ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د نېټو مشر: د افغانستان سیاسي قیادت د طالبانو مقابله ونکړی شوه 

سټالټنبرګ د نهې، سه شنبې، په ورځ په برسلز کې خبریالانو ته وویل په تېرو څو هفتو کې چې د افغانستان سیاسي او پوځې قیادت په دومره چټکتیا نسکور شو چې اندازه یې نه وه شوي

18.08.2021 ډیوه

اسټیټ بینک:دچین اؤ نورو هیوادونو لخوا پاکستان کې پانګونې کمې شوې دي

د پاکستان مرکزي بینک وایي دمالي کال ۲۰۲۲م په وړومبۍ میاشت کې غیر ملکي سرمایه کاري ۳۸.۷  فیصدي کمه شوې ده چې پکښې زیاتې پانګونې د چین څخه کمې شوي دي.

18.08.2021 ډیوه

ایا طالبان به افغانستان کې دالقاعده،ټي ټي‌ پي اؤ نورو وسله والو ډلو مخه ونیول شي؟

په پاکستان کې څېړونکي وايي چې دافغان طالبانو له پاره به دا يو ستر چېلنج وي چې د القاعده،تحريک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو مخه ونیسي ترڅو دافغانستان زمکه دنورو ګاونډیو هیوادونو پرضد ونه کاروي.

18.08.2021 ډیوه

پاکستان کې په میډیا بندیزونه،اپوزیشن ګوندونه یې ترهګر برید بولي

پاکستان کې د صحافيانو او مديرانو د تنظيمونو د مخالفت وروسته د هېواد حکومت مخالفه سياسي ګوندونو هم دحکومت لخوا د مېډيا د انتظام لپاره د وړاندیز کړل شوي قانون مخالفت کړی او دا یې په اظهار او دمېډيا په ازادۍ ترهګر برید ګرځولی دی.

18.08.2021 ډیوه

طالبان دنرمښت پخپلولو غواړي په نړۍ ځان ومني،څېړونکي وایي

پاکستان کې څيړونکي وايي دافغان طالبانو لخوا د کابل نيولو نه وروسته دوئ نړۍ ته خپله داسې څېره وړاندې کوي چې ګنې دمخکې په پرتله  بدل شوي، نړيوالو سره ښې اړيکې غواړي او د بشري حقونو سرغړونه به نه کوي.

18.08.2021 ډیوه

جنوبي وزيرستان: په وسله وال بريد کې يو سرتيری وژل شوی

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د امنیتي سرتیرو په یوه پوسته ترهګرو برید کړی چې پکې د ملیشې ځواک یو عسکر وژل شوی او  یو بل ژوبل شوی دی.

18.08.2021 ډیوه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو په حال سخته اندېښنه څرګنده کړې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومان په حال سختې اندېښنې څرګندې کړي په داسې حال کې چې طالبان دغه هېواد په خپل لاس کې اخلي.

18.08.2021 ډیوه

پاکستان: د طالبانو د حکومت تسليمول به د سيمې فېصله وي

پاکستان ویلي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تسليمول يا په رسمیت پېژندل به د سيمې فېصله وي، پاکستان په دغه اړوند د یو اړخيزه فېصلې اراده نه لري.

18.08.2021 ډیوه

امریکې ویلي د کابل څخه يې د سفارتکارو د ويستلو عمل بشپړ کړی

امریکا ویلي د کابل څخه یې د سفارتکارو د ويستلو عمل بشړ کړی او پاتې کار کوونکي د نورو امريکايي وګړو او ويزه لرونکو د پرسې په عمل کې بوخت دي.

18.08.2021 ډیوه

منظور پښتین: مونږ به د افغانستان له اولس سره ولاړ یو او د دوی د حقونو غږ به اوچتوو

مشر منظور پشتین ویلي چې افغانانو ته د حوصلې پیغام لري او ورته وایي چې مشکل حالات په هر قام راځي خو دوی دې خپله حوصله نه بایلي.

