ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په سوریې کې دوو ځانمرګو بریدونو شاوخوا ۴۲ تنه ووژل

نن د سوریې د حمص په ښار کې په غبرگو ځانمرګو بریدونو کې لږ ترلږه ۴۲ تنه ووژل شول. په وژل شویو کسانو کې یو د استخباراتو لوړ پوړی چارواکی دی.

25.02.2017 امریکا غږ

افغانستان کې 'ولسي تړون' د 'ملي پیوستون' پروګرام ځای ناستی شو

د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت د ملي پيوستون پروګرام له څوارلس کلني فعالیت وروسته نن رسماً وتاړه. دغه وزارت وايي، پر ځای به يې د ولسي تړون په نوم پروګرام چې د ملي پیوستون پروګرام په پرتله يې د پوښښ سيمه پراخه د نوي کال لومړیو کې پیل شي.

25.02.2017 BBC

امریکا مکسیکو سره سرحد کې د دیوال جوړولو قرارداد کوي

د متحدو ایالتونو حکومت په پام کې لري چې له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال جوړولو لومړنی قرارداد چارې د اپریل په میاشت کې لاسلیک کړي.

25.02.2017 امریکا غږ

عمران خان: پنجاب کې له پښتنو سره توپيري چلند د ترهګرو په ګټه دی

د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې له پښتنو سره توپیري چلند وغانده. د عمران خان دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې هم له پښتنو غوښتل شوي، چې له پولیسو سره ځانونه راجیسټر کړي.

25.02.2017 BBC

سپینې ماڼۍ ولې ځینې رسنۍ خبري کنفرانس ته پرې نه ښودې؟

د نیویارک ټایمز، سي این این او بي بي سي په ګډون څو لوی خبري اژانسونه د سپینې ماڼۍ د یوه خبري کنفرانس له ګډونه ایستل شوي دي، چې د ځینو رسنیزو ډلو د سپینې ماڼۍ دا عمل غندلی دی.

25.02.2017 BBC

لوګر کې وسله‌والو پنځه افغان انجینران تښتولي

د لوګر ولايتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د پنځو تښتول شويو افغان انجينرانو د خلاصون په هکله يې هڅې پيل کړې دي، خو تردې مهاله يې کومه نتيجه په لاس نه ده راوړې.

25.02.2017 امریکا غږ

د سوریې حمص کې ځانمرګو بریدونو لګسونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سوریې حمص ښار امنیتي ځواکونو په دوو مرکزونو کې دوو ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۳۲ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د وژل شویو شمېر تر ۴۰ ډېر ښودلی.

25.02.2017 BBC

د ملگرو ملتونو امنيت شورا بيا د سوريې په تړاو سره وېشلې

د ملگرو ملتونو امنيت شورا غړي يو ځل بيا د سوريې په تړاو ناندريو کې کېوتي. د تړلو دروازو تر شا د امنيت شورا د غړو هېوادونو په غونډه کې پر داسې يوه پرېکړه ليک خبرې وشوې چې د يو شمېر نورو بنديزونو ترڅنگ سوري حکومت ته د چورلکو پلور منع کوي.

25.02.2017 BBC

کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: ملي پیوستون یو بریالی پروګرام و

په افغانستان کې د ملي پېوستون د پروګرام څوارلس کلن مزل په بریالیتوب سره پای ته ورسېد او ...

25.02.2017 ازادي راډیو

"امريکا بايد پاکستان ته ټولې پوځي او مالي مرستې ودروي"

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د اسوشېډ پرېس خبري اژانس يو مطلب راخيستى چې وايي افغان حکومت ښايي له ملگرو ملتونو وغواړي چې پر مشکوکو ترهگرو شبکو او ملاتړو يې بنديز ولگوي.

25.02.2017 BBC

افغان سیک او هندو ځوانان له کومو ستونزو سره مخ دي؟ 

سیکان او هندوان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ژوند کوي، خو د روانې جګړې او ستونزو له کبله د نورو افغانانو په څېر دوی هم ...

25.02.2017 ازادي راډیو

ننګرهار کې د داعش شپږ مهم قوماندانان وژل شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د شپږو قوماندانانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون نږدې پنځوس داعش جنګیالي وژل شوي دي.

25.02.2017 امریکا غږ

د پاکستان هوايي کرښې الوتکه کې د اضافي سپرلیو وړل ومنل

د پاکستان نړیواله هوايي کرښه دا پلټي چې څنګه یې یوه الوتکه کې له دغه هېواد تر سعودي عربستان اووه کسان له ټاکلي شمېر ډېر وړي وو.

25.02.2017 BBC

د عکسونو البوم: استرالیايي کروندې له هوا نه

د استرالیا د کرنیزو ځمکو پرسر د الوتنې پرمهال عکاس جوش سمېت د ځینو کروندو داسې انځورونه اخیستي چې پر ځمکه ګرځېدونکو انسانانو ته بېل ډول ښکارېږي.

25.02.2017 BBC

'د نړۍ تر ټولو ارزانه ټیلېفون' جوړوونکي شرکت مشر نیول شوی

هندي پولیسو په نړۍ کې ترټولو د ارزانه ګرځنده ځیرک تیلېفون جوړولو ''رینګېنګ بېلز'' شرکت مشر موهیت ګویل د فساد په تور نیولی دی.

25.02.2017 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more