول کيږي۔  "په قانوني توګه مونږ سره دوه لارې دي، يو دا چې ضمني انتخابات وکړو، دويمه دا چې ګورنر راج ولګول شي، هغې سره به مونږ خپل وخت پوره کړو،د عدم اعتماد تحريک که مونږ راوړو ګټه به یې دوي ته رسيږي چې حکومت يي بچ شي، نو ايا دوي دپاره حکومت بچ کړو؟" څيړونکي او خبريال لحاظ علي ډيوه ته وويل عمران خان په وفاقي حکومت فشار زياتول غواړي چې خبرو اترې ورسره وکړي۔ نوموړي وويل عمران خان خبرې د عامو ټاکنو د زر کولو او د ده خلاف د کېسونو د ختمولو د پاره کوي. نوموړي وويل که د پنجاب اسمبلي نه ماتيږي، يا پکې کومه مسله راپېدا کيږي نو بيا د خېبر پښتونخوا حکومت هم اسمبلۍ ماتولو ته تيار نه دی. "زما د دوه دریوؤ مهمو وزيرانو سره خبرې شوې دي، هغوي وايي چي تر څو د پنجاب اسمبلۍ د ماتولو خبره نه وي په ډاګه شوې نو د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ ماتولو سمري به نه ليږل کيږي، ځکه چې يوازې د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ په ماتولو باندې په وفاق کوم دباو نه جوړيږي" خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف غړي خالد خان ډيوه ته وويل که عمران خان د دوي نه استعفاګانې غواړي او که د اسمبلۍ ماتولو ورته وايي په هر صورت دوي د عمران خان بيانيي سره کلک ولاړ دي. "د اسمبلۍ دټولو غړو رایې د عمران رایې سره يو شان ده او د اسمبلۍ د ماتولو دوي ټول طرفدار دي" د اسمبليو د ماتيدو او په ممکنه توګه د ضمني انتخاباتو کيدو په اړه د خېبر پښتونخوا د الېکشن کمېشن وياند سهېل احمد ډيوه ته وويل که انتخابات کيږي نو د اليکشن کمېشن اف پاکستان د وېنا سره سم دوي خپلې ایيني ذمه واریو تر سره کولو ته تيار دي. "څنګه چې اليکشن کمېشن د انتخاباتو پريکړه وکړي هغسې به دوي خپله تګ لاره تياروي"  دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله دیو شخصي ټيلي ویژن سره خبرو کې دعمران خان په اعلان خپل غبرګون کې ویلي "تاسو به وګورئ چې په یوه اوونۍ کې به څنګه یوټرن واخستل شي"

18.12.2022 ډیوه

څېړونکي:افغان طالبان دټي ټي پي په قانع کولو کې پاتې راغلي دي

څېړونکي دغېر قانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان مخ په زياتېدونکي ترهګریز فعاليتونه د پاکستان دپاره د فکر وړ ګڼي اؤ وایي اؤ وایي دتي تي پي په قانع کولو او يا قابو کولو کې افغان طالبان ناکامه راغلي دي. د پاکستان خارجه وزير بلاول بوټو زرداري هم تېره ورځ دټي ټي‌ پي دترهګریزو فعالیتونو په اړه ویلي وؤ چې پاکستان د ټي‌ ټي پي پرضد له پولې بهر هم د ګام پورته کولو حق لري او دا چې په افغانستان واکمنو طالبانو  سره پاکستان ددغه معاملې په اړه پر خپله ستراتیژۍ له سره غور وکړي. ايا د ټي ټي پي فعالیتونه د پاکستان او افغان طالبانو د اړيکو ختمېدوسوب جوړېدای شي؟ د دغه پوښتنې په ځواب کې ددفاعي چارو څېړنکار جنرل رېټايرډ طلعت مسعود ډیوه ته وایي ،پاکستان غواړي چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو سره ښې اړيکې وساتي ځکه پاکستان بيا بيا د افغان طالبانو نه غوښتنې کوي چې تحريک طالبان پاکستان دې قابو کړي او د افغانستان خاورې څخه دې د ټي ټي پي دفعالیتونو مخه ونیول شي. "خو زه ګنم چې پاکستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې چې څه تمې او هيلې  لرلې هغه عملي نه شوې او د ټي ټي پي په قانع کولو او يا قابو کولو کې افغان طالبان ناکامه پاتې دي" نوموړی وایي افغان طالبانو دټي ټي پي له لوري دپاکستان پرضد په فعالیتونو سترګې پټې کړې دي چې دا عمل د دواړو هیوادونو خپل منځي اړېکو او باور ته زيان رسوي. دښاغلي مسعود په خبره ،پکار دا وه چې کومه تګلاره د افغان طالبانو ده هم هغه تګلاره ددوي ملګرو ډلو هم خپله کړې وای، او دا به هله ممکن وه چې افغان طالبانو داسې غوښتل. په افغانستان کي واکمن طالبان دا تورونه ردوي چې ګنې ټي ټي پي دپاکستان پرضد دافغانستان خاوره کاروي اؤ دریځ لري چې هیڅ يوې ډلې ته هم دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان څخه د کوم بل هېواد پرضد فعاليتونه وکړي. دپاکستاني طالبانو مشر نور ولي محسود هم د سي این این سره پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې د دوئ دپاکستان پرضد بریدونو لپاره دافغانستان خاوره نه کاروي اؤ نه ورته دافغان طالبانو دمرستې ضرورت شته. هغه ویلي دي ټي ټي پي پخپله دومره توان لري چې دپاکستان دپوځ پرضد خپله جګړه پرمخ یوسي. د پاکستان خارجه وزیربلاول بوټو په یوه مخکنۍ وینا کې دا هم ویلي وو چې پاکستان کولی شي د افغانستان د طالبانو له واکمنانو سره د معاملې په اړه پر خپله ستراتیژۍ له سره غور وکړي،خو ددې توان نه لري چې له کابل سره اړیکې پرې کړي. دڅېړنکار پروفېسر اعجاز خټک په وېنا پاکستان مدام د طالبانو دپاره يو شان تګلاره روانه ساتلې وه  خو اوس د افغان طالبانو په افغانستان د واکمنۍ يو نيم کال وروسته ښکاري داسې چې لکه دغه اړيکې ډېرې د باور وړ نه وي پاتې . ډیوه سره خبرو کې نوموړی وایي طالبانو کې دننه اوس لس قسمه فکر لرونکي خلک ښکاري اوهم دا لامل دی چې افغان طالبانو لږ تر لږه تحريک طالبان پاکستان هم د پاکستان دپاره قابو نه کړو ۔ "زه ګڼم چې پاکستان دپاره افغان طالبانو سره اړېکې ختمول امکان نه لري خو بيا دغه صورتحال به نور هم چېلنجونه سېوا کوي" دیوې مودې راهسې دخپلې تګلارې  له ترمخې پاکستان افغان طالبانو سره نزدې اړيکې ساتلې دي  او د دوي په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته يې د ټي ټي پې سره د سولې مذاکرات هم  کړې دي خو څېړنکاران وايي ددې مذاکراتو په نتيجه کې هم د يادې ډلې فعاليتونو کې کمی ونه ليدل شو بلکې د افغانستان دننه د طالبانو واکمنۍ سره سم په پاکستان کې دټي‌‌ ټي پي په ترهګریزو بريدونو کې زياتوالی راغلی دی

