ازادي راډيويي مجله؛ د پوهاند رشاد اتلسم تلين
د پوهاند علامه عبدالشکور رشاد اتلسم تلين، د شلګر ادبي بهير په اړه مالومات، له ډاکټرې نګين کرګر سره مرکه، غزني کې د نکلونو پر دود راپور، افغانستان کې د چپنې دود د کمرنګه کېدو په اړه مالومات او يو شمېر نور مطالب. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي پهکې هنري، فرهنګي، ادبي او ټولنيز مطالب راټوليږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
خېبرپښتونخوا کې په يوه اوونۍکې د مذهب په سپکاوي تورنو دوه کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي
د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د ترهګرۍ ضد عدالت د مذهب د سپکاوي په تور يو تن ته د مرګ سزا اورولې ده، دا په صوبه کې په يوه اوونۍ کې د مذهب د سپکاوي په تور دويم تن دی چې د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.
ایران کې د محسن شکاري اعدام کیدو ته د نړۍ تند غبرګون
د ایران حکومت اعلان وکړ چې پنجشنبه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) یې د حکومت ضد مظاهرو په تړاو لومړنی تن غر غره کړی.
د خزانې وزیره: امریکا کې د اقتصادي رکود راتګ "حتمي" ندی
د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې جنیت یلن پنجشنبه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) وویل چې باور لري د اقتصاد له پلوه د نړۍ دا تر ټولو ستر هیواد د انفلاسیون د کچې د ټیټولو لپاره په سم لوري روان دی خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د اقتصادي رکود راتګ "حتمي" ندی.
پوتین: د اوکراین د برښنا په زیربناوو بریدونه به دوام ولري
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویلي چې د اوکراین د برښنا په شبکې بریدونه به دوام ولري او د دا ډول بریدونو د پیل ملامتي یې په اوکراین واچوله.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
د خامنه يي خور له ایراني ځواکونو غوښتي مظاهره کوونکو سره یو ځای شي
د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي خور بدري خامنه يي، د ایران حکومت او خپل ورور تورن کړي چې ایرانیانو ته یې له «رنځ او ظلم» پرته بل څه نه دي ورکړي.
سعودي ولي عهد د چین صدر سره ملاقات کړی
د روېټرز د رپورټ ترمخه کله چې چینايي صدر په ریاض کې محمد بن سلمان سره ملاقات دپاره شاهي محل ته ورتلو نو په سعودي اسونو سورو سعودي شاهي محافظینو د هغه موټر بدرګه کړو. په محل کې دننه محمد بن سلمان د صدر شي هرکلی وکړو
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د امریکا د باسکتبال مشهوره ستورې د روسیې له زندان څخه ازاده شوه
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن پنجشنبه ډسمبر اتمه (لیندۍ۱۷) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ښځو د باسکتبال مشهوره ستورې بریټني ګرینر د روسیې له زندان څخه ازاده شوې ده.
په بنګله دېش کې یو تن وژل شوی او د حکومت مخالفې پارټۍ په زرګونو فعالان پولیس ګرفتار کړي
د تېرو څو میاشتو راهسې امریکا او نور ملکونه د بنګله دېش د حکومت نه غوښتنه کوي چې اینده انتخابات په منصفانه او قانوني ډول وکړي. خو د حزب اختلاف مشران وايي د مخکې په شان د انتخاباتو نژدې کېدو سره سم حکومت د مخالفینو خلاف اقدامات شروع کړي دي
د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
طالبانو پروان او پکتیکا کې 'لسګونه کسان عام محضر کې په درو' وهلي
په داسې حال کې چې د فراه په ولایت کې د طالبانو له لوري د یو کس «قصاص کول» په نړیواله کچه غندل کېږي، له پروان او پکتیکا ولایتونو څخه راپورونه وايي چې طالبانو هلته شاوخوا ۳۰ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړي دي. راپورونه وايي د پروان په مرکز چاریکار کې د طالبانو مقاماتو ۲۷ کسان د «اخلاقي فساد، غلا او له کوره د تېښتې په تور په عام محضر کې په درو وهلي» دي. د طالبانو د حکومت سترې محکمې ته په منسوب ټویټر حساب کې نن پنجشنبه ډسمبر اتمه (لیندۍ۱۷) یوه اعلامیه خپره شوې چې په کې ویل شوي دي، په پروان کې یې د «شرعي محاکمو په حکم ۲۷ تنو ته، چې ۱۸ نارینه او نهه یې ښځې وې، د لواطت، فریبکارۍ، په ناحقه شاهدۍ، نا مشروع اړیکو... د جرمونو له کبله تعزیري سزا» ورکړل شوه. په همدغې ټویټر پاڼې کې بله اعلامیه وايي چې د پکتیکا ولایت په ورزشي سټیډیوم کې یې هم دریو تنو ته د غلا په تور «تعزیري سزا» ورکړې ده. د ازادۍ راډیو د راپور په اساس، په پروان ولایت کې خلکو ته د سزا ورکولو په وخت کې د طالبانو د محکمې ځینې چارواکي هم موجود وو. په ټولنیزو رسنیو کې د دغې پېښې ځینې تصویرونه هم خپاره شوي دي. دقیق معلومات نشته چې دا کسان کله نیول شوي او د کومو اسنادو او شواهدو په اساس محکوم کړل شوي او سزا ورکړ شوې ده. طالبان داسې مهال په پروان او پکتیا کې خلکو ته په ډله ایز ډول سزاګانې ورکوي چې ملګرو ملتونو، امریکا او د بشري حقونو سازمانونو د فراه په ولایت کې د طالبانو له لوري د یو «کس قصاص کول» په کلکه غندليدي. د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ویاند جرمي لارنس په یوې اعلامیې کې د طالبانو دا کار «ډېر ځوروونکی، ظالمانه، غیر انساني او له سپکاوي ډک" بللی او غندلی یې دی. د بخښنې نړیوال سازمان هم په عام محضر کې د «قصاص» حکم تطبیق ته په کتو ویلي چې طالبان بشري حقونو څخه سرغړونو ته ادامه ورکوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي دي چې دا «تیارې سابقې ته» د طالبانو د بیا ستنېدو نښې دي او زیاته یې کړه چې دا «به د ټولو افغانانو حیثیت او بشري حقونو ته سپکاوی وي». فرانسې او بریتانیا هم دا کار غندلی دی او هغه یې ویروونکی بللی دی. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر یو ځل بیا دا «اسلامي سزاګانې» بللي او په اړه یې انتقادونه «د هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله» بللې او غندلي یې دي.