شاته

منظور پښتین: مونږ به د افغانستان له اولس سره ولاړ یو او د دوی د حقونو غږ به اوچتوو

په افغانستان کې د وروستیو غټو بدلونونو وروسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتین ویلي چې افغانانو ته د حوصلې پیغام لري او ورته وایي چې مشکل حالات په هر قام راځي خو دوی دې خپله حوصله نه بایلي.

د پي ټي اېم مشر زیاته کړې، د افغانستان نوی نظام چې جوړیږي، نو په هغه کې دې اولس ته د رائې حق ورکړی شي. هغه په خطه کې د امریکا د « منفي کردار» په اړه هم پوښتنه راپورته کړې ده، او بیا پاکستان نه یې هم پوښتلي چې آیا بیا به هم افغانستان کې «د جنګ پالیسي چلوي او که ختم کوي به یې؟»

منظور پشتین په خپل فېسبوک باندې د یو لیکلي او ویډیویي پیغام په لړ کې ویلي چې د افغانستان له اولس سره به ولاړ وي او د دوی د ژوند او بشري حقونو دپاره به غږ پورته کوي او مبارزه به کوي.

منظور پشتین پخپل پیغام کې زیاته کړې: «ټولو افغانانو ته وایم بالخصوص په افغانستان کې د تحریک (پي ټي اېم) ملګرو ته وایو چې د دنیا په هر ګوټ کې چې د تحریک ملګري وجود لري، هغه ستاسو هر ممکن خدمت ته حاضر دي او حاضر به وي».

ښاغلي پشتین دا پوښتنه کړې چې آیا پاکستان به د جګړې د لاسه افغانستان ته بېځایه شوي کسان بېرته راستانه کړي او که نه؟ او آیا که د چین او امریکې ترمنځ د «پراکسي جنګ خدشه» ظاهره شي، نو «پاکستان به پښتونخوا، بالخصوص قبایلي سیمې، د وسله والو او د جنګونو مرکز جوړوي او که نه؟»