18.12.2022 ډیوه

یوناما: افغانستان کې ناامني ۲۳ سلنه او نښتې ۲۷ سلنه زیاتې شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا(یوناما) په دغه هیواد کې د ناامنیو زیاتوالي، وسله والو نښتو او هوايي بریدونو او چاودنو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

18.12.2022 امریکا غږ

د فټبال نړیوال کپ به میسي تر لاسه کوي که ایمباپي، فیصله یې نن کیږي

دفټبال دنړیوال کپ 2022م دسیالیو وروستۍ معرکه یا فاینل نن داتوار په ورځ په قطر کې د فرانس اؤ ارجنټینا ترمنځ ترسره کیږي. په ننۍ فاینل سیالۍ کې میسي وروستی فرصت لري چې په ارجنټینا نړیوال کپ وګټي خو دفرانس ایمباپی هم ددې نړیوال کپ ګټلو ته بېتابه دی. فاینل ته رسیدو لوبډلو کې تکړه لوبغاړي لوبیږي اؤ کیلیان ایمبا پی اؤ لیونل میسي دواړو په دې نړیوال کپ کې تر اوسه پینځه،پینځه ګولونه کړي دي. په داسې حال کې چې   ليونل ميسي د خپل دویم او  ممکنه  وروستي دفټبال نړيوال کپ فاينل لوبولو ته رسیدلی، ورسره دې تجسس هم  زور نيولی چې نړيوال کپ به  دميسي تر لاسونو ورسيږي که نه ددغه ارمان پوره کولو څخه پرته به  میسي دفټ بال  له لوبې رخصت شي؟ داتوار په ورځ  دلوسيل  په لوبغالي  کې  دفرانس په ضد ګټه، دميسي لپاره هاغه فرصت دى چې  هغه ټرافي ترلاسه کړي  چې پخپل افسانوي کيرير کې  یې تر اوسه نه ده ترلاسه کړې. په دغسې کولو سره به میسي  دکرسټيانو رونالډو څخه  پرمخ ولاړ شي، چې هغه هم کله  يو نړيوال جام نه دى ګټلى، هغوي دواړه دخپل نسل  دوه عظيم مخالف لوبغاړي ګڼل کيږي. 37 کلن  رونالډو  ددې  نړيوال جام  دکوارټر فاينل  په پړاو کې له ټورنامنټ څخه  وتلى، په دغه مهال  هغه ژړلي هم وو. ميسي  به  دارجنټاين  په دريشۍ یا جامو کې  دخپل هيواد په وروستۍ لوبه کې  له خپلو غورو شېبو څخه خوند واخلي.  دارجنټينا کوچ لاينل سکيلوني  دميسي په اړه ويلي "  هر وخت چې مونږ هغه وينو، هغه مونږ  ته دځان او لوبغاړو د ځانګړتیا احساس رابښي" " دهغه په اړه داسې څه دي چې  يوازې دارجنټينا  ولس نه بلکې خلک يې هم خوښوي "   " مونږ دوياړ او امتياز احساس کوؤ چې هغه زمونږ قميص اغوستى "  د میسی ځايې،دډيګو ميراډونا  ترڅنګ، چې دارجنټينا يو له دوو ځليدونکو ستورو څخه دى، اوس دڅه وخت لپاره خوندي کړل شوی دى ، خو هغه ته لا تر دې دميراډونا دلويې  کاميابۍ په څير  خپل ټيم  دنړيوال کپ اعزاز ته رسول لا پاتې دي. ميراډونا دغسې په ميکسيکو کې په کال 1986 کې کړي وو، او ميسي  خواوشا شل کاله  په بارسيلونا کې ديوباصلاحيته لوبغاړي په توګه مخې ته دراتللو وروسته  ددغسې کاميابۍ  دتکرارولو  په هيله پاتې شوی دى. په 2010م کې په جنوبي افريقه کې  دميراډونا دکوچ او ميسي  دځليدونکي  لوبغاړي په حېث يو مثالي ټيم و، خو ارجنټينا ته دجرمني له لوري په 4-0 سره ماتې ورکړى شوې وه او دکوارټر فاينل په پړاو کې  له لوبې بهر شوي و.  