18.08.2021 ډیوه

په ارګ کې د افغان ولسمشر اخیرنۍ شېبې، او اوس واکمن څوک دي؟ 

په افغانستان کې د صدر غني د جمهوري واکمنۍ د ختمیدلو او د وسله والو طالبانو په  افغانستان د قبضې نن دویمه ورځ ده. خو دا معلومه نه ده چې د قانوني حکومت مشري څوک کوي؟  د طالبانو د سر مشر معلوم نه دی او امرالله صالح وايي چې د اساسي قانون ترمخه د خپل هیواد نګران صدر دی.   د حکومتي ګډوډۍ تر ټولو لوی علت کابل ته د وسله والو طالبانو ناڅاپه ورننوتل او د اولسمشر غني د هیواده وتل دي.  په امريکا کې افغان څېړونکی هاشم وحدتیار وايي اشرف غني غوښتل چې د افغانستان د خلقو سره پاتې شي او بهر لاړ نه شي  وحدتیار وايي دی په ارګ کې د ځینو چارواکواو د امرالله صالح دملګرو سره کابل ته د طالبانو د ننوتلو وړاندې په تماس کې وو او په امریکا کې د نورو ملګرو سره د ارګ لپاره د ممکنه اینده پلان په جوړولو بوختوو چې ارګ کې ورته چارواکو ووېل چې وخت تېر دی. د هغه په خیال دويي یو داسې مسوده لیکله چې صدر ته پکې د واک پرېښودلو یا نه پرېښودلو په سر مناسب وړاندیزونه وشي، په وړاندیز کې په دې غور کېدلو چې واک په صلح امیزه توګه وسپارل شي او کنه نورې لارې چارې ولټول شي، وحدتیار وايي دغه سوچ لا روان ؤ چې:​ "هغوي راته وویل چې وس کیسه د هر څه نه تېرې​ ده" د وحدتیار تر مخه​: “زه د صالح او د ارګ د ملګرو سره هلته په تماس کې ووم، پلان دا ؤ چې مونږ دلته په  امریکه کې افغان دکتورین، متخصصین شپږو نه تر اووه نفرو پورې یوه صفحه پالیسي پیپر جوړ کړو چې په دې سختو شرایطو کې ارګ باید څه وکړي”  هاشم وحدتیار وايي: ارګ کې د ریس جمهور مختلف مشاورینو او همکارانو مختلف نظرونه ریس جمهور ته ورکول: "حمدالله محب او فضلي په دې فکر وو چې هر څومره چې زر کېږي ریئس جمهور باید استعفا ورکړي" خو د معلوماتو تر مخه داسې هم نه وه چې ټول واک پرېښودلو ته تیار معلومېدل, صالح غوښتل چې د خلقو سره ودرېږي : “صالح مقاومت کوو چې استعفا باید ور نه کړي او د افغانستان د خلقو سره مونږ باید ودرېږو  طالب د قبول مونږ د پاره نه دی” هاشم وحدتیار وايي صالح غوښتل: "د طالبانو سره مبارزه وکړو حتا که هر څومره مونږ پاتې کېږو هم”  بحثونه ډېر زیات وو لحظه په لحظه جلسې جوړېدلې بالاخره د سهار ډېر وخته صالح  تصمیم ونیوو خپل پیغام یې مخمامخ ولسمشر ته ورکړلو چې ځم پنجشېر  نه خپل مقاومتکووم او طالبانو په مقابل کې ودرېږم او تاسو که استعفا ورکوئ  او که تسلېمېږۍ، ستاسو خپل کار دی. هاشم وحدتیار وايي: "ماته د صالح د دفتر نه وویل شول چې په هغې ورځې د ایران خارجه وزارت هم ورته ټلیفون کړی ؤ چې تاسو طالبانو ته تسلیم شئ " د وحدتیار په خیال په ارګ له هرې خوا فشارونه وو چې تسلیم شي خو اشرف غني غوښتل چې د افغانستان د خلقو سره پاتې شي او بهر لاړ نه شي. هاشم وحدتیار وايي: "لویه مسله دا وه چې د دولت اراکینو په شخصي توګه د طالبانو سره تماسونه نیولي وو چې دوي د طالبانو طرف ته اوړي"  نظامیانو هم خپلې درېشۍ وښکلې وې په عامو جامو کې وو نو په اخري لحظه کې اولسمشر باندې فشار راوړل شو.  د وحدتیار په خیال صدر غني په کابل پرېښودلو مجبور کړلی شو: “ماته وویل شول چې هغه یې کش کړو” صدر غني د کابل پرېښودلو ورستو په خپل فېس بک ولیکل” "نن زه یو سخت انتخاب سره مصادف شوم؛ ودریږم چې مسلح طالبانو سره چې ارگ ته داخلیدل غوښتل، مخامخ شم او یا له گران وطن څخه چې ما تیر شل کاله د هغی ساتنی او پالنی لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، ووځم. که پاتی وای هم بی شمیره وطنوال شهیدان کیدل او هم به د کابل ښار د بربادۍ او ورانۍ سره مخامخ کیده چې نتیجه به یې په دغه شپږ میلیوني ښار کې یوه لویه بشري فاجعه وای. طالبانو دا څرگنده کړی وه چې زما د لیری کولو لپاره حاضر دي ټول کابل او د کابل شریف ولس باندی خونړۍ حملې وکړي. ددی لپاره چې د وینې تویلو سیلاب څخه مخنیوی وشي، ما دا غوره وگڼله چې ووځم."  هغه د استعفا ورکولو زکر نه دی کړی او نه تر اوسه په کابل قابض طالب وسله والو د هغه د استعفا کوم سند ښکاره کړېدی، البته عبدالله عبدالله په خپل یو بیان کې هغه ته پخوانی صدر ويلي وو. ایا د طالبانو په کابل د قبضې مطلب دادی چې ټول افغانان ورته تسلیم شول؟​  دا وخت کابل د طالبانو په ولقه کې ضرور دی خو سمدټکه واضحه نه ده چې دا وخت په افغانستان کې عملن د چا حکومت دی. ایا په نړۍ کې افغان سفارتخانې بندی دي?  هم په دې لړ کې مې په ایران کې د افغانستان سفارتخانې او د سفیر غفور لیوال په شخصي نمبر ټلیفون وکړلو خو چا جواب او نه ویلو، البته په واشنګټن کې د افغان سفارتخانې د کلتور سیکتر نجیب ننګیال زما د پیغام په ځواب کې ماته په یو غږېز پیغام کې وویل چې په نړۍ کې افغان سفارتخانې خلاصې دي:​ “لا هم دنیا د طالبانو حکومت نه دی منلې، د افغانستان حکومت ټول سفارتونه فعاله دي، د افغانستان ریئس جمهور استعفا نه ده ورکړې” نجیب ننګیال وویل چې په افعانستان کودتا شوې ده، واک په خوښه نه دی منتقل شوی.  د نجیب ننګیال په خیال دا وخت ټول سفارتونه نړۍ سره مني. ملګرو ملتونو کې د افغانستان نماینده ناست دی.  نجیب ننګیال وویل: دا به ورستو کتل کېږي چې طالبان څنګه حکومت جوړوي او نوره نړۍ یې مني کنه؟ دنجیب نګیال تر مخه تر څو د طالبانو حکومت نه وي جوړشوی او تر څو امریکا او نورې نړې منلی نه وي دافغانستان سفارت به خلاص وياو مونږ به د افغانستان د نماینده په توګه کار کوو. هلته په افغانستان کې د صدر غني نایب صدر اول هم ویلي دي چې د اساسي قانون تر مخه دا وخت هغه د هېواد ایئني صدر دی. په خپل ټویتر امرالله صالح لیکلي دي: "زه سرپرست ولسمشر یم" د اشرف غني مرستیال امرالله صالح ویلي د افغانستان د ايين ترمخه هغه د افغانستان سرپرست صدر یا ولسمشر دی. خپل ټویټ کې امرالله صالح وویل هغه د افغانستان دننه موجود دی او د نورو مشرانو ملاتړ ترلاسه کولو دپاره یې ورسره رابطې کړي دي. دلته په واشنګټن کې د امریکا د قامي سلامتیا مشیر ويلي دي چې صدر غني په افغانستان کې نور یو فیکتور نه دی پاتې. مطلب ېې دا دی چې نور رول نه لري​.        