په کال 2014م کې چې  ميسي  دخپلې لوبې دعروج کلونو ته ورسيدو نو ارجنټينا  په برازيل کې  فاينل ته ورسيده. يوځل بيا دوي دجرمني سره مخ شول او  دميسي اړخ بايلونکى ثابت شو چې په اضافي وخت کې يې په 1-0 سره ماتې وخوړه. اوس چې دمیسي  عمر 35 کاله دى، ورته معلومه ده چې شايد دا يې  په نړيوال کپ کې وروستۍ لوبه وي. په عين حال کې   دميډيا راپورونه په ډاګه کوي چې  دارجنټاين ځليدونکي لوبغاړي ليونل ميسي دزيارت په ورځ  دژوبل کيدو له امله  دټيم په تربيتي پړاؤ کې برخه نه وه اخستې اؤ هيله کيدله چې ميسي به داتوار تر ورځې روغ شي اؤ دفرانس په ضد به  فاينل ولوبوي او دټرافۍ په ګټلو سره به  خپل وروستى نړيوال کپ يادګار جوړ کړي. ليونل ميسي پخپل کيرير کې ريکارډ اووه ځله بيلن ډي اور ايوارډ او يوځل دفيفا دترټولو غوره لوبغاړي ايوارډ ګټلى دى. هغه څلور ځله  داتلولۍ ليګ ټرافۍ په ګډون 11 بيلا بيل اعزازونه او يو ځل کوپا امريکا ټرافي هم ګټلې ده خو دايوارډونو په خانه کې ميسي دنړيوال کپ ټرافۍ ګټلو ته هیله من دی. ميسي په کال 2005م کې دخپل بين المللي کيرير پيل کړى او له دې وروسته هغه دارجنټاين لپاره په 164 مقابلو کې برخه اخستې او د90 ګولونو سره ددغه هيواد ترټولو ريکارډ سکور کوونکى لوبغاړى دى. په کال 2005م کې دهنګري په ضد په ميچ کې دمتبادل لوبغاړي په توګه دميسي  دبين المللي کيرير دپيل دورانيه يوازې تر دوو دقيقو وه خو هغه په سملاسي توګه  په ملي ټيم کې دځان لپاره ځايې جوړ کړو  او په 2006م کې يې دخپل لمړي نړيوال کپ لپاره دجرمني سفر کړى و

18.12.2022 ډیوه

وتلی پښتون اداکار فردوس جمال کېنسر شوی، وزیراعظم یې علاج کې د مرستې ژمنه کړې

پاکستان کې دفلم،ټي وي،ریډیو اؤ تهیټر وتلی پښتون هنرمند فردوس جمال دکینسر په ناروغۍ داخته کیدو له امله روغتون کې بستر کړل شوی دی اؤ دهیواد وزیراعظم شهباز شریف هغه ته باور ورکړی دی چې حکومت به یې په علاج کې هر رقم مرسته کوي. دپېښور سره تړاؤ لرونکی 68 کلن فردوس جمال چې په سوونو دټي اؤ ریډیو ډرامو اؤ فلمونو کې یې مرکزي کردارونه لوبولي،دتېرې څه مودې راهسې یې په یو شخصي روغتون کې علاج روان دی اؤ تېره ورځ وزیراعظم شهباز شریف هم هغه ته ټیلي فون کړی اؤ دصحت حال یې ورله معلوم کړی دی. وزیراعظم دهنر په نړۍ کې دفردوس جمال خدمتونه ستایلي اؤ باور یې ورکړی چې حکومت به یې دهغه په علاج کې هر رقم مرسته کوي. وزیراعظم فردوس جمال ته ویلي چې ټول قام دهغه د روغې څټې لپاره دعا کوي اؤ په علاج کې به یې هیڅ کسر نه پرېښودل کیږي. فردوس جمال 70 په لسیزه کې د17 کلنۍ نه دهنر میدان کې قدم ایښې اؤ هغه په وړومبي ځل د پي‌ ټي وي پېښور څخه په یوه هندکو ډرامه کې دکار کولو نه دخپل فني سفر اغاز کړی ؤ. فردوس جمال پخپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي وؤ هغه د وړوکوالي نه دهنر سره مینه لرله اؤ کله چې یې اداکاري شروع کړه نو دښه مستقبل لپاره د پېښور نه لاهور ته منتقل شو اؤ دغلته یې په قامي کچه ډرامو کې دکار موندلو لپاره ډیرې سختې سوختې تیرې کړې دي. هغه لږ تر لږه 300 د ټي وي په اردو،پښتو او هندکو ډرامو کې مرکزي کردارونه لوبولي دي،نزدې 100 د ریډیو اؤ داسټیج په 150ډرامو اؤ 50 فلمونو کې یې هم کار کړی دی .  ددې ترڅنګ هغه د ډایریکټر،پروډیوسر، اینکر اؤ اناونسر په توګه  هم ذمه وارۍ ترسره کړې دي. دپاکستان حکومت فردوس جمال ته په غوره هنري خدماتو په کال 1986م کې صدارتي ایوارډ ورکړی اؤ په کال 2001م کې وایس اف ملینیم ایوارډ هم ترلاسه کړی دی.

18.12.2022 ډیوه

د ارزګان ځینې کونډې او بې سرپرسته ښځې له طالبانو مرسته غواړي

په ارزګان کې کونډې او بې سرپرسته ښځې وايي، که طالبان غواړي عزت يې خوندي کړي نو د دوی ماشومانو لپاره دې د خوړو غم وخوري. په ارزګان ولایت کې اوسمهال زرګونه بې سرپرسته ښځې شتون لري چې ټوله ورځ په ښار کې خیرات ټولوي او یا هم د موسسو د دفترونو مخې ته په دې نیت کېني څو ورسره مرسته وشي. نور نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

18.12.2022 ازادي راډیو

د سالنګ تونل کې د تېلو ټانکر اورلګېدنې مرګ ژوبله اړولې

د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت وايي، په سالنګ کې د یوه ټانکر د چپه کېدو او اورلګېدنې له امله، لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

18.12.2022 امریکا غږ

د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د تحقیقاتو ځانګړې کمیټه د تحقیقاتو نتیجه خپروي

ټاکل شوې چې د کانګرس ځانګړې کمیټه چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو او د کانګرس په ماڼۍ د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پلویانو د برید او په برید کې د ښاغي ټرمپ د لاس لرلو په هکله د خپلو تحقیقاتو نتیجه راتلونکې دوشنبه ډسمبر ۱۹ خپره کړي.

18.12.2022 امریکا غږ

لکي مروت:په پولیسو تاڼه برید کې درې عسکر وژل شوي څلور ژوبل، ذمه واري یې لا چا نه ده منلې

پېښور ــــ د خېبر پښتونخو په لکي مروت ضلعه کې ترهګرو په پولیس تاڼه د راکټ لانچرو اؤ نورو درنو وسلو برید کړی چې پکې درې پولیس عسکر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي. دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې دا برید دخالي اؤ اتوار په منځ شپه کې دلکي مروت د سرائ نورنګ تحصیل په برګي تاڼه شوی دی. په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې. په 16م نومبر هم په لکي مروت کې شپږ پوليس عسکر په يو بريد کې وژل شوي وو چې ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان قبلوله کړې وه. دسرچینو په وینا دبرید په مهال ترهګرو په تاڼه د راکټ لانچرو،کلاشنکوفو اؤ نورو وسلو ډزې کړي چې پکې درې پولیس عسکر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي. د وژل شوؤ عسکرو پېژندګلو د ابراهیم،عمران اؤ خیرالامین په نومونو شوې ده اؤ د ژوبل عسکرو نومونه بلقیاز،امیر نواز،فرمان اؤ سبزعلي ښودل شوي دي. په دې وروستیو کې چې پاکستاني طالبانو دحکومت سره د اوربند ماتولو اعلان کړی دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول په پولیسو بریدونو کې اضافه شوې ده اؤ دسرکاري شمیرو ترمخه سږکال په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه نزدې 120 پولیس عسکر دترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي. سرکاري شمیرې ښایي چې په کال 2020م کې په خیبر پښتونخوا کې 24 اؤ په ورپسې کال 2021م کې 54 پولیس عسکر په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي وؤ لکي مروت دخېبر پښتونخوا هغه سيمه ده چې په دې وروستیو کې پکې د ناامنۍ پېښې سیوا شوي او دغلته په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ د پاکستان پوځ د عملیاتو په پایله کې د وسله والو د وژلو دعوې مخې ته راغلې دي.

18.12.2022 ډیوه

عبدالقدوس بزنجو: د ریکوډیک پروژې نه به هر کال بلوچستان ته 300 اربه روپۍ په لاس ورځي