17.08.2021 ډیوه

"د نړۍ تر ټولو فراري ترجمان" ذبیح الله مجاهد څنګه مطبوعاتو ته راښکاره شو؟

ذبیح الله مجاهد، چي کلونه کلونه یې د طالبانو په استازیتوب خبرونه ورکول او له خبریالانو او رسنیو سره په رابطه کې و، د نهې/سې شنبې په ورځ د لومړي ځل دپاره د رسنیو مخ ته راښکاره شو او خلکو یې څهره ولیدله. 

17.08.2021 ډیوه

دوه زره افغانان به له کابل نه یوګانډا ته ولېږدول شي

یوګانډا دې ته راضي شوې ده چې د امریکا په غوښتنه، په موقت ډول دوه زره (۲۰۰۰) افغان پناه غوښتونکي ومني.

17.08.2021 ډیوه

امرالله صالح: زه سرپرست ولسمشر یم

د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو ټوېټ کې پېغام کې امرالله صالح وویل د اساسي قانون دلاندې که چېرې افغان ولسمشر مستعفي، مړ شي او ای ملک پرېږدي نو لومړی نایب صدر سرپرست صدر شي

17.08.2021 ډیوه

وایټ هاوس: د کابل هوايي اډې نه پروازونه بیا شروع شوي

د وایټ هاوس د بیان ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ امریکايي پوځي جهازونو امریکايي شهریانو او سفارتي عملې د راوېستلو په غرض حرکت کولو

17.08.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more