پېښور ــــ دپاکستان دپسمانده صوبې بلوچستان وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو وایي چې د ریکوډک منصوبې نه به دغه صوبې ته هرکال پرته له سرمایه کارۍ 300 اربه روپۍ ترلاسه کیږي. دخالي په ورځ کوټه کې دقامي ورکشاپ په نوم راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې ویلي چې ریکوډک پروژه د پانګونې دروازه ده اؤ دا پروژه پاکستان ته د اتوؤ اربو ډالرو بهرنۍ پانګونې راوړي. هغه وویل دبلوچستان معدنیات ددې صوبې اؤ هیواد مستقبل دی . د ریکوډک پروژې په اړه دبلوچستان وزیراعلا وویل" په دې پروژه کې مرکز خپله 15 اؤ زمونږ 25 فیصدي برخه دخپل جیب په لګښت اخستې اؤ تر دې وروسته مونږ پرته له کومې سرمایه کارۍ د25 فیصدي ګڼې مالکان یو" هغه ویلي که چرې د ریکوډک تړو نه ؤ شوی نو هیواد اثاثې به په جرمانه کې تللې وې خو اوس به هرکال 300 اربه روپۍ ددې پروژې نه بلوچستان اؤ 200 اربه روپۍ مرکز ترلاسه کوي. په 16م دسمبر دبلوچستان دحکومت اؤ دکاناډا د بیرک ګولډ کمپنۍ ترمنځ دریکوډک په نوم بلوچستان کې دسرو زرو دکان کیندنې داتوؤ اربو ډالرو په تړون لاسلیکونه شوي دي خو دبلوچستان سیاسي اؤ ملت پاله ګوندونه په دې تړون سختې نیوکې کوي اؤ دا دبلوچستان په حقونو ډاکه ګرځوي. تیره اوونۍ دبلوڅ قامپاله ګوند بي اين پي مشر سردار اختر مېنګل پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي وؤ چې د ریکوډک اختيار وفاقي حکومت ته ورکول کله هم نه تسليموي. د نېشنل ګوند ايالتي وياند علی احمد لانګو ډیوه سره په خبرو کې ویلي،د ريکوډک سره زر او کاپر د بلوچستان د بچیانو حق دی ځکه يو چاته هم ددې د وړلو اجازه نه ورکوي. دبیرک ګولډ کارپوریشن سره دشوي تړون له مخې  ګولډ بیرک کمپني په دې پروژه کې 50 فیصد برخه لري، د بلوچستان حکومت پکې 25 فیصده ونډې لري او پاتې 25 فیصده برخه د دریو دولتي شرکتونو لخوا په مساوي ډول (8.33 فیصده) کنټرول کیږي.  بلوچستان ریکوډک کانونه د سرو زرو او مسو د زیرمو له امله مشهور دي او ویل کیږي چې په دغه سیمه کې د سرو زرو د نړۍ پنځمه لویه ذخیره شتون لري- د ریکوډیک کان کیندنې پروژې اصلي تړون په کال 1993 کې د بي ایچ پي نومې کمپنۍ سره لاسلیک شوی و چې ورسته کال 2006م کې دا د کاناډا بیرک ګولډ او د چیلي انټوفاګاسټا ته وسپارل شو. او د ټهیتیان کوپر کمپنۍ په مرسته په لویه کچه د سرو زرو او میسو زیرمې وموندل شوې. خو په 2011 کال کې دبلوچستان حکومت دغه لوظنامه رد کړه او په 2013 کال کې سترې محکمې هم باطل اعلان کړه. په 2019 کې، د نړیوال بانک د منځګړیتوب عدالت په پاکستان باندې د کانونو د غیرقانوني انکار له امله جرمانه ولګوله. سږ کال د مارچ په میاشت کې،وفاقي او د بلوچستان حکومتونو د دوو نړیوالو شرکتونو - انټوفاګاستا PLC او بیریک ګولډ کارپوریشن سره د ریکوډیک پروژې د بیارغونې لپاره موافقه وکړه چې انټوفاګاسټا ته یې د وتلو اجازه ورکړه. او دغه رنګه پاکستان د ریکوډیک په قضیه کې د 11 اربو ډالرو جرمانې څخه بچ شو.

18.12.2022 ډیوه

عمران خان په 23م دسمبر د پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو ماتولو اعلان کړی

پېښور ـــــ د پاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی دی چې په 23م دسمبر به د خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلۍ ماتوي اؤ هم به دقامي اسمبلۍ دسپیکر په وړاندې مرکزي پارلیمان نه دخپل ګوند دغړو داستعفاګانو تصدیق کوي. خو حکومت دعمران خان په دې اعلان خپل غبرګون کې ویلي داسمبلیو ماتولو لپاره دتاریخ نه دهمت ضرورت دی. څېړونکي وایي دعمران خان لخوا د دوؤ صوبو داسمبلیو ماتولو اؤ دقامي اسمبلۍ دغړو داستعفاګانو دتصدیق داعلان سره په پاکستان کې روان سیاسي کړکیچ وضعیت نور هم خراب شوی چې اغېزې یې نیغ په نیغه ددې هیواد دسقوط په درشل په ولاړ ځپل شوي اقتصاد کیدای شي. دخالي په ورځ لاهور لیبرټي چوک کې دخپل ګوند پلویانو ته د ویډیو لنګ دلارې وینا کې عمران خان ویلي  ترڅو چې هیواد کې روڼ انده ټولټاکنې نه وي شوي نو ویره ده چې هیواد به ډوب شي. هغه سره ددې وینا په مهال دخیبر پښتونخو وزیراعلا محمود خان اؤ دپنجاب وزیراعلا چوهدري پرویز الهي هم ناست وؤ. عمران خان وویل د راتلونکي جمعې په ورځ به دخیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلۍ ماتې کړي اؤ هم به دقامي اسمبلۍ دسپیکر مخې ته ودریږي اؤ دمرکزي پارلیمان نه به دخپلو غړو داستعفاګانو تصدیق وکړي. دعمران خان وینا وه د دوؤ اسمبلیو قرباني ددې لپاره ورکوي ترڅو دنوؤ ټولټاکنو دلارې خپلو مخالفینو ته (چې هغه یې دغلو په نوم یادوي) ماتې ورکړي. هغه وویل ولس یې په طرف ولاړ دی اؤ په ترسره شوؤ ضمني ټاکنو کې هرچاته معلومه وه چې دی اسمبلۍ ته هم نه ځي خو بیا یې هم خپلې رایې ده ته ورکړې اؤ په اتوؤ کې یې اووه څوکۍ وګټلې. دعمران خان وینا وه چې نه غواړي پاکستان کې هم دسري لنګا په څېر حالات رامنځته شي اؤ ولس سړکونو ته را اوځي ځکه دی غواړي چې دټولټاکنو دلارې دوئ(حکومت) ته شکست ورکړي اؤ نوم نشان یې ورک شي. دعمران خان په دې اعلان خپل غبرګون کې دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب ویلي اقتدار څخه له محرومیدو په غم کې عمران خان په ذهني توګه ناروغه شوی دی . اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې هغې ویلي داسمبلیو ماتولو لپاره نیټه ورکول نه همت ښودل پکار دي اؤ تور یې ولګولو چې عمران خان خپل خرچ خوراک دخیبر پښتونخوا ؤ پنجاب اسمبلیو نه پوره کوي . هغې وویل عمران خان دخپلو غلاګانو پټولو لپاره دا سیاسي شور وغوغا پیل کړې ده ځکه چې هغه سره ویره ده چې که حالات ارامه کیږي نو دهغه غلاګانې نیول کیږي. خو عمران خان بیا ویلي چې هغه سره ویره ده که دنوي سره روڼ انده ټاکنې ونه شوې نو هیواد به ډوب شي. دعمران خان وینا وه چې کومو خلکو د دیرشو کلونو نه هیواد لوټلو هغوئ پخواني پوځي سرلښکر جنرال قمر باجوه اقتدار ته رسولي دي اؤ نن دتیرو پنځوسو کلونو په پرتله هیواد کې تر ټولو زیاته ګراني ده. پوځ وخت په وخت دعمران خان دا تورونه رد کړي چې ګنې دموجوده حکومت اقتدار ته په رسولو کې لاس لري اؤ مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب هم پخپل پریس کانفرنس کې پوښتنه راولاړه کړې ده چې که پخواني پوځ سرلښکر قمر جاوید باجوه دعمران خان دحکومت پرضد سازش کولو نو بیا ورته هغه (عمران خان )دملازمت دمودې غځولو وړاندیز ولې کړی ؤ؟ عمران خان د دوؤ اسمبلیو ماتولو اؤ دقامي اسمبلۍ دڅوکیو پرېښودلو دا اعلان په داسې حال کې کړی چې څیړونکي وایي دپاکستان اقتصاد سقوط ته ورنزې شوی ،دغیرملکي اسعارو ذخیرې یې کمې شوي، دبهر نه ورته دمخکې په څېر پیسې نه راځي اؤ هم پکې بهرني سرمایه کاري کمه شوې ده. پېښور کې میشت خبریال اؤ دیوې ځایي رسنۍ وحدت نیوز ایډيټر ناصر داوړ وایي دعمران خان لخوا داسمبلیو ماتولو داعلان سره به هیواد کې سیاسي بې باوري نوره هم زیاته شي اؤ ددې نیغ په نیغه اثرات به دهیواد دسقوط داندېښنې سره په مخ اقتصاد کیږي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ ویلي پاکستان دا وخت دیو خراب اقتصادي صورتحال سره مخ دی اؤ دهیواد مرکزي بینک منلې چې دبهرنیو اسعارو ذخیرې یې کمې شوي دي اؤ هم بهرنۍ سرمایه کارۍ کې کمی راغلی دی. هغه وایي که اوس سیاسي کړکیچ نور هم زیاتیږي نو نه یوازې دنړۍ هیوادونه اؤ مالیاتي ادارې به پاکستان ته دپیسو په ورکولو کې دتردد اؤ ویرې سره مخ کیږي بلکې بهرني پانګوال به هم دلته دپانګو اچولو نه ډډه کوي اؤ داسې به دهیواد اقتصادي کښیني. خو ناصر داوړ بیا وایي چې دهیواد اسټبلشمنټ هم په داسې صورتحال کې څه وخت هم لاس اؤ پښه وهلی شي اؤ کیدای شي د حالاتو په ارامه کولو کې اسټیبلشمنټ خپل کردار ولوبوي. دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله هم دیو شخصي ټيلي ویژن سره خبرو کې دعمران خان په اعلان خپل غبرګون کې ویلي "تاسو به وګورئ چې په یوه اوونۍ کې به څنګه یوټرن واخستل شي" دا په داسې حال کې ده چې د هیواد طاقتور پوځ د وړاندې نه ویلي دي چې دهیواد دسیاست نه یې ځان په ډډه ساتلی دی.

18.12.2022 ډیوه

د عمران خان ګوند راتلونکې اوونۍ دوه ولایتي اسامبلۍ منحلوي

د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان شنبه ډسمبر ۱۷ ( لیندۍ۲۶) اعلان وکړ چې ګوند به یې دوه ولایتي اسامبلۍ د ټاکلې نیټې څخه وړاندې راتلونکې اوونۍ پدې خاطر منحلې کړي په فدرالي حکومت د وخت څخه وړاندې انتخاباتو کولو لپاره فشار لا ډیر کاندي.

18.12.2022 امریکا غږ

د ایمنیسټي انټرنېشنل مشرې شهباز شریف ته په خط کې د افغان کډوالو د خوندیتوب غوښتنه کړې

واشنګټن ـــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي‌ انټرنېشنل په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او د پاکستان وزیراعظم ته یې په ځانګړي خط کې ویلي، د افغان کډوالو د نیولو لړۍ دې ختمه شي او هغوی ته دې د قانوني‌ اوسېدو اجازه ورکړل شي. د بخښنې د نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل مشرې اګنیس کالامارډ د دسمبر پر 15مه شهباز شریف ته په پرانیستي خط کې ویلي، پاکستان باید وستایل شي چې په نړۍ کې یې تر هر هېواد زیات افغانان ځای کړي، خو وایي د هغو افغانانو ژوند او خوندیتوب ته اندېښمنه ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې پاکستان ته تللي دي. د ایمنیسټي انټرنېشنل مشره وایي اداره یې په دې خبره ده چې افغان کډوال که د پاکستان ویزه لري که نه په دې هېواد کې د قانوني اوسېدو د کمو اسانتیاوو، تعصب او د اظهار د ازادۍ نه لرلو له کبله له سختو چېلنجونو سره مخ دي. مېرمن کالامارډ وایي: "افغانان چې پاکستان ته په ویزه ورغلي ضرور یې باید مسلسل نوې کړي، خو رپوټونه وایي دوی بیرته افغانستان ته لېږل کېږي، چې دا کار دوی ته ګران هم پرېوزي او خطرناک هم". د مېرمن اګنیس کالامارډ په وینا اکثر افغانان چې په تېر یونیم کال کې پاکستان ته په ویزه تللي دي هغه د بشري‌ حقونو مبارزین، خبریالان او د تېر حکومت پېژندل شوي چارواکي دي چې وایي د طالبانو له خوا له زښته زیات خطر سره مخ دي. ایمنیسټي انټرنېشنل په داسې وخت کې د پاکستان وزیراعظم ته دا خط لېږلی چې په دې هېواد کې خصوصاً په کراچۍ ښار کې په تېرو میاشتو کې پولیسو په سلګونو افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیولي وو. د طالبانو حکومت په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونځو په اړه تازه څه نه دي ویلي او نه یې په تېرو میاشتو کې د نیول شویو کډوالو شمېر له رسنیو سره شریک کړی دی. شهباز شریف ته په خط کې د بخښنې د نړیوال سازمان مشرې اګنیس کالامارډ لیکلي، د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله افغانان په پاکستان کې کورونه په کرایه نه شي نیولای، بېنک اکاونټ نه شي پرانیستلای او نه له بهره د خپلوانو ور لېږلې پیسې اخیستلای شي، د موبایل سیم کارډ نه شي اخیستلای او نه په سرکاري روغتونو کې علاج کولای شي. په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ مخکینی جنرل کونسل عبدالحمید جلیلي وایي په تېرو میاشتو کې چې کوم خلک نیول شوي په هغوی کې ښځې او ناروغان هم شامل دي. ښاغلي جلیلي د شنبې- خالي په ورځ پر خپل فېسبوک لیکلي دي: "يواځې د کراچۍ په زندان کې 1780 افغان تورسرې او مشران بنديان دي، تر ټولو کم عمره بندي دري مياشتنی افغان ماشوم دی، اکثريت بندي خويندې او ميندې پښتنې دي، ځينې د سرطان مريضان دي، يو شمېر ډېرې ضعيفه ميندې او پلرونه هم ورکې پراته دي". عبدالحمید جلیلي وایي په دغو بندیانو کې د عبدالخلیل په نوم یو افغان او د هغه مېرمن پري ګل هم شامل وو، وایي عبداخلیل پرون د دوشنبې- خالي په ورځ په زندان کې مړ شوی دی: "د مړه شوي‌ عبدالخليل مېرمن پرې ګل هم په زندان کې ده او د خاوند تر مرګ وروسته لا هم نه ده خوشې کړای شوې". رپوټونه وایي پوليسو د اکتوبر پر درېیمه د کراچۍ له مومن اباد سیمې د ښځو په ګډون 130 افغانان نيولي وو، چې په هغوی کې عبدالخليل او مېرمن یې هم شامل وو. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې هغو بهرنیانو ته- چې په غیرقانوني توګه اوسېږي- امر کړی چې د روان کال تر اخره دې له پاکستانه ووځي که نه وایي بیا به درې کاله د بند سزا ورکړل شي او بیرته پاکستان د داخلېدو په تور فهرست کې به شامل کړل شي، خو په دې خبرپاڼه کې یې یواځې د هندوستان او صومالیا وګړي یاد کړي او د افغان کډوالو ذکر پکې نه شته.

17.12.2022 ډیوه

ځوان سندرغاړي راشد احمد خان په پښتو موسیقۍ کې د ډاکټرۍ ډګري واخیسته

پېښور ـــــ د صوابۍ د جنډۍ کلي نامتو ځوان سندرغاړي او د هنرمندانو د حقونو فعال راشد احمد خان په پښتو موسیقۍ کې په د ډاکټرۍ یا پي ایچ ډي سند تر لاسه کولو اعزاز په خپل نوم کړی دی او د هغه په وینا دا په پښتو موسیقۍ باندې "لومړۍ ډاکټري" ده. نوموړي د دسمبر په 15مه "د پښتو موسیقۍ د سندریز مکتبونو څېړنیزه مطالعه" د سرلیک لاندې د خپلې پي اېچ ډۍ (ډاکټرۍ) مقالې په کامیابۍ سره دفاع کړې ده او د پښتو ادیبانو او شاعرانو دغه مقاله د پښتو دپاره ځانګری ګام بللی دی. راشد خان چې پخپله د پښتو موسیقۍ يو ځلنده ستوری دی وايي دا یې ارمان وو چې د پښتو موسیقۍ دپاره څه کار وکړي نن یې دغه ارمان پوره شو: "چونکې زه د موسیقۍ سره تعلق لرم او کار پکې کوم نو پکار ده چې دې دپاره څه وکړم او دا زما د ماشومتوب نه ارمان وو چې خامخا به موسیقۍ له څه کوم، په دې رېسرچ کې به زه دا ووایم چې دا د پښتو موسیقۍ لومړی [سندي] ريسرچ دی او مخکې پرې چا کار نه دی کړی". د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ مشر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير وایي په دې مقاله کې د پښتو موسېقۍ او مکتبونو لکه يوسفزي، وزيري، سواتي، لوګري، کندهاري او دا ډول نورو مکتوبونو، موسيقارانو او راګونو په اړه ګټور او غني معلومات راټول شوي دي. ډاکټر نصرالله وزیر وویل بايد چې دا د کتاب بڼې ته راوستل شي ځکه چې وایي که په راتلونکي کې څوک څېړنه کوي نو ډېره ګټه به ورته ورسوي: "په دې مقاله کې د موسیقۍ د مکتبونو تاريخ په حواله سره يا د موسیقۍ سره چې کوم خلک تړلي دي يا د پښتو کوم مخصوص راګونه دي هغه او يا د موسیقۍ عمومي رنګونه دي په هغې ډېر ژور او څېړنيز کار شوی دی". ځوان سندرغاړي راشد احمد خان خپله څېړنه د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې د چېرمين پروفېسر ډاکټر روح الله په نګرانۍ کې ترسره کړې ده، د نوموړي ړومبی نګران نامتو اديب او څېړونکی پروفېسر ډاکټر پرويز مهجور وو خو په کال 2020م کې د هغوی تر مرګ وروسته دغه ذمه ډاکټر روح الله په سر اخیستې وه. د دې تحقيق دپاره د نوموړي امتحان اخیستونکی پروفېسر ډاکټر فرخنده او ډاکټر نصرالله مجنون وو. څېړونکي او لیکوال پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم وي او اې ډیوه ته وويل سندره يا موسيقي د ادب نه نه شي بېلېدای ځکه چې وایي يو بل سره يې ډېر ژور تعلق دی، وايي دا ځل په پښتو موسیقۍ په منظم ډول کار وشو: "زمونږ دې برخوردار راشد احمد په دې ډېر کار کړی دی هسې خو په موسیقي باندي زمونږ د نظر نه ډېر مضمونونه تېر شوي دي خو په يو منظمه طريقه باندې په دې ريسرچ کول او تهيسس ليکل زما په خيال دا په لومړي وار باندې وشو". د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکټر اظهار الله اظهار وویل په دې څېړنه کې چې مقاله نګار په کوم ډول بابونو ته ترتیب ورکړی دا به په عملي نړۍ کې انقلاب ګڼل کېږي ځکه چې په دې کې د موسیقۍ په الاتو، اوازونو، تاريخ او دې سره د پښتو موسیقۍ يو يو مکتب پکې ښکاره کړی شوی دی: "د پښتو چې څومره مکاتب دي د موسیقۍ يو يو پکې راښکاره کړی شو، په پوره تفصېلاتو سره زما په خيال چې دا به يو داسي مفصل تحقيقي دستاوېز وي چې راتلونکي خلک به دې نه رڼا اخلي". راشد خان په خپله څېړنه کې ثابته کړې چې د پښتو موسیقۍ د لومړیو کلاسيکي سُرونو پېل د هندو کش د غرونو نه شوی او دا ډول د موسیقۍ لومړي درې مکتبونه يا راګونه "بايزيد روښان ايجاد کړي دي" کوم چې د ده د څېړونې له مخې "بنياد ګڼل کيږي". په پېښور کې مېشت د پښتونخوا او افغانستان سره تړاو لرونکو سندرغاړو راشد احمد خان ته په پښتو موسیقۍ کې د ډاکټرۍ په سند ترلاسه کولو د مفکورې په نامه څيړنيز مرکز کې د سندريز ماښام تابيا کړې وه او د نغمو په ژبه يې ورته پيرزوینې وړاندي کړې دي، همداسې پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو هغه ته مبارکۍ ویلې دي او د هغه د ډاکټرۍ څېړنه یې د پښتو موسیقۍ د ودې لپاره لوی ګام بللی دی.

17.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more